تازه خبرونه
د کابل او اسلام آباد اقتصادي اړیکې پراخه شوې دي
په کابل کې د پاکستان سفیر وايي، چې د اسلام آباد او کابل ترمنځ د ترانزیت او سوداګرۍ په برخو کې همکاري پراخه او د صادراتو او وارداتو کچه لوړه شوې ده.
په کابل کې د پاکستان سفير منصور احمد خان د پاکستان د خپلواکۍ د ٧٥ کليزې د نمانځنې په مراسمو کې ويلي، چې اسلام آباد له کابل سره خپلې هر اړخیزې همکارۍ روانې ساتي.
دی وايي؛ د ترانزیت او سوداګرۍ په برخو کې د اسلام آباد او کابل همکاري زیاته شوې او د دواړو هېوادونو ترمنځ واردات او صادرات هم ډېر شوي دي.
د هغه په وينا، د افغانستان او پاکستان پر پولو ستونزې اوارې شوې او آسانتياوې رامنځته شوې دي.
د هغه په وینا، اسلام آباد له تېر یوه کال راپدیخوا له افغانستان سره د ستونزو په حل کې همکاري کړې او اوس هم له افغانستان سره خپلو همکاریو ته ژمن دی.
نوموړی وایي: له افغانستان سره زمونږ اړیکې ډېرې ښې دي. په تېر یو کال کې افغانستان ته ډېرې ستونزې را ولاړې شوې؛ خو پاکستان له افغانستان سره مرسته او همکاري کړې ده. دا همکارۍ د کډوالو، بشري مرستو او په پولو کې د آسانتیاوو د برابرولو په برخو کې وې. د ترانزیت او سوداګرۍ په برخو کې زمونږ همکاري زیاته شوې، صادرات او واردات هم زیات شوي او مونږ تل له افغانستان سره همکارۍ ته ژمن یو.
منصور احمد خان زیاته کړې؛ په تېر یوه کال کې له ستونزو سره سره اسلامي امارت ښه فعالیتونه کړي دي.
د هغه د څرګندونو له مخې؛ ښوونه او روزنه د ټولو وګړیو اساسي حق دی او ښځې، چې د ټولنې ۵۰ سلنه جوړوي باید زدکړو ته لاسرسی ولري.
هغه وایي: پوهنه د هېواد یوه مهمه برخه ګڼل کېږي؛ ښځې د ټولنې ۵۰ سلنه جوړوي. د افغانستان اوسنی حکومت هم وايي، چې په افغانستان کې د ښځو د زدکړې په برخه کې پر یوه بهیر کار کوي، چې نجونې له اسلامي شرایطو او افغان فرهنګ سره سمې زدکړې روانې وساتي.
دغه راز دی له ترهګرۍ سره مبارزه د سیمې د هېوادونو ګډه موخه ګڼي او وايي، چې د ترهګرۍ پر خلاف مبارزه روانه ده.
منصور احمد خان ټینګار کوي، چې د سیمې هېوادونه په ځانګړي توګه افغانستان او پاکستان د ترهګریزو بریدونو له کبله ډېر زیانمن شوی، له همدې کبله د سیمې او په ځانګړي توګه د افغانستان او پاکستان د امنیت د تامین لپاره اړینه ده، چې دا ګواښونه له منځه یوړل شي او د اړوند هېوادونو ترمنځ ښو اقتصادي اړیکو ته زمینه برابره شي.
که څه هم د پاکستان د ویزې تر لاسه کول ګران شوي او افغانان نشي کولی ویزه په آسانه تر لاسه کړي؛ خو په کابل کې د پاکستان سفیر وايي، چې په نږدې رااتلونکیو ورځو کې به د پاکستان د ویزو ستونزه پوره حل شي.
تازه خبرونه
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د شهباز شریف ادعا د تاریخ «لوی شرم» وباله
هغه په ایکسپاڼه کې لیکلي: “تاسې د غزې د سولې طرحې اتل ټرمپ ستایلی، خو نن د ایران په اړه په هغه جګړه کې، چې جنایتکار (ټرمپ) او ملګرو یې پیل کړې؛ د اسلامي امت د یووالي ادعا کوئ؟”
د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویاند خبیب غفران د ایران په جګړه کې د اسلامي امت د یووالي په اړه د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف ادعا «لوی شرم» وباله.
هغه په ایکسپاڼه کې لیکلي: “تاسې د غزې د سولې طرحې اتل ټرمپ ستایلی، خو نن د ایران په اړه په هغه جګړه کې، چې جنایتکار (ټرمپ) او ملګرو یې پیل کړې؛ د اسلامي امت د یووالي ادعا کوئ؟”
خبیب غفران زیاته کړې؛ په داسې حال کې، چې په افغانستان کې اسلامي نظام واکمن دی؛ شهباز شریف حتا پر تر ټولو زیانمنونکي قشرونو ماشومانو، ښځو او روږدو کسانو رحم ندی کړی او ټوله روژه یې خپله بېرحمي روانه ساتلې ده.
هغه دا چلند “لوی شرم” او “په تاریخ کې د منافقت” یوه څرګنده بېلګه وبلله.
تازه خبرونه
اسلامي امارت قطر او ترکیې ته خواخوږي وړاندې کړه
یاد وزارت دا پېښه خواشینوونکې بللې او د قربانیانو کورنیو ته یې خپله ژوره خواشیني او خواخوږي څرګنده کړې ده.
تازه خبرونه
پاکستان له افغانستان سره په روان جنګ کې د روسیې د منځګړیتوب غوښتنه وکړه
فیصل نیاز ترمذي د روسیې له «ایزوستیا» ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي؛ پاکستان له روسیې سره په اړیکه کې دی او د دې هېواد له «ځانګړي وړاندیز» څخه د کړکېچ د حل لپاره مننه کوي.
په روسیه کې د پاکستان سفیر فیصل نیاز ترمذي ویلي: اسلامآباد له مسکو څخه غوښتي، چې له افغانستان سره په روان جنګ کې منځګړیتوب وکړي.
فیصل نیاز ترمذي د روسیې له «ایزوستیا» ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي؛ پاکستان له روسیې سره په اړیکه کې دی او د دې هېواد له «ځانګړي وړاندیز» څخه د کړکېچ د حل لپاره مننه کوي.
هغه زیاته کړې؛ د روسیې، چین، قطر، ترکیې او سعودي عربستان وړاندیزونه د لنډمهالي اوربند د هوکړې لامل شوي هم دي.
ترمذي ټینګار کړی: « مونږ له خپلو ټولو شریکانو غواړو، چې مهرباني وکړئ طالبانو (اسلامي امارت) ته ووایاست، چې له دې فرصته یوازې د بیا تنظیم، بیا وسلوال کېدا او بیا برید لپاره کار وانخلي؛ ځکه لوی هېوادونه لکه روسیه او پاکستان د ترهګریزو کړنو له لارې بېثباته کېدی نشي.»
دې پاکستاني ډیپلوماټ ټینګار کړی، چې په افغانستان کې لسیزو جګړو نه یوازې کابل او اسلامآباد، بلکې ګاونډ هېوادونه لکه ایران، تاجکستان، ترکمنستان، ازبکستان او حتا روسیه هم اغېزمن کړي دي.
هغه زیاته کړې: « ځکه، نو مونږ ټول باید له یو بل سره سوداګري وکړو، ښوونې، هنر او کلتور ته وده ورکړو. تروریزم ناسمه لار ده.»
د منځګړیتوب دا غوښتنه په داسې حال کې راپورته شوې، چې د وروستیو اوونیو د تاوتریخوالي او شخړو د زیاتېدا په پایله کې سلګونه کسان ووژل شول او زرګونه نور بېځایه شوي دي.
پاکستانيانو څو ځله ادعا کړې، چې په دې هېواد کې وسلهوال بریدونه د افغانستان له خاورې تنظیمېږي.
په داسې حال کې، چې اسلامي امارت تل د پاکستان دا ادعا رد کړې او څرګندوي؛ افغانستان د پاکستان د «امنیتي ناکامۍ» مسوول ندی.
-
تازه خبرونه24 hours agoپاکستان له افغانستان سره په روان جنګ کې د روسیې د منځګړیتوب غوښتنه وکړه
-
تازه خبرونه2 days agoد اسلامي امارت یوه غړي په برلین کې د افغانستان سفارت چارسمبالي پر غاړه اخیستې
-
تازه خبرونه2 days agoد پاکستان پوځي رژیم یو ځل بیا اوربند مات کړ
-
تازه خبرونه1 day agoنړۍ دې د افغانستان او پاکستان د پراخې جګړې مخه ونیسي – فایننشل ټایمز
-
نړۍ1 day agoکیم جونګ اون یو ځل بیا د شمالي کوریا د دولتي چارو رییس وټاکل شو
-
لوبی2 days agoپه کوکپر نړیوالو سیالیو کې د وزلوبې ملي لوبډله درېیمه شوه
-
تازه خبرونه2 days agoد افغانستان او پاکستان ترمنځ تاوتریخوالی خطرناک پړاو ته رسېدلی – د بحران نړیواله ډله
-
نړۍ2 days agoټرمپ ایران ته د انرژۍ پر ودانیزو بنسټونو د بریدونو ګواښ وکړ
