روغتيا
په یوګاندا کې لږ تر لږه د ابولا تبې یوه پېښه تائید شوه
د یوګاندا روغتیایي چارواکو د سې شنبې پر ورځ د وږي ۲۹ / د سپتمبر۲۰ څرګنده کړې: یو سړی، چې یوه ورځ مخکې له ابولا مړ شوی؛ د کتنې پایله یې مثبته وه.
دوی په په ډاګه کړې، چې دا اوس هم څرګنده نده، چې سړی څنګه پر ابولا اخته شوی دی.
هغه د مرکزي یوګاندا په موبنده ښار کې ژوند کاوه، چې د کمپالا د لویدیځ په شاوخوا ۱۵۰ کیلومترۍ کې اوسېده.
دغه راز څرګنده شوې، چې د همدې سیمې شپږ نور هم د سپتمبر په پیل کې له زغم وروسته د یوې عجیبې ناروغۍ له کبله مړه شوي.
ابولا، د یو اخته کس د بدن له مایعاتو یا ککړو موادو سره د اړیکې له لارې لېږدول کیږي؛ د وژونکې تبې په توګه څرګندیږي. تبه، کانګې، اسهال، د عضلاتو درد او کله کله داخلي او بهرنۍ وینه تویېدنه د دې ناروغۍ نښې دي.
یوګاندا د ابولا د پراختیا ډېرې پېښې درلودې، چې په ۲۰۰۰ کال کې یې سلګونه خلکو ته مرګ و ژوبله اړولې ده.
روغتيا
د قابلو نړیواله ورځ؛ د م.م وګړو صندوق د میندو د ژغورنې لپاره د قابلو پر زیاتېدا ټینګار وکړ
دې ادارې ویلي، چې پر یو میلیون نورو قابلو پانګونه د میندو او نویو زېږېدلو ماشومانو د ژوند ژغورلو تر ټولو اغېزمنه لاره بلل کېږي؛ ځکه دا کار له زېږون مخکې پاملرنې، خوندي ولادت او له زېږون وروسته د پاملرنې چوپړتیاوو ته لاسرسی پراخوي.
د قابلو له نړیوالې ورځې سره هممهاله، د ملګرو ملتونو وګړو صندوق په افغانستان کې د یوه پیغام پر خپرولو د میندو او نوو زېږېدلو ماشومانو د مړینې د کمولو لپاره د قابلګۍ په برخه کې د پانګونې پر اړتیا ټینګار کړی دی.
دې ادارې ویلي، چې پر یو میلیون نورو قابلو پانګونه د میندو او نویو زېږېدلو ماشومانو د ژوند ژغورلو تر ټولو اغېزمنه لاره بلل کېږي؛ ځکه دا کار له زېږون مخکې پاملرنې، خوندي ولادت او له زېږون وروسته د پاملرنې چوپړتیاوو ته لاسرسی پراخوي.
په پیغام کې راغلي، چې قابلې د روغتیايي نظام مهمه برخه ده او کولی شي د ډېرو مخنیوي کېدونکو مړینو مخه ونیسي. په ځانګړي توګه په هغو هېوادونو کې لکه افغانستان، چې د مور او ماشوم د روغتیا په برخه کې له ستونزو سره مخ دی.
روغتيا
په یوه چکري کښتۍ کې د «هانټاویروس» د شک له کبله درې کسان مړه شول
دې کښتۍ، چې له ارجنټاین څخه روانه شوې وه؛ د راپورونو له مخې د کیپورډ ټاپوګانو ته نږدې ودرېده او د ۲۴ ساعتونو څخه ډېر یې د کښتۍ درولو او مسافرو کښته کولو اجازه ترلاسه کړې ده.
د اوشنوایډ اکتشافي سفري شرکت په چکري کښتۍ کې د «هانټاویروس» د شک له کبله درې کسان مړه شوي او د یو شمېر مسافرو او عملې روغتیایي حالت د اندېښنې وړ ښودل شوی دی.
دې کښتۍ، چې له ارجنټاین څخه روانه شوې وه؛ د راپورونو له مخې د کیپورډ ټاپوګانو ته نږدې ودرېده او د ۲۴ ساعتونو څخه ډېر یې د کښتۍ درولو او مسافرو کښته کولو اجازه ترلاسه کړې ده.
په قربانیانو کې یوه هالینډۍ جوړه ده، چې ۷۰ او ۶۹ کاله غمرونه لري. د دوی د روغتیایي حالت له خرابېدا وروسته له کښتۍ څخه وایستل شول. یو بل هالینډي وګړي ساه ورکړې او مړی یې په کښتۍ کې پاتې دی.
دغه راز یو ۶۹ کلن بریټانوی مسافر، چې د ویروس یوازینۍ تائید شوې پېښه پېژندل شوې؛ د سویلي افریقا ژوهانسبرګ روغتون ته د بېړنۍ پاملرنې په حال کې دی. د عملې دوه غړي هم ناروغه دي او سمدستي طبي پاملرنې ته اړتیا لري.
د شرکت چارواکوویلي، چې دوی له روغتیایي چارواکو سره کار کوي؛ کښتۍ ته لا تر اوسه کیپورډ بندر ته د ورتلو اجازه ورکړ شوې نهده.
هانټا ویروس یوه نادره خو خطرناکه ناروغي ده، چې معمولاً له ژوو یا د هغوی فاضله موادو سره د تماس له لارې لېږدول کیږي. لومړنۍ نښې یې له انفلونزا سره ورته دي؛ خو تنفسي ستونزو ته وده ورکولی شي.
روغتیایی چارواکو تر اوسه د دې ناروغۍ د خپرېدا سرچینه تایید کړې نهده او څېړنې روانې دي. په داسې حال کې، چې د نورو مسافرینو او عملې حالت تر څارنې لاندې دی.
روغتيا
د روان کال د ګوزڼ واکسین لومړی ملي کمپاین پیل شو
د عامې روغتیا وزارت ویلي؛ په دې درې ورځنی کمپاین کې به شاوخوا (۱۲،۶) میلیون له پېنځه کلونو کم عمره ماشومان واکسین شي.
د افغانستان عامې روغتیا وزارت د نړیوالو ادارو پر ملاتړ د ۱۴۰۵ لمریز لېږدیز کال د ګوزڼ(پولیو) واکسین لومړنی ملي کمپاین پیل کړ.
د عامې روغتیا وزارت ویلي؛ په دې درې ورځنی کمپاین کې به شاوخوا (۱۲،۶) میلیون له پېنځه کلونو کم عمره ماشومان واکسین شي.
دا کمپاین په دایکندي او بامیان ولایتونو کې د سړې هوا له کبله ځنډېدلی او په غور ولایت کې به یوه اوونۍ وروسته ترسره شي.
په دې کمپاین کې به له ۶ تر ۵۹ میاشتو عمر لرونکو ماشومانو ته ویټامین ای (A) هم ورکړ شي، چې د هغوی د سترګو، پوستکي او معافیت سیسټم په ساتلو کې به مرسته وکړي.
د افغانستان د عامې روغتیا وزیر، نور جلال جلالي ویلي: «د عامې روغتیا وزارت له خپلو همکارانو سره ژمن دی، چې په افغانستان کې د ګوزڼ ویروس مخه ونیسي. مونږ به خپلې ټولې هڅې وکړو، چې پولیو ناروغي په بشپړه توګه له افغانستان څخه له منځه یوسوو.»
نوموړي زیاته کړې:«دا ډېره مهمه ده، چې د ټولنې دیني عالمان، قومي مشران او والدین د ګوزڼ واکسین له ډلو سره ملاتړ ته وهڅوو. مونږ له ټولو خلکو هم غوښتنه کوو، چې د پولیو پر وړاندې په مبارزه کې خپله ونډه واخلي او د افغانستان د ماشومانو ژوند او روغتیا خوندي کړي.»
پولیو یوه ویروسي ناروغي ده، چې هیڅ درملنه نهلري او مخنیوی یې یوازې له واکسین سره شونی دی. دا ویروس د ماشومانو د دایمي فلج (ګوزڼ) او یا هم مرګ سبب کېدی شي.
دا مهال په هېواد کې د ګوزڼ ویروس شته او د عامې روغتیا وزارت یې پر وړاندې مبارزې ته بشپړ چمتووالی لري.
ویل کیږي، چې د دې واکسین اړوند ډلې به د کمپاین پر مهال په ټاکل شویو ځایونو کې شتون ولري او والدین کولی شي خپل ټول له پېنځه کلونو کم عمره ماشومان واکسین کړي.
-
سوداگري4 days agoله قزاقستان څخه افغانستان ته د غنمو په صادراتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی
-
سیمه ییز خبرونه5 days agoامریکا په هرمز تنګي کې د بندو کښتیو د خوندي لېږد چارې پیل کړې
-
سوداگري2 days agoد منځنۍ آسیا له لارې د چین– افغانستان نوې ټرانزیټي لاره پرانیستل شوه
-
سیمه ییز خبرونه3 days agoپه بېجینګ کې لوړپوړې خبرې؛ په هرمز تنګي کې د امریکا او ایران پر کړکېچ ټینګار
-
نړۍ4 days agoسپینې ماڼۍ ته نږدې نښته؛ یو وسلهوال ټپي او روغتون ته ولېږدول شو
-
سیمه ییز خبرونه2 days agoامریکا او ایران د جګړې د پای ته رسولو او د اټومي خبرو د پیل لپاره سره نږدې شوي – راپور
-
نړۍ2 days agoامریکا به له ایران څخه غني شوي یورانیم ترلاسه کړي – ټرمپ
-
روغتيا4 days agoد قابلو نړیواله ورځ؛ د م.م وګړو صندوق د میندو د ژغورنې لپاره د قابلو پر زیاتېدا ټینګار وکړ
