Connect with us

تازه خبرونه

په بغلان ولایت کې له ۶ ټولګي پورته نجونو غالۍ اوبدلو ته مخه کړې

خپور شوی

د

په بغلان ولایت کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځیو د تړل کېدو له کبله په بغلان ولایت کې ګڼ شمېر نجونې د خپلو کورنیو د ملاتړ لپاره غالۍ اوبدلو ته مخه کړې او له سهاره تر ماښامه د غالۍ اوبدلو پر کار بوختې دي؛ خو دغه میرمنې او نجونې د غالۍ اوبدلو لپاره د مناسب بازار له نشتوالي سره مخ دي او خامو موادو ته له نه لاسرسي هم اندېښنه لري.

دوی وايي، په دغه ولایت کې د اومه توکو کمښت د دې لامل شوی، چې سوداګر د اومه توکو له چمتو کولو سره د دوی لاسي غالۍ پر ارزانه بیه اخلي او بیا یې پر لوړه بیه پلوري.

په بغلان کې د غالۍ اوبدلو کارکوونکې ثریا وايي: که څه هم هغه غالۍ، چې اوبم؛ مناسبه بیه نه‌لري او بیه یې ټیټه ده. بیا هم اړ یوو، چې شپه او ورځ کار وکړو او دا خورا ستونزمن کار دی.

د بغلان د غالۍ اوبدونکیو ټولنې مسوولین وايي، د غالۍ اوبدونکیو لپاره د مناسب بازار نشتوالی او د غالۍ اوبدونکیو لپاره اومه توکو ته د مستقیم لاسرسی نشتوالی د دوی غټه ستونزه ده او له حکومته غواړي، چې دغه ستونزه اواره کړي.

د بغلان د غالۍ اوبدلو د ټولنې مشر محمد عارف غلامي وايي: مونږ د غالۍ اوبدلو ۵۰۰ کورنۍ او د ټغر اوبدلو ۱۵۰ کورنۍ لرو. غالۍ له دې ځایه جوړېږي، توکي یې له کابله راځي. یو متر یې ۳۰۰۰ ده او  دلته ۱۸۰۰وېشل کیږي؛ د خلکو ډوډۍ په لار کې ورکه‌کیږي.

ځايي چارواکي وايي، چې د دې ستونزو د اواري لپاره يې کوټلي ګامونه پورته کړي او د دغه ولايت زياتره غالۍ، چې په پاکستان کې پروسس کېدې؛ اوس په کابل کې پروسس کېږي.

د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د فرهنګ آمر عزت مير حقاني وايي: د جمهوريت پر مهال په بغلان کې غالۍ اوبدل شوي، چې کابل ته له لېږدېدو وروسته يې پاکستان ته وړلې او هلته له پروسس وروسته د پاکستان پر نوم نورو هېوادونو ته صادرېدلې او پلورل کېدې. د سلامي امارت له بیا واکمنېدو جوړیدو سره غالۍ په هېواد کې اوبدل او پروسس کیږي او زمونږ پر نوم پلورل کیږي.

غالۍ د هېواد په شمال ختيځو ولايتونو کې د خلکو له لرغونو او مهمو صنعتونو څخه ده، چې زرګونه کورنۍ په دې صنعت کې بوختې دي او له دې څخه یو کپ ډوډۍ تر لاسه کوي.

تازه خبرونه

د آلمان د اسلامي امارت شپږ نور ډیپلوماټان مني

ان‌ډي‌آر د ډیپلوماټیکو سرچینو له قوله راپور ورکړی، چې دا هوکړه د هغو پټو خبرو اترو په پایله کې رامنځته شوې، چې تېره اوونۍ په استانبول کې د اسلامي امارت د استازو او د جرمني د کورنیو چارو وزارت د لوړپوړو چارواکو ترمنځ شوې وه.

Published

on

د آلماني رسنیو راپور ورکړی، چې دې هېواد د اسلامي امارت د شپږ نورو ډیپلوماټانو له منلو سره هوکړه کړې ده. دا هڅه د هغه تړون یوه برخه ده،  چې له مخې یې له جرمني څخه افغانستان ته د افغانانو د ایستلو د الوتنې زیاتې شي.

ان‌ډي‌آر د ډیپلوماټیکو سرچینو له قوله راپور ورکړی، چې دا هوکړه د هغو پټو خبرو اترو په پایله کې رامنځته شوې، چې تېره اوونۍ په استانبول کې د اسلامي امارت د استازو او د جرمني د کورنیو چارو وزارت د لوړپوړو چارواکو ترمنځ شوې وه.

د آلمان کورنیو چارو وزارت تائید کړې، چې د دې وزارت د چارواکو او د اسلامي امارت د استازو ترمنځ د «تخنیکي کچې» خبرې شوي؛ خو د دغو ناستو د ځای او مودې په اړه یې له جزئیاتو ورکولو ډډه کړې ده.

د ان‌ډي‌آر د راپور له مخې، دا هوکړه له آلمان څخه د افغان کډوالو د ایستلو د بهیر د پام وړ ډېرېدا لپاره زمینه برابروي.

د آلمان کورنیو چارو وزارت یوه ویاند ویلي، چې کابل ته د چارټر الوتنې پراخه کیږي او په راتلونکي کې به هره میاشت تر درې پورې د ایستلو الوتنې ترسره شي. همداراز، د ځینو کسانو د ایستلو لپاره به د عادي سوداګریزو الوتنو زمینه هم برابره شي.

د راپور له مخې، اسلامي امارت له ډېر پخوا راپدېخوا د ایستلو د الوتنو په برخه کې همکاري له دې سره تړلې وه، چې آلمان دې نور افغان ډیپلوماټان هم ومني. ویل کېږي، چې دا ډیپلوماټان د هغو افغانانو د هویت د تائید او د سفر د اړینو اسنادو د برابرولو لپاره مهم دي، چې د ایستلو په درشل کې وي.

اوس‌مهال په آلمان کې یوازې د اسلامي امارت له لوري معرفي شوي دوه قونسلي چارواکي فعالیت لري. دغو کسانو، چې په ۲۰۲۵ز.کال کې دې هېواد ته تللي وه؛ په برلین کې د افغانستان په سفارت او بن کې د افغانستان په قونسلګرۍ کې مهم مسوولیتونه پر غاړه اخیستي دي.

د آلمان کورنیو چارو وزیر الکسانډر ډوبرینډټ د کډوالو د ایستلو له حکومتي تګلارې دفاع کړې او «بیلډ ام زونټاګ» ورځپاڼې ته یې ویلي: هغه کسان، چې په آلمان کې له ملاتړ ترلاسه کولو وروسته درانده جرمونه ترسره کوي؛ باید بېرته خپل هېواد ته واستول شي.

هغه ویلي: «هر څوک، چې زمونږ له ملاتړ ناوړه ګټه واخلي او دلته جدي جرمونه ترسره کړي؛ باید خپل راتلونکی په خپل هېواد کې ولټوي. زمونږ ټولنه په مشروع ډول غواړي، چې مجرمان له هېواده ووځي.»

Continue Reading

تازه خبرونه

د افغانستان د هندوکش سیمه د رښتر پر کچه ۵.۲ درجې زلزلې ولړزوله

د یاد مرکز د څرګندونو له مخې، دا زلزله پر ځایي وخت شاوخوا ۲:۵۲ رامنځته شوه.

Published

on

د امریکا ژیولوژیکي سروې مرکز ویلي، چې د دوشنبې پر ورځ د افغانستان د هندوکش سیمه د رښتر پر کچه ۵.۲ درجې زلزلې ولړزوله.

د یاد مرکز د څرګندونو له مخې، دا زلزله پر ځایي وخت شاوخوا ۲:۵۲ رامنځته شوه.

د دې مرکز په راپور کې راغلي؛ زلزلې له ۲۰۷ کیلومټره ژوروالي څخه سرچینه اخیستې وه.

له زلزلې وروسته سمدلاسه د مرګ او ژوبلې یا زیان راپور ورکړ شوی نه‌دی.

Continue Reading

تازه خبرونه

په افغانستان کې د بند پاتې پاکستاني لاریو د بېرته ستنېدا بهیر پیل شو

د راپور له مخې، شاوخوا ۶۰۰ پاکستاني موټرچلوونکي او کلینران په افغانستان کې د لارو د بندېدا له کبله بند پاتې شوي وه.

Published

on

 

ایکسپرس ټربیون ورځپاڼې راپور ورکړی؛ هغه سلګونه پاکستاني موټرچلوونکي او کلینران، چې نږدې نهه میاشتې په افغانستان کې بند پاتې ول؛ پاکستان ته یې د بېرته ستنېدا بهیر پیل شوی دی.

د راپور له مخې، شاوخوا ۶۰۰ پاکستاني موټرچلوونکي او کلینران په افغانستان کې د لارو د بندېدا له کبله بند پاتې شوي وه.

د جمعیت علمای اسلام ګوند د مولانا فضل‌الرحمان څانګې یو سیمه‌ییز مشر مولانا اعجاز شینواري تائید کړې؛ د پاکستاني موټرچلوونکو او موټرو د بېرته ستنېدا بهیر پیل شوی او تمه ده، چې ټول به ډېر ژر پاکستان ته ورسېږي.

نوموړي زیاته کړې؛ د لارو تړل کېدا نه یوازې دوه‌اړخیزې سوداګرۍ ته زیان رسولی، بلکې ډیورند فرضي کرښې ته په نږدې سیمو کې یې بې‌وزلي او بې‌کاري هم ډېره کړې ده.

ځايي چارواکو ويلي؛ اوس‌مهال لومړیتوب دا دی، چې په افغانستان کې پاتې ټول پاکستاني وګړي بېرته خپل هېواد ته ستانه شي او له هغه وروسته به دواړه لوري د سوداګرۍ د تدریجي بیاپیل په اړه پرېکړه وکړي.

تورخم د افغانستان او پاکستان ترمنځ یوه اړینه سوداګریزه لاره ده، چې د تېر کال په اکټوبر میاشت کې د دواړو هېوادونو ترمنځ له نښتو وروسته وتړل شوه.

دغه راز د خیبر پښتونخوا ایالتي حکومت اعلان کړی، چې د افغان کډوالو د بېرته ستنولو بهیر به ګړندی کړي.

د خیبر پښتونخوا د اعلی وزیر په کورنیو چارو کې ځانګړي سلاکار طارق سعید مروت ویلي، چې په پېښور، چارسده، کوهاټ او هنګو کې د کډوالو د لنډمهالي لېږد مرکزونه اوس هم فعال دي او د پاکستان حکومت ټینګار لري، چې ستنېدونکي دې افغانستان ته د هغوی د کرامت او اساسي حقونو په ساتلو ولېږدول شي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ او د کډوالۍ نړیوال بنسټ د ګډو څرګندونو له مخې، د ۲۰۲۳ز.کال د سپټمبر له پېنځلسمې د ۲۰۲۶ز.کال د جون تر دیارلسمې پورې له پاکستان څخه له ۲.۵ میلیون ډېر افغان وګړي افغانستان ته ستانه شوي دي.

د راپور په څرګندونو کې، چې یوازې د جون له اوومې څخه تر دیارلسمې پورې ۲۸زره او ۲۸۵ افغان وګړي د تورخم، غلام‌خان، چمن، بدیني او بهرامچې له لارو افغانستان ته داخل شوي دي.

ویل کیږي، چې دا شمېر د تېرې اوونۍ پر پرتله د کډوالو د بېرته ستنېدا ۱۱ سلنه زیاتوالی او له پاکستان څخه د ایستلو ۲۲ سلنه ډېروالی ښيي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!