Connect with us

ساینس او ​​ټیکنالوژي

د شمالي کوریا یو شمېر خلک د حکومتي او امنیتي سیسټمونو د تېرایستنې هڅې کوي

خپور شوی

د

په امریکا کې میشتې یوې ډلې په یوه راپور کې ادعا کړې، چې د شمالي کوریا له بندیزونو سره سره بیا هم یو شمېر خلک حکومتي او امنیتي سیسټمونه تېرباسي او پر ګرځند د بهرنیو څرګندونو لیدونکي دي.

د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ په امریکا کې میشته غیر انتفاعي لومین ټولنه، معلوماتو ته د شمالي کوریا د لاسرسي د یوې کوچنۍ کچې له هک کولو راپور ورکړی، چې د شمالي کوریا په قانون کې له وروستيو بدلونونو پرده پورته کوي او د یوې ستونزې په توګه ورته ګوري.

په راپور کې دا ادعا هم شوې، چې د ټیلیفونونو د هک کولو لپاره خورا اړینه پوهه د شمالي کوریا هغو خلکو ته رسیدلې، چې چین ته د کار لپاره لیږل شوي. ډېري دغه خلک بهرنیو معلوماتو ته د لاسرسي په سافټویرونو کې کار کوي.

په شمالي کوریا کې سمارټ ګرځند ته لاسرسی ډېر شوی؛ خو لږ خلک نړیوال انټرنیټ ته لاسرسی لري. په دې هېواد کې ټول برښنایي وسایل باید حکومتي پروګرامونه او د څارنې نورې برخې ولري، چې د کارونې څارنه کوي او لاسرسی محدودوي.

د راپور وړاندې کوونکیو له ERNW سره په همکارۍ په آلمان کې د معلوماتي ټکنالوژۍ دخدماتو خپلواک وړاندې کوونکی د شمالي کوریا د سمارټ ګرځند او ټابلیټونه، چې تر حکومتي څارنې لاندې ول؛ معاینه کړي او د دې هېواد له دوه تښتیدلیو سره یې مرکه کړې، چې ویلي دوی توانیدلي، چې له هېواده وتښتي او لږېدلي محدودیتونه مات کړي.

د دې هک موخه د ټیلیفون امنیتي ارزښت له پامه غورځول او بېلابېلو پروګرامونو ته لاسرسی ګڼل شوی دی.

ساینس او ​​ټیکنالوژي

اماراتو د ټولنیزو شبکو د کارولو عمر لږ تر لږه ۱۵ کاله وټاکه

د پنجشنبې پر ورځ د تصویب شوې پرېکړې له مخې، له ۱۵ کلونو کم عمره ماشومان به د ټولنیزو شبکو شخصي حسابونه  جوړولای، کارولای او یا اداره کولی نه‌شي. دغه بندیز د محتوا خپرول، تبصرې کول، د مطالبو شریکول او په عامه ډلو کې غړیتوب هم رانغاړي.

Published

on

متحده عربي اماراتو د ټولنیزو شبکو د کارولو لپاره عمر لږ تر لږه  ۱۵ کاله ټاکلی او په دې توګه لومړنی عربي هېواد ګرځېدلی، چې دا ډول محدودیت وضع کوي.

د پنجشنبې پر ورځ د تصویب شوې پرېکړې له مخې، له ۱۵ کلونو کم عمره ماشومان به د ټولنیزو شبکو شخصي حسابونه  جوړولای، کارولای او یا اداره کولی نه‌شي. دغه بندیز د محتوا خپرول، تبصرې کول، د مطالبو شریکول او په عامه ډلو کې غړیتوب هم رانغاړي.

د ۱۵ او ۱۶ کلونو عمر لرونکي ځوانان کولی شي له ټولنیزو شبکو ګټه واخلي؛ خو دا کار به د خوندیتوب د ځانګړو تدابیرو تر سیوري لاندې وي. په دغو تدابیرو کې د عمر له کچې سره سم د محتوا څارنه، له ناپېژاندو کسانو سره د اړیکو محدودول، د پردې د کارونې د وخت د تنظیم وسایل او د والدینو د څار امکانات شامل دي.

دا مقررات به په اماراتو کې پر ټولو فعالو ټولنیزو شبکو پلي کېږي او شرکتونه به اړ وي، چې د عمر د کره تثبیت لپاره د ډیجیټلي هویت د تائید او د مصنوعي ځیرکتیا پر بنسټ له ټکنالوژیو ګټه واخلي. یوازې د کاروونکي له لوري د عمر اعلانول به د منلو وړ نه‌وي.

د نویو قوانینو له مخې، ټولنیزې شبکې باید د ۱۵ کلونو څخه د کم عمره ماشومانو حسابونه غیر فعال کړي، د عمر د تائید د سیسټمونو د تېرایستلو مخه ونیسي او د ماشومانو شخصي معلومات د هدفمند اعلانونو یا د کاروونکو د چلند د شننې لپاره ونه‌کاروي.

د اماراتو حکومت ویلي، دغه ګامونه د نامناسبو محتواوو، ناامنو انلاین اړیکو، د ټولنیزو شبکو د زیاتې کارونې او د ماشومانو د شخصي معلوماتو د راټولولو پر وړاندې د هغوی د ساتنې لپاره پورته شوي دي.

ټولنیزو شبکو ته تر ۱۲ میاشتو پورې مهلت ورکړ شوی، چې خپل فعالیتونه له نویو مقرراتو سره برابر کړي.

اماراتو ټینګار کړی، چې دا چوکاټ په انلاین چاپېریال کې د ماشومانو د خوندیتوب لپاره له نړیوالو هڅو سره همغږی دی او د ډیجیټلي لاسرسي او د کاروونکو د خوندیتوب ترمنځ توازن رامنځته کوي.

په وروستیو کلونو کې استرالیا او یو شمېر اروپايي هېوادونو هم د ماشومانو پر رواني روغتیا او انلاین خوندیتوب د ټولنیزو شبکو د اغېزو په اړه د اندېښنو له زیاتېدا سره ورته محدودیتونه وضع کړي دي.

Continue Reading

ساینس او ​​ټیکنالوژي

د ایران پر سترو بانکونو سایبري برید؛ بانکي خدمتونه ګډوډ شول

د ایران دولتي بانکونو د همغږۍ کمیټې د څرګندونو له مخې، دې سایبري برید څلور ستر مالي بنسټونه، د ایران ملي بانک، د صادراتو بانک او د سوداګرۍ بانک په ګډون؛ اغېزمن کړي دي.

Published

on

د ایران یو شمېر ستر بانکونه د شنبې پر ورځ د یوه سایبري برید له کبله له پراخو بانکي ستونزو او ګډوډیو سره مخ شول.

د ایران دولتي بانکونو د همغږۍ کمیټې د څرګندونو له مخې، دې سایبري برید څلور ستر مالي بنسټونه، د ایران ملي بانک، د صادراتو بانک او د سوداګرۍ بانک په ګډون؛ اغېزمن کړي دي.

د دې پېښې له کبله د انلاین او موبایلي بانکدارۍ خدمتونه، د پیسو ایستلو اتومات ماشینونه (ATM)د پلور ماشینونه (POS) او ځینې بانکي راکړې ورکړې له ستونزو سره مخ شوې دي.

ایراني چارواکو ویلي، تخنیکي څېړنو ثابته کړې، چې د دغو ګډوډیو لامل یو سایبري برید و.

اغېزمنو بانکونو ویلي، چې د برید له پېژندلو سره سم یې تخنیکي ډلو د مشتریانو د معلوماتو او بانکي بېخبناوو د خوندیتوب لپاره اړین احتیاطي ګامونه پورته کړي دي.

دغه راز د ایران د دولتي بانکونو د همغږۍ کمیټې مسوولانو ویلي، چې د سیسټمونو د بېرته رغولو او فعالولو بهیر پیل شوی او د ستونزو ډېره برخه هواره شوې ده.

چارواکو همداراز ټینګار کړی، چې تر اوسه د مشتریانو معلوماتو ته د غیرمجاز لاسرسي هیڅ نښه نه‌ده لیدل شوې او د بانکي معلوماتو د افشا کېدا کوم راپور هم خپور شوی نه‌دی.

Continue Reading

ساینس او ​​ټیکنالوژي

سایبري برید د اروپا درې لوی هوايي ډګرونه له ګډوډۍ سره مخ کړل

دا برید، چې د شنبې پر ورځ د سپټمبر پر شلمه پیل شو؛ د لندن هیترو، برلین برانډنبرګ او بروکسل هوايي ډګرونو کې یې ډیجیټل خدمات ګډوډ کړل او هوایي شرکتونه اړ شول، چې د سامانونو د چک کولو او غورځولو لپاره لاسي میتودونه وکاروي.

Published

on

د اروپا په درې بوختو هوايي ډګرونو کې د رخصتیو پر مهال د کالینز هوایي شرکت د الوتنې سیسټم پر  سایبري برید ګډوډ کړ، چې د مسافرینو د چک کولو او پورته کولو لپاره کارول کېده.

دا برید، چې د شنبې پر ورځ د سپټمبر پر شلمه پیل شو؛ د لندن هیترو، برلین برانډنبرګ او بروکسل هوايي ډګرونو کې یې ډیجیټل خدمات ګډوډ کړل او هوایي شرکتونه اړ شول، چې د سامانونو د چک کولو او غورځولو لپاره لاسي میتودونه وکاروي.

مسافرین له اوږدو کتارونو او پراخ ځنډ سره مخ شول.

د هوایي چلند شنونکي شرکت سیریوم د څرګندونو له مخې؛ یوازې د شنبې پر ورځ ۳۵ بهرنۍ او ۲۵ کورنۍ الوتنې لغو شوې، چې د بروکسل هوايي ډګر تر ټولو ډېر زیانمن شو.

ګډوډي د یکشنبې پر ورځ هم روانه وه، چې ۳۸ بهرنۍ او ۳۳ نورې کورنۍ الوتنې لغو شوې.

د بروکسل هوايي ډګر له هوايي شرکتونو څخه غوښتنه کړې؛ خپلې الوتنې د دوشنبې تر ورځې پورې نیمایي ته راټیټې کړي او خبرداری یې ورکړ، چې تر ۱۴۰ پورې نورې هم لغو کېدی شي.

کالینز هوایي شرکت ویلي، چې دوی د برید د خپرېدا د مخنیوي لپاره اغېزمن شوي سیسټمونه بېل کړي؛ خو د بشپړې رغېدو لپاره یې وخت ندی ورکړی.

په انګلستان، جرمني او بلجیم کې د سایبر امنیت ملي ادارې د پېښې په اړه څېړنه کوي؛ خو دا اوس هم روښانه نده، چې آیا دا برید د تاوان سافټویر و، د خدماتو د بندېدا برید و یا منظم دولتي عملیات.

اروپايي کمیسیون دا ګډوډي “جدي؛ خو منظم نه” وبلله؛ خو کارپوهانو خبرداری ورکړی، چې دا پېښه پر مرکزي ډیجیټل سیسټمونو د ډېرې تکیه کولو خطرونه پر ګوته کوي.

هوایی ډګرونو له مسافرینو څخه غوښتنه کړې، چې لږ تر لږه درې ساعته دمخه هوایي ډګر ته راشي او د الوتنې د تازه حالت توضیحاتو لپاره د هوایي شرکتونو وضعیت وګوري.

لکه څنګه، چې هوایي شرکتونه د مسافرینو د بیا الوتنې لپاره هڅه کوي؛ چارواکو خبرداری ورکړی، چې د ځنډ لړۍ ممکن تر راتلونکې اوونۍ وغځیږي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!


Warning: Undefined array key "slug" in /var/www/vhosts/ariananews.af/httpdocs/wp-includes/class-wp-theme-json.php on line 2117

Warning: Undefined array key "slug" in /var/www/vhosts/ariananews.af/httpdocs/wp-includes/class-wp-theme-json.php on line 2117

Warning: Undefined array key "slug" in /var/www/vhosts/ariananews.af/httpdocs/wp-includes/class-wp-theme-json.php on line 2117