Connect with us

تازه خبرونه

د ملګرو ملتونو کارپوهان په افغانستان کې د ښځو له وضعیته اندښمن شوي

خپور شوی

د

د ملګرو ملتونو د کارپوهانو یوې ډلې خبرداری ورکړی، چې د افغانستان په اړه د امریکا د تګلارې له کبله په افغانستان کې بشري وضعیت خراب شوی دی.

کارپوهانو څرګنده کړې، چې د  د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له لوري د بشري مرستو معافیت له افغانستان سره د مالي او سوداګریزو مرستو په برابرولو کې د پام وړ پرمختګ ندی کړی.

دوی ویلي، چې امریکا د افغانستان د میلیاردونو ډالرو له کنګلولو سره د افغان ښځو ستونزې نورې هم زیاتې کړې دي.

د ملګرو ملتونو د کارپوهانو د اعلامیې  په یوه برخه کې راغلي: مونږ په افغانستان کې د بشري ناورین په اړه ژوره اندېښنه لرو، چې د دې هېواد له نیمایي څخه د ډېرو خلکو ژوند یې له خطر سره مخ کړی او په افغانستان کې یې د ښځو، نجونو او ماشومانو د ژوند شرایط، عاید، کار او زدکړې تر سیوري لاندې راوستی دی، چې پر ماشومانو د دې بحران اغېزې ډېرې دي.

د ملګرو ملتونو کارپوهانو دا هم ویلي، چې د جنسیت پر بنسټ تاوتریخوالی د افغان ښځو او نجونو لپاره یو اوږدمهاله او جدي ګواښ دی، چې د وچکالۍ او د افغانستان د نویو واکمنانو لخوا د جنسیتي توپیري چلند او  د امریکا لخوا د اخیستل شویو ګامونو له کبله نور هم زیات شوی دی.

واشنګټن له هغې وروسته، چې اسلامي امارت واک ته ورسید د افغانستان  ۹ میلیارد ډالر پانګه کنګل کړه او ولسمشر د فبرورۍ په میاشت کې یو فرمان صادر کړ، چې د دغې پانګې نیمایي برخه یې له افغانانو سره بشري مرستو او پاتې نوره یې د سپټمبر د یوولسمې د حملو قربانیانو ته د تاوان په توګه په پام کې نیولې ده.

د ملګرو ملتونو د کارپوهانو په اعلامیه کې راغلي، چې دولتونه او په ځانګړې توګه امریکا باید ځان ډاډه کړي، چې په افغانستان کې د دوی وروستي ګامونه له بشري حقونو څخه د سرغړونې لامل شوي ندي.

دغې ډلې دا هم ویلي، چې خپلې اندېښنې یې له واشنګټن سره شریکې کړي؛ خو ځواب یې ندی ترلاسه کړی.

تازه خبرونه

په انګلستان کې یو افغان له ماشومې سره د جنسي تېري پر جرم اعتراف وکړ

۴۰ کلن نجیب‌الله عرب په پیل کې تورونه رد کړي وه او ټاکل شوې وه، چې د روان کال په وروستیو کې محاکمه شي؛ خو د محکمې د اسنادو له مخې، هغه د ۲۰۲۴ ز.کال په می کې دې ماشومې ته ویلي وه، چې «ښکلې» ده او « زړه‌راکښونکی ځان» لري او غوښتي يې ول، چې ورسره یوازې وي.

Published

on

بریټانوي رسنیو راپور ورکړی، چې نجیبالله عرب نومي یو افغان د اکسفورډ ښار په یوه محکمه کې پر یوې ماشومې د جنسي تېري جرم منلی دی.

۴۰ کلن نجیب‌الله عرب په پیل کې تورونه رد کړي وه او ټاکل شوې وه، چې د روان کال په وروستیو کې محاکمه شي؛ خو د محکمې د اسنادو له مخې، هغه د ۲۰۲۴ ز.کال په می کې دې ماشومې ته ویلي وه، چې «ښکلې» ده او « زړه‌راکښونکی ځان» لري او غوښتي يې ول، چې ورسره یوازې وي.

عرب د روان کال له پیل څخه راپدېخوا پر څو نورو جرمونو اعتراف کړی و. هغه په ګرو سیمه کې د جنسي تېري پر تور هم اعتراف کړی دی.

هغه د یوې بلې میرمنې پر وړاندې د جنسي ځورونې، جنسي تېري او تښتونې تورونه هم منلي دي.

ټاکل شوې، چې محکمه به د عرب پر وړاندې د جون پر نولسمه حکم صادر کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

ملي آرشیف یو شمېر کتابونه، نسخې او فرمانونه ډیجیټلي کړل

د ملي آرشیف د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ دغه راز ۸۳۰ ټوکه کتابونه، ۶۰ نسخې او ۴ فرمانونه له بیارغولو وروسته چاپ شوي او ۳۲ نوي نسخې هم ملي آرشیف ته سپارل شوې دي.

Published

on

ملي آرشیف په ۱۴۰۴ لمریز لېږدیز کال کې د نسب‌نامې پر یوې کاپۍ سربېره ۷۴۱ ټوکه کتابونه، ۲۳۲ نسخې او ۳۵۸ فرمانونه ډیجیټل کړي دي.

د ملي آرشیف د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ دغه راز ۸۳۰ ټوکه کتابونه، ۶۰ نسخې او ۴ فرمانونه له بیارغولو وروسته چاپ شوي او ۳۲ نوي نسخې هم ملي آرشیف ته سپارل شوې دي.

چارواکو څو ځله د تاریخي اسنادو او خطي نسخو د ساتنې پر اړتیا او ارزښت ټینګار کړی، چې ډېری یې څو پېړۍ پخواني دي او د هېواد بډایه فرهنګي میراث انځوروي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په قطر کې د ګامبیا د سفیر او سهیل شاهین لیدنه؛ د دوه اړخیزو اړیکو ارزونه او د پانګه‌ونې فرصتونه

په دوحه کې د افغانستان سفارت د خبرپاڼې له مخې؛ عمر جاح هم‌مهاله د افغانستان لپاره د ګامبیا د سفارت چارې هم پر مخ وړي.

Published

on

په دوحه کې د افغانستان اسلامي امارت د سفارت چارسمبالي(سرپرست) په قطر کې د ګامبیا له سفیر او ځانګړي استازي عمر جاح سره پر دوه اړخیزو اړیکو خبرې کړې دي.

په دوحه کې د افغانستان سفارت د خبرپاڼې له مخې؛ عمر جاح هم‌مهاله د افغانستان لپاره د ګامبیا د سفارت چارې هم پر مخ وړي.

په دې لیدنه کې دواړو لوریو د افغانستان او ګامبیا ترمنځ پر دوه‌اړخیزو اړیکو، په افغانستان کې امنیتي وضعیت، د پانګونې فرصتونو، اقتصادي همکاریو او نورو ګډو موضوعاتو اندونه وړاندې کړي دي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!