(Last Updated On: سلواغه ۱۹, ۱۴۰۱)د ترکیې او سوریې زلزله ځپلیو کورنیو د چارشنبې دوهیمه شپه هم سړه تیره کړه؛ ژغورونکيو د یوې سختې زلزلې له دوه ورځو وروسته، چې په کې له ۹۶۰۰ څخه ډېر کسان مړه شوي له ویجاړو ودانیو څخه د خلکو د راایستلو هڅې روانې ساتلي.
په ترکیه کې لسګونه مړي، چې ځینې یې په کمبلو او څادرونو او کڅوړو کې پټ شوي؛ د هاتای ولایت د یوه روغتون مخې ته پر ځمکه پراته دي.
د ناورین په سیمه کې خلک له ۷.۸ درجې زلزلې وېرېدلي او ویجاړو شويو ودانیو ته بېرته ستنېدل نه غواړي. د ترکیې دا زلزله له ۱۹۹۹ ز. کال راپدیخوا له ټولو وژونکې زلزله ده، چې د دوشنبې پر سهار وختي رامنځته شوې ده.
د ترکیې په ګاونډ سوریه هېواد کې ژغورونکیو خبرداری ورکړی، چې د مړو شمېر به مخ پر ډېرېدو وي؛ ځکه ځینې ژوندي پاتې شويو کسانو ویلي، چې مرستې اوس هم وررسیدلي ندي.
د ترکیې په جنوبي ښار انتاکیا کې ۶۴ کلنې ملک ویلي، د ژغورنې ډلې مو ندي لیدلي؛ خیمې چېرته دي، د خواړو لارۍ چېرته دي؟ موږ دلته زموږ په هیواد کې د تېرو ناورینونو پر پرتله د خواړو وېش ندی لیدلی. موږ له زلزلې ژوندي پاتې شو؛ خو دلته به له لوږې او یخنۍ مړه شو.
په ترکیه کې د ناورین د کچې له ډېریدو سره، د مړو شمېر له ۷۱۰۰ څخه پورته شو. په سوریه کې، چې لا دمخه د ۱۱ کلنې جګړې له کبله ویجاړ شوی؛ د سوریې د حکومت او په شمال لویدیځ کې د یاغیانو تر څارنې لاندې ژغورونکیو تائید کړې، چې د مړو شمېره له ۲۵۰۰ اوښتی دی.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په ۱۰ ولایتونو کې بېړنی حالت اعلان کړی؛ خو د ترکیې په څو ویجاړو شویو ښارونو کې اوسیدونکیو د هغه څه په اړه غصه او ناهیلي څرګنده کړې، چې د دوی پر وینا د چارواکو لخوا د ورو او نیمګړي غبرګون سره مخ دي.
اردوغان، چې د مې په میاشت کې له ټاکنو سره مخ دی؛ تمه ده، چې د چارشنبې پر ورځ به ځینو ځپل شویو سیمو ته سفر وکړي.
لومړنۍ زلزله دوهیمې ته ورته ځواکمنه وه؛ د دوشنبې پر ورځ د سهار له ۴ بجو وروسته رامنځته شوه، چې پر خوب ویده خلکو ته یې د غبرګون لږ فرصت ورکړ.
دې زلزلې د روغتونونو، ښوونځیو او اپارتمانونو په ګډون په زرګونه ودانۍ ونړولې؛ په لسګونه زره یې ټپیان کړل او په ترکیه او شمالي سوریه کې یې بې شمېره خلک بې کوره کړل.
د ترکيې چارواکي وايي، په لویديځ کې له ادانا څخه په ختيځ کې د ديارباکر تر شاوخوا ۴۵۰ کيلومترو پورې سيمه شاوخوا ۱۳،۵ ميليون خلک اغېزمن شوي، چې د بوستون او فلادلفيا او امستردام او پاريس تر منځ د واټن په پرتله پراخه دي.
د سوریې زلزلې له مرکز څخه شاوخوا ۱۰۰ کیلومتره لرې په حما کې خلک مړه کړل.
د ترکیې له طبیعي پېښو سره د مبارزې ادارې ویلي، چې د ټپیانو شمېر له ۳۸ زرو ډېر دی.
د سوریې په شمال کې د جندریس په ښارګوټي کې د ژغورنې کارکوونکیو او اوسیدونکیو ویلي، چې لسګونه ودانۍ نړېدلې دي.
په دواړو هېوادونو کې د لویو کانکریتي رینګونو او سلبونو د لرې کولو لپاره د درندو تجهیزاتو نشتوالي د ژغورنې هڅې له خنډ سره مخ کړې دي.
د ژغورنې کارکوونکي د ویجاړو سړکونو، خرابې هوا او د سرچینو او درندو وسایلو د نشتوالي له کبله سختو ځپل شویو سیمو ته د رسیدو لپاره مبارزه کوي، چې ځینې سیمې له رڼا او بریښنا بې برخې هم دي.
د مرستې چارواکو په سوریه کې د وضعیت په اړه ځانګړې اندېښنه څرګنده کړې، چې بشري اړتیاوې په کې د جګړې له پیل راپدیخوا تر بل هر وخت ډېرې وې؛ ځکه، چې جګړې ملت وېشلی او د مرستې هڅې یې پېچلې کړې دي.
د روغتیا نړیوالې ټولنې مشر ویلي، چې د ژغورنې هڅې د وخت په مقابل کې له یوې سیالۍ سره مخ دي او د ژوندي پاتې کسانو د موندلو چانس په هره دقیقه او ساعت کې له منځه ځي.
په سوريه کې د اورپکو تر ولکې لاندې په شمال لویديځ کې د ژغورنې يوه اداره وايي، د وژل شويو شمېر له ١٢٨٠ څخه زيات او له ٢٦٠٠ ډېر ټپيان شوي دي.
د ژغورنې ادارې ویلي: له زلزلې څخه ۵۰ ساعته وروسته تر خاورو لاندې د سلګونه کورنیو د شتون له کبله به زیانونه ډېر شي.
د سوریې د روغتیا وزیر ویلي، چې د حکومت تر واک لاندې سیمو کې د مړو شمېر۱۲۵۰ ته لوړه شوی. د الاخباریه دولتي خبري رسنۍ په خپل تیلیګرام فید کې راپور ورکړی، چې د ټپیانو شمېر ۲۰۵۴ دی.
په ترکیه کې په یوه نسل کې تر ټولو خونړۍ زلزلې اردوغان ته د ژغورنې او بیارغونې یوه لویه ننګونه سپارلې ده، چې دا به د می میاشتې د ټاکنو لپاره د هغه د دوه لسیزو په واک کې تر ټولو سخت وخت وې.
اوس وګورو، چې د ترکیې اقتصاد څنګه اداره کیږي او ناتو غړي د اوکراین او منځني ختیځ د شخړې د کمولو لپاره څه رول لوبولی شي.