Connect with us

تازه خبرونه

په کابل کې ۳۶ سیمې پر ماینونو ککړې پاتې دي – اسلامي امارت

خپور شوی

د

Last Updated on: چنګاښ ۲۵, ۱۴۰۲

په کابل کې د بریتانیا د ماین پاکۍ موسسې هلو تراست مشر د افغانستان اسلامي امارت له چارواکو سره په کتنه کې د ماین پاکۍ په اړه پر همکاریو خبرې وکړې.

نن سهار (شنبه د چنګاښ ۲۴ نېټه) د افغانستان اسلامي امارت له طبیعي پېښو سره د مبارزې په چارو کې د دولت وزیر محمد عباس اخوند د ماین پاکۍ نړیوالو خدمتونو د هلو تراست انستیتوت له اجرائیوي رییس جیمز کوان سره په لیدنه کې د جګړو له کبله د پاتې ماینونو د پاکولو غوښتنه وکړه.

جیمز کوان دا هم ویلي، چې دوی اوس په ټول افغانستان کې پرته له کومې امنیتي ستونزو او نورو خنډونو د ماین پاکۍ چارې پرمخ وړي.

د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې د دغه وزارت د ماین پاکۍ د همغږۍ مشر نورالدین رستم‌خېل هم ویلي، چې په کابل کې پر ماینونو او ناچاودېدونکیو مهماتو ۳۶ ککړې سیمې پر نښه شوې دي.

د اسلامي امارت دغه چارواکي په پلازمېنه کابل کې د وګړیو د تراکم له مخې ماین پاکۍ ته پر لومړیتوب ورکولو ټینګار کړی دی.

د ملي سروې، زیان منونکیو او پر ماین ککړو سیمو په پروژه کې، چې له دې وړاندې په ټول هېواد کې پیل شوې وه؛ لومړی او دوه‌یم پړاوونه یې بشپړ شوي او درېیم پړاو یې د بودجې د نشتوالي له کبله نیمايي پاتې دی او اسلامي امارت په همدې برخه کې له هلوتراست انستیتیوت څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه.

په پای کې دواړو خواوو د ماين پاکولو او ناچاودېدونکیو توکو د له منځه وړلو لپاره د نړۍ او اړوندو مقاماتو د پاملرنې او له خلکو سره د مرستو په برابرولو کې د لا زياتو همکاريو او دوه اړخيزو مرستو ژمنه وکړه.

تازه خبرونه

په کندهار کې د جهادي آثارو د ساتنې موزیم پرانیستل شو

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د جهادي آثارو د ساتنې عمومي رییس محمد طاهر احمد، د جهادي آثارو او سندونو د ثبت رییس احمدالله سعید خوستي او ورسره مل پلاوي کندهار ته د سفر پر مهال د دې موزیم د پرانیستې په مراسمو کې ګډون وکړ.

Published

on

د کندهار په اطلاعاتو او کلتور ریاست کې د جهادي آثارو د ساتنې موزیم د رسمې مراسمو پر مهال ً پرانیستل شو.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د جهادي آثارو د ساتنې عمومي رییس محمد طاهر احمد، د جهادي آثارو او سندونو د ثبت رییس احمدالله سعید خوستي او ورسره مل پلاوي کندهار ته د سفر پر مهال د دې موزیم د پرانیستې په مراسمو کې ګډون وکړ.

په دغو مراسمو کې د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رییس انعام‌الله سمنګاني او د امارتي ادارو یو شمېر رییسانو هم ګډون کړی و.

د کندهار د جهادي آثارو د ساتنې مسوول ویلي، تر اوسه له بېلابېلو ځایونو څخه له سلو ډېر جهادي آثار راټول شوي دي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ په موزیم کې د انګلیسي، روسي او امریکايي ځواکونو له‌خوا د تېر شل کلن اشغال پر مهال پرېښودل شوې او غنیمت شوې وسلې او د بېلابېلو شهیدانو پاتې آثار ساتل کیږي.

هغه زیاته کړې، چې د موزیم د بډاینې لپاره د جهادي ٍثارو د راټولولو لړۍ به روانه وي او اوس‌مهال لیدونکي کولی شي له دې موزیم څخه لیدنه وکړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

پر کندهار، پکتیا او خوست د پاکستان په هوايي بریدونو کې څلور ملکي وګړي «شهیدان» شول – اسلامي امارت

مجاهد دغه بریدونه کلک غندلي او څرګندوي، چې د پاکستان د پوځ اقدامات د ټولو اصولو خلاف، ښکاره تېری او جنایت دی.

Published

on

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد ويلي، پاکستاني پوځ تېره شپه(د تلې دوه‌یمه) یو ځل بیا پر کندهار، پکتیا او خوست ولایتونو هوايي بریدونه کړي، چې په کې څلور ملکي وګړي «شهیدان» شوي دي.

مجاهد دغه بریدونه کلک غندلي او څرګندوي، چې د پاکستان د پوځ اقدامات د ټولو اصولو خلاف، ښکاره تېری او جنایت دی.

د اسلامي امارت ویاند د دغو بریدونو په غبرګون کې ویلي، چې د پاکستان د پوځ پر وړاندې به «پرېکنده دریځ» ونیول شي او مناسب ځواب به ورکړ شي.

نوموړي زیاته کړې؛ پاکستاني پوځي کړیو د دغو بریدونو د توجیه لپاره ادعا کړې، چې له افغانستان څخه د پاکستان لوري ته بې‌پیلوټه الوتکې اوښتې دي.

د مجاهد وتایي؛ پاکستان یو ځل بیا د خپلو کورنیو ستونزو د توجیه لپاره پر افغان خاوره هوايي برید کړی او دغه ډول اقدامات د افغان ولس غصه راپاروي.

نوموړي خبرداری ورکړی، چې د پاکستان د پوځ دا ډول اقدامات به ورته ناوړه پایلې ولري.

Continue Reading

تازه خبرونه

پاکستان په کندهار او خوست کې هوايي بریدونه کړي

د یوې سرچینې په خبره، په کندهار ښار کې د برید هدف مرکزي سیمې وې؛ خو په دغو بریدونو کې چاته ځاني زیان نه‌دی اوښتی.

Published

on

نن پنجشنبه( د تلې دوه‌یمه) سهار وختي پاکستاني پوځي الوتکو د کندهار ښار او د خوست ولایت په ځینو سیمو کې هوايي بریدونه کړي دي.

د یوې سرچینې په خبره، په کندهار ښار کې د برید هدف مرکزي سیمې وې؛ خو په دغو بریدونو کې چاته ځاني زیان نه‌دی اوښتی.

د سرچینې د څرګندونو له مخې، پاکستاني الوتکو د خوست په مرکز کې هم پر ځینو سیمو بریدونه کړي دي؛ خو د دغو بریدونو د دقیقو هدفونو او د احتمالي زیانونو په اړه لا ډېر جزئیات خپاره شوي نه‌دي.

د تازه بریدونو احتمالي زیانونو په اړه جزئیات به وروسته خپاره شي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!