ساینس او ټیکنالوژي
چینایي ستورمزلي له ۱۸۳ ورځني ماموریت وروسته ځمکې ته راکښته شول
د چین دولتي ټلویزیون څرګنده کړې، چې نن شنبه( د وري ۲۷) درې چینایي ستور مزلي له ۱۸۳ ورځو وروسته خپل فضایي ماموریت بشپړ کړ او ځمکې ته راکښته شول.
دغو ستورمزلیو د چین د لومړي فضایي سټیشن له پریښودو ۹ ګړۍ وروسته ځمکې ته راکښته شول.
دفضایي بېړۍ شینزو – ۱۳ ماموریت ستورمزلیو هر یوه ژائی ژیانگ، یئه گوانگ فو او وانگ یاپینگ ۱۸۳ ورځې په فضا کې تېرې او د ۱۱ ماموریتونو څخه یې پنځم هغه بشپړ کړ.
شنژوـ۱۳ د فضایي تمځي د جوړولو او بشپړولو لپاره د ستورمزلو له څلورم ماموریت څخه دوه یم هغه و، چې تېر اپریل پیل شوی و. شنزو- ۱۲ په سپټمبر کې ځمکې ته راستون شوی و.
دولتي رسنیو د انسان لېږدوونکي فضايي سیسټم د ټکنالوژۍ د مرستیال شاو لیمین د څرګندونو له مخې ویلي؛ د چین راتلونکی دوه ماموریتونه به د تیانژو – ۴ او درې کسیزه شنژوـ ۱۴ فضایي بیړۍ وي.
امریکا په نړیوال فضایي تمځي کې چین له ونډې اخیستو منع کړی دی.
چین تېره لسیزه د خپل فضایي تمځي د جوړولو لپاره د ټکنالوژۍ پر لېدولو تېره کړې، چې له نړیوال تمځي پرته د خپلې ځانګړتیا لرونکی دی.
چین غواړي، چې تر ۲۰۳۰ کال پورې د فضايي ځواک په توګه وځلیږي او په بریالیتوب سره یې د مریخ د څېړلولو لپاره خپل امکانات وکارول او لومړی هېواد شو، چې د سپوږمۍ شاوخوا ته یې فضايي بیړۍ وګرځوله او بریالۍ ناسته یې ترسره کړه.
ساینس او ټیکنالوژي
په بیجینګ کې د جي کلاس برقي مرسډیز بینز موټر مخکتنه وشوه
چین د خپلو برښنایي موټرو د تګلارې د ودې لپاره د بیجینګ په مارکیټ کې برښنایي مرسډیز بینز ته د مخکتنې زمینه برابره کړه.
د مرسیډیز ټکنالوجۍ لوی مسوول مارکوس شافر ویلي، چې دا شرکت له چاپېریال سره سم محصولات وړاندې کوي.
هغه د جي کلاس برښنایي موټرو د مخکتنې لپاره چینایي بازار غوره وګڼلو.
شافر ویلي: چین زمونږ ترټولو لوی او خورا مهم بازار دی او دوهیم دا، چې مرسیډیز پرېکړه کړې، چې په راتلونکیو کلونو کې به بشپړ برښنایي شي. دا یې یوه ننداریزه بڼه ده، چې پېرودونکیو ته د تیلي موټرو ترڅنګ جي برښنایي موټرو ته لاسرسی رامنځته کوي. مونږ ډېر خوښ یوو، چې دا پر برښنایي بڼه وړاندې کوو.
د مرسيډيز شرکت د ټکنالوژۍ ریيس ويلي؛ مرسيډيز بينز غواړي، چې د اړینو څېړنو او پرمختيايي هڅو د ترسره کولو لپاره په چين کې خپله پانګونه زياته کړي.
ساینس او ټیکنالوژي
اپل شرکت د نړۍ د تر ټولو د لوی ګرځند پلورونکي دریځ له لاسه ورکړ
د IDC څېړنیز انسټیټیوټ راپور ښیې، چې د ۲۰۲۴ ز.کال په لومړۍ ربع کې د اپل آی فون بازار د انډرایډ ګرځند له تولید سره په سیالۍ کې سوړ شو.
د رویټرز خبري آژانس د راپور له مخې؛ د جنورۍ او مارچ په میاشت کې د نړۍ بازارونو ته ۷ اعشاریه ۸ سلنه وده وکړه، چې شمېر یې ۲۸۹ اعشاریه ۴ میلیون ته ورسېد.
د ګرځند جوړونکي شرکت (سامسونګ) د بازار ونډه ۲۰ اعشاریه ۸ راغله او په دې توګه یاد شرکت له اپل څخه له ټولو د لوی ګرځند پلورونکي مقام خپل کړ.
اپل د ۲۰۲۴ کال په تېرو درې میاشتو کې ۵۰ اعشاریه ۱ میلیون آی فونونه پلور ته وړاندې کړل، چې دا د تېر کال د ورته وخت پر پرتله ۵۵ اعشاریه ۴ میلیون کم دي. همدارنګه د ۲۰۲۳ په وروستیو دریو میاشتو کې هم چین ته د آی فون د وړاندې کولو په کچه کې ۲ اعشاریه ۱ کموالی راغلی و.
ساینس او ټیکنالوژي
د جاپان سپیس ون کایروس توغندی له توغېدو وروسته وچاودېد
د چارشنبې پر ورځ د جاپان سپیس ون کایروس کوچنی تېل سوځوونکی توغندی له توغولو لږ وروسته وچاودېد.
د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ دغه ۱۸ مټره توغندی پر ځایي وخت ۱۱:۰۱ له توغولو لږ وروسته وچاودېد، چې لوګی او اور یې د رسنیو په انځورونو کې لیدل کیږي.
سپیس ون ویلي؛ دوی د جاپان د لویدیځ ټاپو په څنډه کې توغېدا لغو کړه او په اړه یې ارزونې هم پیل شوې دي.
د ځایي واکایاما حکومت والي شوهی کیشیموتو خبریالانو ته د سپیس ون له معلوماتو وروسته ویلي، چې یوه ستونزه د دې سیسټم د توغېدو خنډ شوې ده.
هغه په ډاګه نکړه، چې ستونزه څه ده.
کیشیموتو زیاته کړې، چې د توغندي د توغېدا مرکز ته هیڅ زیان نه دی رسیدلی او اور هم مړ شوی دی.
کایروس یوه تجربه لرونکې دولتي سپوږمکۍ لېږدوله، چې کولی یې شول په لنډمهاله توګه معلوماتي او استخباراتي سپوږمکۍ په مدار کې ځای پر ځای کړي.
که څه هم جاپان په فضایي سیالیو کې نسبتا کوچنی لوبغاړی دی؛ خو د توغندیو توغولو لپاره د ارزانه وسایطو د جوړولو هڅې کوي.
-
سیمه ییز خبرونه3 days ago
په هر حال پر رفح برید شونی دی – نتانیاهو
-
سیمه ییز خبرونه5 days ago
د دوبۍ واکمن د هوایي ډګر د نوي ټرمینل جوړولو لپاره ۳۵ میلیارډ ډالر تصویب کړل
-
لوبی3 days ago
افغانستان د ۲۰۲۴ کال ۲۰ اوریز نړیوال جام ته لوبډله اعلان کړه
-
تازه خبرونه3 days ago
نړیوال بانک له افغانستان سره ۸۴ میلیون ډالر مرسته ومنله
-
تازه خبرونه5 days ago
تېر کال د ۳۵ میلیون ډالرو پر ارزښت پراختیايي او بشري پروژې ترسره شوي
-
لوبی5 days ago
اټک انرژي او موج ساحل د دوشنبې د ورځې لوبې وګټلې
-
نړۍ5 days ago
د امریکا بهرنیو چارو وزیر د غزې او اسرائیلو د اړیکو عادي کولو لپاره سعودي عربستان ته رسېدلی
-
ساینس او ټیکنالوژي5 days ago
په بیجینګ کې د جي کلاس برقي مرسډیز بینز موټر مخکتنه وشوه