Connect with us

سوداگري

ازبکستان افغانستان ته د مرستې ټولکه راولېږله

خپور شوی

د

د افغانستان اسلامي امارت ويلي، ازبکستان افغانستان ته څلور زره ټنه د مرستې یوه ټولګه مرسته رالېږلې ده.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي: د ازبکستان د ولسمشر د سپارښتنې له مخې له افغانستان سره ۴۰۰۰ ټنه اوړه، غنم، وریجې، غوړي، جامې، درمل او واکسینونه مرسته شوې ده.

د نوموړي د څرګندونو له مخې، د مرستو دغه ټولګه د هغه هېواد د ځانګړي استازي لخوا د اسلامي امارت چارواکو ته وسپارل شوه.

ازبکستان له دې مخکې هم په ډسمبر میاشت کې افغانستان ته ۶۳ لارۍ بشري مرستې رالېږلې وې.

دغه راز د یادونې ده، چې دې هېواد په سپتمبر کې هم ۱۳۰۰ ټنه خوراکي توکي، درمل او جامې مرسته کړې وه.

سوداگري

په افغانستان کې د ۴۶ میلیون ډالرو پر ارزښت د معیاري لابراتوارونو جوړولو تړون لاسلیک شو

دغه تړون نن چارشنبه( د غويي درویشتمه) د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د معیار او کیفیت ادارې د رییس فیض‌الله تمیم او د هندي TCRC کمپنۍ د استازي ترمنځ لاسلیک شو.

Published

on

د معیار او کیفیت ادارې او یوې هندي نړیوالې کمپنۍ ترمنځ په افغانستان کې د معیاري لابراتواري کمپلکسونو د جوړولو او تجهیز تړون، چې ارزښت یې له ۴۶ میلیون ډالرو ډېر دی؛ د ریاست‌الوزراء د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په حضور کې لاسلیک شو.

دغه تړون نن چارشنبه( د غويي درویشتمه) د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د معیار او کیفیت ادارې د رییس فیض‌الله تمیم او د هندي TCRC کمپنۍ د استازي ترمنځ لاسلیک شو.

د تړون له مخې؛ یاد شرکت به په پېنځه کلونو کې د هېواد د مرکز او د افغانستان نهو مهمو بندرونو معیاري لابراتواري کمپلکسونه جوړوي، پرمختللي تجهیزات به نصبوي او شته وسایل به هم ترمیموي.

دغه راز ټاکل شوې، چې د معیار او کیفیت ادارې د کارکوونکو د مسلکي وړتیاوو د لوړولو لپاره بهرني متخصصان ګوماري او کورني او بهرني روزنیز پروګرامونه به ترسره کوي.

د یادې ادارې په خبرپاڼه کې راغلي، چې د معیارونو له نړیوالې ټولنې (ISO) څخه د کیفیت د معتبرو نړیوالو تصدیق‌لیکونو ترلاسه کول هم د دې پروژې یوه برخه ده.

Continue Reading

سوداگري

آریانا افغان هوایي شرکت له صادراتو څخه د ملاتړ لپاره د کابل- ډیلي د کارګو بیې راټیټې کړې

د یاد شرکت د څرګندونو له مخې؛ د کابل ـ ډیلي د کارګو نوی نرخ د هر کیلوګرام لپاره ۱.۲۰ امریکایي ډالر ټاکل شوی، چې افغان سوداګرو او صادروونکو ته به ډېره آسانتیا برابره کړي.

Published

on

آریانا افغان هوايي شرکت اعلان کړی، چې د هېواد له سوداګرۍ او صادراتو څخه د ملاتړ لپاره یې د کابل- ډیلي د کارګو خدماتو نرخونه راټیټ کړي دي.

د یاد شرکت د څرګندونو له مخې؛ د کابل ـ ډیلي د کارګو نوی نرخ د هر کیلوګرام لپاره ۱.۲۰ امریکایي ډالر ټاکل شوی، چې افغان سوداګرو او صادروونکو ته به ډېره آسانتیا برابره کړي.

د آریانا افغان هوايي شرکت رییس بخت‌الرحمن شرافت ویلي، چې د کابل- ډیلي د کارګو نرخ کمول د کورنیو محصولاتو د صادراتو په زیاتوالي کې اړین رول لوبوي او د سوداګریزو فعالیتونو په وده کې به مرسته وکړي.

هغه زیاته کړې؛ آریانا به په راتلونکي کې د نویو هڅو پر ترسره کولو د خپلو خدماتو د ښه‌کولو او د پېرودونکو اړتیاوو ته د ځواب ویلو هڅې روانې وساتي.

Continue Reading

سوداگري

افغان – ازبک سوداګرو ۱۳ سوداګریزهوکړه لیکونه لاسلیک کړل

په دې غونډه کې د هېواد د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزی د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د اقتصادي اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ او څرګندوي، چې په وروستیو میاشتو کې د دواړو هېوادونو په اقتصادي همکاریو کې د پام وړ خوځښتونه رامنځته شوي دي.

Published

on

په کابل کې د افغانستان د خصوصي سکټور او د ازبکستان د قره‌قالپاقستان جمهوریت ترمنځ د سوداګریزې اړیکې د کنفرانس پر مهال د دواړو لورو ترمنځ د څه باندې ۱۰۰ میلیون ډالرو پر ارزښت ۱۳ سوداګریز هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول.

په دې غونډه کې د هېواد د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزی د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د اقتصادي اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ او څرګندوي، چې په وروستیو میاشتو کې د دواړو هېوادونو په اقتصادي همکاریو کې د پام وړ خوځښتونه رامنځته شوي دي.

هغه ټینګار کړی، چې افغانستان د پانګونې او کاري ځواک په برخه کې د پراخو وړتیاوو لرونکی هېواد دی او له بهرنیو پانګه‌والو سره ګډو همکاریو ته چمتو دی.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مسوولانو د څرګندونو له مخې؛ حکومت په تېر یوه کال کې د بېلابېلو برخو لپاره د شاوخوا ۲ میلیارډ ډالرو پانګونې د جذب زمینه برابره کړې ده.

په دې غونډه کې ازبک پلاوي هم له افغانستان سره د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ او وایي، چې دوی په بېلابېلو اقتصادي برخو کې هر اړخیزو همکاریو ته چمتو دي.

د قره‌قالپاقستان د پلاوي مشر امان‌بای اورین‌بایوف ویلي: « مونږ له افغانستان سره د سوداګریزو او اقتصادي همکاریو پراختیا ته ځانګړی ارزښت ورکوو. مونږ رڼو، باوري او اوږدمهالو همکاریو ته اهمیت ورکوو او وړاندیز کوو، چې افغان سوداګر د ګډو همکاریو له لارې د پانګونې او سوداګرۍ په برخو کې نویو بازارونو ته لاسرسی ومومي.»

د افغانستان خصوصي سکټور هم له دې بهیر هرکلی وکړ او هیله څرګندوي، چې د تګ ـ ‌راتګ زیاتوالی او سوداګریزې هوکړې به د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو د پراختیا لامل شي.

د وړاندې شویو څرګندونو له مخې؛ تر اوسه د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د همکاریو د هوکړه‌لیکونو ټولیز ارزښت له ۱.۵ میلیارډ ډالرو اوښتی او که دغه هوکړې عملي شي، نو په افغانستان کې به د سوداګرۍ او پانګونې پر ودې د پام وړ اغېز ولري.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!