Connect with us

تازه خبرونه

لویدیځ د رسمیت پېژندنې لپاره ځانګړي شرطونه نه‌دي وړاندې کړي – امیر خان متقي

خپور شوی

د

د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیر خان متقي ویلي؛ لویدیځ هېوادونه د رسمیت پېژندنې له موضوع څخه د فشار د یوې وسیلې په توګه کار اخلي او تر اوسه یې د دې لپاره خپل ځانګړي شرطونه نه‌دي وړاندې کړي.

نوموړي د سې شنبې پر ورځ ( د زمري ۳۱ ) ملت ته د حکومت د حساب وړاندې کولو په پروګرام کې د وینا پر مهال ویلي، چې نړیواله ټولنه پر ټول‌شموله حکومتولۍ، بشري حقونو او امنیتي مسایلو ټینګار کوي؛ خو داسې کوم هېواد نه‌شته، چې د دغو شرطونو له مخې پر رسمیت پېژندل شوی وي.

د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیر خان متقي څرګنده کړې: اسلامي امارت  ټول‌شموله حکومت دی، هغه هېوادونه، چې په افغانستان کې د ټول‌شموله حکومت غوښتونکي دي؛ تر اوسه یې د اسلامي امارت لپاره د ټول‌شمولیت واضح تعریف نه‌دی وړاندې کړی.

امیر خان متقي زیاته کړې: له همدې کبله مونږ دا د یوې بانې په توګه په پام کې نیولی شو. دا، چې د افغانستان په اړه څوک څه وايي؛ په نړۍ کې داسې هېواد نشته، چې سیال ونه‌لري او پر چا نیوکه نه‌وي. مهمه دا ده، چې په ټول هېواد کې مخالفت نه‌شته. ان یو جریب ځمکه هم د مخالفینو تر واک لاندې نه‌ده؛ هیڅ اختلاف نشته، ناامني نه‌شته او مخدره توکي صفر ته راټیټ شوي دي.

د بهرنیو چارو چارسمبالی؛ اسلامي امارت د ځینو حکومتونو پر پرتله، چې د ټول‌شموله حکومت غوښتنه کوي ډېر ټول‌شموله بولي او وایي: که دا يوه قانوني او تصادفي غوښتنه وي؛ نو ولې له بل هېواد سره نه راپورته کېږي؟ په نړۍ کې مونږ کودتایي، ټاکنیز او د یوې کورنۍ او یو کس حکومتونه وینو او بېلابېل حکومتونه شته؛ خو دا شرطونه دوی ته وړاندې شوي نه‌دي.

د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي ټینګار کړی، چې په ځینو هېوادونو کې د اسلامي امارت دیپلوماتان کار کوي او په کابل کې یې هم ځینې سفارتونه پرانستي دي.

نوموړي دغه راز یادونه وکړه، چې تېر کال له اروپايي هېوادونو څخه د لس زره سیلانیانو په ګډون ۷۰ زره بهرنیانو افغانستان ته سفر کړی دی.

دغه راز ویل کیږي، چې له افغانستان سره د نړۍ اړيکې د عادي کېدو پر لوري روانې دي.

 

تازه خبرونه

په کندهار کې د جهادي آثارو د ساتنې موزیم پرانیستل شو

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د جهادي آثارو د ساتنې عمومي رییس محمد طاهر احمد، د جهادي آثارو او سندونو د ثبت رییس احمدالله سعید خوستي او ورسره مل پلاوي کندهار ته د سفر پر مهال د دې موزیم د پرانیستې په مراسمو کې ګډون وکړ.

Published

on

د کندهار په اطلاعاتو او کلتور ریاست کې د جهادي آثارو د ساتنې موزیم د رسمې مراسمو پر مهال ً پرانیستل شو.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د جهادي آثارو د ساتنې عمومي رییس محمد طاهر احمد، د جهادي آثارو او سندونو د ثبت رییس احمدالله سعید خوستي او ورسره مل پلاوي کندهار ته د سفر پر مهال د دې موزیم د پرانیستې په مراسمو کې ګډون وکړ.

په دغو مراسمو کې د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رییس انعام‌الله سمنګاني او د امارتي ادارو یو شمېر رییسانو هم ګډون کړی و.

د کندهار د جهادي آثارو د ساتنې مسوول ویلي، تر اوسه له بېلابېلو ځایونو څخه له سلو ډېر جهادي آثار راټول شوي دي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ په موزیم کې د انګلیسي، روسي او امریکايي ځواکونو له‌خوا د تېر شل کلن اشغال پر مهال پرېښودل شوې او غنیمت شوې وسلې او د بېلابېلو شهیدانو پاتې آثار ساتل کیږي.

هغه زیاته کړې، چې د موزیم د بډاینې لپاره د جهادي ٍثارو د راټولولو لړۍ به روانه وي او اوس‌مهال لیدونکي کولی شي له دې موزیم څخه لیدنه وکړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

پر کندهار، پکتیا او خوست د پاکستان په هوايي بریدونو کې څلور ملکي وګړي «شهیدان» شول – اسلامي امارت

مجاهد دغه بریدونه کلک غندلي او څرګندوي، چې د پاکستان د پوځ اقدامات د ټولو اصولو خلاف، ښکاره تېری او جنایت دی.

Published

on

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد ويلي، پاکستاني پوځ تېره شپه(د تلې دوه‌یمه) یو ځل بیا پر کندهار، پکتیا او خوست ولایتونو هوايي بریدونه کړي، چې په کې څلور ملکي وګړي «شهیدان» شوي دي.

مجاهد دغه بریدونه کلک غندلي او څرګندوي، چې د پاکستان د پوځ اقدامات د ټولو اصولو خلاف، ښکاره تېری او جنایت دی.

د اسلامي امارت ویاند د دغو بریدونو په غبرګون کې ویلي، چې د پاکستان د پوځ پر وړاندې به «پرېکنده دریځ» ونیول شي او مناسب ځواب به ورکړ شي.

نوموړي زیاته کړې؛ پاکستاني پوځي کړیو د دغو بریدونو د توجیه لپاره ادعا کړې، چې له افغانستان څخه د پاکستان لوري ته بې‌پیلوټه الوتکې اوښتې دي.

د مجاهد وتایي؛ پاکستان یو ځل بیا د خپلو کورنیو ستونزو د توجیه لپاره پر افغان خاوره هوايي برید کړی او دغه ډول اقدامات د افغان ولس غصه راپاروي.

نوموړي خبرداری ورکړی، چې د پاکستان د پوځ دا ډول اقدامات به ورته ناوړه پایلې ولري.

Continue Reading

تازه خبرونه

پاکستان په کندهار او خوست کې هوايي بریدونه کړي

د یوې سرچینې په خبره، په کندهار ښار کې د برید هدف مرکزي سیمې وې؛ خو په دغو بریدونو کې چاته ځاني زیان نه‌دی اوښتی.

Published

on

نن پنجشنبه( د تلې دوه‌یمه) سهار وختي پاکستاني پوځي الوتکو د کندهار ښار او د خوست ولایت په ځینو سیمو کې هوايي بریدونه کړي دي.

د یوې سرچینې په خبره، په کندهار ښار کې د برید هدف مرکزي سیمې وې؛ خو په دغو بریدونو کې چاته ځاني زیان نه‌دی اوښتی.

د سرچینې د څرګندونو له مخې، پاکستاني الوتکو د خوست په مرکز کې هم پر ځینو سیمو بریدونه کړي دي؛ خو د دغو بریدونو د دقیقو هدفونو او د احتمالي زیانونو په اړه لا ډېر جزئیات خپاره شوي نه‌دي.

د تازه بریدونو احتمالي زیانونو په اړه جزئیات به وروسته خپاره شي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!