تازه خبرونه
ایران ۲۷۴ افغان بندیان افغانستان ته وسپارل
د بهرنیو چارو وزارت ويلي، د افغانستان ۲۷۴ وګړي، چې په ایران کې بندیان ول؛ خوشې او اسلامي امارت ته یې سپارلي دي.
د بهرنيو چارو وزارت د وياند مرستيال ضيا احمد تکل ويلي، چې په تېرو درې ورځو کې ايران اسلامي امارت ته د سپارل شويو افغان وګړیو شمېر ٧٣١ کسانو ته رسيدلى او تمه ده، چې د بندیانو د سپارلو بهير به روان وساتل شي.
دوه ورځې وړاندې ایران د هرات په پوله کې ۲۶۸ افغان بندیان، چې د دغه هېواد په زندانونو کې بندیان ول؛ د اسلامي امارت چارواکو ته سپارلي دي.
د افغانستان اسلامي امارت یو پلاوی، چې شمس الدین پهلوان یې مشري کوله د کب پر پېنځمه نېټه په ایران کې د بندي افغانانو د وضعیت څېړلو لپاره هغه هېواد ته سفر کړی و.
ضیا احمد تکل همداراز څرګنده کړې، چې د اسلامي امارت پلاوي په تهران کې د ایران اسلامي جمهوریت له لوړ پوړیو چارواکو سره وکتل او هوکړه یې وکړه، چې په ایران کې یو شمېر افغان بندیان به اسلامي امارت ته وسپاري.
دغه راز د اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزارت ويلي، چې د دغه تړون له مخې په ايران کې بنديان شوي ٧٣١ افغان وګړي افغانستان ته سپارل شوي او دغه بهير روان دی.
تازه خبرونه
قوشتېپې ته د برښنا رسونې پروژې تړون لاسلیک شو
دغه تړون د ریاست الوزراء د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په حضور کې، چې شاوخوا یو میلیارډ او ۸۸۶ میلیون افغانۍ لګښت پرې راځي؛ لاسلیک شوی دی.
نن( سېشنبه د مرغومي دوهیمه) د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د اوبو او انرژۍ وزارت او یو خصوصي شرکت ترمنځ د جوزجان ولایت قوشتېپې او درزاب ولسوالیو ته د برښنا رسونې پروژې تړون لاسلیک شو.
دغه تړون د ریاست الوزراء د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په حضور کې، چې شاوخوا یو میلیارډ او ۸۸۶ میلیون افغانۍ لګښت پرې راځي؛ لاسلیک شوی دی.
د دې پروژې چارې به په درې کلونو کې بشپړې شي.
ویل کیږي، چې په دې پروژه کې د ۸۵.۲۴ کیلومټرو پر اوږدوالي د ۲۲۰ کیلوولټ برښنا مزي غځول، په قوشتېپې او درزاب ولسوالیو کې د دوه سب سټېشنونو او دوه توزیعي شبکو جوړول هم شامل دي، چې د چارو له بشپړېدا سره به یې زرګونه کورنۍ له برښنا برخمنې شي.
تازه خبرونه
د ترکیې استخباراتو ډیورنډ فرضي کرښې ته نږدې د داعش یو غړی نیولی
اناتولي خبري سرچینې ویلي: دغه شکمن، چې مهمت ګورن نومېږي؛ د پټو عملیاتو په لړ کې نیولی او ترکیې ته لېږدول شوی دی.
د ترکیې دولتي خبري سرچینې د دوشنبې پر ورځ( د مرغومي لومړۍ ) راپور ورکړی؛ د دې هېواد استخباراتي کارکوونکو ډیورنډ فرضي کرښې ته نږدې د داعش یو لوړپوړی غړی نیولی، چې له کبله یې د ترکیې په ګډون په یو شمېر هېوادونو کې د ځانمرګو بریدونو مخه ونیول شوه.
اناتولي خبري سرچینې ویلي: دغه شکمن، چې مهمت ګورن نومېږي؛ د پټو عملیاتو په لړ کې نیولی او ترکیې ته لېږدول شوی دی.
د عملیاتو د ترسره کېدو وخت او دا، چې په دې عملیاتو کې افغان او پاکستاني چارواکي ښکېل ول او که نه تر دې دمه یې په اړه څه ندي ویلي.
په راپور کې راغلي، چې دې ترکي وګړی ظاهراً په ترکیه، پاکستان، افغانستان او اروپا کې د ځانمرګو بمي بریدونو د ترسره کولو مسوولیت درلود.
داعش په ترکیه کې هم خونړي بریدونه ترسره کړي، چې یو یې د ۲۰۱۷ کال د جنورۍ پر لومړۍ نېټه په استانبول کې پر یوه شپني کلوپ ډزې وې، چې له کبله یې ۳۹ کسان وژل شوي وه.
د سرچینې په راپور کې دا هم ویل شوي، چې د ګورن نیول کېدا د داعش د جلب او جذب طریقې هم افشا کړي او د دې ډلې د پلان شویو فعالیتونو په اړه یې معلومات ورکړي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې اسلامي امارت څو ځله ادعا کړې، چې داعش د ډیورنډ فرضي کرښې هغې غاړې ته پټنځایونه لري.
تازه خبرونه
کابل ښاروالۍ د شهرنو پارک د بیارغونې بنسټیزې چارې پیل کړې
کابل ښاروالۍ د یکشنبې پر ورځ( د لیندۍ دېرشمه ) په ایکس پاڼه کې لیکلي: پا ۹۰ زره ۶۶۳ مټر مربع ځمکه کې جوړ دا پارک د کابل یو پخوانی تفریحي ښاري پارک دی، چې اوس په کې د بیارغونې بېخبنایي او بنسټیزې چارې پیل شوې دي.
کابل ښاروالۍ ویلي، چې د خصوصي او عامه مشارکت پروژې په چوکاټ کې یې د څه باندې یو میلیارډ او ۹۰۴ میلیون افغانیو پر ارزښت د شهرنو پارک د جوړولو چارې پیل کړې دي.
کابل ښاروالۍ د یکشنبې پر ورځ( د لیندۍ دېرشمه ) په ایکس پاڼه کې لیکلي: پا ۹۰ زره ۶۶۳ مټر مربع ځمکه کې جوړ دا پارک د کابل یو پخوانی تفریحي ښاري پارک دی، چې اوس په کې د بیارغونې بېخبنایي او بنسټیزې چارې پیل شوې دي.
د ښاروالۍ د څرګندونو له مخې؛ د شهرنو پارک پر ۱۴،۳۲ سلنه برخه د لوړپوړیز سوداګریز مارکیټ، تر ځمکې لاندې مارکیټ، د ښځو لپاره ځانګړي مارکیټ، تفریحي ځایونو، رسټورانټونو، جومات، د لامبو وهلو حوض، پارکینک، ورزشي او فرهنګي سیمو او د فاتحې سالون د جوړولو چارې پیل کړې، چې د درې کلونو په موده کې به بشپړې شي.
کابل ښاروالۍ ویلي، چې د دې پارک یوه برخه یې د نیالګیو کېنولو، زرغونو سیمو، د چاپېریال ساتنې سیسټم، پوښلو او آزادو تفریحي امکاناتو جوړولو لپاره ځانګړې کړې ده.
همدارنګه کابل ښاروالۍ ښاریانو ته د یادې پروژې له بشپړېدا سره عمومي برخو ته په وړیا توګه له لاسر سی هم ډاډ څرګند کړی دی.
ویل کیږي، چې د یادې پروژې عواید د ۳۰ کلونو لپاره تنظیم شوي، چې د پارک له سوداګریزو تاسیساتو څخه به ۳۰ سلنه عواید د کابل ښاروالۍ بانکي حساب ته ورځي او قراردادي شرکت د یاد پارک د تاسیساتو د پلورلو، ګروۍ، سرقلفۍ او انتفاعي ګټې اخیستنې حق نلري.
-
تازه خبرونه2 days agoافغانان باید د یو کس د جرم بیه پرې نکړي – د بوش بنسټ
-
سوداگري5 days agoافغان او قزاق چارواکو پر بانکي همکاریو خبرې وکړې
-
تازه خبرونه16 hours agoد ترکیې استخباراتو ډیورنډ فرضي کرښې ته نږدې د داعش یو غړی نیولی
-
تازه خبرونه3 days agoنړۍ دې د بندیزونو او فشارونو پر ځای اقتصادي اړیکې پراخې کړي – ملابرادر
-
تازه خبرونه2 days agoایران ته د ناقانونه تېرېدا پر مهال درې افغان کډوال له سختې یخنۍ مړه شول
-
تازه خبرونه5 days agoد اسلامي امارت پوځ اوس پخپلو پښو ولاړ دی – فصیح الدین فطرت
-
روغتيا2 days agoد عامې روغتیا وزارت پلاوي په نوي ډیلي کې له همدرد بنسټ څخه لیدنه وکړه
-
تحول3 days agoتحول: له افغانستان سره د سوداګرۍ د آسانتیا لپاره د ایران هڅې
