Connect with us

نړۍ

د امریکا هوايي ځواک په الاسکا کې یو ناپېژانده هوایي شی رانسکوره کړی – سپینه ماڼۍ

خپور شوی

د

د سپینې ماڼۍ ملي امنیت شورا د ستراتېژیکو اړیکو همغږه کوونکي جان کربي رسنیو ته څرګنده کړې، چې د جمعې پر ورځ د هوایي ځواک ایف – ۲۲ جنګي الوتکې د الاسکا ایالت په فضا کې یو ناڅرګنده شی رانسکوره کړی دی.

سرچینې زیاته کړې؛ دې شی د یوه کوچني‌ موټر کچه لرله او د ویشتلو سپارښتنه یې د دې هېواد ولسمشر جو بایدن ورکړی ده.

د جان کربي د څرګندونو له مخې؛  دا شی په ۱۳ کیلومتره لوړوالي کې و او مسافر وړونکیو الوتکو ته یې بشپړ ګواښ رامنځته کړی و.

هغه دغه راز ویلي، چې د دې شي د الوتنې پیل، پای او هېواد معلوم ندی.

د امریکا هوايي ځواکونو تېره شنبه د دغه هېواد د ختیځ ساحل پر فضا د چین یو ستر بالون ویشتلی او رانسکوره کړی و.

امریکا دا بالون څارګر نومولی و؛ خو بېجېنګ یې د هوا حالاتو معلومات را ټولوونکی بولي.

د جان کربي د څرګندونو له مخې، د پنجشنبې پر ماښام د امریکا په فضا کې د دغه ناڅرګند شي پر شتوالي خبر شول.

پنټاګون د جمعې پر ورځ د دغه شي په اړه د نورو جزئیاتو له ورکولو ډډه وکړه.

د امریکا دفاع وزارت ویلي؛ امریکایي پیلوتانو، چې د هغې د لیدو لپاره یې الوتنه پورته کړه ورته په ډاګه شوه، چې سپرلې نلري.

د امریکایي چارواکو د څرګندونو له مخې؛ امریکا له خپل هوايي حریم ساتنه کوي. ولسمشر بایدن د ملي امنیت خوندي کول د خپلې دندې لومړیتوب بولي.

ویل کیږي، چې تر دې دمه کوم هېواد په فضا کې د دغه موټر ډوله شي په اړه څه ندي ویلي؛ خوامریکایي چارواکو یو شمېر رسنیو ته په ډاګه کړې، چې د دې رانسکوره شوي شي پاتې شوني هم امریکا ته پر لاس ورغلي دي.

نړۍ

ټرمپ په واشنګټن کې د پوځي مراسمو پر مهال له شي جین‌پینګ هرکلی وکړ

شي جین‌پینګ د چارشنبې پر مازيګر د میریلینډ ایالت انډریوز ګډې اډې ته ورسېد، چې ترمپ او د امریکا لومړۍ مېرمن ملانیا ټرمپ له هغه او پینګ لی‌یوان هرکلی وکړ.

Published

on

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ په واشنګټن کې پر رسمي او زړه‌راکښونکو پوځي مراسمو کې د چین له ولسمشر شي جین‌پینګ هرکلی وکړ. د دواړو هېوادونو مشران به په درې‌ورځنۍ ناستې کې پر سوداګرۍ، ټکنالوژۍ او نورو مهمو اختلاف‌لرونکو موضوعاتو خبرې پیل کړي.

شي جین‌پینګ د چارشنبې پر مازيګر د میریلینډ ایالت انډریوز ګډې اډې ته ورسېد، چې ترمپ او د امریکا لومړۍ مېرمن ملانیا ټرمپ له هغه او پینګ لی‌یوان هرکلی وکړ.

د چین له ولسمشره پر سره غالۍ، پوځي تشریفاتي ګارډ، پوځي ډلې او د امریکا د بي-۱ دوه بم‌غورځوونکو الوتکو پر الوتنه هرکلی وشو. دا له ۱۹۶۲ز.کال راپدېخوا لومړی ځل دی، چې د امریکا یو ولسمشر په دې اډه کې له یوه بهرني مشر څخه په خپله هرکلی کوي.

دا له ۲۰۱۵ز. کال راپدېخوا واشنګټن ته د شي جین‌پینګ لومړی سفر دی او په داسې مهال ترسره کیږي، چې دواړه هېوادونه هڅه کوي د سوداګرۍ ترمنځ نازک اوربند وساتي.

د امریکا د مالیې وزیر سکاټ بسنټ د چارشنبې پر ورځ ویلي؛ واشنګټن او بیجینګ هوکړه کړې، چې اوسنی سوداګریز اوربند تر جنوري وغځوي. ټاکل شوې وه، چې دغه هوکړه د نومبر پر لسمه پای ته ورسیږي.

د هوکړې له مخې، امریکا پر ځینو چینايي توکو تعرفې راکمې کړي او چین هم د نادرو منرالونو پر صادراتو محدودیتونه کم کړي دي.

بسنټ ویلي، د چین د لومړي وزیر له مرستیال هه لی‌فینګ سره په خبرو کې د پراخې سوداګریزې هوکړې د ترلاسه کولو امکان هم څېړل شوی دی.

شي جین‌پینګ په یوه خبرپاڼه کې، چې د چین دولتي خبري آژانس شینهوا خپره کړې ویلي، چې امریکا او چین باید« ملګري وي، نه سیالان».

هغه زیاته کړې، چې د دواړو هېوادونو همکاري د نړۍ پر ګټه تمامېدی شي.

تمه ده، چې په دې ناسته کې د سوداګرۍ او تعرفو، نادرو منرالونو، د کرنیزو محصولاتو صادراتو، مصنوعي ځیرکتیا، تایوان او له ایران سره د روانې شخړې په ګډون پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې وشي.

ترمپ به له چین څخه د امریکايي کرنیزو محصولاتو د پېرلو د زیاتولو، د چین نادرو منرالونو ته د ډېر لاسرسي او پر امریکايي توکو د چین د تعرفو د کمولو غوښتنه وکړي.

د تایوان موضوع به هم د دواړو مشرانو په خبرو کې وړاندې شي. بیجینګ دې ټاپو ته د امریکا د وسلو له پلور سره مخالفت کوي.

شي جین‌پینګ په دې سفر کې د چین د یو شمېر لوړپوړیو چارواکو، د کمونېست ګوند د سیاسي دفتر د دایمي کمیټې غړي کای چي، د لومړي وزیر مرستیال هه لی‌فینګ او د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي په ګډون ملګری دی.

تمه ده، چې د چین ولسمشر د پنجشنبې پر ورځ د سپینه ماڼۍ په رسمي ماښامنۍ کې ګډون وکړي او د امریکا د مصنوعي ځیرکتیا د صنعت یو شمېر مشران به هم په دې مېلمستیا کې ګډون ولري.

دواړه هېوادونه د مصنوعي ځیرکتیا په برخه کې د ډېر نفوذ ترلاسه کولو لپاره له یو بل سره سیالي کوي او هممهاله د دې ټکنالوژۍ د تنظیم او احتمالي خطرونو په اړه هم خبرې کوي.

ټاکل شوې، چې د شي جین‌پینګ سفر د جمعې پر ورځ پای ته ورسیږي.

 

Continue Reading

نړۍ

یا له ایران سره هوکړه کوو یا به اسلامي جمهوریت« له منځه وړو» – ټرمپ

د ټرمپ وینا په داسې مهال واورول شوه، چې د ایران او امریکا جګړه په ملګرو ملتونو کې د بحث له مهمو موضوعاتو څخه ده او بېلابېل هېوادونه په منځني ختیځ کې د روانو نښتو د امنیتي او سیاسي پایلو په اړه خبرې کوي.

Published

on

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ سې‌شنبه د ملګرو ملتونو په یواتیاومه عمومي غونډه کې د واشنګټن له پالیسۍ دفاع وکړه او خبرداری یې ورکړ، چې که ایران د سولې هوکړې ته ونه‌رسېږي، امریکا کولی شي د ایران اسلامي جمهوریت« له منځه یوسي».

ټرمپ ویلي، د امریکا پوځي اقداماتو ایران د اټومي وسلو له ترلاسه کولو څخه منع کړی او اوس تهران باید د خپل راتلونکي په اړه پرېکړه وکړي.

هغه وایي:« یوه ستره پرېکړه زما مخې ته ده؛ آیا له ایران سره به داسې هوکړه وشي، چې دې هېواد ته د بیا رغېدا او ډېر پیاوړي هېواد د جوړېدا اجازه ورکړي؛ که اسلامي جمهوریت له منځه یوسم؟!»

د امریکا ولسمشر له نړۍ هم وغوښتل، چې له واشنګټن سره د ایران پر وړاندې د اقتصادي فشارونو د زیاتولو لپاره همکاري وکړي، چې تهران خبرو او هوکړې ته اړ شي.

ټرمپ وړاندویېنه کړې، چې د نومبر پر درېیمه د امریکا له منځمهالو ټاکنو وروسته به یې حکومت له ایران سره د سولې هوکړې ته د رسېدا لپاره هڅې وکړي.

دغه راز هغه ټینګار کړی، چې که هوکړې ته ونه‌رسېږي؛ نورې لارې به هم پر مېز وي.

ټرمپ په ملګرو ملتونو کې له وینا وروسته هم د ایران په اړه د درې‌ساعته ناستې خبر ورکړ او هغه یې «ډېره ښه» وبلله؛ خو بیا یې وروسته څرګنده کړه، چې د امریکا استازو، سټیو ویټکاف او جیرډ کوشنر، له ایراني چارواکو سره مخامخ لیدنه نه‌ده کړې، بلکې د ایراني لوري له منځګړو سره یې خبرې کړې دي.

راپورونه ښيي، چې د تهران او واشنګټن ترمنځ د کړکېچ کمولو لپاره ډیپلوماټیکې هڅې روانې دي.

ایراني چارواکو هم د هرمزتنګي د احتمالي پرانیستلو او د خبرو د دوام په اړه خپل دریځونه څرګند کړي دي.

د ټرمپ وینا په داسې مهال واورول شوه، چې د ایران او امریکا جګړه په ملګرو ملتونو کې د بحث له مهمو موضوعاتو څخه ده او بېلابېل هېوادونه په منځني ختیځ کې د روانو نښتو د امنیتي او سیاسي پایلو په اړه خبرې کوي.

ټرمپ د خپلې وینا په بله برخه کې د ونزویلا، کیوبا او د اوکراین جګړې په اړه د خپل حکومت له بهرنۍ پالیسۍ دفاع وکړه او څرګندوي، چې امریکا به په لویدیځه نیمه‌کره کې د امنیتي ګواښونو د مخنیوي لپاره نور ګامونه واخلي.

هغه پر ملګرو ملتونو هم نیوکه وکړه او د امریکايي ځواکونو په اړه په چارو کې د جرمونو د نړیوالې محکمې د لاسوهنې پر وړاندې یې د واشنګټن پر مخالفت ټینګار وکړ.

په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د ودانۍ له بهره هم یو شمېر اعتراض کوونکو د ایران د حکومت پر ضد لاریون وکړ او په دغه هېواد کې یې د ولسواکۍ غوښتنه وکړه.

Continue Reading

نړۍ

د امریکا لویو ټلویزیوني شبکو د ټرمپ د پروګرامونو تلویزیوني پوښښ ودراوه

دغه راز سي‌ان‌ان، ام‌اس‌ناو او پولیټیکو په واشنګټن کې پر فډرالي محکمې د ټرمپ د حکومت پر ضد دعوه کړې او سپینې ماڼۍ ته یې د خپلو خبریالانو د ننوتلو د بندیز د لغوه کولو غوښتنه کړې ده.

Published

on

د امریکا ای‌بي‌سي، سي‌بي‌اس، سي‌ان‌ان، فاکس او ان‌بي‌سي ټلوېزیوني شبکو سپینې ماڼۍ ته د ځینو رسنیو د خبریالانو د ننوتلو د بندیز په غبرګون کې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پروګرامونو پر ټلویزیوني پوښښ کې خپله ونډه درولې ده.

دغه راز سي‌ان‌ان، ام‌اس‌ناو او پولیټیکو په واشنګټن کې پر فډرالي محکمې د ټرمپ د حکومت پر ضد دعوه کړې او سپینې ماڼۍ ته یې د خپلو خبریالانو د ننوتلو د بندیز د لغوه کولو غوښتنه کړې ده.

دغو رسنیو ویلي، چې د حکومت دغه اقدام د مطبوعاتو د آزادۍ حق او قانوني بهیر نقضوي.

د دې پرېکړې له کبله نیویارک ته د ټرمپ د سفر ټلویزیوني پوښښ هم د« پول ټلویزیوني» سیسټم له لارې ودرول شو.

ټرمپ نیویارک ته د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په ناسته کې د ګډون لپاره تللی دی.

په «پول ټلویزیوني» سیسټم کې د امریکا لویې ټلویزیوني شبکې پر نوبتي بڼه د ولسمشر د پروګرامونو ویډیويي انځورونه نورو رسنیو ته برابروي.

ټرمپ په« تروټ سوشیال» خواله رسنۍ کې لیکلي، چې سپینه ماڼۍ پر آزادو رسنیو د برید نیت نه لري. هغه ادعا کړې، چې د حکومت موخه د «جعلي خبرونو» پر وړاندې مبارزه.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!