Connect with us

تازه خبرونه

ترمپ د سپینې ماڼۍ له راپور وروسته بایدن لوی احمق ونوماوه

خپور شوی

د

د پنجشنبې پر ورځ ترمپ په Truth Social څرګنده کړه؛ د سپینې ماڼۍ احمقان د دغه لوی احمق پر مشرۍ د ناسمو معلوماتو پر وړاندې کولو زمونږ هېواد پر سیستماتیک ډول ویجاړوي. دا د دوی خپله بې کفایتي ده، چې ترمپ پر بې کفایتۍ ملامتوي.  

د پنجشنبې پر ورځ ترمپ د Truth Social په یوه پروګرام کې ویلي؛ د ناسمو معلوماتو پر وړاندې کولو د سپینې ماڼۍ احمقانو د دغه احمق پر مشرۍ زمونږ هېواد پر سیستماتیک ډول ویجاړوي. دا د دوی خپله بې کفایتي ده، چې ترمپ پر بې کفایتۍ ملامتوي.

ترمپ څرګنده کړې، زه هم لکه نور د دې ناورین لیدونکی وم؛ ما ولیدل، چې دوی لومړی پوځ وویست، د ۸۵ میلیارد دالرو نظامي تجهیزات ترې پاتې شول، زمونږ د سرتېرو وژلو ته یې اجازه ورکړه او امریکایان یې تر شاه پرېښول. یوازې بایدن مسوول دی، نه بل څوک!

سپینې ماڼۍ په خپل نوي راپور کې د ترمپ اداره له ګډوډۍ څخه پر ډکو وتلو پړه ګڼلې، چې په افغانستان کې یې له اسلامي امارت سره ژمنه کړې وه، چې امریکایي ځواکونه به د ۲۰۲۱ ز. کال تر می پورې له دغه هېواده ووځي.

ویل کیږي، چې له افغانستان څخه د وتلو د څرنګوالي په اړه د بایدن غوراوي د ترمپ لخوا د رامنځته شويو شرایطو تر اغېز لاندې راغلي دي.

په راپور کې دا هم ویل شوي؛ داسې کومه نښه نه لېدل کېده، چې په افغانستان کې دې ډېر وخت، ډېره بودجه او یا ډېر امریکایان حالات پر بنسټیزه توګه بدل کړي.

تازه خبرونه

په کندهار کې د جهادي آثارو د ساتنې موزیم پرانیستل شو

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د جهادي آثارو د ساتنې عمومي رییس محمد طاهر احمد، د جهادي آثارو او سندونو د ثبت رییس احمدالله سعید خوستي او ورسره مل پلاوي کندهار ته د سفر پر مهال د دې موزیم د پرانیستې په مراسمو کې ګډون وکړ.

Published

on

د کندهار په اطلاعاتو او کلتور ریاست کې د جهادي آثارو د ساتنې موزیم د رسمې مراسمو پر مهال ً پرانیستل شو.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د جهادي آثارو د ساتنې عمومي رییس محمد طاهر احمد، د جهادي آثارو او سندونو د ثبت رییس احمدالله سعید خوستي او ورسره مل پلاوي کندهار ته د سفر پر مهال د دې موزیم د پرانیستې په مراسمو کې ګډون وکړ.

په دغو مراسمو کې د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رییس انعام‌الله سمنګاني او د امارتي ادارو یو شمېر رییسانو هم ګډون کړی و.

د کندهار د جهادي آثارو د ساتنې مسوول ویلي، تر اوسه له بېلابېلو ځایونو څخه له سلو ډېر جهادي آثار راټول شوي دي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ په موزیم کې د انګلیسي، روسي او امریکايي ځواکونو له‌خوا د تېر شل کلن اشغال پر مهال پرېښودل شوې او غنیمت شوې وسلې او د بېلابېلو شهیدانو پاتې آثار ساتل کیږي.

هغه زیاته کړې، چې د موزیم د بډاینې لپاره د جهادي ٍثارو د راټولولو لړۍ به روانه وي او اوس‌مهال لیدونکي کولی شي له دې موزیم څخه لیدنه وکړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

پر کندهار، پکتیا او خوست د پاکستان په هوايي بریدونو کې څلور ملکي وګړي «شهیدان» شول – اسلامي امارت

مجاهد دغه بریدونه کلک غندلي او څرګندوي، چې د پاکستان د پوځ اقدامات د ټولو اصولو خلاف، ښکاره تېری او جنایت دی.

Published

on

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد ويلي، پاکستاني پوځ تېره شپه(د تلې دوه‌یمه) یو ځل بیا پر کندهار، پکتیا او خوست ولایتونو هوايي بریدونه کړي، چې په کې څلور ملکي وګړي «شهیدان» شوي دي.

مجاهد دغه بریدونه کلک غندلي او څرګندوي، چې د پاکستان د پوځ اقدامات د ټولو اصولو خلاف، ښکاره تېری او جنایت دی.

د اسلامي امارت ویاند د دغو بریدونو په غبرګون کې ویلي، چې د پاکستان د پوځ پر وړاندې به «پرېکنده دریځ» ونیول شي او مناسب ځواب به ورکړ شي.

نوموړي زیاته کړې؛ پاکستاني پوځي کړیو د دغو بریدونو د توجیه لپاره ادعا کړې، چې له افغانستان څخه د پاکستان لوري ته بې‌پیلوټه الوتکې اوښتې دي.

د مجاهد وتایي؛ پاکستان یو ځل بیا د خپلو کورنیو ستونزو د توجیه لپاره پر افغان خاوره هوايي برید کړی او دغه ډول اقدامات د افغان ولس غصه راپاروي.

نوموړي خبرداری ورکړی، چې د پاکستان د پوځ دا ډول اقدامات به ورته ناوړه پایلې ولري.

Continue Reading

تازه خبرونه

پاکستان په کندهار او خوست کې هوايي بریدونه کړي

د یوې سرچینې په خبره، په کندهار ښار کې د برید هدف مرکزي سیمې وې؛ خو په دغو بریدونو کې چاته ځاني زیان نه‌دی اوښتی.

Published

on

نن پنجشنبه( د تلې دوه‌یمه) سهار وختي پاکستاني پوځي الوتکو د کندهار ښار او د خوست ولایت په ځینو سیمو کې هوايي بریدونه کړي دي.

د یوې سرچینې په خبره، په کندهار ښار کې د برید هدف مرکزي سیمې وې؛ خو په دغو بریدونو کې چاته ځاني زیان نه‌دی اوښتی.

د سرچینې د څرګندونو له مخې، پاکستاني الوتکو د خوست په مرکز کې هم پر ځینو سیمو بریدونه کړي دي؛ خو د دغو بریدونو د دقیقو هدفونو او د احتمالي زیانونو په اړه لا ډېر جزئیات خپاره شوي نه‌دي.

د تازه بریدونو احتمالي زیانونو په اړه جزئیات به وروسته خپاره شي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!