Connect with us

نړۍ

په نیپال کې د راغورزېدلې الوتکې د ځاني زیان شمېر ۶۸ ته پورته شو

خپور شوی

د

د رویترز خبري آژانس راپور ورکړی، چې له تېرو درې لسیزو راپدیخوا په نیپال کې د تر ټولو بدې هوایي پېښې له کبله د مړو شمېر ۶۸ ته لوړ شوی دی.

د یکشنبه پر ورځ لږ تر لږه ۶۸ کسان ووژل شول کله، چې د یتي هوایي شرکت یوه کورنۍ الوتکه د نیپال په پوخارا کې راغورزېدلې، چې په کوچني همالیا هېواد کې له تېرو درې لسیزو راپدیخوا ترټولو مرګونې هوایي پېښه وه.

د ژغورونې په سلګونه کارکوونکي د غونډۍ څنډې ته ورغلل، چې الوتکه له پلازمېنې کتمندو څخه ۷۲ کسانو په کې سفر کاوه.

چارواکو د شپې ناوخته د لټون عملیات ودرول او څرګندوي، چې دوی د دوشنبې پر ورځ به یې بیا پیل کړي.

د ځایي تلویزیون انځورونه ښیي، چې د ژغورنې کارکوونکي د ویجاړې الوتکې شاوخوا ګرځي. د پېښې ځای ته له څېرمې ځمکې د اور لمبې پورته کیږي.

د راپورونو له مخې؛ د دغې هوایي پېښې د غورزېدو لامل تر اوسه معلوم ندی.

د رویترز په وینا؛ دا د ۱۹۹۲ راپدیخوا په نیپال کې ترټولو مرګونې هوایي پېښه وه.

د دغه هېواد د هوایي چلند د څرګندونو له مخې؛ د پاکستان نړیوال هوایي شرکت ایربس A300 کتمندو ته له نږدې کیدو سره په یوه غره کې ولویده، چې په کې سپاره ټول ۱۶۷ کسان مړه شول.

په نیپال کې له ۲۰۰۰ ز. کال راپدیخوا نږدې ۳۵۰ کسان د الوتکو یا چورلکو د غورزیدو له کبله مړه شوي دي. د نړۍ د ۱۴ لوړو غرونو څخه ۸ یې د ایوریست په ګډون د هوا ناڅاپي بدلونونه او خطرناک شرایط رامنځته کوي.

اروپایي اتحادیې د خوندیتوب د اندېښنو له کبله له ۲۰۱۳ ز. کال راپدیخوا د نیپال هوایي شرکتونه له خپل هوایي حریم څخه منع کړي دي.

د نیپال مالیې وزیر بشنو پادیل خبریالانو ته ویلي، حکومت د الوتکې د غورزېدو د علت د څېړلو لپاره یو پلاوی جوړ کړی او تمه ده، چې په ۴۵ ورځو کې به راپور بشپړ شي.

د فرانسې د هوايي حادثې تحقیقاتو ادارې BEA ویلي، چې دوی به د الوتکې د غورزېدو د لاملونو په څېړنه کې برخه واخلي او د ټولو ښکېلو اړخونو سره به همغږي وکړي.

د ملکي هوايي چلند ادارې په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د دوه انجنونو ATR 72 الوتکې په سپرلۍ کې درې ماشومان هم ول.

د رویترز د راپور له مخې؛ په مسافرو کې پېنځه هندي، څلور روسی او یو ایرلیندي، دوه د جنوبي کوریا، یو آسترالیایي، یو فرانسوی او یو د ارجنتاین وګړي سپاره ول.

پوخارا، د نیپال ترټولو مشهور سیاحتي ښار دی، ډېري یې د غرنیو سړکونو له لارې د شپږ ساعته اوږد موټر پر ځای لنډې الوتنې غوره بولي؛ خو غرنی موقعیت یې الوتنو ته ډېر خطرناک دی.

د پوخارا د هوايي ډګر یوه ویاند ویلي، الوتکه هوايي ډګر ته د نېږدې کېدو پر مهال راغورزېدلې او زیاتوي، چې الوتکه په ۱۲۵۰۰ فوتو کې کښته شوه او په نورمال ډول کښته کېدله؛ خو د یکشنبې پر ورځ هوا روښانه وه.

یو شمېر سرچینو ویلي؛ د یتي ایرلاین الوتکه ۱۵ کلنه ده او په زاړه ترانسپورتي وسایلو سمباله وه، چې د اعتبار وړ معلومات نلري.

دغه راز څرګنده شوې؛ د پوخارا هوایي ډګر د بحر له سطحې څخه شاوخوا ۲۷۰۰ فوته پورته موقعیت لري.

د نیپال هېواد د هغو مسافرینو په غم کې، چې خپل ژوند یې له لاسه ورکړی؛ د دوشنبې لپاره خپلې ټولې منظمې الوتنې لغو کړې دي.

نړۍ

یا له ایران سره هوکړه کوو یا به اسلامي جمهوریت« له منځه وړو» – ټرمپ

د ټرمپ وینا په داسې مهال واورول شوه، چې د ایران او امریکا جګړه په ملګرو ملتونو کې د بحث له مهمو موضوعاتو څخه ده او بېلابېل هېوادونه په منځني ختیځ کې د روانو نښتو د امنیتي او سیاسي پایلو په اړه خبرې کوي.

Published

on

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ سې‌شنبه د ملګرو ملتونو په یواتیاومه عمومي غونډه کې د واشنګټن له پالیسۍ دفاع وکړه او خبرداری یې ورکړ، چې که ایران د سولې هوکړې ته ونه‌رسېږي، امریکا کولی شي د ایران اسلامي جمهوریت« له منځه یوسي».

ټرمپ ویلي، د امریکا پوځي اقداماتو ایران د اټومي وسلو له ترلاسه کولو څخه منع کړی او اوس تهران باید د خپل راتلونکي په اړه پرېکړه وکړي.

هغه وایي:« یوه ستره پرېکړه زما مخې ته ده؛ آیا له ایران سره به داسې هوکړه وشي، چې دې هېواد ته د بیا رغېدا او ډېر پیاوړي هېواد د جوړېدا اجازه ورکړي؛ که اسلامي جمهوریت له منځه یوسم؟!»

د امریکا ولسمشر له نړۍ هم وغوښتل، چې له واشنګټن سره د ایران پر وړاندې د اقتصادي فشارونو د زیاتولو لپاره همکاري وکړي، چې تهران خبرو او هوکړې ته اړ شي.

ټرمپ وړاندویېنه کړې، چې د نومبر پر درېیمه د امریکا له منځمهالو ټاکنو وروسته به یې حکومت له ایران سره د سولې هوکړې ته د رسېدا لپاره هڅې وکړي.

دغه راز هغه ټینګار کړی، چې که هوکړې ته ونه‌رسېږي؛ نورې لارې به هم پر مېز وي.

ټرمپ په ملګرو ملتونو کې له وینا وروسته هم د ایران په اړه د درې‌ساعته ناستې خبر ورکړ او هغه یې «ډېره ښه» وبلله؛ خو بیا یې وروسته څرګنده کړه، چې د امریکا استازو، سټیو ویټکاف او جیرډ کوشنر، له ایراني چارواکو سره مخامخ لیدنه نه‌ده کړې، بلکې د ایراني لوري له منځګړو سره یې خبرې کړې دي.

راپورونه ښيي، چې د تهران او واشنګټن ترمنځ د کړکېچ کمولو لپاره ډیپلوماټیکې هڅې روانې دي.

ایراني چارواکو هم د هرمزتنګي د احتمالي پرانیستلو او د خبرو د دوام په اړه خپل دریځونه څرګند کړي دي.

د ټرمپ وینا په داسې مهال واورول شوه، چې د ایران او امریکا جګړه په ملګرو ملتونو کې د بحث له مهمو موضوعاتو څخه ده او بېلابېل هېوادونه په منځني ختیځ کې د روانو نښتو د امنیتي او سیاسي پایلو په اړه خبرې کوي.

ټرمپ د خپلې وینا په بله برخه کې د ونزویلا، کیوبا او د اوکراین جګړې په اړه د خپل حکومت له بهرنۍ پالیسۍ دفاع وکړه او څرګندوي، چې امریکا به په لویدیځه نیمه‌کره کې د امنیتي ګواښونو د مخنیوي لپاره نور ګامونه واخلي.

هغه پر ملګرو ملتونو هم نیوکه وکړه او د امریکايي ځواکونو په اړه په چارو کې د جرمونو د نړیوالې محکمې د لاسوهنې پر وړاندې یې د واشنګټن پر مخالفت ټینګار وکړ.

په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د ودانۍ له بهره هم یو شمېر اعتراض کوونکو د ایران د حکومت پر ضد لاریون وکړ او په دغه هېواد کې یې د ولسواکۍ غوښتنه وکړه.

Continue Reading

نړۍ

د امریکا لویو ټلویزیوني شبکو د ټرمپ د پروګرامونو تلویزیوني پوښښ ودراوه

دغه راز سي‌ان‌ان، ام‌اس‌ناو او پولیټیکو په واشنګټن کې پر فډرالي محکمې د ټرمپ د حکومت پر ضد دعوه کړې او سپینې ماڼۍ ته یې د خپلو خبریالانو د ننوتلو د بندیز د لغوه کولو غوښتنه کړې ده.

Published

on

د امریکا ای‌بي‌سي، سي‌بي‌اس، سي‌ان‌ان، فاکس او ان‌بي‌سي ټلوېزیوني شبکو سپینې ماڼۍ ته د ځینو رسنیو د خبریالانو د ننوتلو د بندیز په غبرګون کې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پروګرامونو پر ټلویزیوني پوښښ کې خپله ونډه درولې ده.

دغه راز سي‌ان‌ان، ام‌اس‌ناو او پولیټیکو په واشنګټن کې پر فډرالي محکمې د ټرمپ د حکومت پر ضد دعوه کړې او سپینې ماڼۍ ته یې د خپلو خبریالانو د ننوتلو د بندیز د لغوه کولو غوښتنه کړې ده.

دغو رسنیو ویلي، چې د حکومت دغه اقدام د مطبوعاتو د آزادۍ حق او قانوني بهیر نقضوي.

د دې پرېکړې له کبله نیویارک ته د ټرمپ د سفر ټلویزیوني پوښښ هم د« پول ټلویزیوني» سیسټم له لارې ودرول شو.

ټرمپ نیویارک ته د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په ناسته کې د ګډون لپاره تللی دی.

په «پول ټلویزیوني» سیسټم کې د امریکا لویې ټلویزیوني شبکې پر نوبتي بڼه د ولسمشر د پروګرامونو ویډیويي انځورونه نورو رسنیو ته برابروي.

ټرمپ په« تروټ سوشیال» خواله رسنۍ کې لیکلي، چې سپینه ماڼۍ پر آزادو رسنیو د برید نیت نه لري. هغه ادعا کړې، چې د حکومت موخه د «جعلي خبرونو» پر وړاندې مبارزه.

Continue Reading

نړۍ

د جګړو هم‌مهاله د نړۍ مشران د ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر کې راټولیږي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ به پرله‌پسې دوه‌ کال په دې غونډه کې وینا وکړي؛ داسې مهال، چې د دوه‌یمې نړیوالې جګړې له پای وروسته رامنځته شوی نړیوال نظم له ګڼو فشارونو سره مخ دی او ملګري ملتونه هم له مالي او سیاسي ستونزو سره مخ دي.

Published

on

د نړۍ د شاوخوا ۱۳۰ هېوادونو مشران به روانه اوونۍ په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په ناسته کې د ګډون لپاره راټول شي. د منځني ختیځ او اوکراین جګړې، د مصنوعي ځیرکتیا له کبله د رامنځته کېدونکو ګواښونو زیاتوالی او د ملګرو ملتونو راتلونکی به د دغې غونډې له مهمو موضوعاتو څخه وي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ به پرله‌پسې دوه‌ کال په دې غونډه کې وینا وکړي؛ داسې مهال، چې د دوه‌یمې نړیوالې جګړې له پای وروسته رامنځته شوی نړیوال نظم له ګڼو فشارونو سره مخ دی او ملګري ملتونه هم له مالي او سیاسي ستونزو سره مخ دي.

رویټرز خبري آژانس راپور ورکړی، چې ټرمپ ملګرو ملتونو ته د امریکا مالي مرستې کمې کړي او واشنګټن د دې ټولنې له یو شمېر ادارو څخه هم وتلی دی.

د چین ولسمشر شي جین‌پینګ، چې وروستی ځل یې په ۲۰۲۱ز.کال کې د ویډیو له لارې د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې وینا کړې وه؛ سږ کال به نیویارک ته ولاړ نه‌شي. ټاکل شوې هغه د پنجشنبې پر ورځ په واشنګټن کې له ټرمپ سره وګوري.

د دغو ننګونو ترڅنګ د ملګرو ملتونو د مشرتابه راتلونکی هم د پام وړ موضوع ده. د ملګرو ملتونو د سرمنشي انټونیو ګوټرش دنده د ۲۰۲۶ز.کال په پای کې پای ته رسيږي او تر اوسه د هغه د ځایناستي لپاره کوم ځانګړی نوماند نشته.

ډیپلوماتانو ویلي، د ملګرو ملتونو امنیت شورا ښايي د اوکراین جګړې، مصنوعي ځیرکتیا او په منځني ختیځ کې د وروستیو بدلونونو په اړه په لوړه کچه ناستې جوړې کړي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!