تازه خبرونه
امریکا دې په کابل کې خپل سفارت بېرته پرانیزي – شېر محمد ستانکزی
د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال له امریکا څخه په کابل کې د سفارت د بېرته پرانستلو غوښتنه کړې ده.
شېرمحمد عباس ستانکزي د عربي متحده اماراتو په دوبۍ کې د افغانستان له قونسلګرۍ څخه د لیدنې پرمهال څرګنده کړې: راځئ خپل مسوولیتونه ترسره کړو. راشئ خپل سفارت خلاص کړئ. مونږ ستاسې امنیت ته پاملرنه کوو. کله، چې تاسې راشئ؛ نور هېوادونه به هم همدا کار وکړي. اوس ډېر هېوادونه له مونږ سره په ځانګړیو ناستو کې وايي، چې که امريکا له تاسې سره خپلې اړيکې بېرته ټينګې کړي؛ مونږ به له ځنډ پرته راشو.
په داسې حال کې، چې اسلامي امارت د اسلامي شریعت او ملي ګټو په رڼا کې له نړۍ سره د مثبت تعامل په لټه کې دی؛ خو امریکا وايي، چې هیڅ هېواد اسلامي امارت پر رسمیت نه پېژني.
د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت چارسمبالې له یو شمېر افغان ښځینه خبریالانو سره په انلاین ناسته کې ویلي، سره له دې، چې د افغانستان یو شمېر دیپلوماتیک مرکزونه اسلامي امارت ته سپارل شوي؛ خو هیڅ هېواد د اسلامي امارت د پېژندلو پلان نهلري.
کرن دیکر همداراز ټینګار کړی، چې په افغانستان کې دننه د اسلامي امارت او د ښځو او نرینه وو ترمنځ د ښو اړیکو جوړول د نړۍ له نورو هېوادونو سره د اسلامي امارت د ښو اړیکو معنی لري.
هغې ویلي: مونږ له دغو ټولو هېوادونو اوریدلي؛ دوی پلان نهلري، چې د طالبانو (اسلامي امارت) حکومت د افغانستان د مشروع حکومت په توګه پر رسمیت وپېژني. زما په اند زما د هېواد په ګډون هیڅ هېواد نشته، چې د طالبانو (اسلامي امارت) حکومت پر رسمیت وپېژني. که طالبان (اسلامي امارت) د نړۍ له نورو هېوادونو سره ښې اړیکې غواړي؛ باید د خپل هېواد له ښځو او نرینه وو سره ښې اړیکې ولري.
په ورته وخت کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې پر ښځو د بندیزونو دوام به په اوږد مهال کې د اسلامي امارت او د نړۍ د هېوادونو ترمنځ د عادي اړیکو د ټینګېدو مخه ونیسي.
اسلامي امارت په وار وار ویلي، چې په افغانستان کې د فشار پالیسي کار نهکوي او د نړۍ هېوادونه باید له افغانستان سره تعامل وکړي؛ ځکه، چې کابل د امریکا په ګډون له ټولو هېوادونو سره د اړیکو ټینګول غواړي.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي وایي: د هېواد سیاسي او یا بهرنۍ مسایل باید د افغانستان له داخلي مسایلو سره ونښلول شي. د افغانستان داخلي مسایل د افغانستان له خلکو سره تړاو لري. د افغانستان خلک د هېواد د داخلي مسایلو په اړه خپلواکه پرېکړه کوي.
په تېره څه کم یوه میاشت کې تهران او عربي متحده اماراتو د افغانستان سفارت ومانه او د ترکیې په استانبول کې د افغانستان قونسلګري اسلامي امارت ته وسپارل شوه.
تازه خبرونه
په کندهار کې د جهادي آثارو د ساتنې موزیم پرانیستل شو
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د جهادي آثارو د ساتنې عمومي رییس محمد طاهر احمد، د جهادي آثارو او سندونو د ثبت رییس احمدالله سعید خوستي او ورسره مل پلاوي کندهار ته د سفر پر مهال د دې موزیم د پرانیستې په مراسمو کې ګډون وکړ.
د کندهار په اطلاعاتو او کلتور ریاست کې د جهادي آثارو د ساتنې موزیم د رسمې مراسمو پر مهال ً پرانیستل شو.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د جهادي آثارو د ساتنې عمومي رییس محمد طاهر احمد، د جهادي آثارو او سندونو د ثبت رییس احمدالله سعید خوستي او ورسره مل پلاوي کندهار ته د سفر پر مهال د دې موزیم د پرانیستې په مراسمو کې ګډون وکړ.
په دغو مراسمو کې د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رییس انعامالله سمنګاني او د امارتي ادارو یو شمېر رییسانو هم ګډون کړی و.
د کندهار د جهادي آثارو د ساتنې مسوول ویلي، تر اوسه له بېلابېلو ځایونو څخه له سلو ډېر جهادي آثار راټول شوي دي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ په موزیم کې د انګلیسي، روسي او امریکايي ځواکونو لهخوا د تېر شل کلن اشغال پر مهال پرېښودل شوې او غنیمت شوې وسلې او د بېلابېلو شهیدانو پاتې آثار ساتل کیږي.
هغه زیاته کړې، چې د موزیم د بډاینې لپاره د جهادي ٍثارو د راټولولو لړۍ به روانه وي او اوسمهال لیدونکي کولی شي له دې موزیم څخه لیدنه وکړي.
تازه خبرونه
پر کندهار، پکتیا او خوست د پاکستان په هوايي بریدونو کې څلور ملکي وګړي «شهیدان» شول – اسلامي امارت
مجاهد دغه بریدونه کلک غندلي او څرګندوي، چې د پاکستان د پوځ اقدامات د ټولو اصولو خلاف، ښکاره تېری او جنایت دی.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد ويلي، پاکستاني پوځ تېره شپه(د تلې دوهیمه) یو ځل بیا پر کندهار، پکتیا او خوست ولایتونو هوايي بریدونه کړي، چې په کې څلور ملکي وګړي «شهیدان» شوي دي.
مجاهد دغه بریدونه کلک غندلي او څرګندوي، چې د پاکستان د پوځ اقدامات د ټولو اصولو خلاف، ښکاره تېری او جنایت دی.
د اسلامي امارت ویاند د دغو بریدونو په غبرګون کې ویلي، چې د پاکستان د پوځ پر وړاندې به «پرېکنده دریځ» ونیول شي او مناسب ځواب به ورکړ شي.
نوموړي زیاته کړې؛ پاکستاني پوځي کړیو د دغو بریدونو د توجیه لپاره ادعا کړې، چې له افغانستان څخه د پاکستان لوري ته بېپیلوټه الوتکې اوښتې دي.
د مجاهد وتایي؛ پاکستان یو ځل بیا د خپلو کورنیو ستونزو د توجیه لپاره پر افغان خاوره هوايي برید کړی او دغه ډول اقدامات د افغان ولس غصه راپاروي.
نوموړي خبرداری ورکړی، چې د پاکستان د پوځ دا ډول اقدامات به ورته ناوړه پایلې ولري.
تازه خبرونه
پاکستان په کندهار او خوست کې هوايي بریدونه کړي
د یوې سرچینې په خبره، په کندهار ښار کې د برید هدف مرکزي سیمې وې؛ خو په دغو بریدونو کې چاته ځاني زیان نهدی اوښتی.
نن پنجشنبه( د تلې دوهیمه) سهار وختي پاکستاني پوځي الوتکو د کندهار ښار او د خوست ولایت په ځینو سیمو کې هوايي بریدونه کړي دي.
د یوې سرچینې په خبره، په کندهار ښار کې د برید هدف مرکزي سیمې وې؛ خو په دغو بریدونو کې چاته ځاني زیان نهدی اوښتی.
د سرچینې د څرګندونو له مخې، پاکستاني الوتکو د خوست په مرکز کې هم پر ځینو سیمو بریدونه کړي دي؛ خو د دغو بریدونو د دقیقو هدفونو او د احتمالي زیانونو په اړه لا ډېر جزئیات خپاره شوي نهدي.
د تازه بریدونو احتمالي زیانونو په اړه جزئیات به وروسته خپاره شي.
-
تازه خبرونه3 days agoد افغانستان بهرنیو چارو وزارت د پاکستان سفارت چارسمبالی احضار کړ
-
تازه خبرونه4 days agoد آریانا یوه کارګو الوتکه کابل ته راورسېده
-
تازه خبرونه2 days agoد روسیې ۲۲ سېلانیانو د بدخشان واخان ته سفر وکړ
-
نړۍ4 days agoد جګړو هممهاله د نړۍ مشران د ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر کې راټولیږي
-
تازه خبرونه5 days agoد اسلامي همکاریو ټولنه د افغانستان په اړه د تماس ډلې ناسته تر سره کوي
-
تازه خبرونه4 days agoد پاکستان پوځ په کونړ کې د زلزله ځپلیو پر کمپ هوایي برید کړی
-
لوبی5 days agoپه جاپان کې آسیایي لوبې پیل شوې؛ ۳۴ افغان لوبغاړي لوبې کوي
-
تازه خبرونه3 days agoد پاکستان په هوايي بریدونو کې ۷ ملکي کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې – یوناما

