تازه خبرونه
د افغانستان خلکو ته د ملګرو ملتونو د ځانګړې استازې دیبرا لاینز د مخې ښې وینا
کابل، د ۲۰۲۲ کال د جون ۱۶مه – کله، چې ما دا دنده پر غاړه واخیسته نړۍ خورا یو بل ډول ځای و؛ په یوه پېړۍ کې یو ځل پېښېیدونکې وبا سره مخ شوم، چې زمونږ د کارکولو طریقې او نړیوال لومړیتوبونه یې بدل کړل. ما د ۲۰۲۲ کال په اپریل کې دنده پیل کړې وه؛ خو د همدې کال د مې میاشتې تر پایه پورې افغانستان ته له سفر کولو څخه منعه شوې وم. په دغه وخت کې افغانستان د ۲۰۲۰ کال په فبرورۍ کې د دوحې تړون د پلي کېدو او بیا د ۲۰۲۱ کال د اپریل په میاشت کې د بایډن د ادارې لخوا د دغه تړون له مخې د همدې کال د اګست تر پایه ټول بهرني ځواکونه د وتلو په حال کې ول.
د افغانستان اسلامي جمهوریت پر سقوط او د دوحې تړون د اغېزو په اړه له دې مخکې هم ډېر تحلیلونه شوي دي. کله، چې مورخین د شواهدو راټولول پیل کړي له شک پرته، چې ډېر نور څه به هم وي.
دلته د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړې استازې په توګه د جمهوریت په وروستیو میاشتو کې، زما لپاره د توقع خلاف تجربه وه.
هغه مهال زمونږ ستراتیژي دا وه، چې په دوحه کې د سولې د پروسې د پلي کولو لپاره هر ممکن کار ترسره کړو. دا تر هر څه دمخه، د مذاکراتو د فضا د ساتلو لپاره له افغان دولت څخه د ملاتړ پر معنی ول. مونږ د نوامبر پر میاشت په ژنیو کې سره ولیدل، چې د افغانستان لپاره د تمویل دوام ډاډمن کړو. بسپنه ورکوونکیو د څلور کلونو په موده کې د شاوخوا ۱۳ میلیارد امریکایي ډالرو ژمنه وکړه. مونږ ډېر وخت د بین الافغاني مذاکراتو پر تقویه کولو، باور جوړولو او د سیمه ییزې اجماع رامنځته کولو تېر کړ.
بریالیتوب به د جمهوريت او طالبانو ترمنځ د یوه موقت حکومت په اړه موافقه وه، چې طالبان په کې شامل وای، چې دې به جمهوريت ټولشموله او همدارنګه د بشري، مدني، سیاسي او ښځو حقونو په برخه کې لاسته راوړنې خوندي کړې وې. دا کار ناشونی ثابت شو او جمهوریت حتی د نړیوالو ځواکونو له وتلو مخکې سقوط وکړ.
په داسې حال کې چې سقوط ورځ تر بلې حتمي شو، او ډیرو سفارتونو د خپلو کارکونکو په ویستلو پیل وکړ، یوناما او د ملګرو ملتونو کورنۍ پریکړه وکړه چې پاتې شي او چارو ته دوام ورکړي. موږ هم د ملیونونو افغانانو په څیر چې کله د ولسمشر غني له تښتیدلو او کابل ته د طالبانو له را ننه کیدو خبر شو اندیښمن وو. موږ له وړاندې په کندهار، مزار شریف، جلال آباد او فیض آباد کې په خپلو دفترونو کې د طالبانو تر واک لاندې کارکونکي درلودل. موږ ډیر خوښ و چې د ملګرو ملتونو کارکونکو ته هیڅ ډول زیان نه و رسیدلی او په حقیقت کې طالبانو د نويو چارسنبالو په توګه د دوی د خوندیتوب دډاډمن کولو ژمنې ته درناوی وکړ.
خو د طالبانو واک په بشپړه توګه نوې ستونزې وزیږولې. تر ټولو سملاسي راتلونکی ژمی او د ملیونونو افغانانو جدي زیانمنتیا وه چې وار له مخه د کلونو وچکالۍ له امله د پام وړ خوراکي ناخوندیتوب سره مخامخ وو. د تاوتریخوالی کمښت موږ ته وړتیا راکړه چې د هیواد ډیرو برخو ته لاسرسی ولرو چې پخوا مو نه ورته درلود. هغه کنفرانس چې د سپټمبر په میاشت کې په جینیوا کې د سرمنشي لخوا رابلل شوی و د ژمي په اوږدو کې یې د بشردوستانه مرستو د پوښښ لپاره یو ملیارد ډالر راټول کړل. خو زموږ مقابل لوری داسې یو حکومت و چې د نړیوالې ټولنې لخوا په رسمیت نه و پېژندل شوی او ډیری لوړپوړي چارواکي یې د ملګرو ملتونو او نورو هېوادونو له خوا تر بندیزونو لاندې وو. دې بندیزونو او د نړیوال مالي ملاتړ لغوه کیدلو سملاسي کار ته اړتیا لرله چې د بانکوالۍ په سکټور کې د نغدو پیسو بحران حل کړي، موږ وشو کولی د نغدو پیسو په واردولو بشردوستانه چارې سر ته ورسوو. ددې په پایله کې نږدې ۲۰ ملیون خلکو یو نه یو ډول مرستې ترلاسه کړې او اقتصاد په داسې حال کې چې خورا کمزوری و، په بشپړ ډول سقوط ونه کړ.
په سیاسي لحاظ، یوناما دې پایلې ته ورسیده چې د ښځو د حقونو، د رسنیو دازادۍ او د ټول شموله سیاسي استازیتوب د محدودیت په تړاو د طالبانو له سختو پالیسیو سره سره د پرمختګ یوازینۍ لار سیاسي ښکیلتیا ده. د یوناما د نوي شوي ماموریت په تړاو د امنیت شورا ته د ملګرو ملتونو د سرمنشي سپارښتنې د دې پالیسۍ پریکړه منعکسوي. موږ خوښ شو چې امنیت شورا موافقه وکړه. زموږ نوی ماموریت یوناما ته اجازه ورکوي چې په افغانستان کې پاتې شي او خپل فعالیت ته دوام ورکړي.
همغه ډول چې زه په افغانستان کې د یوناما د دوه کلنې رهبرۍ په اړه فکر کوم، زه په دې باور یم چې د یوناما شتون لږترلږه د دریو دلیلونو پراساس اړین دی. لومړی، موږ یو تاریخي میراث لرو. ملګري ملتونه د ۱۹۸۰ مې له وروستیو راهیسې په افغانستان کې سیاسي، حقوق بشري ، بشردوستانه او پرمختیايي حضور لري. موږ ځینې بریاوې او ځینې ناکامۍ درلودې چې په دې توګه موږ اخلاقي مسؤلیت لرو چې پاتې شو. دوهم، موږ اړیو چې د ډیرو زیانمنونکو افغانانو اړتیاوې د بشردوستانه مرستو له لارې حل کړو او ددوی د اساسي بشري اړتیاوو ملاتړ وکړو. درېیم، افغانستان نړیوالې ټولنې ته دومره مهم دی چې هېریدی یې نه شي. یوناما به د یو باوري څارونکي او په افغانستان کې د پیښو د رپوټ ورکونکي او د افغانانو، د واکمنو چارواکو او نړیوالې ټولنې تر منځ د باوري اړیکې په توګه پاتې شي. همدارنګه به دا د یو سمبول په توګه پاته وي چې افغان ولس بیا د نړۍ له خوا یوازې نه پریښودل کیږي.
کله چې ما دا دنده ومنله، فکر مې نه کاوو چې داسې افغانستان به زه پریږدم چې اوس یې وینم. زما زړه، په ځانګړې توګه د هغو میلیونونو افغان نجونو لپاره چې د زده کړو له حق څخه بې برخې شوي، او د هغو ډیرو با استعدادو افغان میرمنو له اړخه مات شوی چې د یوې ټولنې د بیا رغونې لپاره چې دا مهال پکې جګړه کمه ده خو البته په یو ډول د پخوا په څیر ډیره ویره لري، د دوی له وړتیا وو څخه د کار اخیستو پرځای ورته په کور کې د پاتې کیدو ویل شوي. د حیرانتیا خبره بیا داده، په داسې حالت کې چې هر چاته اوس د هیواد په بیارغونه کې د مرستې زمینه برابره ده، پرنیمایي نفوس محدودیت وضع شوی او په دغه کار کې ددوی د ګډون مخه نیول شوې.
دا یو ویاړ و چې د ۲۰۲۰ کال په مارچ کې یوه میرمن د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړې استازې په توګه وټاکل شوه. دا د یوې میرمنې په توګه خورا دردناکه ده چې خپلې افغانې خویندې په داسې حالت کې پریږدم چې دامهال ورسره لاس ګریوان دي. سره له دې چې زه ډاډمنه یم چې ترټولو ښه هیله د ښکیلتیا په یوه ستراتیژي کې ده چې واکمنو چارواکو ته ښیي، یو داسې سیسټم چې ښځې، لږکي او باصلاحیته خلک پکې شتون ونلري، دوام نشي موندی، او په عین وخت کې ممکنه ده یو داسې سیاست رامینځته شي چې هم ټول شموله او هم اسلامي وي.
مشهوره خبره ده چې کله یو مسافر له افغانستانه لیدنه وکړي، نو له دغه هیواد سره یې روح وتړل شي، او باید بیرته ورستون شي ترڅو خپل ځان وګوري. زه له دغې وینا سره چې زما په ذهن کې ښکته پورته کیږي دغه هیواد پریږدم.
تازه خبرونه
په ګرمسېر کې د هوايي برید له کبله د یوې کورنۍ څلور غړي وژل شوي
د سیمهییزو راپورونو له مخې، دغه کورنۍ د غزني ولایت اوسېدونکې دي او په صفار سیمه کې یې یو کوچنی رسټورانټ درلود.
د هلمند ولایت د ګرمسېر ولسوالۍ په صفار سیمه کې د پاکستان د پوځي رژیم د هوايي برید له کبله د یوې کورنۍ څلور غړي« شهیدان» شوي او اووه نور ټپیان دي.
د سیمهییزو راپورونو له مخې، دغه کورنۍ د غزني ولایت اوسېدونکې دي او په صفار سیمه کې یې یو کوچنی رسټورانټ درلود.
د څرګندونو له مخې؛ د دې پېښې د« شهیدانو» جسدونه او ټپیان د حکومت لهخوا په یوه چورلکه کې غزني ولایت ته لېږدول شوي، چې ټپیان تر درملنې لاندې ونیول شي او «شهیدان» هم خاورو ته وسپارل شي.
دا برید نن سهار شاوخوا ۳:۳۰ د پاکستان د پوځي رژیم د جټ الوتکو لهخوا ترسره شوی او په کې پر دوه ملکي کورونو څلور بمونه غورځول شوي دي.
ویل شوي، چې له برید وروسته درې ماشومان نادرکه شوي او د هغوی د موندلو لپاره د لټون هڅې روانې دي.
سیمهییزو چارواکو دغه برید غندلی دی.
#آریانانیوز #افغانستان #هلمند #ګرمسېر #پاکستان #هواييبرید #ملکيوګړي
تازه خبرونه
امریکا له عراق څخه خپل ټول پوځي تجهیزات له ځان ولېږدول – ټرمپ
ټرمپ د چارشنبې پر ورځ په سپینه ماڼۍ کې یوې غونډې ته ویلي، چې د عراق په شمال کې له اربیل هوايي اډې څخه د امریکا پر مشرۍ د ائتلاف د ځواکونو او تجهیزاتو وتلو د داعش پر وړاندې په عراق کې د امریکا پوځي ماموریت پای ته ورساوه.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له افغانستان څخه په ۲۰۲۱ز.کال کې د امریکايي ځواکونو وتل له عراق څخه د دغو ځواکونو له وتلو سره پرتله کړي او څرګندوي، چې امریکا په افغانستان کې ډېر پوځي تجهیزات پرېښودل؛ خو له عراق څخه د وتلو پر مهال امریکايي ځواکونو خپل ټول تجهیزات له ځان سره ولېږدول.
ټرمپ د چارشنبې پر ورځ په سپینه ماڼۍ کې یوې غونډې ته ویلي، چې د عراق په شمال کې له اربیل هوايي اډې څخه د امریکا پر مشرۍ د ائتلاف د ځواکونو او تجهیزاتو وتلو د داعش پر وړاندې په عراق کې د امریکا پوځي ماموریت پای ته ورساوه.
هغه ویلي:« ما وویل؛ لږ نور وخت ورکړئ او هر څه له ځان سره یوسئ. که مو په یاد وي، مونږ ټول تجهیزات په افغانستان کې پرېښودل؛ هر څه هلته پاتې شول.»
ټرمپ زیاته کړې:« ما ویل؛ نه غواړم ان یو پیچ هم پاتې شي. که پر ځمکه یو پیچ لوېدلې وي؛ هغه هم راواخلئ. که ترپالي خېمه لرو، هغه هم له ځان سره یوسئ. مونږ هر څه له ځان سره یووړل.»
د امریکا ولسمشر د ۲۰۲۱ز.کال په اګست کې د کابل هوايي ډګر برید ته هم نغوته وکړه، چې په کې ۱۳ امریکايي سرتېري ووژل شول.
ټرمپ وایي، چې په تېرو کلونو کې یې په دې برید کې د وژل شویو امریکايي سرتېرو له کورنیو سره لیدلي او له هغو سرتېرو یې هم یادونه وکړه، چې په دې برید کې سخت ټپیان شوي وه.
هغه وایي:« له هغو او د هغو له اولادونو سره، چې څه وشول؛ هېڅکله باید نه وی شوي.»
ټرمپ زیاته کړې، ۴۸ امریکايي سرتېري سخت ټپیان شوي وه؛ خو پر وینا یې؛« هېڅکله له هغوی یادونه نهکېږي.»
ټرمپ له عراق څخه د امریکا وتل د یوه لګښتي پوځي حضور پای وباله او څرګندوي، چې د دې ماموریت لپاره یې څرګند هدف ټاکلی و او قومندانانو ته یې امر کړی و، چې هغه بشپړ کړي؛ پرته له دې، چې په عراق کې د امریکا حضور پر دایمي ماموریت بدل شي.
د امریکا پوځ د چارشنبې پر ورځ اعلان وکړ، چې امریکايي ځواکونو او تجهیزاتو له اربیل هوايي اډې څخه خپل منظم وتل بشپړ کړي او له دې سره په عراق کې د «عزم راسخ» عملیات پای ته رسېدلي دي.
دغه عملیات په ۲۰۱۴ز.کال کې له هغې وروسته پیل شول، چې داعش د عراق او سوریې پراخې سیمې ونیولې. د دغو عملیاتو موخه له دې ډلې سره مبارزه وه. امریکا اوس هم په اردن کې له خپل مرکزي مرکز څخه په سوریه کې د داعش پر وړاندې عملیات روان ساتلي دي.
ټرمپ ویلي، امریکا له داعش سره د مبارزې لپاره عراق ته تللې وه او اوس دغه ډله کومه ځانګړې سیمه تر خپلې ولکې لاندې نهلري.
#آریانانیوز #افغانستان #عراق #امریکا #ټرمپ #داعش
تازه خبرونه
د افغانستان په اړه د «مسکو فارمټ» اتمه غونډه د اوکټوبر پر پېنځمه جوړېږي
د زاخارووا د څرګندونو له مخې، په دې غونډه کې به د افغانستان، روسیې، ایران، چین، هند، پاکستان، قزاقستان، قرغیزستان، تاجکستان او ازبکستان ځانګړي استازي او لوړپوړي چارواکي ګډون وکړي.
د روسیې بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا ویلي، چې د افغانستان په اړه د« مسکو فارمټ» د مشورتي ناستو اتمه غونډه به د اوکټوبر پر پېنځمه د روسیې په پلازمېنه مسکو کې جوړه شي.
د زاخارووا د څرګندونو له مخې، په دې غونډه کې به د افغانستان، روسیې، ایران، چین، هند، پاکستان، قزاقستان، قرغیزستان، تاجکستان او ازبکستان ځانګړي استازي او لوړپوړي چارواکي ګډون وکړي.
بېلاروس او مصر په دې غونډه کې مېلمانه دي.
د روسیې بهرنیو چارو وزارت ویاندې ویلي، چې د دې هېواد د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف به په غونډه کې وینا وکړي.
دغه راز د افغانستان بهرنیو چارو وزیر پر مشرۍ یو افغان پلاوی به د مسکو په غونډه کې ګډون وکړي او ټاکل شوې، چې نوموړی به د غونډې په څنډه کې له لاوروف سره ځانګړې لیدنه هم وکړي.
د زاخارووا د څرګندونو له مخې، د روسیې او افغانستان د چارواکو په دوهاړخیزه لیدنه کې به د دواړو هېوادونو د همکاریو اړوند روانو موضوعاتو په اړه خبرې وشي.
د «مسکو فارمټ» په پراخه غونډه کې به د افغانستان او سیمهییزو هېوادونو ترمنځ د سیاسي او اقتصادي همکاریو، د ترهګرۍ او نشهیي توکو د قاچاق پر وړاندې د سیمهییزو همکاریو د پیاوړتیا په اړه هم خبرې وشي.
زاخارووا زیاته کړې؛ تمه ده، چې د غونډې په پای کې ګډه اعلامیه هم خپره شي.
#آریانانیوز #افغانستان #مسکو #مسکوفارمټ #روسیه #لاوروف #زاخارووا
-
تازه خبرونه4 days agoتاجکستان په افغانستان کې له سولې او ثبات څخه پر ملاتړ ټینګار وکړ
-
تازه خبرونه4 days agoد افغانستان بانک او د افغانستان نړیوال اعتباري بنسټ ترمنځ د همکارۍ هوکړهلیک لاسلیک شو
-
تازه خبرونه4 days agoپه نورستان کې د عملیاتو پر مهال ۲۸ وسلوال وژل شوي او ۳۲ نور ونیول شول
-
سیمه ییز خبرونه3 days agoد جګړې د پای ته رسولو نوې هڅې؛ امریکا او ایران له منځګړو سره بېلابېل ولیدل
-
تازه خبرونه2 days agoد ملګرو ملتونو خبرداری؛ مالي کړکېچ ۸.۳ میلیون کډوال له مرستو بېبرخې کولی شي
-
تازه خبرونه1 day agoد افغانانو د پناه غوښتنې په دوسیو کې ۴۰ سلنه تېروتنې شوي – د امریکا کورني امنیت وزارت
-
نړۍ3 days agoد صربستان ولسمشر له پارلماني ټاکنو مخکې له دندې ګوښه شو
-
تازه خبرونه2 days agoامریکايي پلاوي د افغانستان جنګ په اړه له عاصم منیر سره ولیدل
