Connect with us

لوبی

د احمدشاه ابدالي فرست کلاس کرکت تورنمنت پیل شو

خپور شوی

د

د شنبې پر ورځ د تلې پر ۱۶ د ننګرهار ولایت په غازي امان الله خان کرکت لوبغالي کې د احمدشاه ابدالي د فرست کلاس سیالیو پېنځم پړاو پیل شو.

په دې سياليو کې پېنځه سيمه ييزې لوبډلې برخه لري، چې همهاله به د خوست او ننګرهار ولايتونو په دوه بېلابېلو ځايونو کې سيالي وکړي.

دغه سیالۍ د تلې له ۱۶ څخه پیل شوې او د لړم  تر ۲۰ به روانې وي. په دغو  ۳۵ ورځو کې به ټولټال ۱۱ لوبې ترسره شي، چې فاینل لوبه به یې د لړم پر ۱۶ نېټه ترسره او د فاینل په ګډون به شپږ لوبې د خوست په ملي لوبغالي او د ننګرهار په غازي امان الله خان کرکت لوبغالي کې ترسره شي.

د ننګرهار په غازي امان الله خان لوبغالي کې د دغو سیالیو په پرانیستونکې لوبه کې سپین غر لوبډلې د آمو سیمه ییزې لوبډلې سره او په خوست کې د بند امیر اتله لوبډله د مس عینک له لوبډلې سره په خپله لومړۍ لوبه کې مخامخ شوه.

د افغانستان کرکټ بورد د څرګندونو له مخې؛ دغه سیالۍ د کورني کرکت د جوړښت یوه مهمه برخه ده او تر ډېره به په افغانستان کې د لوبغاړیو او لوبې په وده کې مرسته وکړي.

د احمدشاه ابدالي فرست کلاس تورنمنت د جون په میاشت کې د میرویس نیکه درې ورځنۍ سیالۍ له ترسره کولو وروسته د کال دوه یمه څو ورځنۍ سیالي ده او وروسته به د ۲۰۲۲ غازي امان الله خان سیمه ییز یو ورځنی جام د سلواغې د میاشتې په لومړیو کې ترسره شي.

لوبی

زیمبابوې له افغانستان څخه د دوه‌یمې ټسټ لوبې پر دوه‌یمه ورځ ۱۸۰ منډې مخکې شو

زیمبابوې د لوبې لومړۍ ورځ پر ۲۵۰ منډو او د پنځه لوبغاړو پر سوځېدا پای ته رسولې وه او د دوه‌یمې ورځې په لوبه کې یې خپلې منډې ۳۳۹ ته ورسولې.

Published

on

Last Updated on: لړم ۲۴, ۱۴۰۵

 

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د زیمبابوې پر وړاندې د دوه‌یمې ټسټ لوبې د دوه‌یمې ورځې تر پای پورې په لومړۍ پاڼۍ کې د شپږ لوبغاړو پر سوځېدا ۱۵۹ منډې جوړې کړې او د زیمبابوې له ټولو ۳۳۹ منډو څخه ۱۸۰ منډې وروسته ده.

زیمبابوې د لوبې لومړۍ ورځ پر ۲۵۰ منډو او د پنځه لوبغاړو پر سوځېدا پای ته رسولې وه او د دوه‌یمې ورځې په لوبه کې یې خپلې منډې ۳۳۹ ته ورسولې.

د زیمبابوې لوبډلې دغه منډې په ۱۱۴.۵آورونو کې جوړې کړې.

افغانستان د زیمبابوې د منډو په ځواب کې د دوه‌یمې ورځې تر پایه ۱۵۹ منډې جوړې کړې او شپږ لوبغاړي یې له لاسه ورکړل.

افغان لوبډلې ته څلور لوبغاړي پاتې دي او د زیمبابوې د منډو د برابرولو لپاره ۱۸۰ منډې ته اړتیا لري.

افغانستان به د لوبې په درېیمه ورځ هڅه وکړي، چې د پاتې څلورو لوبغاړو پر مټ د زیمبابوې د منډو واټن راکم کړي.

Continue Reading

لوبی

رحمت شاه په ټسټ لوبه کې د نړۍ اووم غوره توپ‌وهونکی شو

رحمت شاه په دې درجه‌بندۍ کې له شبمن ګیل، ایډن مارکرم او کامنډو مینډیس څخه مخکې شوی دی.

Published

on

 

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلمشر رحمت شاه د زیمبابوې پر وړاندې له ښې لوبې وروسته د ټسټ کرکټ په نړیواله درجه‌بندۍ کې تاریخي اووم مقام خپل کړ.

رحمت شاه د آی‌سي‌سي په تازه درجه‌بندۍ کې شپږ پړاوونه مخکې شوی او د ټسټ کرکټ د غوره توپ‌وهونکو په ډله کې شامل شوی دی.

نوموړي د افغانستان او زیمبابوې ترمنځ د ټسټ سیالیو په لومړۍ لوبه کې ۱۷۳ منډې کړې وې، چې د هغه پنځمه ټسټ سلیزه او د روان کال دوه‌یمه سلیزه وه.

رحمت شاه په دې درجه‌بندۍ کې له شبمن ګیل، ایډن مارکرم او کامنډو مینډیس څخه مخکې شوی دی.

Continue Reading

لوبی

عمر ځواک استقلال کابل ته ۵ پر ۱ ماتې ورکړه

دغه لوبه نن سې‌شنبه په کابل کې ترسره شوه، چې لومړۍ نیمایي یې د دواړو لوبډلو ترمنځ له ګول پرته پای ته ورسېده.

Published

on

Last Updated on: لړم ۲۰, ۱۴۰۵

 

د افغانستان اتلانو لیګ روشن د شپږم پړاو سیالیو په اتیایمه لوبه کې عمر ځواک لوبډلې استقلال کابل ته ۵ پر ۱ ماتې ورکړه.

دغه لوبه نن سې‌شنبه په کابل کې ترسره شوه، چې لومړۍ نیمایي یې د دواړو لوبډلو ترمنځ له ګول پرته پای ته ورسېده.

په دوه‌یمه نیمایي کې د عمر ځواک لوبډلې لوبغاړو پنځه ګولونه ووهل او خپله بریا یې یقیني کړه؛ خو استقلال کابل لوبډله یوازې د یوه ګول پر وهلو بریالۍ شوه.

عمر ځواک لوبډله به په راتلونکې لوبه کې د نومبر پر دولسمه له آریانا خوست سره مخ شي او استقلال کابل به په همدې ورځ له عینو مېنې کندهار سره سیالي وکړي.

د یادونې ده، چې د افغانستان اتلانو لیګ روشن د شپږم پړاو ټولې لوبې د آریانا ټلویزیون له لارې پر ژوندۍ بڼه خپرېږي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!