Connect with us

لوبی

پاکستان له افغانستان او آسترالیا سره د کرکت نړیوال جام سیالیو د ځای بدلولو په هڅه کې دی

خپور شوی

د

پاکستان په پام کې لري، چې د افغانستان او آسترالیا سره د روان کال د کرکت یو ورځنیو نړیوالو سیالیو ځای بدل کړي، چې ټاکل شوې د اکتوبر او نومبر ترمنځ په هند کې ترسره شي.

د وړاندیز شوي مهالوېش له مخې به پاکستان له افغانستان سره د چینای په چیدامبرام لوبغالي کې او له آسترالیا سره به د بنګلور په چیناسوامي لوبغالي کې مخ شي. د پاکستان کرکت بورد د افغانستان پر ځای له آسترالیا سره په چینای کې د مخ کېدو هیله څرګنده کړې ده.

کرکت نړیوالې شورا پاکستان ته د احمد آباد په نریندرا مودي لوبغالي کې د خپل پخواني سیال هند پر وړاندې د لوبې وړاندیز کړی؛ خو پاکستان تر اوسه دغه وړاندیز نه‌دی منلی، ځکه دوی د حکومت اجازې ته اړتیا لري. د نړیوال جام د رسمي پروګرام د خپرېدو د ځنډ لامل هم همدا موضوع ده.

د پاکستان کرکت څرګنده کړې؛ پاکستاني شنونکي د ځای معلومولو په هڅه کې دي او ځانګړې اندېښنې یې هم راپورته کړې دي. ځینې ​​په دې باور دي؛ هند په داسې ځایونو کې د سیالۍ د ترسره کولو هڅې کوي، چې پاکستان د شرایطو او روزنې د اسانتیاوو له کبله له ستونزو سره مخ شي.

د چینای لوبغالی اکثرا د سپن توپ اچوونکیو سره مرسته کوي، چې دا به د افغانستان پر وړاندې د پاکستان لپاره ننګونه وي. افغانستان اوس‌مهال د سپن بالینګ خورا ښه استعداد لري.

د یادونې ده، چې پاکستان غواړي د آسترالیا او افغانستان پر وړاندې د لوبې ډګرونه د ترتیب له مخې چینای او بنګلور ته ولیږدول شي.

د وړاندیز شوي مهال‌وېش له مخې به پاکستان لومړی د لارموندنې دوه سیالۍ د اکتوبر پر شپږمه او دولسمه په حیدرآباد کې ترسره شي. په همدې حال کې د آسترالیا خلاف په بنګلور کې د اکتوبر پر شلمه له لوبې مخکې د هند خلاف لوبه د اکتوبر پر پېنځلسمه وړاندیز شوې ده.

ټاکل شوې، چې پاکستان د افغانستان او سویلي آفریقا سره سیالۍ په پام کې له نیول شوي ترتیب سره د اکتوبر پر ۲۳ او ۲۷ په چینای کې ترسره شي. دوی به د اکتوبر پر ۳۱ نېټه په کلکته کې له بنګله دېش او د نومبر پر پېنځمه به د نیوزیلند سره په بنګلور کې لوبه کوي. پاکستان به د ګروپ وروستۍ لوبه د نومبر پر دولسمه په کلکته کې د انګلستان پروړاندې تر سره کړي.

لوبی

په کوکپر نړیوالو سیالیو کې د وزلوبې ملي لوبډله درېیمه شوه

د افغانستان ملي لوبډلې په ګروپي پړاو کې غوره هڅې درلودې؛ په لومړۍ لوبه کې یې د هنګري لوبډلې ته ۱۴ پر صفر ماتې ورکړه، بیا یې روسیې ته ۵ پر صفر ماتې ورکړه او په درېیمه لوبه کې یې د منګولیا لوبډلې ته ۷ پر صفر ماتې ورکړه. په دې توګه د افغانستان لوبډلې له B  ګروپ څخه د ډېرو نمرو پر ترلاسه کولو نیمه پای لوبې ته لار وموندله.

Published

on

د افغانستان د وزلوبې ملي لوبډلې په قزاقستان کې د ۲۰۲۶ ز.کال په نړیوال جام کې درېیم مقام خپل کړ.

د افغانستان ملي لوبډلې په ګروپي پړاو کې غوره هڅې درلودې؛ په لومړۍ لوبه کې یې د هنګري لوبډلې ته ۱۴ پر صفر ماتې ورکړه، بیا یې روسیې ته ۵ پر صفر ماتې ورکړه او په درېیمه لوبه کې یې د منګولیا لوبډلې ته ۷ پر صفر ماتې ورکړه. په دې توګه د افغانستان لوبډلې له B  ګروپ څخه د ډېرو نمرو پر ترلاسه کولو نیمه پای لوبې ته لار وموندله.

په نیمه پای لوبه کې د افغانستان لوبډلې له خپلو اغېزمنو هڅو سره – سره د ازبکستان لوبډلې ته ۴ پر ۲ ماتې ورکړه.

په هر حال د درجه بندۍ په لوبه کې یو ځل بیا یې خپل واک وښود او د روسیې پر وړاندې یې ۶ پر صفر  پرېکنده بریا خپله او د سیالۍ د برونزو مډال یې ترلاسه کړ.

د وزلوبې ملي لوبډلې په نړۍ کې له درېیم مقام ګټلو وروسته د برونزو پر مډال سربېره د کوکپر نړیوال فډراسیون څخه د ۴۵۰۰۰۰۰ قزاقستانۍ تنګې ( شاوخوا ۵۹۰ زره افغانۍ) جایزه هم ترلاسه کړې ده.

Continue Reading

لوبی

د افغانستان د وزلوبې ملي لوبډلې مجارستان ته ۱۴ پر صفر ماتې ورکړه

د قزاقستان ترکستان ښار د وزلوبې د نړیوالو سیالیو کوربتوب لري.

Published

on

Last Updated on: کب ۲۷, ۱۴۰۴

د افغانستان د وزلوبې ملي لوبډلې په قزاقستان کې د ۲۰۲۶ ز.کال د وزلوبې نړیوالو سیالیو په لومړۍ لوبه کې د مجارستان پر وړاندې ۱۴ پر صفر بریا خپله کړه.

د قزاقستان ترکستان ښار د وزلوبې د نړیوالو سیالیو کوربتوب لري.

دا سیالۍ د مارچ پر پېنځلسمه پیل شوې او د ۲۰۲۶ ز.کال د مارچ تر یوویشتمې پورې به روانې وي.

د افغانستان، چین، قزاقستان، مجارستان، منګولیا، ازبکستان، روسیې، تاجکستان او ترکیې لوبډلې په دې سیالیو کې لوبه کوي.

Continue Reading

لوبی

افغانستان د وزلوبې نړيوالو سياليو کې د ګډون لپاره قزاقستان ته ولاړه

بر بنیاد معلومات این اداره، در ترکیب این تیم ۱۲ چاپنداز و سه عضو هیئت حضور دارند که قرار است در این رقابت‌ها از افغانستان نمایندگی کنند.

Published

on

د المپیک، بدني روزنې او سپورټ عمومي رياست ويلي، چې تېره ورځ د ملي وزلوبې، نيزه‌وهلو او دوديزو لوبو له فډراسيون ویلي، چې د افغانستان د وزلوبې ۱۵ کسيزه ملي لوبدله د ۱۲ چاپندازانو او د پلاوي د درې غړي په ګډون د نړيوالو سياليو لپاره قزاقستان ته سفر کړی دی.

دا سيالۍ به د کب له څلیریشتمې څخه د ۱۳۰۵ لمریز لېږدیز کال د وري تر لومړۍ / د مارچ له ۱۵ تر ۲۱ پورې د قزاقستان په ترکستان ښار کې ترسره شي او د ۹ هېوادونو لوبډلې په کې ګډون کوي.

افغان لوبغاړي هڅه کوي، چې په نړيواله کچه خپل هېواد ته وياړ راوړي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!