Connect with us

تازه خبرونه

د خوراکي توکو د نړیوال بحران مخه باید ونیول شي – م.م

خپور شوی

د

د م.م عمومي منشي انتونیو ګوترش په نیویارک کې د نړۍ د خوراکي توکو د تامین په یوه لویه غونډه کې ویلي، جګړې په لسګونه میلیون انسانان د خوراکي‌ توکو د کموالي له تهدید سره مخ کړي‌ دي.

نوموړي زیاته کړې؛ له دغه کړکیچ وروسته ممکن خوارځواکي، لوږه او پراخه  قحطي د کلونو لپاره پاتې شي.

ګوتیریش او نورو چارواکو له روسیې وغوښتل، چې د اوکراین د غله جاتو صادراتو ته اجازه ورکړي. روسیه او اوکراین یوازې د نړۍ ۳۰ سلنه غنم تولیدوي.

پر اوکراین د روسیې برید او په ځواب کې پرهغه هېواد د نړیوالې ټولنې اقتصادي بندیزونه د دې لامل شول، چې د دواړو هېوادونو د غنمو، کیمیاوي سرې او نورو توکو د صادراتو په بهیر کې خنډ او خنډ رامنځته شي.

دغه بدلونونه همدارنګه د نړۍ په پرمختللیو هېوادونو کې د خوراکي‌ توکو او تېلو د قیمتونو د لوړیدو لامل شوي دي.

د ملګرو ملیتونو سرمنشي انتونیو ګوترش وایي: په اوکراین کې کړکېچ او روانې جګړې پر میلیونونه خلک د خوراکي توکو له ناامنۍ یا د خوارځواکۍ، لوږې او پراخې قحطۍ سره مخ کړي دي. یو داسې بحران، چې که حل نشي، کیدای شي د کلونو لپاره دوام وکړي.

 د افغانستان  په  بازارونو کې هم خلک د لومړینو خورا کې توکو د قیمتونو له لوړیدو اندېښنه ښیي او له  اسلامي امارته غوښتنه کوي، چې په هېواد کې د خواړو توکو د قیمتونو د کنټرول تر څنګ باید د ستراتیژیکو زیرمو په منظم  کولو کار پیل کړي، چې د خواړو له مصونیت برخمن پاتې شوو.

د کابل اوسیدونکي غلام سخي ویلي؛ مونږ ورځ تر بلي د خوراکي توکو له ستونزو سره مخ کیږو. اوس زمونږ هر څه  مخ پر قیمته کیدو ډي؛ اوړه، غوړي، وریجي او داسي نور توکي. 

د بلخ اوسیدونکي قربان ویلي؛ کار نشته، غربي نشته. بیخي حیران یم، چې څه چاره وکړم. هره ورځ قیمتونه پر لوړیدو روان دي. سړی څه وکړي په دې برخه کې هیڅ نه پو هیږو.

د اقتصادي چارو کارپوهان د افغانستان له اسلامي امارته غوښتنه کوي، چې د خواړو د راتلونکي نړیوال بحران د مدیریت لپاره باید د سترا تیژیکو او لومړینو تو کو زیرمې جوړې کړي.

تازه خبرونه

په انګلستان کې یو افغان له ماشومې سره د جنسي تېري پر جرم اعتراف وکړ

۴۰ کلن نجیب‌الله عرب په پیل کې تورونه رد کړي وه او ټاکل شوې وه، چې د روان کال په وروستیو کې محاکمه شي؛ خو د محکمې د اسنادو له مخې، هغه د ۲۰۲۴ ز.کال په می کې دې ماشومې ته ویلي وه، چې «ښکلې» ده او « زړه‌راکښونکی ځان» لري او غوښتي يې ول، چې ورسره یوازې وي.

Published

on

بریټانوي رسنیو راپور ورکړی، چې نجیبالله عرب نومي یو افغان د اکسفورډ ښار په یوه محکمه کې پر یوې ماشومې د جنسي تېري جرم منلی دی.

۴۰ کلن نجیب‌الله عرب په پیل کې تورونه رد کړي وه او ټاکل شوې وه، چې د روان کال په وروستیو کې محاکمه شي؛ خو د محکمې د اسنادو له مخې، هغه د ۲۰۲۴ ز.کال په می کې دې ماشومې ته ویلي وه، چې «ښکلې» ده او « زړه‌راکښونکی ځان» لري او غوښتي يې ول، چې ورسره یوازې وي.

عرب د روان کال له پیل څخه راپدېخوا پر څو نورو جرمونو اعتراف کړی و. هغه په ګرو سیمه کې د جنسي تېري پر تور هم اعتراف کړی دی.

هغه د یوې بلې میرمنې پر وړاندې د جنسي ځورونې، جنسي تېري او تښتونې تورونه هم منلي دي.

ټاکل شوې، چې محکمه به د عرب پر وړاندې د جون پر نولسمه حکم صادر کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

ملي آرشیف یو شمېر کتابونه، نسخې او فرمانونه ډیجیټلي کړل

د ملي آرشیف د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ دغه راز ۸۳۰ ټوکه کتابونه، ۶۰ نسخې او ۴ فرمانونه له بیارغولو وروسته چاپ شوي او ۳۲ نوي نسخې هم ملي آرشیف ته سپارل شوې دي.

Published

on

ملي آرشیف په ۱۴۰۴ لمریز لېږدیز کال کې د نسب‌نامې پر یوې کاپۍ سربېره ۷۴۱ ټوکه کتابونه، ۲۳۲ نسخې او ۳۵۸ فرمانونه ډیجیټل کړي دي.

د ملي آرشیف د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ دغه راز ۸۳۰ ټوکه کتابونه، ۶۰ نسخې او ۴ فرمانونه له بیارغولو وروسته چاپ شوي او ۳۲ نوي نسخې هم ملي آرشیف ته سپارل شوې دي.

چارواکو څو ځله د تاریخي اسنادو او خطي نسخو د ساتنې پر اړتیا او ارزښت ټینګار کړی، چې ډېری یې څو پېړۍ پخواني دي او د هېواد بډایه فرهنګي میراث انځوروي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په قطر کې د ګامبیا د سفیر او سهیل شاهین لیدنه؛ د دوه اړخیزو اړیکو ارزونه او د پانګه‌ونې فرصتونه

په دوحه کې د افغانستان سفارت د خبرپاڼې له مخې؛ عمر جاح هم‌مهاله د افغانستان لپاره د ګامبیا د سفارت چارې هم پر مخ وړي.

Published

on

په دوحه کې د افغانستان اسلامي امارت د سفارت چارسمبالي(سرپرست) په قطر کې د ګامبیا له سفیر او ځانګړي استازي عمر جاح سره پر دوه اړخیزو اړیکو خبرې کړې دي.

په دوحه کې د افغانستان سفارت د خبرپاڼې له مخې؛ عمر جاح هم‌مهاله د افغانستان لپاره د ګامبیا د سفارت چارې هم پر مخ وړي.

په دې لیدنه کې دواړو لوریو د افغانستان او ګامبیا ترمنځ پر دوه‌اړخیزو اړیکو، په افغانستان کې امنیتي وضعیت، د پانګونې فرصتونو، اقتصادي همکاریو او نورو ګډو موضوعاتو اندونه وړاندې کړي دي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!