سیمه ییز خبرونه
د مدني ټولنې كمېټه: د ټاکنو خپلواک کمېسیون ته پر ټاکل شوو كمېشنرانو له وړاندې جوړ جاړی شوی
په افغانستان كې د مدني ټولنې كمېټه وايي، د ټاكنو د خپلواك كميسيون لپاره د غړو د غوراوي په كمېټه كې د مدني ټولنې د غړي نه شتون د دغي كمېټي پرېكړي تر پوښتني لاندي راوستي دي. د مدني ټولنو د ګډې همکارۍ کمېټه ادعا کوي، چې دوی خپل استازی د غوراوي کمېټې ته ور پېژندلی و، خو د چارو اداره د يوه استازي په مخنيوي كي لاس لري او دا يي د دوی لخوا يو تو طيه وبلله.
د افغانستان د مدني ټولنو غړي هر یو ازریون متین، باري سلام او حمید ځاځی د غوراوي پر كمېټې او د چارو پر ادارې نيوكه كوي، چي د غوراوي په كمېټه كې يي د مدني ټولنې د غړي مخنيوى كړى دى.
دوی دا يوه توطيه بولي او د مدني ټولنې له استازي پرته د غوراوي د كمېټې پرېكړې تر پوښـتنې لاندې راولي.
د مدني ټولنو دغو غړو همداراز ادعا وكړه، چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون ته پر ټاکل شوو كمېشنرانو له وړاندې جوړ جاړی شوی او په نمایشي ډول یې دغه پروسه ورته جوړه کړې وه.
دوی له ولسمشر څخه غوړاي، چې په دې پروسې څارنه وكړي او سمون په كې راولي، خو د غوراي كمېټي غړى قاضي ګل رحمن بيا د دوی دا څرګندونې ردوي او وايي، مدني ټولنه په خپله ونه توانېده، چې دوی ته خپل استازى ور وپېژني.
د مدني ټولنو د ګډې همکارۍ کمېټه، چې ويل كېږي د سلګونو مدني او بشري بنسټونو له ملاتړ برخمنه ده وايي، د غوراوي په کمېټه کې د دوی د استازي نه شتون د دغې کمېټې کارونه تر پوښتنې لاندې راوستې دي.
د غوراوي كمېټه شپږ غړي لري، چې يو يي د مدني ټولنې استازى دى، خو دغې كمېټې د مدني ټولنې له استازي پرته د ټاكنو د خپلواك كميسيون لپاره د كمېشرانو د ټاكلو نوملړ ولسمشر ته ولېږه، چې ولسمشر د دوشنبې په ورڅ ( د زمري ۷ ) له همدې اووه ويشت كسيز نوملړ څخه نهه تنه د ټاكنو د خپلواك كميسيون د كمېشنرانو په توګه وټاكل.
سیمه ییز خبرونه
پوتین د ولسمشرۍ بله ۶ کلنه لوړه وکړه
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د سې شنبې پر ورځ د غویی اتلسمه په کرملین ماڼۍ کې د یو لړ مراسمو پر مهال د دغه هېواد د ولسمشر په توګه خپل نوی شپږ کلن پېر پیل کړ.
پوتین له دې مخکې څلور ځله د روسیې د اساسي قانون د ساتنې لوړه کړې ده.
ولادیمیر پوتین له ۱۹۹۹ ز.کال راپدیخوا د روسیې په سیاسي ډګر کې د ولسمشر یا لومړي وزیر په توګه خپل واک ساتلی دی.
۷۱ کلن پوتین په تېر مارچ کې د روسیې د ولسمشریزو ټاکنو ګټونکی وپېژندل شو.
د هغه تر ټولو نومیالی سیال الکسي ناوالني یوه میاشت مخکې د شمالي قطب په یوه زندان کې ناڅاپه مړ شو.
د الکسي ناوالني میرمنې په یوټیوب کې د ولسمشرۍ د لوړې له مراسمو مخکې یوه ویډیو خپره کړه؛ پوتین یې ظالم او قاتل یاد کړی او له پلویانو یې وغوښتل، چې د پوتین پر وړاندې مبارزه روانه وساتي.
امریکا، بریټانیا او یو شمېر نورو هېوادونو د پوتین د لوړې له مراسمو ډده کړی ده.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویاند مټیو میلر د دوشنبې پر ورځ ویلي: مونږ به د هغه د لوړې په مراسمو کې استازی ونلرو. مونږ د [روسیې] ټاکنې ازادې او عادلانه نه ګڼو؛ خو پوتین د روسیې ولسمشر دی او په اټکل کیږي، چې خپل کار به روان وساتي.
د آلمان خبري آژانس او د اروپايي اتحاديې د ډيپلوماتانو د څرګندونو له مخې؛ ځينو هېوادونو لکه فرانسې، هنګري او سلواکیا د پوتين د لوړې مراسمو ته د اړیکو د ساتلو لپاره خپل استازي استولي دي.
ولادیمیر پوتین، چې لږ تر لږه ۲۵ کاله په واک کې پاتې دی؛ تر ۲۰۳۰ پورې به د روسیې د ولسمشر په توګه خپلې دندې ترسره کوي.
سیمه ییز خبرونه
په هر حال پر رفح برید شونی دی – نتانیاهو
د رویټرز خبري آژانس د راپور له مخې؛ که د اوبند او یرغمل خوشې کولو هوکړه وشی او که نه، اسرائیل به د غزې په جنوبي ښار رفح کې د حماس پر ضد خپل عملیات ترسره کوي.
نتانیاهو د خپل دفتر په خبرپاڼه کې څرګنده کړې: دا نظر، چې مونږ به د ټولو اهدافو ترلاسه کولو مخکې جګړه دروو؛ پر بحث او خبرو نه ارزي.
سیمه ییز خبرونه
د دوبۍ واکمن د هوایي ډګر د نوي ټرمینل جوړولو لپاره ۳۵ میلیارډ ډالر تصویب کړل
د دوبۍ واکمن شیخ محمد بن راشد آل مکتوم د یکشنبې پر ورځ په ایکس پاڼه کې لیکلي؛ د آل مکتوم نړیوال هوایي ډګر د مسافرینو د نوي ترمینل جوړولو لپاره ۱۲۸ میلیارډ درهم ( ۳۴ اعشاریه ۸۵ میلیارډ ډالر) تصویب شوي دي.
د رویټرز د راپور له مخې؛ د آل مکتوم نړیوال هوایي ډګر په نړۍ کې ترټولو لوی دی، چې د ۲۶۰ میلیون مسافرینو وړتیا لري او له دوبۍ نړیوال هوایي ډګر څخه به پېنځه چنده لوی وي.
دغه راز څرګنده شوې، چې په راتلونکیو کلونو کې به د دوبۍ هوایي ډګر ټول عملیات آل مکتوم ته ولیږدول شي.
د آل مکتوم هوايي ډګر به د ټرمینل ۴۰۰ دروازې او پېنځه ځغاستلیکې هم ولري.
د دوبۍ د اماراتو دولتي هوايي شرکت رییس شیخ احمد بن سعید آل مکتوم ویلي: دا هوايي ډګر به د اماراتو او د هغه د خور د لږ لګښت لرونکي هوايي شرکت فلای دوبۍ نوی کور وي او د ټولو هوايي شرکتونو له شریکانو سره، چې نړۍ له دوبۍ سره نښلوي؛ مل پاتې شي.
د دوبۍ د میډیا دفتر او د دوبۍ د هوایي ډګرونو اجرائیوي رییس پاول ګریفیټس څرګنده کړې؛ دا هڅه په نړۍ کې د هوایي چلند د مخکښ مرکز په توګه د دوبۍ موقعیت نور هم پیاوړی کوي.
-
تازه خبرونه2 days ago
د پاکستان خاوره د افغانستان پر ضد کارول کیږي
-
نړۍ2 days ago
حماس او اسرائیل کولی شي په غزه کې د اوربند په اړه واټن راکم کړي – امریکا
-
تازه خبرونه5 days ago
په غور کې د سېلابونو له کبله سلګونه خلک بې ځایه شول
-
تازه خبرونه2 days ago
د سې شنبې پر ورځ خراسان او سرخ پوشان لوبډلو لوبه وګټله
-
نړۍ4 days ago
اسرائیلي ځواکونو بیت المقدس ته نږدې د الجزیرې پر رسنیز دفتر چاپه ووهله
-
تازه خبرونه2 days ago
دولتي بنسټونه د برښنا له شرکت څخه یو نیم میلیارډ افغانۍ پوروړي دي
-
تازه خبرونه4 days ago
د اسلامي همکاریو ټولنې سرمشریزې په افغانستان کې د نجونو پر زدهکړو ټینګار څرګند کړ
-
نړۍ4 days ago
د غزې په جګړه کې مو د مصر او قطر د اوربند وړاندیز منلی – حماس