تازه خبرونه
پاکستان او افغانستان دې د تي تي پي په اړه نوې خبرې پیل کړي
په اسلامآباد کې د یوې مشورتي غونډې ویناوالو د پاکستان او افغانستان له حکومتونو غوښتي، چې د تحریک طالبان پاکستان او له پولې هاخوا د ترهګرۍ پر وړاندې د شته کړکېچ د پای ته رسولو لپاره دې نوې خبرې پیل کړي.
دا غونډه د جمعې پر ورځ ( د زمري ۲۰ ) په اسلامآباد کې د سولې د مطالعاتو انستیتوت لهخوا د دواړو هېوادونو د پوهانو، سیاستوالو، ژورنالیستانو، دیني عالمانو او د افغانستان د چارو د څانګوالو په ګډون جوړه شوې وه.
د «دی نیشن» ورځپاڼې د راپور له مخې؛ د دې غونډې ګډونوالو ویلي، چې پاکستان د افغانستان په اړه په خپلو سیاستونو کې بې ثابته دی. اسلامآباد باید د دغه ګاونډ هېواد لپاره رښتینې او هراړخیزه پالیسي جوړه او عامه کړي.
ويناوالو ويلي؛ پاکستان بايد د افغانستان له اسلامي امارت سره تونده لهجه ونهکاروي، ځکه خبرې اترې د پرمختګ يوازنۍ لار ده.
دوی دا هم ویلي، چې د افغانستان او پاکستان پر پوله د اغزن تار لګولو نوښت له افغانستان څخه د ترورېزم په مخنیوي کې په بشپړه توګه کارنده نهدی او پاکستان باید د دغه ډول تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره خپله وړتیا ډېره کړي.
د پاکستان یوه نومیالي خبریال هارون رشید، چې په دې غونډه کې یې ګډون کړی و؛ څرګنده کړې، چې د تحریک طالبان پاکستان مسله د پاکستان او افغانستان په دوه اړخیزو اړیکو کې لوی خنډ دی.
نوموړي زیاته کړې؛ دې مسلې کړکیچ رامنځته کړی. تر هغې به روانه وي، چې دواړه لوري دې ستونزې ته د حل لار پيدا نهکړي.
هغه ټینګار کړی، چې پاکستان باید د تحریک طالبان پاکستان د کمزوري کولو لپاره پر یوې ستراتیژۍ کار وکړي.
په چمن (بلوچستان) کې د جمعیت علمای اسلام د مولانا فضل الرحمن څانګې مرکزي مشر مفتي محمد قاسم حقاني وړاندیز کړی؛ د سیمه ییزو دیني عالمانو او پښتنو مشرانو یو پلاوی دې په کابل کې له اسلامي امارت سره وویني، چې د دواړو ترمنځ پر ټولو مسایلو خبرې وشي. د تحریک طالبان پاکستان په ګډون دې هېوادونه د پاکستان په اړه بحث وکړي.
ده همداراز ویلي: د دواړو هېوادونو ترمنځ د مسایلو د بحث او حل لپاره دې په کابل او اسلامآباد کې د پاکستان او افغانستان د عالمانو بېلابېل کنفرانسونه جوړ شي.
د بلوچستان د جماعت اسلامي امیر مولانا عبدالحق هاشمي ویلي؛ تر ټولو لومړی دې د افغان طالبانو (اسلامي امارت) او د پاکستان تحریک طالبان ایدیالوژیک بنسټ وپېژندل شي؛ ځکه دواړه عصري جمهوري نظام نهمني او باید په دې اړه هم خبرې وشي.
یو بل خبریال سمیع یوسفزي ویلي، چې اسلامآباد باید په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان د وسلهوالو د شتون په اړه له سختو اقداماتو لاس واخلي.
هغه زیاته کړې، چې پاکستان باید د اسلامي امارت پر ضد له سختو څرګندونو ډډه وکړي.
د پاکستان د جمعیت علمای اسلام د سمیع الحق د څانګې عمومي منشي مولانا یوسف شاه ویلي، چې پاکستاني او افغان چارواکي باید سره کېني او د خپلو مسلو د اواري لپاره له یو بل سره خبرې وکړي.
هغه زیاته کړې: د دواړو لورو حکومتونه باید خپل جديت وښيي؛ ځکه، چې مسوولیت د دوی پر اوږو دی.
په اسلامآباد کې د قائداعظم پوهنتون د دفاعي او ستراتېژيکو مطالعاتو استادې داکترې سلما ملک ټينګار وکړ، چې پاکستان بايد د افغانستان په اړه يوه رښتینې او هر اړخيزه تګلاره جوړه کړي.
د سياسي چارو کارپوه او د سيمه ييزو مسايلو شنونکی افراسياب خټک ويلي، چې پاکستان بايد د افغانستان په اړه پخپلې تګلارې له سره غور وکړي؛ ځکه اوسنۍ پاليسي نيمګړې ده او د ټولو ستونزو ريښه ده.
تازه خبرونه
افغانستان په قطر کې د مرګوني چاودنې له قربانیانو سره خواخوږي وښوده
د یادونې ده، چې د یکشنبې ورځې په دې چاودنه کې لږ تر لږه ۱۳ کسان وژل شوي او ۶۶ نور ټپیان دي.
تازه خبرونه
په کابل کې د قطر سفارت د افغانستان او نړیوالې ټولنې د اړیکو په اړه ناسته وکړه
په خبرپاڼه کې راغلي، خبرې د افغانستان او نړیوالې ټولنې ترمنځ د اړیکو پر راتلونکي او د دغو اړیکو د ملاتړ او پیاوړتیا پر لارو چارو راڅرخېدلې دي.
په کابل کې د قطر سفارت د افغانستان او نړیوالې ټولنې د اړیکو په اړه د ګردي مېز د ملګرو ملتونو او د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د استازو په ګډون یوه ناسته جوړه کړې ده.
د قطر سفارت د خبرپاڼې له مخې، په دې ناسته کې د یوناما چارسمبالې جورجټ ګانیون، د یوناما د سیاسي چارو مشر سکاټ سمیت، د بهرنیو چارو وزارت دوهیم سیاسي رییس ذاکر جلالي او د سټراټیژیکو مطالعاتو مرکز رییس عبدالحی قانت ګډون درلود.
په خبرپاڼه کې راغلي، خبرې د افغانستان او نړیوالې ټولنې ترمنځ د اړیکو پر راتلونکي او د دغو اړیکو د ملاتړ او پیاوړتیا پر لارو چارو راڅرخېدلې دي.
تازه خبرونه
بلجیم د اروپايي ټولنې په ناسته کې د اسلامي امارت د پلاوي د ګډون لپاره ویزه صادره کړه
د بلجیم بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي، ویزه یوازې د بلجیم لپاره او د یوې ورځې په موده کې اعتبار لري او د امنیتي لاملونو له کبله د سفر کره نېټه هم نه اعلانېږي.
بلجیم اعلان کړی، چې د اسلامي امارت پېنځه کسیز پلاوي ته یې د اروپايي ټولنې د کډوالۍ په اړوند ناسته کې یې د ګډون لپاره ویزه صادره کړې ده. دا لومړی ځل دی، چې اروپايي ټولنه په افغانستان کې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدا وروسته د هغو د استازو کوربهتوب کوي.
د بلجیم بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي، ویزه یوازې د بلجیم لپاره او د یوې ورځې په موده کې اعتبار لري او د امنیتي لاملونو له کبله د سفر کره نېټه هم نه اعلانېږي.
رویټرز د دوه اروپايي چارواکو د څرګندونو له مخې راپور ورکړی، چې د دې پلاوي ویزه یوازې سېشنبې( د جون درویشتمه) لپاره اعتبار لري.
ویل شوي، اروپايي کمیسیون تېره میاشت د اسلامي امارت چارواکي بروکسل ته وربللي وه، چې د افغان کډوالو د بېرته ستنولو په اړه خبرې ورسره وکړي.
اروپايي کمیسیون ټینګار کړی، چې دا ناسته یوازې تخنیکي ده او د اسلامي امارت د رسمیت پېژندلو معنا نهلري.
د کمیسیون ویاند مارکوس لامرت ویلي، غړي هېوادونه د هغو کسانو د بېرته ستنولو لارې چارې ارزوي، چې سخت جرمونه یې کړي یا امنیت ته ګواښ بلل کېږي او دا ناسته هم په همدې تړاو جوړېږي.
د رویټرز له لوري د لیدل شوي لیک له مخې، چې د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي ته استول شوی؛ د خبرو اصلي محور د هغو افغان وګړو بېرته ستنول او بیا منل دي، چې په اروپايي ټولنه کې د استوګنې حق نهلري.
-
تازه خبرونه5 days agoد قزاقستان ولسمشر د منځنۍ آسیا او افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سیمهییز مرکز د جوړولو قانون توشیح کړ
-
سوداگري5 days agoد ایبک سمنټ پروژې تړون د ۶۷ میلیون ډالرو پر پانګونه لاسلیک شو
-
ساینس او ټیکنالوژي5 days agoاماراتو د ټولنیزو شبکو د کارولو عمر لږ تر لږه ۱۵ کاله وټاکه
-
تازه خبرونه2 days agoپه بلوڅستان کې د داعش خراسان د تبلیغاتي شبکې د فعالیتونو جزئیات څرګند شول
-
تازه خبرونه2 days agoقزاقستان د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کړکېچ کمېدو غوښتنه وکړه
-
تازه خبرونه1 day agoپه افغانستان کې د بند پاتې پاکستاني لاریو د بېرته ستنېدا بهیر پیل شو
-
تازه خبرونه5 days agoافغانستان سولې ته رسېدلی، اوس اقتصادي پرمختګ ته اړتیا لري – ذبیحالله مجاهد
-
تازه خبرونه2 days agoپه غزه کې د اسرائیلو پر بریدونو د یو ماشوم او د الجزیرې د یوه خبریال پر ګډون ۹ کسان وژل شوي
