Connect with us

تازه خبرونه

له افغانستان سره به د نړیوالو مرستې ۳۰ سلنه کمې شي – د م.م پراختیايي پروګرام

خپور شوی

د

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام رییس خبرداری ورکوي، چې که چارسمبالي حکومت د ښځو او نجونو پر کار او زده‌کړو بندیزونه لرې نه‌کړي، سږ کال به له افغانستان سره د نړیوالو مرستې ۳۰ سلنه کمې شي.

عبدالله درداري وايي، له افغانستان سره راتلونکې بشري مرستې به د ښځو پر کار او زده‌کړو د بندیز له لرې کولو پورې تړلې وي.

د ملګرو ملتونو يو شمېر نور چارواکي هم وايي، چې د ښځو پر کار او زده‌کړو د بنديز لرې کول به له افغانستان سره د چارسمبالي حکومت د مشروعيت په ترلاسه کولو کې مرسته وکړي او هم به پرې د بنديزونو کچه راټیټه شي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام رییس عبدالله درداري وایي: هو! د ښځو او نجونو پر کار او زده‌کړو بندیز به ډېرې منفي پایلې ولري؛ نه یوازې دا، چې جنسیتي ځواک له لاسه وځي، بلکې د دې پرېکړو اغېزې به ډېرې پراخې وي. زمونږ اندېښنه د مرستو کمېدل دي، چې بې له شکه ورسره تړلي دي. د ښځو او نجونو پر کار او زده‌ کړو د بندیزونو روان ساتل به د اففانستان پر خلکو ژورې اغېزې وکړي.

اقتصاد پوه نسیم عطايي وایي: تېر کال له افغانستان سره د ۳ اعشاریه ۷ میلیارد دالرو مرستې د افغانستان په خصوصي بانکونو کې د نغدو پیسو د کمښت، د بشري مرستو او ټولنیزې اقتصادي ستونزې تر یوه بریده حل کړې؛ خو له بده مرغه د ښځو پر کار او زده‌کړو وروستیو بندیزونو منفي اغېز کړی دی.

د افغانستان مرستندویانو ویلي، که دغه بندیزونه لرې نه‌شي، له افغانستان سره به تر ۲۰۲۳ کال پورې د خپلو مرستو کچه دېرش په سلو کې راکمه کړي.

په همدې حال کې درداري خبرداری ورکوي، چې که له افغانستان سره نړیوالې مرستې کمې شي؛ نو د افغانستان ناخالص عاید به سږکال درې فیصده لږ شي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې: راپور پوره روښانه دی؛ که په کال کې د ۳ اعشاریه ۷ میلیارد دالرو کلنۍ مرستې دوام ومومي، په ۲۰۲۳ کال کې به د افغانستان اقتصاد صفر اعشاریه ۴ فیصده راټیټ شي، خو که دا مرستې کمې شي مونږ به د افغانستان په ناخالص عاید کې تر دې زیات یعني درې سلنه کموالی وګورو.

د ملګرو ملتونو یو شمېر نور چارواکي بیا وايي، چې د ښځو پر کار او زده‌کړو د بندیزونو لرې کول به له افغانستان سره د مرستو د دوام لامل شي او د سرپرست حکومت د مشروعیت په ترلاسه کولو کې به مرسته وکړي او هم به پرې لګېدلي بندیزونه راکم شي.

د ملګرو ملتونو د راپور لیکواله زفیرس زیناتوس وایي: البته که د ښځو پر کار او زده‌کړو بندیز لرې شي، له افغانستان سره به نړیوالې مرستې دوام وکړي او دا به له سرپرست حکومت سره د یوه مشروع حکومت په توګه مرسته وکړي او د نورو بندیزونو مخه به ونیسي.

په افغانستان کې د جاپان سفير او د ترکيې د سفیر مرستيال هم هيله لري، چې د ښځو او نجونو پر کار او زده‌کړو د بنديز په لرې کولو سره به د افغانستان د اقتصادي ودې او سوکالۍ زمينه برابره شي.

په افغانستان کې د جاپان سفیر تاکاشي اوکادا وایي: زه هیله من یم، چې د ښځو او نجونو پر کار او زده‌کړو بندیزونه به لرې شي او هیله من یم، چې طالبان( اسلامي امارت) به د دې هېواد د پاتې وګړیو لپاره ښه حکومتولي رامنځته کړي او هیله من یم، چې د پوره پراخو بحثونو زمینه برابره شي. له طالبانو( اسلامي امارت) سره به اقتصادي او ټولنیزې تګلارې برابرې شي.

په افغانستان کې د ترکیې د سفیر مرستیال امیرمانو ویلي: بې له شکه، چې په تېرو شل میاشتو کې له افغانستان سره بشري مرستې یو لومړیتوب و؛ خو اړتیا ده، چې د افغانستان اقتصادي پراختیا او بنسټیزو پروژو ته پاملرنه وشي، ځکه د بانکي سیستم او خصوصي سکتور له پیاوړتیا سره د افغانستان خلک کولی شي له دې ستونزمن حالته وژغوري. دا ټول د حاکمو چارواکو همکارۍ ته اړتیا لري.

د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام د شننې له مخې، که له افغانستان سره نړیوالې مرستې کمې شي؛ د افغانستان اقتصاد به د انفلاسیون، بانکونه به له نورو ژورو ستونزو سره مخ شي او افغانۍ به ارزښت وبایلي.

درداري وايي، د ۲۰۲۳ کال لپاره د افغانستان د بشري مرستو پروګرام یوازې ۵ سلنه تمویل شوی او له غوښتل شویو ۴،۶ میلیارد دالرو څخه یوازې ۲۵۱ میلیون دالر ورته رسېدلي دي.

اسلامي امارت له دې مخکې له ملګرو ملتونو او مرسته کوونکیو هېوادونو څخه غوښتي وه، چې په بشري مرستو دې سیاست نه‌کوي او د افغانستان له اړمنو خلکو سره دې مرستې روانې وساتي، بندیزونه دې لرې کړي او په بهر کې دې د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ راخلاصې کړي.

تازه خبرونه

نړۍ دې د افغانستان او پاکستان د پراخې جګړې مخه ونیسي – فایننشل ټایمز

یادې ورځپاڼې زیاته کړې: نږدې پېنځه کاله د اسلامي امارت له بیا واکمنېدا تېر شوي؛ خو د افغانستان په اړه د نړۍ د پاملرنې د کمېدا ترڅنګ دې رسنۍ پر ښځو محدودیتونه او د کابل او اسلام‌آباد تر منځ د اړیکو خرابوالی ته هم ګوته نیولې ده.

Published

on

د فایننشل ټایمز ورځپاڼې په یوه لیکنه کې، چې د یکشنبې پر ورځ خپره شوې؛ خبرداری ورکړی: د افغانستان او پاکستان تر منځ د کړکېچونو زیاتوالی د دې خطر رامنځته کوي، چې روان وضعیت پراخې جګړې ته واوړي؛ خو نړیواله ټولنه باید ژر تر ژره له دې سیمې سره بیا تعامل پیل کړي.

یادې ورځپاڼې زیاته کړې: نږدې پېنځه کاله د اسلامي امارت له بیا واکمنېدا تېر شوي؛ خو د افغانستان په اړه د نړۍ د پاملرنې د کمېدا ترڅنګ دې رسنۍ پر ښځو محدودیتونه او د کابل او اسلام‌آباد تر منځ د اړیکو خرابوالی ته هم ګوته نیولې ده.

د لیکنې له مخې: د پاکستان او اسلامي امارت تر منځ اړیکې له ۲۰۲۱ ز.کال راپدېخوا ډېرې خرابې شوې دي، ځکه اسلام‌آباد افغان چارواکي په خپله خاوره کې د دوی مخالفو وسلوالو ته پر پناه ورکولو او بریدونو تورنوي؛ خو دا ادعا تل اسلامي امارت رد کړې ده.

په وروستیو اوونیو کې تاوتریخوالی دومره زیات شوی، چې د هوايي او ځمکنیو بریدونو له کبله د یو شمېر راپورونو له مخې له زر ډېر کسان وژل شوي او له سل زره ډېر نور بې‌ځایه شوي دي.

دغه راز له تر ټولو خونړیو پېښو څخه یوه په کابل کې د روږدو د درملنې پر امید نومي روغتون د پاکستاني پوځیانو هوايي برید و، چې د افغان چارواکو پر وینا سلګونه کسان په کې وژل شوي دي.

ورځپاڼې خبرداری ورکړی، چې که تاوتریخوالی همداسې روان وي؛ نو ښايي د جنوبي او مرکزي آسیا ثبات له خطر سره مخ کړي او افغانستان یو ځل بیا د وسلوالو ډلو د فعالیتونو پر مرکز بدل شي.

دې ورځپاڼې د پاکستان پر پوځي پالیسۍ هم نیوکه کړې او څرګندوي، چې یوازې هوايي بریدونه د وسلوالو فعالیتونو د پای ته رسولو لپاره بسنه نه‌کوي.

دغه راز له لویو قدرتونو لکه امریکا او چین څخه غوښتي، چې فعاله ډیپلوماټیکه ونډه واخلي.

همدارنګه، د چین سټراټیژیکو ګټو ته هم نغوته(اشاره ) شوې، چې بیجینګ کولی شي د منځګړي په توګه رول ولوبوي.

د سولې پخوانیو ناکامو هڅو سره – سره ورځپاڼې ټینګار کړی، چې د نړۍ بې‌پروايي او بې‌تفاوتي به سیمه له پوره خطرونو سره مخ کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د ملګرو ملتونو سرمنشي د اوبو په شبکو کې پر پانګونې ټینګار وکړ

ګوتریش په خپل پیغام کې خبرداری ورکړی: ښځې او نجونې په هغو سیمو کې، چې د اوبو او حفظ الصحې خدمات ناکافي دي؛ ستونزې ګالي. ډېری یې اړ دي، چې له ناامنه امکاناتو کار واخلي؛ د اوبو له کبله د رنځېدونکو خپلوانو پالنه وکړي او د اوبو په راټولولو کې ساعتونه ولګوي او له زده‌کړو او فرصتونو بې برخې شي.

Published

on

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټرش د اوبو نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه پیغام کې ټینګار کړی، چې د ښځو او نجونو د حقونو او روغتیا ساتنې لپاره د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی اړین دی او له حکومتونو او اړوند بنسټونو یې په دې اړه د عملي هڅو غوښتنه کړې ده.

ګوتریش په خپل پیغام کې خبرداری ورکړی: ښځې او نجونې په هغو سیمو کې، چې د اوبو او حفظ الصحې خدمات ناکافي دي؛ ستونزې ګالي. ډېری یې اړ دي، چې له ناامنه امکاناتو کار واخلي؛ د اوبو له کبله د رنځېدونکو خپلوانو پالنه وکړي او د اوبو په راټولولو کې ساعتونه ولګوي او له زده‌کړو او فرصتونو بې برخې شي.

ګوټرش د اوبو په اړه په سږنۍ څرګندونه کې «چېرته، چې اوبه بهېږي؛ هلته برابري وده کوي» تر سرلیک لاندې ټینګار کړی؛ اوبو ته د لاسرسي ښه‌کول کولی شي د جنسیتي برابرۍ په پیاوړتیا کې مهم رول ولري.

هغه له حکومتونو وغوښتل، چې د خدمتونو د وړاندې کولو په ښه کولو، د کاري ځواک د ظرفیت پر پیاوړتیا او دوامدار تمویل د اوبو او حفظ‌الصحې په شبکو کې پانګونه زیاته کړي.

هغه همدارنګه له پرمختللو هېوادونو وغوښتل، چې د ټکنالوژۍ، تخصص او بودجې پر وړاندې کولو د بنسټیزو سرچینو د جوړولو لپاره له دغو هڅو ملاتړ وکړي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي د اوبو پر اړتیا د ټینګار تر څنګ ویلي؛ ښځې باید د پرېکړو په بهیرونو کې برخه ولري، چې د اوبو سیسټمونه د ټولنې له اړتیاوو سره سم جوړ شي.

ګوترس ویلي، چې د اوبو کمښت کولی شي شخړو ته لمن ووهي؛ اوبه کولی شي همکاري او سوله هم پیاوړې کړي.

هغه وایي: “راځئ، چې په ګډه اوبه د جنسیت د برابرۍ لپاره پر یوه ځواک واړوو.”

Continue Reading

تازه خبرونه

د افغانستان او پاکستان ترمنځ تاوتریخوالی خطرناک پړاو ته رسېدلی – د بحران نړیواله ډله

د یاد بنسټ د خبرپانې له مخې؛ په کابل کې د تېرې اوونۍ د روږدو کسانو د درملنې پر روغتون خونړی برید د تاوتریخوالي د زیاتېدا د عطف ټکی و او د جګړې کچه یې د پام وړ زیاته کړې ده.

Published

on

د بحران نړیوالې ډلې خبرداری ورکړی، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ کړکېچ خطرناک پړاو ته رسېدلی او دواړه خواوې باید د مرګونو بریدونو د مخنیوي لپاره ډیپلوماسۍ ته راستانه شي.

د یاد بنسټ د خبرپانې له مخې؛ په کابل کې د تېرې اوونۍ د روږدو کسانو د درملنې پر روغتون خونړی برید د تاوتریخوالي د زیاتېدا د عطف ټکی و او د جګړې کچه یې د پام وړ زیاته کړې ده.

د دغې ارزونې له مخې؛ د دواړو خواوو ترمنځ د هوایي بریدونو او توپخانې تبادلې د کابل او اسلام‌آباد ترمنځ نازکې اړیکې له مستقیمو نښتو سره مخ کړي دي.

پاکستان پر افغانستان د وسلوالو ډلو؛ په ځانګړي توګه تحریک طالبان پاکستان ته د پناه ورکولو تور لګوي؛ هغه تور، چې کابل رد کړی دی.

دغه راز افغان چارواکو د پاکستان بریدونه له ملي حاکمیت سرغړونه بللې او هغه یې “نا توجیه کېدونکي” بللي دي.

د بحران نړیوالې ډلې خبرداری ورکړی، چې د دې رجحان دوام کولی شي د پراخې سیمه‌ییزې شخړې لامل شي؛ ځکه، چې په ځانګړي توګه د دواړو هېوادونو ترمنځ بې باوري ژوره شوې ده.

دې ډلې ویلي، چې ټولې نښې نښانې د تاوتریخوالي زیاتوالي ته نغوته(اشاره) کوي؛ خو پاکستان به د لوړ لګښت سره – سره له جګړې څخه لږ ګټه پورته کړي.

له پاکستان سره جګړې ممکن د اسلامي امارت لپاره ملاتړ زیات کړی وي، ځکه افغانان د ګډ دښمن پر وړاندې سره متحد شوي دي؛ خو دې پر نړیواله کچه افغانستان نور هم منزوي کړی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې په کابل کې د امید پر ۲۰۰۰ بستریز روغتون د هوايي برید له کبله ۴۰۰ څخه ډېر کسان وژل شوي او ۲۶۵ نور ټپیان دي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!