سوداگري
په کابل کې د امام ابوحنیفه ( رح) په نندارتون کې له ۶۰۰ ډېرو سیمه ییزو پانګوالو ګډون وکړ
په کابل کې د امام ابوحنیفه ( رح) په دوهیم شپږ ورځني نړیوال نندارتون کې د پاکستان، ایران او ترکمنستان څه باندې ۶۰۰ پانګوالو او سوداګرو ګډون کړی دی.
دغه نندارتون، چې د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې لهخوا د زمري له شپاړسمې تر دوهویشتمې پورې جوړ شوی؛ ګڼشمېر ښځینه سوداګرو او صنعتکارانو په کې خپل تولیدات نندارې ته وړاندې کړي دي.
د پاکستان د سوداګرۍ پراختیا ټولنې او له ۲۵ څخه زیاتو مشهورو پاکستانيو صنعتکارانو هم په دغه نندارتون کې ګډون کړی دی.
د افغانستان سوداګرۍ او صنایعو خونې تویت کړی: د پاکستان، ترکیې او ترکمنستان سوداګرو استازیو په B2B (سوداګرۍ ته د سوداګرۍ بېلګه ) تر سرلیک لاندې کنفرانس کې، چې د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې لهخوا جوړ شوی و؛ ګډون وکړ او له پانګونې سره یې لیوالتیا څرګنده کړه.
د دې نندارتون د چارواکو د څرګندونو له مخې؛ دغه نندارتون نه یوازې د افغان سوداګرو د سیمه ییزو تولیداتو په وده کې مرسته کوي، بلکې له سیمه ییزو شریکانو سره د دوی اړیکې هم پیاوړې کوي.
دغه نندارتون د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې د هڅو یوه برخه ده، چې موخه یې د سیاسي ګټو له په پام کې نیولو پرته د دوه اړخیزو سوداګریزو اړیکو پراختیا ده.
د امام ابوحنیفه رحمةالله دوهیم ملي او نړیوال نندارتون، چې د جولای پر ۱۶ پیل شوی؛ د جولای تر ۲۲ به د افغانستان د نړیوال نندارتون په مرکز کې روان وساتل شي.
د دغه نندارتون د جوړیدو موخه د افغانستان کورنیو تولیداتو وده، د نورو هېوادونو له نویو تولیداتو سره د افغان سوداګرو او صنعت کارانو آشنا کېدل، د صادراتو، وارداتو او ګډې پانګونې لپاره د نویو فرصتونو رامنځته کول او د افغان او نړیوالو سوداګرو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پراخول دي.
سوداگري
افغانستان او قرغزستان د ګډې سوداګریزې شورا پر جوړولو ټینګار وکړ
د سفارت د څرګندونو له مخې؛ له دې کار څخه موخه د سوداګریزو اړیکو پیاوړتیا او د اقتصادي همکاریو پراخول دي.
په قرغزستان کې د افغانستان سفارت ویلي، چې په بېشکک ښار کې د افغان ـ قرغز سوداګریز فورم پر مهال د دواړو هېوادونو تر منځ د ګدې سوداګریزې شورا د جوړېدو په اړه هوکړه شوې ده.
د سفارت د څرګندونو له مخې؛ له دې کار څخه موخه د سوداګریزو اړیکو پیاوړتیا او د اقتصادي همکاریو پراخول دي.
په قرغزستان کې د افغانستان سفارت چارسمبالي عبدالشکور حقاني په دې ناسته کې ویلي، چې د دواړو هېوادونو تر منځ د سوداګرۍ، اقتصاد، پانګونې او ټرانزیټ په برخو کې پراخ ظرفیت شته او د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پیاوړتیا هم دواړو هېوادونو ته ګټه لري.
د یادونې ده، چې په افغان ـ قرغز فورم کې د افغانستان او قرغزستان د دولتي ادارو چارواکو، د سوادګرۍ خونو غړو او د خصوصي سکټور استازو ګدون کړی و.
سوداگري
د افغانستان او هند تر منځ د سوداګرۍ د پراختیا لپاره د همکارۍ هوکړهلیک لاسلیک شو
د هند د سوداګرۍ او صنایعو د خونې فډراسیون په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دا هوکړهلیک په نوي ډیلي کې د دې فډراسیون د عمومي منشي سارب سانیال او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د رییس سید کریم هاشمي ترمنځ لاسلیک شوی دی.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې او د هند د سوداګرۍ او صنایعو د خونې فډراسیون د افغانستان او هند ترمنځ د دوه اړخیزې سوداګرۍ، پانګونې او تجارتي همکاریو د پیاوړتیا لپاره د همکارۍ هوکړهلیک لاسلیک کړ.
د هند د سوداګرۍ او صنایعو د خونې فډراسیون په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دا هوکړهلیک په نوي ډیلي کې د دې فډراسیون د عمومي منشي سارب سانیال او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د رییس سید کریم هاشمي ترمنځ لاسلیک شوی دی.
د سید کریم هاشمي پر مشرۍ د افغانستان پلاوي هم د یاد فډراسیون له رییس نیرمل کومار مینډا او یو شمېر نورو چارواکو سره د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ د پراختیا، د پانګونې د زیاتوالي او د خصوصي سکټور د همکاریو د پیاوړتیا په اړه خبرې کړې دي.
د هند د سوداګرۍ او صنایعو خونې فډراسیون ویلي، چې دا هوکړهلیک د بنسټیزو همکاریو د پیاوړتیا، د دواړو هېوادونو د شرکتونو ترمنځ د اړیکو د پراختیا او د سوداګرۍ او پانګونې د نورو ډېرو فرصتونو د برابرولو لپاره لاسلیک شوی دی.
دې بنسټ همداراز ټینګار کړی، چې د افغانستان او هند د سوداګریزو ټولنو ترمنځ د اقتصادي اړیکو پیاوړتیا او د نویو همکارۍ فرصتونو رامنځته کولو ته ژمن دی.
سوداگري
قزاقستان له افغان شرکت سره د جست ډبرو د صادراتو تړون لاسلیک کړ
د قزاقستان د سوداګرۍ او ادغام وزارت د څرګندونو له مخې، دا تړون په کابل کې د «قزاقستان د سوداګرۍ خونې» د پرانیستې او د قزاقستان د لوړپوړي پلاوي د سفر پر مهال لاسلیک شوی دی.
د قزاقستان چارواکو ویلي، د دغه هېواد شالکیازینک شرکت په افغانستان کې له افغان ـ جرمن باختر شرکت سره د جست ډبرو د برابرولو تړون لاسلیک کړی دی.
د قزاقستان د سوداګرۍ او ادغام وزارت د څرګندونو له مخې، دا تړون په کابل کې د «قزاقستان د سوداګرۍ خونې» د پرانیستې او د قزاقستان د لوړپوړي پلاوي د سفر پر مهال لاسلیک شوی دی.
د تړون له مخې، هر کال به شاوخوا ۳۰ زره ټنه د جست ډبرې له افغانستان څخه قزاقستان ته صادرېږي. د تړون ټول ارزښت ۱۸.۸۸ میلیون ډالر ښودل شوی او موخه یې شالکیازینک تولیدي فابریکو ته د خامو موادو برابرول دي.
قزاقستاني چارواکي وایي، افغانستان پر پراخو اقتصادي فرصتونو لرونکي بازار بدلېږي او د کانونو، کرنې او رغونې په برخو کې د همکارۍ زمینه پراخېږي.
د رسمي څرګندونو له مخې، په ۲۰۲۵ز.کال کې د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د سوداګرۍ کچه له ۵۴۱ میلیون ډالرو اوښتې او ټاکل شوې په نږدې راتلونکې کې ۳ میلیارډ ډالرو ته لوړه شي.
-
تازه خبرونه1 day agoپناه غوښتونکي ښايي تر ۱۰ زره پونډو پورې لګښتونه بېرته ورکړي
-
International Sports3 days agoد مسي غوره ځلېدنه؛ ارجنټاین د بشپړې بریا پر خپلولو د ۲۰۲۶ نړیوال جام حذفي پړاو ته ورسېد
-
تازه خبرونه4 days agoد ریښتر پر کچه ۶.۱ درجې زلزلې د افغانستان ځینې سیمې ولړزولې
-
تازه خبرونه3 days agoله ملګرو ملتونو سره په پراختیايي پروژو کې خپلې همکارۍ روانې ساتو – امیرخان متقي
-
تازه خبرونه4 days agoافغانستان له ۴۷ کلونو وروسته د امنیت، یووالي او پرمختګ پړاو ته رسېدلی – شهاب الدین دلاور
-
څار4 days agoڅار: له اروپایي هېوادونو د افغان پناه غوښتونکو د ایستلو بهیر ته اندېښنې
-
تازه خبرونه2 days agoپه افغانستان کې د پاکستان د وروستيو هوايي بریدونو له کبله ملکي وګړو ته مرګ او ژوبله اوښتې
-
سیمه ییز خبرونه3 days agoپه فارس خلیج کې د ایران او امریکا کړکېچ سخت شوی؛ متقابل بریدونه، نوې تورونه او د سولې د هوکړې د ماتېدا اندېښنې
