Connect with us

تازه خبرونه

کابل ښاروالۍ د ۱۸۱ پراختیايي پروژو ډېره برخه بشپړه کړې

خپور شوی

د

د کابل ښاروالۍ  مسوولینو ويلي، چې د روان کال په پیل کې مو ۱۸۱ بېلابېلې پروژې درلودې، چې ډېره برخه يي بشپړه شوې ده.

کابل ښاروالۍ څرګنده کړې؛ دمکړۍ په کابل ښارکې د نږدې څلوېښت بېلابېلو پروژو کارونه روان دي، چې د کال ترپایه به يي چارې د یاد بنسټ پر مالي لګښت بشپړې شي.

د ښاروالۍ  د مسوولینو د څرګندونو له مخې؛ په دې پروژو کې د پليو لارو، سنګ فرشونه، څلور لارو، کانالونو جوړولو او پاکولو ترڅنګ د یو شمېرنورو ښاري خدمتونو د وړاندې کولو پروژو کارونه شامل دي.

د کابل ښاروالۍ ویاند نعمت الله بارکزی وایي: مونږ د کال په پیل کې د کابل ښاروالۍ  په بېلابېلو برخو کې ۱۸۱ پروژې پیل کړي وې، چې ډېرې یې تر اوسه بشپړې شوي او د نږدې ۴۰ هغو کارونه چټک روان دې او د همدې کال تر پایه به بشپړ او ګټې اخستنی ته وړاندې شي.

د خصوصي سکتورځیني غړي، چي په هېواد کې د ساختماني توکو پر تولیدي چارو یې پانګونه کړي هم  له کابل ښاروالۍ غواړي، چې پخپلو ساختماني پروژو کې له کورنیو تولیداتو استفاده زیاته کړي، چې د کورنیو تولیدوونکیو تولید شويو توکو ته هم د بازار موندني زمینه برابره شي.

د خصوصي سکتور غړی عبدالنصیر رشتیا وایي: مونږ د کابل ښاروالۍ په ځانګړي توګه د ټول اسلامي امارت له مسوولینو، چې په هېواد کې یې ساختماني پروژې پیل کړی غواړو، چې زمونږ تولیدي توکي وکاروي، چې دا به ورسره په بازارموندنه کې پوره مرسته وکړي.

د اقتصادي چارو شنونکي هم  د افغانستان له اسلامي امارته غوښتنه کوي، چې د ساختماني پروژو له پیلیدو سره کولی شي په ملي کچه هم د بي کارۍ  کچه راټیټه کړي او هم  به  کورنیو ساختماني  تولیداتو لپاره د کار زمینه برابره شي.         

تازه خبرونه

په کندهار کې د جهادي آثارو د ساتنې موزیم پرانیستل شو

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د جهادي آثارو د ساتنې عمومي رییس محمد طاهر احمد، د جهادي آثارو او سندونو د ثبت رییس احمدالله سعید خوستي او ورسره مل پلاوي کندهار ته د سفر پر مهال د دې موزیم د پرانیستې په مراسمو کې ګډون وکړ.

Published

on

د کندهار په اطلاعاتو او کلتور ریاست کې د جهادي آثارو د ساتنې موزیم د رسمې مراسمو پر مهال ً پرانیستل شو.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د جهادي آثارو د ساتنې عمومي رییس محمد طاهر احمد، د جهادي آثارو او سندونو د ثبت رییس احمدالله سعید خوستي او ورسره مل پلاوي کندهار ته د سفر پر مهال د دې موزیم د پرانیستې په مراسمو کې ګډون وکړ.

په دغو مراسمو کې د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رییس انعام‌الله سمنګاني او د امارتي ادارو یو شمېر رییسانو هم ګډون کړی و.

د کندهار د جهادي آثارو د ساتنې مسوول ویلي، تر اوسه له بېلابېلو ځایونو څخه له سلو ډېر جهادي آثار راټول شوي دي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ په موزیم کې د انګلیسي، روسي او امریکايي ځواکونو له‌خوا د تېر شل کلن اشغال پر مهال پرېښودل شوې او غنیمت شوې وسلې او د بېلابېلو شهیدانو پاتې آثار ساتل کیږي.

هغه زیاته کړې، چې د موزیم د بډاینې لپاره د جهادي ٍثارو د راټولولو لړۍ به روانه وي او اوس‌مهال لیدونکي کولی شي له دې موزیم څخه لیدنه وکړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

پر کندهار، پکتیا او خوست د پاکستان په هوايي بریدونو کې څلور ملکي وګړي «شهیدان» شول – اسلامي امارت

مجاهد دغه بریدونه کلک غندلي او څرګندوي، چې د پاکستان د پوځ اقدامات د ټولو اصولو خلاف، ښکاره تېری او جنایت دی.

Published

on

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد ويلي، پاکستاني پوځ تېره شپه(د تلې دوه‌یمه) یو ځل بیا پر کندهار، پکتیا او خوست ولایتونو هوايي بریدونه کړي، چې په کې څلور ملکي وګړي «شهیدان» شوي دي.

مجاهد دغه بریدونه کلک غندلي او څرګندوي، چې د پاکستان د پوځ اقدامات د ټولو اصولو خلاف، ښکاره تېری او جنایت دی.

د اسلامي امارت ویاند د دغو بریدونو په غبرګون کې ویلي، چې د پاکستان د پوځ پر وړاندې به «پرېکنده دریځ» ونیول شي او مناسب ځواب به ورکړ شي.

نوموړي زیاته کړې؛ پاکستاني پوځي کړیو د دغو بریدونو د توجیه لپاره ادعا کړې، چې له افغانستان څخه د پاکستان لوري ته بې‌پیلوټه الوتکې اوښتې دي.

د مجاهد وتایي؛ پاکستان یو ځل بیا د خپلو کورنیو ستونزو د توجیه لپاره پر افغان خاوره هوايي برید کړی او دغه ډول اقدامات د افغان ولس غصه راپاروي.

نوموړي خبرداری ورکړی، چې د پاکستان د پوځ دا ډول اقدامات به ورته ناوړه پایلې ولري.

Continue Reading

تازه خبرونه

پاکستان په کندهار او خوست کې هوايي بریدونه کړي

د یوې سرچینې په خبره، په کندهار ښار کې د برید هدف مرکزي سیمې وې؛ خو په دغو بریدونو کې چاته ځاني زیان نه‌دی اوښتی.

Published

on

نن پنجشنبه( د تلې دوه‌یمه) سهار وختي پاکستاني پوځي الوتکو د کندهار ښار او د خوست ولایت په ځینو سیمو کې هوايي بریدونه کړي دي.

د یوې سرچینې په خبره، په کندهار ښار کې د برید هدف مرکزي سیمې وې؛ خو په دغو بریدونو کې چاته ځاني زیان نه‌دی اوښتی.

د سرچینې د څرګندونو له مخې، پاکستاني الوتکو د خوست په مرکز کې هم پر ځینو سیمو بریدونه کړي دي؛ خو د دغو بریدونو د دقیقو هدفونو او د احتمالي زیانونو په اړه لا ډېر جزئیات خپاره شوي نه‌دي.

د تازه بریدونو احتمالي زیانونو په اړه جزئیات به وروسته خپاره شي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!