Connect with us

د هوا حالاتو بدلونونه

د پاکستان په سېلابونو کې سلګونه زره افغان کډوال اغېزمن شوي ـ ملګري ملتونه

خپور شوی

د

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالی کمیشنرۍ څرګنده کړی، چې په پاکستان کې د وروستیو سېلابونو له کبله څه باندې ۴۲۱ زره افغان کډوال اغېزمن شوي دي.

د دغه راپور له مخې؛ د پاکستان په خیبر پښتونخوا، سند او بلوچستان ایالتونو کې ۱.۳ میلیون افغان کډوال میشت دی، چې له وروستیو سېلابونواغېزمن شوي دي.

د خیبرپښتونخوا په خیشګي کلي کې له دوه زره افغان کډوالو څخه یو هم بهادر خان دی، چې وایي: هغه شپه یوه نه هیریدونکې شپه وه؛ ځکه، چې په څو دقیقو کې زمونږ کور سیلاب لاندې کړ. مونږ پرته له دې چې ځای پریږدو بله چاره مو نه درلوده.

هغه زیاته کړې: مونږ د نويمې لسیزې په لومړیو کې د کورنۍ جګړې له پیل وروسته افغانستان پرېښود. بیا کله، چې د ۲۰۱۰ کال په سېلابونو کې زمونږ کور ویجاړ شو؛ نو مونږ اړ شو، چې بیا حرکت وکړو.

په ۲۰۱۰ کال کې هم پاکستان د ویجاړونکیو سېلابونو شاهد و، چې شاوخوا دوه زره کسان یې مړه کړل.

د راپورونو له مخې، په پاکستان کې له وروستیو سېلابونو  ۱۲۶۵ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د هوا حالاتو بدلونونه

په فلوریډا کې سېلابونه؛ کالیفورنیا د ساحلي سېلابونو له ګواښ سره مخ ده

د سانفرانسیسکو ښاروال ډانیل لوري خبرداری ورکړی، چې دغه ښار له یوه« خورا جدي» هوايي وضعیت سره مخ دی. هغه له ښاریانو غوښتي، چې د ساحلي سیمو د سختو سېلابونو لپاره چمتووالی ونیسي او د رخصتیو پر مهال په خپلو سفري پلانونو له سره غور وکړي.

Published

on

 

په فلوریډا کې د شنبې پر ورځ هم پرله‌پسې اورښتونو د تاریخي سېلابونو اغېزې نورې هم پسې زیاتې کړې. په داسې حال کې، چې د کالیفورنیا په شمال کې چارواکي د توپاني څپو او بې‌سارو ساحلي سیلابونو لپاره چمتووالی نیسي. دا وضعیت د شکرانې اختر د رخصتیو او ګڼو مسافرتونو له پیل سره هم‌مهاله رامنځته شوی دی.

د سانفرانسیسکو ښاروال ډانیل لوري خبرداری ورکړی، چې دغه ښار له یوه« خورا جدي» هوايي وضعیت سره مخ دی. هغه له ښاریانو غوښتي، چې د ساحلي سیمو د سختو سېلابونو لپاره چمتووالی ونیسي او د رخصتیو پر مهال په خپلو سفري پلانونو له سره غور وکړي.

د امریکا د ملي سمندري او اتموسفیر ادارې او د هوا پېژندنې ملي ادارې د وړاندوینو له مخې، ښايي په سانفرانسیسکو کې د مدونو(د اوبو د لوړېدا) کچه د دغه ښار په ثبت شوي تاریخ کې تر ټولو لوړې کچې ته ورسېږي.

ډانیل لوري له ښاریانو غوښتي، چې د توپان له رارسېدو مخکې اړین توکي برابر او خپل خرڅ بشپړ کړي. هغه زیاته کړې، د ښاروالۍ چارواکي به د اوونۍ په پای کې د اوسېدونکو او سوداګریزو مرکزونو د ساتنې لپاره خپلې هڅې روانې وساتي.

تمه کېدونکي سېلابونه د کال له کلنیو لوړو مدونو سره هم‌مهاله دي؛ ځکه، چې د کال تر ټولو لوړ مدونه بلل کېږي.

د هوا پېژندنې ادارو خبرداری ورکړی، چې د دوشنبې تر سهار پورې ښايي په ساحلي او ټیټو سیمو کې د اوبو کچه تر ۰.۶ مټر پورې لوړه شي او د آرام سمندر د ساحل په ځینو برخو کې د سېلابونو خبرداری د پنجشنبې تر ماسپښین پورې غځېدلی دی.

دغه راز د فلوریډا د اټلانټیک سمندر ساحل هم د شنبې پر ورځ له خطرناکو هوايي شرایطو سره مخ و او د تندر او برښنا له توپانونو سره د اوبو د څرخنده ستنو د رامنځته کېدا احتمال هم موجود و.

چارواکو سمندري سفر کوونکو ته د خطرناکو سمندري شرایطو او ساحلونو میلمنو ته د سختو څپو او پیاوړو څپیزو بهیرونو په اړه خبرداری ورکړی دی.

که څه هم د سختو اورښتونو لړۍ پای ته رسېدلې؛ خو تمه ده، چې د فلوریډا د تر ټولو اوږد سیند،« سټ جونز» د اوبو کچه د پرله‌پسې سپکو اورښتونو له کبله لوړه شي.

د کوکو ښار ته نږدې د دغه سیند د اوبو کچه د پنجشنبې پر ورځ د ۱۹۵۳ز.کال له ثبت شوي ریکارډ څخه لوړه شوه.

د امریکا د هوا پېژندنې ملي ادارې کارپوهې میلیسا واټسن ویلي، چې د دې سیند په اوږدو کې به سېلابونه د اوږدې مودې لپاره روان وي؛ که نور اورښتونه وشي او که ونه‌شي.

د روانې اوونۍ په پیل کې سختو اورښتونو د فلوریډا د اټلانټیک سمندر ساحل پراخې سیمې تر اوبو لاندې کړې او د دغه ایالت په شمال ختیځو برخو کې یو شمېر اوسېدونکي د سېلابونو له کبله بند پاتې شول.

د فلوریډا او کالیفورنیا هوايي وضعیت له« ال نینو» پدیدې سره تړاو لري. دا یوه طبیعي پدیده ده، چې د استوا کرښې ته نږدې د آرام سمندر د اوبو د تودوخې د لوړېدا له کبله رامنځته کېږي او د نړۍ پر هوايي وضعیت اغېز کولی شي.

Continue Reading

د هوا حالاتو بدلونونه

افغانستان د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې د نړۍ پنځم زیان‌من هېواد وشمېرل شو

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس مطیع‌الحق خالص په کابل کې یوې علمي غونډې ته ویلي؛ که پر نړیواله کچه هر اړخیزې څېړنې ترسره شي، ښايي افغانستان د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې د نړۍ درېیم زیان‌من هېواد وپېژندل شي.

Published

on

 

د افغانستان چاپېریال ساتنې ادارې چارواکو ويلي، افغانستان د اقلیمي بدلونونو د پایلو پر وړاندې د نړۍ د پنځه زیان‌منو هېوادونو په ډله کې دی. په داسې حال کې، چې د نړۍ د شنوخونو ګازونو په تولید کې یې ونډه ډېره کمه ده.

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس مطیع‌الحق خالص په کابل کې یوې علمي غونډې ته ویلي؛ که پر نړیواله کچه هر اړخیزې څېړنې ترسره شي، ښايي افغانستان د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې د نړۍ درېیم زیان‌من هېواد وپېژندل شي.

دا علمي غونډه« د افغانستان رسنۍ او اقلیمي ډیپلوماسي؛ فرصتونه او ننګونې» تر سرلیک لاندې په یوه خصوصي پوهنتون کې جوړه شوې وه.

دغه راز د اطلاعاتو او کلتور وزیر شېراحمد حقاني د اقلیمي بدلونونو د منفي پایلو په اړه د عامه پوهاوي په لوړولو کې د رسنیو پر ونډې ټینګار کړی او له رسنیو یې غوښتي، چې په دې برخه کې فعالې خبري خپرونې وکړي.

د رسنیو یو شمېر مسوولانو هم د عامه پوهاوي د لوړولو او د اقلیمي بدلونونو د پایلو پر وړاندې د مبارزې لپاره له دولتي ادارو سره د همکارۍ چمتووالی څرګند کړی دی.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي؛ ټاکل شوې د اقلیمي بدلونونو په اړه نړیواله غونډه یوه ورځ وروسته په ترکیه کې جوړه شي او د افغانستان له استازو هم دې غونډې ته د ګډون بلنه شوې، چې خپل نظرونه وړاندې او د هېواد اقلیمي وضعیت ته د نړیوالې ټولنې پام راواړوي.

په افغانستان کې د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې د مبارزې اړوند یو شمېر نړیوالې پروژې درېدلې دي، چې دې چارې د اقلیمي بحران پر وړاندې د هېواد د مبارزې د وړتیا په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي.

Continue Reading

د هوا حالاتو بدلونونه

اسلامي امارت د دوه‌یم ځل لپاره په اقلیمي نړیواله غونډه کې ګډون کوي

اسوشیټیډ پرس خبري آژانس راپور ورکړی، چې د اسلامي امارت چارواکي به په دې غونډه کې څارونکي وي او د افغانستان د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د اقلیمي بدلونونو برخې رییس روح‌الله امین هم تائید کړې، چې کابل په دې غونډه کې د ګډون هوډ لري.

Published

on

 

ټاکل شوې د افغانستان اسلامي امارت چارواکي واک ته له رسېدا وروسته د دوه‌یم ځل لپاره د ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلونونو په نړیواله غونډه (COP31) کې ګډون وکړي؛ دا غونډه به راتلونکې اوونۍ د ترکیې په انتالیا ښار کې جوړه شي.

اسوشیټیډ پرس خبري آژانس راپور ورکړی، چې د اسلامي امارت چارواکي به په دې غونډه کې څارونکي وي او د افغانستان د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د اقلیمي بدلونونو برخې رییس روح‌الله امین هم تائید کړې، چې کابل په دې غونډه کې د ګډون هوډ لري.

یوه ترکي چارواکي هم په COP31 غونډه کې د اسلامي امارت د استازو ګډون تائید کړی دی.

اسلامي امارت له دې دوه کاله مخکې هم د آذربایجان په پلازمېنه باکو کې د اقلیمي بدلونونو د نړیوالې غونډې ګډونوال و؛ خو د اسلامي امارت استازي د ملګرو ملتونو د اقلیم په نړیوالو غونډو کې رسمي دریځ نه‌لري. ملګرو ملتونو تر اوسه په عمومي غونډه کې د افغانستان څوکۍ اسلامي امارت ته نه‌ده سپارلې او د دې ټولنې ډېری غړیو هېوادونو هم د اسلامي امارت حکومت پر رسمیت نه‌دی پېژندلی.

د څارونکو په توګه ګډون د اسلامي امارت استازو ته اجازه ورکوي، چې په غونډو او خبرو اترو کې برخه واخلي؛ خو د اقلیمي تګلارو او موخو په اړه په خبرو اترو او پرېکړو کې د رسمي ګډون حق نه‌لري.

افغانستان؛ د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې د نړۍ یو زیان‌منونکی هېواد دی

افغانستان د هغو هېوادونو په ډله کې دی، چې د اقلیمي بدلونونو له کبله تر ټولو ډېر زیان ویني؛ پرله‌پسې وچکالیو، د اوبو کمښت، سختې ګرمۍ او ناڅاپي سېلابونو د میلیونونو وګړو ژوند له ګواښ سره مخ کړی دی.

د کډوالۍ نړیوالې ټولنې د راپور له مخې؛ یوازې د تېر کال له اپریل څخه تر ډسمبر پورې په افغانستان کې له ۱.۶ میلیون ډېر کسان د اقلیمي بدلونونو د اغېزو له کبله اړ شوي، چې خپل کورونه پرېږدي.

څرنګه، چې د افغانستان د وګړو لویه برخه پر کرنه بوخته ده؛ د وچکالیو دوام او د اوبو د سرچینو کمښت د هېواد پر کرنیزو تولیداتو او خوړو خوندیتوب هم سخت منفي اغېز کړی دی.

په نړیوالو غونډو کې د افغانستان د استازولۍ پر سر اختلاف

د افغانستان اسلامي امارت په دې باور دی، چې د افغانستان خلک باید د اقلیمي بدلونونو په نړیوالو غونډو کې استازولي ولري او د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې د مبارزې مالي سرچینو ته لاسرسی ومومي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!