Connect with us

تازه خبرونه

تاجکستان افغان پولې ته نږدې د امنیتي کمربند غوښتنه وکړه

خپور شوی

د

Last Updated on: تله ۲۸, ۱۴۰۱

د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان یو ځل بیا د افغانستان لخوا سیمې ته د ورپېښو امنیتي ګواښونو په اړه اندېښنه ښودلې او د دغه هېواد په شاوخوا کې یې د امنیتي کمربند د جوړولو غوښتنه کړې ده.

د تاجکستان ولسمشر علي رحمان د دوشنبې پر ورځ د سرحدي امنیت ټولنې او د تروریزم پر ضد د ګډې همکارۍ په دوه ورځنۍ غونډه کې ویلي، چې تروریستان له منځني ختیځ څخه افغانستان ته انتقالیږي او په دغه هېواد کې د تروریستي ډلو فعالیت د منځنۍ آسیا لپاره جدي ګواښ دی.

هغه په دې غونډه کې له نورو ګډون کوونکیو هېوادونو وغوښتل، چې د ترهګرۍ د تمویل او تجهیزاتو د سرچینو د پرې کولو لپاره په ګډه کار وکړي.

دغه غونډه د اروپا د امنیت او همکارۍ د ټولنې، د تاجکستان د حکومت، د ملګرو ملتونو د تروریزم پر ضد د مبارزې دفتر، په منځنۍ آسیا کې د ملګرو ملتونو د سیمه ییز مرکز، اروپايي ټولنې، سعودي عربستان او قطر په همکارۍ جوړه شوې وه.

په دې غونډه کې د تاجکستان ولسمشر په سيمه کې د تروريستانو د فعاليتونو له کبله د رامنځته شويو خطرونو د مخنيوي په خاطر د افغانستان په شاوخوا کې د امنيتي کمربند جوړول ضروري وبلل.

د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان په سیمه کې امنیتي ګواښونه جدي ګڼي او د ځوانانو په منځ کې د افراطي افکارو د خپریدو پر وړاندې هم خبرداری ورکوي.

رحمان وایي، چې که یوه ګډه تګلاره نه وي له ترهګرۍ سره مبارزه او د افراطیت مخنیوی ناشونی دی.

د هغه د څرګندونو له مخې؛ په تېرو دوه کلونو کې تاجکستان له افغانستان سره پر پوله له ١٧٥ زياتې امنيتي پوستې جوړې کړي او په پام کې لري، چې له افغانستان سره پر پوله ٣٠٠ نورې امنيتي پوستې جوړې کړي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي همدا راز له دغو هېوادونو غوښتي، چې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په برخه کې له یو بل سره ژوره همکاري وکړي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترش وایي: ترهګري د هېوادونو د امنیت او ثبات لپاره یو ګډ ګواښ دی؛ ترهګري سوله، پرمختګ او ګډ ژوند ګواښي. د تروریستي فعالیتونو د پیاوړتیا د مخنیوي لپاره باید د هغې سرچینې وچې شي او په ګډه او همغږۍ ګامونه پورته شي. د دې ناستې په پایله کې مونږ د ترهګرۍ پر وړاندې په مبارزه کې همکارۍ ته چمتو یوو او هرکلی یې کوو.

د اروپايي ټولنې، قطر او سعودي عربستان استازي هم په دې غونډه کې د همکارۍ ژمنه کوي.

کلپ: د اروپایی اتحادیې استازې تري هاکالو ویلي: دا ډېره مهمه غونډه ده؛ ځکه، چې ترهګري د ټولې سیمې امنیت او ثبات ته ګواښ دی او پر وړاندې یې اغېزمن او همغږي اقدامات د سیمې د امنیت او ثبات په ټینګښت کې اغېزناک تمامېدای شي. له تاجکستان سره همکاري کوو او په دې برخه کې به عملي ګامونه پورته کړو.

په تاجکستان کې د سعودي عربستان استازی ولید عبدالرحمن وایي: د دې غونډې جوړېدنه په اوسنیو حالاتو کې ډېره اړینه ده. ترهګري یوازې د تاجکستان د امنیت او ثبات لپاره نه، بلکې د ټولې نړۍ لپاره خطر دی. د ترهګرو د تمویل او وسلو د سرچینو د پېژندلو لپاره باید عملي ګامونه واخیستل شي. ترهګرو ډلو ته اجازه نه ورکوو، چې د یو بل پر ضد د هېوادونو خاوره وکاروي.

کلپ: د قطر استازی محمد السلمی وایي: د ترهګرۍ پر وړاندې همغږي او ګډه مبارزه ډېره اړینه ده. ترهګري دین، مذهب او یا جغرافیه نلري. د دوی د تمویل کوونکیو یوازنۍ موخه په سیمه کې د خپلو سیاسي موخو ترلاسه کول دي. د دې مسلې له پوهېدو سره باید د ترهګرۍ د له منځه وړلو لپاره باید ګډې هڅې وشي.

اسلامي امارت په ځلونو د افغانستان د ګاونډیانو په ګډون د سیمې هېوادونو ته ډاډ ورکړی، چې د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه به اجازه ورنکړي، چې د افغانستان د ګاونډ هېوادونو امنیت او ثبات له ګواښ سره مخ کړي او نړۍ ته یې هم ډاډ ورکړی؛ هیچا ته به اجازه ورنکړي، چې د افغانستان خاوره د دغو هېوادونو پر ضد وکاروي.

تازه خبرونه

افغانستان او ټانزانیا د کانونو او سوداګرۍ په برخو کې د همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ويلي، چې دا لیدنه د ټانزانیا د پانګونې د اووم کنفرانس په څنډه کې شوې او دواړو لوریو د پانګونې پر فرصتونو، د دوه‌اړخیزې سوداګرۍ پر پراختیا او د کانونو په برخه کې د تجربو پر تبادلې خبرې کړې دي.

Published

on

Last Updated on: ليندۍ ۱, ۱۴۰۵

 

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د ټانزانیا د متحد جمهوریت د کانونو له وزیر انټوني ماوینډ سره په لیدنه کې د کانیزو محصولاتو د پروسس او صادراتو په برخو کې د دوه‌اړخیزو همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی دی.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ويلي، چې دا لیدنه د ټانزانیا د پانګونې د اووم کنفرانس په څنډه کې شوې او دواړو لوریو د پانګونې پر فرصتونو، د دوه‌اړخیزې سوداګرۍ پر پراختیا او د کانونو په برخه کې د تجربو پر تبادلې خبرې کړې دي.

د یاد وزارت د څرګندونو له مخې، نورالدین عزیزي د افغانستان پراخ کانیز ظرفیت ته پر نغوته په هېواد کې دننه د کانیزو توکو پر پروسس ټینګار کړی او څرګندوي، چې دا تګلاره د کاري فرصتونو پر رامنځته کولو او د لوړ ارزښت لرونکو کانیزو محصولاتو د صادراتو زمینه برابروي.

د نادرو او ارزښتناکو منرالونو د صادراتو پر مدیریت هم په دې لیدنه کې خبرې شوې دي.

همدارنګه، دواړو لوریو ټانزانیا ته د افغانستان د کرنیزو محصولاتو او غالیو پر صادراتو او په کابل او ټانزانیا کې د سوداګریزو نندارتونونو پر جوړولو خبرې کړي او د دغو موضوعاتو د تعقیبولو هوکړه یې کړې ده.

Continue Reading

تازه خبرونه

سویډن د افغانستان د پخواني سفیر د پناه غوښتنه رد کړه؛ امریکا ته یې د لېږلو هڅه کوي

۷۷ کلن نویان د ۲۰۱۹ز.کال له نومبر څخه په سویډن کې د افغانستان د سفارت دنده لرله او د ۲۰۲۴ز.کال په وروستیو کې له هغې وروسته، چې اسلامي امارت د جولای پر یودېرشمه په اروپا کې د افغانستان د ۱۴ ډیپلوماټیکو استازولیو له‌خوا صادر شوي رسمي اسنادو د نه‌پېژنې اعلان وکړ؛ نوموړي خپله ډیپلوماټیکه دنده له لاسه ورکړه.

Published

on

 

د فرانسې« لومونډ» ورځپاڼې راپور ورکړی، چې سویډن په دې هېواد کې د افغانستان د پخواني سفیر عباس نویان د پناه غوښتنه رد کړې او غواړي هغه امریکا ته ولېږدوي.

۷۷ کلن نویان د ۲۰۱۹ز.کال له نومبر څخه په سویډن کې د افغانستان د سفارت دنده لرله او د ۲۰۲۴ز.کال په وروستیو کې له هغې وروسته، چې اسلامي امارت د جولای پر یودېرشمه په اروپا کې د افغانستان د ۱۴ ډیپلوماټیکو استازولیو له‌خوا صادر شوي رسمي اسنادو د نه‌پېژنې اعلان وکړ؛ نوموړي خپله ډیپلوماټیکه دنده له لاسه ورکړه.

د« لومونډ» د راپور له مخې، نویان اوس له معتبر اقامتي اسنادو پرته له خپلې مېرمنې سره د سویډن په جنوبي ښار هلسینګبورګ کې ژوند کوي او د ایستلو له ګواښ سره مخ دی.

نویان په سویډن کې د افغانستان د سفیر له ټاکل کېدا مخکې له ۲۰۰۵ز.کال څخه تر ۲۰۱۰ ز.کال پورې په کابل کې د افغانستان د پارلمان د غړي دنده ترسره کړې وه.

نوموړی له پارلماني دندې مخکې په امریکا کې هم اوسېدلی دی.

#آریانا‌نیوز #افغانستان #سویډن #عباس‌نویان #پناه‌غوښتنه #امریکا

Continue Reading

تازه خبرونه

افغانان په ملګرو ملتونو کې د غړیتوب اتیایمه کلیزه نمانځي؛ له پیله تر دې دمه د استازولۍ پر څوکۍ روان اختلاف

افغانستان په ۱۹۴۶ز.کال کې د ملګرو ملتونو د غړي هېواد په توګه ومنل شو. هغه مهال په امریکا کې د افغانستان استازي عبدالحسین عزیز په ملګرو ملتونو کې د دغه هېواد د غړیتوب سند لاسلیک کړ. همدارنګه محمدکبیر لودین د ملګرو ملتونو په ټولنه کې د افغانستان لومړني استازی ومنل شو، چې د غړیتوب په لومړیو کلونو کې یې دې ټولنې ته خپل اعتبارلیک وړاندې کړ.

Published

on

 

افغانان نن( پنجشنبه د لړم اته‌ویشتمه / د نومبر نولسمه) په ملګرو ملتونو کې د خپل رسمي غړیتوب اتیایمه کلیزه نمانځي. افغانستان په ۱۹۴۶ز. کال کې د ملګرو ملتونو غړی شوی دی.

افغانستان په ۱۹۴۶ز.کال کې د ملګرو ملتونو د غړي هېواد په توګه ومنل شو. هغه مهال په امریکا کې د افغانستان استازي عبدالحسین عزیز په ملګرو ملتونو کې د دغه هېواد د غړیتوب سند لاسلیک کړ. همدارنګه محمدکبیر لودین د ملګرو ملتونو په ټولنه کې د افغانستان لومړني استازی ومنل شو، چې د غړیتوب په لومړیو کلونو کې یې دې ټولنې ته خپل اعتبارلیک وړاندې کړ.

په تېرو اتیا کلونو کې افغانستان له پراخو سیاسي بدلونونو سره-سره خپل غړیتوب ساتلی؛ خو په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازولۍ د څوکۍ پر سر اوس هم اختلاف روان پاتې دی.

په دې اته لسیزو کې افغانستان له پراخو سیاسي بدلونونو سره ـ سره په ملګرو ملتونو کې له شاهي نظام له پای ته رسېدا او د شوروي اتحاد له یرغل څخه نیولې تر کورنیو جګړو، د اسلامي امارت د دوه پېره واکمنۍ او د ۲۰۲۱ز.کال د اګست پر مهال د جمهوري نظام تر سقوط پورې خپل غړیتوب ساتلی دی.

په دې موده کې افغان ډیپلوماټانو د سولې، امنیت، پراختیا او بشري حقونو په اړه په نړیوالو ناستو او خبرو کې ونډه اخیستې ده. په دې لړ کې عبدالرحمن پژواک له ۱۹۵۸ز.کال څخه تر ۱۹۷۹ز.کال پورې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازی و او په ۱۹۶۶ز. کال کې د دې ټولنې د عمومي غونډې د یوویشتمې غونډې د مشر په توګه وټاکل شو. همدارنګه عادله راز په ۲۰۱۹ز.کال کې د افغانستان لومړنۍ ښځینه دایمي استازې شوه. ثریا دلیل هم له ۲۰۱۵ څخه تر ۲۰۱۹ز. کال پورې په ژنیو کې د افغانستان دایمي استازې وه.

د ۲۰۲۱ز.کال د اګست له سیاسي بدلونونو وروسته په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازولۍ موضوع نوي پړاو ته دننه شوه؛ غلام‌محمد اسحاق‌زي، چې هغه مهال د افغانستان دایمي استازی و د جمهوري نظام له سقوط وروسته په لومړیو میاشتو کې پر خپله دنده پاتې و او وروسته نصیراحمد فایق د ۲۰۲۱ز.کال په ډسمبر کې د افغانستان د استازولۍ چارسمبالي شو. په ژنیو کې هم نصیراحمد اندیشه د افغانستان پر استازیتوب خپلې هڅې روانې ساتلې دي.

اسلامي امارت په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ خپل استازي ته د سپارلو غوښتنه وکړه؛ خو د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې د اعتبارلیکونو کمیټې تر اوسه د سیالو اعتبارلیکونو په اړه وروستۍ پرېکړه نه‌ده کړې او د تېر حکومت له‌خوا معرفي شوي استازي اوس هم د افغانستان د استازولۍ په څوکۍ کې پاتې دي.

دغه راز په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د رایې حق له ۲۰۲۴ز.کال راپدېخوا د کلني غړیتوب د فیس د نه‌ورکړې له کبله ځنډول شوی دی. د افغانستان اوسنۍ استازولۍ د اسلامي امارت مالي سرچینو ته لاسرسی نه‌لري او د دغه هېواد د غړیتوب د پاتې پورونو ورکړه هم نه‌ده حل شوې.

ملګري ملتونه او د هغوی اړوند بنسټونه هم د افغانستان په بېلابېلو برخو کې فعالیت کوي.

دغه بنسټونه د بشري مرستو، روغتیا، زده‌کړو، پراختیا، بشري حقونو او د نړیوالو مرستو د همغږۍ په برخو کې کار کوي. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي( یوناما) ماموریت په ۲۰۰۲ز.کال کې رامنځته شو او اوس هم د سیاسي تعامل، د بشري حقونو د وضعیت د څارنې او له نړیوالو شریکانو سره د همغږۍ په برخو کې فعالیت کوي.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د غړیتوب له ۸۰ کلونو تېرېدا سره – سره اوس هم افغانستان د دې ټولنې غړی دی؛ خو د اوسني حکومت د استازولۍ او په عمومي غونډه کې د افغانستان د رایې حق موضوعات له هغو ناحل شویو ننګونو څخه دي، چې د افغانستان او دې نړیوال بنسټ ترمنځ په اړیکو کې پاتې دي.

#آریانا‌نیوز #افغانستان #ملګري‌ملتونه #غړیتوب #یوناما #اسلامي‌امارت #استازولي #بشري‌حقونه

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!