تازه خبرونه
د پاکستان د کراچۍ له زندانونو ۱۳۷ افغان بندیان خوشې او هېواد ته راستانه شول
په پاکستان کې د افغانستان سفارت ويلي، چې تازه یې د کراچۍ له زندانونو یې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۳۷ افغانان خوشې کړي دي.
په اسلامآباد کې د افغانستان سفارت څرګنده کړې، چې په راتلونکیو ورځو کې به ۶۰۰ نور افغان بندیان هم خوشې شي.
په اسلامآباد کې د افغانستان سفیر سردار شکیب احمد وايي، نږدې شپږ سوه نور بندیان به په نږدې ورځو کې د پاکستان له زندانونو خوشې شي.
دا افغان بندیان په داسې حال کې خوشې کېږي، چې اوس هم په پاکستان کې له قانوني اسنادو پرته یو شمېر افغان کډوال میشت دي.
په دې وروستیو کې د پاکستان له زندانونو شاوخوا ۱۴۰۰ افغانان خوشي شوي دي.
د کډوالۍ د چارو پوهانو ويلي، چې افغانستان باید له پاکستان سره د افغان کډوالو ستونزه پر دیپلوماتیکو لارو اواره کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې پاکستان د څه باندې درې میلیون افغان کډوالو کوربه دی؛ خو په دې وروستیو کې د دغه هېواد امنیتي بنسټونو له افغان کډوالو سره ناوړه چلند پیل کړی دی.
تازه خبرونه
په انګلستان کې یو افغان له ماشومې سره د جنسي تېري پر جرم اعتراف وکړ
۴۰ کلن نجیبالله عرب په پیل کې تورونه رد کړي وه او ټاکل شوې وه، چې د روان کال په وروستیو کې محاکمه شي؛ خو د محکمې د اسنادو له مخې، هغه د ۲۰۲۴ ز.کال په می کې دې ماشومې ته ویلي وه، چې «ښکلې» ده او « زړهراکښونکی ځان» لري او غوښتي يې ول، چې ورسره یوازې وي.
تازه خبرونه
ملي آرشیف یو شمېر کتابونه، نسخې او فرمانونه ډیجیټلي کړل
د ملي آرشیف د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ دغه راز ۸۳۰ ټوکه کتابونه، ۶۰ نسخې او ۴ فرمانونه له بیارغولو وروسته چاپ شوي او ۳۲ نوي نسخې هم ملي آرشیف ته سپارل شوې دي.
تازه خبرونه
په قطر کې د ګامبیا د سفیر او سهیل شاهین لیدنه؛ د دوه اړخیزو اړیکو ارزونه او د پانګهونې فرصتونه
په دوحه کې د افغانستان سفارت د خبرپاڼې له مخې؛ عمر جاح هممهاله د افغانستان لپاره د ګامبیا د سفارت چارې هم پر مخ وړي.
په دوحه کې د افغانستان اسلامي امارت د سفارت چارسمبالي(سرپرست) په قطر کې د ګامبیا له سفیر او ځانګړي استازي عمر جاح سره پر دوه اړخیزو اړیکو خبرې کړې دي.
په دوحه کې د افغانستان سفارت د خبرپاڼې له مخې؛ عمر جاح هممهاله د افغانستان لپاره د ګامبیا د سفارت چارې هم پر مخ وړي.
په دې لیدنه کې دواړو لوریو د افغانستان او ګامبیا ترمنځ پر دوهاړخیزو اړیکو، په افغانستان کې امنیتي وضعیت، د پانګونې فرصتونو، اقتصادي همکاریو او نورو ګډو موضوعاتو اندونه وړاندې کړي دي.
-
سوداگري4 days agoد منځنۍ آسیا له لارې د چین– افغانستان نوې ټرانزیټي لاره پرانیستل شوه
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoامریکا او ایران د جګړې د پای ته رسولو او د اټومي خبرو د پیل لپاره سره نږدې شوي – راپور
-
سیمه ییز خبرونه5 days agoپه بېجینګ کې لوړپوړې خبرې؛ په هرمز تنګي کې د امریکا او ایران پر کړکېچ ټینګار
-
نړۍ4 days agoامریکا به له ایران څخه غني شوي یورانیم ترلاسه کړي – ټرمپ
-
نړۍ5 days agoایران باید د ماتې منلو سپین بیرغ پورته کړي – ترمپ
-
تازه خبرونه5 days agoد کانونو وزارت د مس عینک په پروژه کې د قراردادي شرکت د ژمنو پر پلي کولو ټینګار وکړ
-
تازه خبرونه4 days agoد افغانستان علماوو د مولانا محمد ادریس «شهادت» ستره ضایعه وبلله
-
تازه خبرونه4 days agoپه قطر کې د ګامبیا د سفیر او سهیل شاهین لیدنه؛ د دوه اړخیزو اړیکو ارزونه او د پانګهونې فرصتونه
