تازه خبرونه
هند له اسلامي امارت سره د دیپلوماسۍ پر بنسټ د اړیکو غزول غواړي
د هند د بهرنیو چارو وزارت څرګنده کړې، د افغانستان له سرپرست حکومت سره د تعامل پر وړاندې یو لړ خنډونه شته، چې نوی ډیلي به یې د ډیپلوماسۍ له لارې له منځه یوسي.
په تېرو څو ورځو کې له هند سره د اسلامي امارت د مثبتو او دوستانه اړیکو د لرلو له هیلو وروسته داسې ښکاري، چې نوی ډیلي هم په افغانستان کې یو ځل بیا ډیپلوماټیک حضور ته لیوالتیا لري.
د هند د افغانستان د وضعیت د ارزونې او د اسلامي امارت له مشرانو سره د خبرو لپاره د ډیپلوماټانو یو پلاوی کابل ته رااستولی و ، چې له افغانستان سره به د تاریخي اړیکو برخلیک روښانه کړي.
د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند وايي، چې په نوي ډیلي کې د افغانستان سفارت پرانیستی دی او هند هم په افغانستان کې د سیمه ییزو کارکوونکیو په کچه حضور لري.
که څه هم د هند د بهرنيو چارو وزارت وياند په مستقيم ډول د هند د سفارت د بيا پرانستلو او له نوي ډيلي سره د افغانستان د نوي حکومت د ډيپلوماټيکو اړيکو يادونه ونکړه؛ خو څرګندوي، چې په دې لاره کې خنډونه شته او نوی ډيلي يې د ډيپلوماسۍ له لارې د اوارولو هڅه کوي.
د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند اریندام باغچي ویلي؛ د افغانستان له خلکو سره زمونږ تاریخي او تمدني اړیکې به هغه څه ته، چې مونږ یې په افغانستان کې کوو، لارښوونه وکړي. اوس مهال په افغانستان کې زمونږ یو شمېر محلي کارکوونکي افغانانو ته د بشري مرستو د رسولو په برخه کې همغږي دي او داسې ستونزې هم شته، چې د ډیپلوماسۍ له لارې یې د حل هڅه کوي.
د دغه وزارت یوه ویاند ویلي، چې اوسمهال یوازې یو څو سیمه ییز هندي کارکوونکي په کابل کې دي، چې افغانستان ته بشري مرستې همغږي کړي.
دی وايي، چې هند په افغانستان کې له نړیوالې ټولنې جلا عمل نکوي او له نړیوالې ټولنې سره به د نوي افغان حکومت د پېژندلو لپاره کار وکړي.
هغه زیاتوي؛ زه فکر کوم؛ نړیواله ټولنه له سرپرست حکومت څخه تمې لرې او په دې تمو کې مونږ هم له نړیوالې ټولنې سره شریک یوو. مونږ په دې برخه کې له نړیوالې ټولنې سره په ګډه کار کوو. دا اړینه ده، چې د نړیوالې ټولنې غوښتنې پوره شي.
یو شمېر پخواني هندي ډیپلوماتان هم پدې باور دي، چې هند به د افغانستان د لنډمهالي حکومت په مشروعیت کې بېړه ونکړي او په دې اړه به له نړیوالې ټولنې سره یو ځای ګام پورته کړي.
پخوانی ډیپلومات امیتاب ماتو څرګندوي: که دوی د نړیوالې ټولنې لخوا ټاکل شوي معیارونه پوره کړي، د پېژندلو چانس یې شته؛ خو داسې ښکاري، چې د افغانستان د نویو واکمنانو په چلند کې کوم لوی بدلون ندی راغلی. ښځې او نجونې د زدکړو او کار حق نلري. نړۍ د ترهګرۍ سره د مبارزې په اړه ډاډه نده، نو مونږ فکر کوو، چې دا ټول د هغوی د چلند پورې اړه لري.
پخوانی ډیپلومات ویوک کاجو هم وایي: که څه هم لنډمهالی حکومت هڅه کوي، چې له هند سره پخپلو خبرو ښيي، چې دوی د هند د ګټو ساتنه کوي او یا لږ تر لږه د هند پر ګټو د برید اجازه چا ته نه ورکوي؛ خو داسې شواهد نشته، چې هر څه دوی ادعا کوي هغه په عمل کې وښودل شي.
په دې وروستیو کې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست، د دفاع وزارت سرپرست او د اسلامي امارت یو شمېر لوړ پوړیو شخصیتونو له هندي رسنیو سره په خبرو کې له هند سره د مثبتو اړیکو غوښتنه وکړه او له نوي ډهلي یې وغوښتل، چې په کابل کې خپل سفارت بېرته پرانیزي او خپلې نیمګړې پروژې بشپړې کړي.
تازه خبرونه
د افغانستان او روسیې چارواکو د دوه اړخیزو همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې
د روسیې بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، دا غونډه د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د آسیا د دوهیمې ادارې د رییس الکسي پاولفسکي او د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د درېیم سیاسي ریاست د رییس عبدالحی قانت ترمنځ ترسره شوې ده.
د افغانستان او روسیې ډیپلوماټیکو چارواکو د دوه اړخیزو همکاریو د پراختیا او د افغانستان په ګډون د سیمهییزو تعاملاتو د پیاوړتیا په اړه خبرې کړې دي.
د روسیې بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، دا غونډه د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د آسیا د دوهیمې ادارې د رییس الکسي پاولفسکي او د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د درېیم سیاسي ریاست د رییس عبدالحی قانت ترمنځ ترسره شوې ده.
دواړو لوریو د سیاسي، اقتصادي، فرهنګي او بشري همکاریو په اړه د نظرونو تبادله کړې او د افغانستان په ګډون یې د سیمهییزو تعاملاتو پر پیاوړتیا ټینګار کړی دی.
دا خبرې داسې مهال ترسره کېږي، چې افغانستان او روسیه د ډیپلوماټیکو اړیکو د پراختیا او په بېلابېلو برخو کې د همکاریو د زیاتولو هڅې روانې ساتلې دي.
تازه خبرونه
یوه افغان ګرځندوی د موټرسایکل پر مټ د هېواد ټول ۳۴ ولایتونه ولیدل
سید سجاد سادات ویلي، چې له ګرځندوی سره لېوالتیا لري او د دې سفر موخه یې د افغانستان له بېلابېلو قومونو، کلتورونو، دودونو او سیمهییزو رواجونو سره بلدتیا او د ارزښتونو شریکول ول.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ویلي، چې د هرات اوسیدونکي سید سجاد سادات په شپږ میاشتو کې د موټرسایکل پر مټ د هېواد له ټولو ۳۴ ولایتونو لیدنه کړې ده.
سید سجاد سادات ویلي، چې له ګرځندوی سره لېوالتیا لري او د دې سفر موخه یې د افغانستان له بېلابېلو قومونو، کلتورونو، دودونو او سیمهییزو رواجونو سره بلدتیا او د ارزښتونو شریکول ول.
هغه ټینګار کړی، چې په ټول هېواد کې ټینګ امنیت د دې سراسري سفر د ترسره کېدا تر ټولو مهم لامل و.
د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ رییس ثوابجان اسلامیار د نوموړي هڅې ستایلې او څرګندوي، چې په ټول افغانستان کې امنیت ټینګ دی؛ کورني او بهرني ګرځندویان کولی شي، چې د هېواد له بېلابېلو سیمو، طبیعي ښکلاوو، تاریخي ځایونو او فرهنګي میراثونو څخه ډاډمنه لیدنه وکړي.
International Sports
۲۰۲۶ نړیوال جام؛ د لوبڅارو د سخت دریځ له کبله د سرو کارتونو شمېر ډېر شو
په سیالیو کې د لوبغاړو د شړلو شمېر د آلمان ۲۰۰۶ نړیوال جام د ۲۸ سرو کارتونو ریکارډ ته نږدې کېږي.
په ۲۰۲۶ فوټبال نړیوال جام کې د سرو کارتونو شمېر بېساری زیات شو؛ ځکه د دې پړاو لوبڅاران قوانین کلک پلي کوي.
د سیالیو له ۲۷ لوبو وروسته لوبڅارانو ۱۲ مستقیم سره کارتونه ورکړي، چې دا شمېر د قطر ۲۰۲۲ او روسیه ۲۰۱۸ د نړیوالو جامونو د ټولو سرو کارتونو له مجموعې هم زیات دی. په دغو دواړو نړیوالو جامونو کې ټولټال اته سره کارتونه ورکړ شوي وه.
په سیالیو کې د لوبغاړو د شړلو شمېر د آلمان ۲۰۰۶ نړیوال جام د ۲۸ سرو کارتونو ریکارډ ته نږدې کېږي.
د فیفا پخواني لوبڅار او د «فاکس سپورټ» د قوانینو شنونکي مارک کلاټنبرګ ویلي؛ د سرو کارتونو د زیاتوالي لامل د لوبغاړو هغه ناسمې پرېکړې دي، چې د جزا ساحې دننه او شاوخوا یې د فشار پر مهال ترسره کوي.
هغه زیاته کړې:« د لوبغاړو چلند کومه ځانګړې ستونزه نهلري؛ خو تر فشار لاندې ناسمې پرېکړې کوي. له بلېخوا، د لوبډلو په نوملړ کې د ۲۶ لوبغاړو له شاملېدا سره ځینې مدافعان آسانه تاکتیکي خطاوې کوي؛ ځکه پوهېږي، چې پر څوکیو ناست نور بدیلونه هم لري.»
په دې نړیوال جام کې یو شمېر سرو کارتونو د لوبو پر پایلو هم مستقیم اغېز کړی دی. د امریکا د ملي لوبډلې بریدګر فولارین بالوګون د بوسنیا او هرزګوینا پر وړاندې هم ګول وواهه او هم له لوبې وشړل شو. دا پېښه د ۲۰۰۶ نړیوال جام تر پایلوبې، چې زینالدین زیدان په کې شړل شوی و؛ د لومړي ځل لپاره په حذفي پړاو کې تکرار شوې ده.
د پاراګوای میګل آلمیرون، د اکواډور پیرو اینکاپیه او د یوروګوای اګوسټین کانوبیو هم هغه لوبغاړي وه، چې د ویډیويي مرستیال لوبڅار (VAR) له ارزونې وروسته یا د ناسپورټي چلند له کبله سره کارتونه ورکړ شول.
د سویلي افریقا او مکسیکو د پرانیستونکې لوبې پر مهال هم درې لوبغاړي وشړل شول. د سویلي افریقا هافبک تمبا زوانه، چې فیفا یې حرکت تاوتریخجن وباله؛ د سور کارت ترڅنګ د درېیو لوبو بندیز هم ترلاسه کړ.
د عراق مدافع ربین سولاکا هم د سینیګال پر وړاندې د ګول د یوه څرګند فرصت د مخنیوي له کبله د نړیوال جام د تاریخ له چټکو سره کارتونو څخه یو ترلاسه کړ. همدارنګه د بلجیم مدافع ناټان انګوي د ایران پر بریدګر مهدي طارمي د خطرناک ټکر له کبله له لوبې وشړل شو.
د سرو کارتونو زیاتوالي د سیالیو پر بهیر څرګند اغېز کړی او ګڼې لوبډلې یې اړ کړي، چې د لوبې یوه برخه پر یوه لوبغاړي ترسره کړي؛ داسې څه، چې د څو لوبو پر پایلو یې هم مستقیم اغېز کړی دی.
په وروستیو نړیوالو جامونو کې د سرو کارتونو شمېر:
۲۰۲۶: ۱۲ سره کارتونه (ټول مستقیم)
۲۰۲۲: ۴ سره کارتونه (یو مستقیم)
۲۰۱۸: ۴ سره کارتونه (دوه مستقیم)
۲۰۱۴: ۱۰ سره کارتونه (اووه مستقیم)
۲۰۱۰: ۱۷ سره کارتونه (۹ مستقیم)
۲۰۰۶: ۲۸ سره کارتونه (۹ مستقیم)
-
تازه خبرونه3 days agoپناه غوښتونکي ښايي تر ۱۰ زره پونډو پورې لګښتونه بېرته ورکړي
-
International Sports1 day ago۲۰۲۶ نړیوال جام؛ د لوبڅارو د سخت دریځ له کبله د سرو کارتونو شمېر ډېر شو
-
تازه خبرونه4 days agoپه افغانستان کې د پاکستان د وروستيو هوايي بریدونو له کبله ملکي وګړو ته مرګ او ژوبله اوښتې
-
تازه خبرونه4 days agoد پاکستان د هوايي بریدونو ۳۳ ټپیان کابل ته ولېږدول شول
-
تازه خبرونه4 days agoیوناما پر افغانستان د پاکستاني پوځ په وروستيو هوايي بریدونو کې د ۷۷ کسانو مرګ او ژوبله تائید کړه
-
تازه خبرونه4 days agoخلیلزاد د پاکستان هوايي بریدونه وغندل او د اسلامآباد د نیت په اړه یې پوښتنې راپورته کړې
-
تازه خبرونه4 days agoپه کابل کې د پاکستان شارژدافیر احضار شو؛ اسلامآباد ته د هوايي بریدونو په تړاو پرېکنده اعتراض وړاندې شو
-
تازه خبرونه5 days agoپخواني مداخلهګر دې نن د افغانستان د آزادۍ شعار نهورکوي – نورالله نوري
