لوبی
راشد خان د افغانستان او بنګله دیش ترمنځ په پنځوس آووریزه لوبه کې لوبېږي
د افغانستان کرکت بورد د بنګله دیش پر وړاندې د درې یو ورځنیو لوبو لپاره ۱۸ کسیز جوړښت اعلان کړ، چې راشد خان هم په کې دی.
راشد خان د بنګله دېش پر وړاندې په تست لوبه کې، چې افغانستان له سختې ماتې سره مخ شو؛ ګډون نهدرلود، ځکه ورته د دمې سپارښتنه شوې وه.
نوموړی د بنګله دېش پر وړاندې د پنځوس آووریزو لوبو لپاره، چې ټاکل شوې د جولای پر پېنځمه پیل شي؛ ملي لوبډلې ته راستون شوی دی.
د افغانستان د کرکت بورد د غوراوي کمیتې مشر اسدالله خان د یکشنبې پر ورځ ویلي؛ دا ډېر ښه خبر دی، چې ټول په لوبډله کې دي او په فزیکي توګه چمتووالی لري او د خپلو هڅود ترسره کولو لپاره بېرته راستانه شوي او مونږ پهدې اړه ډېر خوښ یوو.
په دې نړیوالو سیالیو کې هغه پېنځه لوبغاړي ( ضیا اکبر، اظہارالحق نوید، فرهاد مومند، عبدالرحمن او سلیم ساپی ) هم لرو، چې اړوند لوبې یې تر دې دمه تجربه کړي نهدي؛ خو وتلی ستوری نور احمد، چې د هند په غوره لیګ کې د راشد خان تر څنګ ځلېدلی، په لوبډله کې نشته.
د لوبغاړیو د غوراوي کمیتې څرګنده کړې: تر اوسه دغه ۱۸ کلن لوبغاړی دومره وړ نهدی، چې په ۵۰ آووریزه سیالیو کې ولوبېږي؛ خو په ۲۰ آووریزو سیالیو کې ښه ځای لرلی شي.
اسدالله خان وایي: اوسمهال هغه ( نور احمد ) د شل آووریزو لوبو لپاره ډېر ښه دی. اظهار الحق نوید به په یو ورځنیو لوبو کې وي او له راشد او مجیبه ملاتړ کوي؛ خو په ۲۰ آووریزو لوبو کې مونږ داسې یو چا ته اړتیا لرو، چې پر ځانډاډمن وي. دا یوه پوره بڼه ده او یو بشپړ بېساری ذهنیت دی او زه نه غواړم، چې زیانمن یې کړم.
بنګله دېش ته د افغانستان کرکت ملي لوبډلې سفر په یوه تست لوبه کې پیل شو، چې کوربه لوبډلې دغه لوبه د ۵۴۶ منډو پر ستر توپیر وګټله. له درې یو ورځنیو نړیوالو سیالیو وروسته به د دغو دواړو لوبډلو ترمنځ درې شل آووریزې لوبې هم ترسره شي.
د افغانستان د لوبډلو جوړښت:
حشمت الله شهیدي، رحمان الله ګربز، ابراهیم ځدراڼ، ریاض حسن، رحمت شاه، نجیب الله ځدراڼ، محمد نبي، اکرام علیخېل، راشد خان، عظمت الله عمرزی، مجیب الرحمن، فضل الحق فاروقي، عبدالرحمن، شاهدالله، ضیاء الرحمن، وفادار مومند او سید شېرزاد.
احتیاطي لوبغاړي:
کریم جنت، زبید اکبري، قیس احمد، احسان الله جنت، ګلبدین نایب، شرف الدین اشرف، نوین الحق، فرید ملک، درویش رسولي، اسحاق رحیمي.
د افغانستان او بنګله دېش ترمنځ ۵۰ آووریزه لوبه به د جوړښت له مخې د جولای پر پېنځمه، اتمه او یوولسمه ترسره شي.
لوبی
د افغانستان او سریلانکا کرکټ سیالیو لړۍ د منځني ختیځ د جګړې له کبله وځنډول شوه
د لوبو دا لړۍ؛ درې ۲۰ آووریزې او درې ۵۰ آووریزې لوبې دي، چې په ترتیب په شارجه او دبي نړیوال لوبغالو کې ترسره کېدې.
د افغانستان کرکټ بورډ اعلان کړی، چې د سریلانکا پر وړاندې د افغان کرکټ لوبډلې د سیالیو لړۍ، چې ټاکل شوې وه د ۲۰۲۶ ز.کال د کب پر دوهویشتمه / د مارچ پر دیارلسمه په متحده عربي اماراتو کې پېل شي؛ د منځني ختیځ د جګړې له کبله د روان کال تر وروستۍ ربعې وځنډول شوه.
د لوبو دا لړۍ؛ درې ۲۰ آووریزې او درې ۵۰ آووریزې لوبې دي، چې په ترتیب په شارجه او دبي نړیوال لوبغالو کې ترسره کېدې.
د کرکټ بورډ په خبرپاڼه کې راغلي، چې لوبډلو او مسوولانو بشپړ چمتوالی درلود؛ خو د وروستیو پېښو له کبله د سیالیو دا لړۍ نه ترسره کیږي.
د خبرپاڼې له مخې؛ دا لوبې به په متحده عربي اماراتو کې روان کال ترسره شي، چې نېټې به یې وروسته اعلان شي.
لوبی
هندوستان د درېیم ځل لپاره د ۲۰ آوریز نړیوال جام اتلولي خپله کړه
وروستۍ لوبه، چې د احمدآباد په نریندرا مودي لوبغالي کې له ۸۶زره څخه د زیاتو نندارهکوونکو پر ګډون ترسره شوه، چې ډیری یې هندي مینهوال ول.
د هندوستان کرکټ ملي لوبډلې د یکشنبې پر ورځ نیوزیلینډ ته پر ماته ورکولو د درېیم ځل لپاره د ۲۰ آوریز نړیوال جام اتلولي خپله کړه.
وروستۍ لوبه، چې د احمدآباد په نریندرا مودي لوبغالي کې له ۸۶زره څخه د زیاتو نندارهکوونکو پر ګډون ترسره شوه، چې ډیری یې هندي مینهوال ول.
هند دا سیالي د ۹۶ منډو پر توپیر وګټله او بیا یې هم د ۲۰ آوریز نړیوال جام له اتلولي دفاع وکړه.
دې بري د هند لپاره ځانګړی ارزښت درلود؛ ځکه، چې په دې لوبغالي کې یې درې کاله مخکې ۵۰ آوریز نړیوال جام آسټرالیا ته بایللی و.
په دې لوبه کې د هند لوبډلې د ۵ ویکټو پر له لاسه ورکولو ۲۵۵ منډې جوړې کړې؛ سنجو سمسون له ۸۰ ډېرې منډې وکړې.
د توپاچونې په برخه کې جسپریټ بومراه زړهراکښونکې هڅه لرله او د څلور ویکټو پر اخیستلو یې خپله لوبډله بریا ته ورسوله او د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.
لوبی
افغانستان متحده عربي امارات ته د ۵ ویکټو پر توپیر ماتې ورکړه
په دې لوبه کې، چې نن (دوشنبه د سلواغې اووهویشتمه ) په ډیلي کې ترسره شوه؛ اماراتو لومړی توپوهنه وکړه او د ۹ ویکټو په بدل کې یې ۱۶۰ منډې جوړې کړې. مجیب الرحمن او عظمت الله عمرزی هر یوه دوه ـ دوه ویکټې واخیستې.
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د متحده عربي اماراتو ملي لوبډلې ته پر ماتې ورکولو د ۲۰ آوریز نړیوال جام راتلونکې پړاو ته د لارموندلو هیلې ژوندۍ وساتلې.
په دې لوبه کې، چې نن (دوشنبه د سلواغې اووهویشتمه ) په ډیلي کې ترسره شوه؛ اماراتو لومړی توپوهنه وکړه او د ۹ ویکټو په بدل کې یې ۱۶۰ منډې جوړې کړې. مجیب الرحمن او عظمت الله عمرزی هر یوه دوه ـ دوه ویکټې واخیستې.
هدف ته د رسېدو لپاره افغانستان کمزوری پیل درلود؛ ځکه رحمن الله ګربز پرته له دې، چې کومه منډه وکړي وسوځېد. ابراهیم ځدراڼ د ۵۳ منډو، عظمت الله عمرزي د ۴۰ منډو او دروېش رسولی د ۳۳ منډو پر مټ لوبه وکړه او افغانستان په داسې حال کې بریا خپله کړه، چې څلور توپونه پاتې ول.
له دې بریا سره افغانستان دوه نمرې ترلاسه کړې او د جام د غوره اته لوبډلو پړاو ته د رسېدو خپلې هیلې یې ژوندۍ وساتلې.
ټاکل شوې، چې افغانستان په خپله راتلونکې لوبه کې د پنجشنبې پر ورځ له کاناډا سره مخامخ شي.
-
تازه خبرونه3 days agoنورالدین عزیزي او د چین ځانګړي استازي د اقتصادي همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoایران د تېلو د بندېدا او ټرمپ د سختو بریدونو ګواښ کړی
-
تازه خبرونه4 days agoکه افغانستان امریکایي یرغمل خوشې نکړي د ایران او وینزویلا له برخلیک سره به مخ شي – د ټرمپ استازی
-
تازه خبرونه4 days agoپه دوحه کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر د تړلو راپورونه رد شول
-
تازه خبرونه4 days agoروسیه، چین او بریټانیا د افغانستان او پاکستان ترمنځ د خبرو غوښتونکي شول
-
تازه خبرونه3 days agoد ازبکستان او افغانستان تر منځ ترجیحي سوداګریز تړون توشیح شو
-
تازه خبرونه2 days agoچین د تاجکستان او افغانستان په پوله کې ۹ سرحدي ودانیز بنسټونه جوړوي
-
تازه خبرونه4 days agoپه تورخم ښارګوټي کې له زیانمنو هټیوالو سره مرستې کیږي
