Connect with us

تازه خبرونه

پاکستان دې د لفظي ناندرو او رسنیزو څرګندونو پر ځای د ستونزو عوامل ولټوي – امیر خان متقي

خپور شوی

د

Last Updated on: وږی ۲, ۱۴۰۲

د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیر خان متقي د پاکستان د ستراتیژیکو څېړنو انستیتیوت د مشر پر مشرۍ له یوه پلاوي سره په کتنه کې ویلي، چې د ناندرو او رسنیزو څرګندونو پر ځای دې د ستونزو عوامل ولټول شي.

د بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې له مخې؛ امیرخان متقي په دې کتنه کې ویلي، افغانستان او پاکستان ډېر ګډ ارزښتونه لري؛ له همدې کبله د دوی ترمنځ اړیکې د همغږۍ پر بنسټ ولاړې دي.

نوموړي دا هم ويلي، چې ځينې ستونزې د دواړو لوریو اړيکې زيانمنوي؛ نو د ناندرو او رسنيزو څرګندونو پر ځاى بايد د يادو ستونزو لاملونه ولټول شي.

هغه زیاته کړې، په افغانستان کې سوله او ثبات د اسلامي امارت ستر هدف و، چې اوس ترلاسه شوی او په سیمه کې سوله او ثبات هم د اسلامي امارت هیله ده.

د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي ویلي، اسلامي امارت له پاکستان سره په سوداګریزو اړیکو کې ډېر پرمختګ کړی او د افغانستان جغرافیایي موقعیت ډېر فرصتونه رامنځته کړي، چې باید ګټه ترې پورته شي.

امیر خان متقي ټینګار کړی؛ اسلامي امارت ژمن دی او دا ډاډ ورکوي، چې د افغانستان له خاورې به هیچا ته زیان ونه رسیږي.

هغه دا هم ویلي، چې افغانستان او پاکستان باید د یو بل پر ښه نیت شک ونه‌کړي او د هر راز ننګوونکیو مسلو له راپورته کولو باید ډډه وشي.

دغه راز د پاکستان د ستراتیژیکو څېړنو انستیتیوت مشر سهیل محمود ویلي، چې د اسلامي امارت له راجوړیدو سره د وینې تویېدنې مخنیوی شوی، په افغانستان کې ټولیز امنیت خوندي دی، پر نشه‌یي توکو بندیز پلی شوی، اداري فساد له منځه وړل شوی، اقتصادي چارو ته پاملرنه او نور مثبت پرمختګونه هم د ستاینې وړ دي.

هغه په ​​پاکستان کې د امنيتي حالاتو اړوند پېښو او امنیتي انديښنو ته په نغوته کې ويلي؛ هيله لرو، چې موجوده ستونزې به د همغږۍ او خبرو له لارې اوارې شي.

تازه خبرونه

کابل ښاروالۍ د شهرنو پارک د بیارغونې بنسټیزې چارې پیل کړې

کابل ښاروالۍ د یکشنبې پر ورځ( د لیندۍ دېرشمه ) په ایکس پاڼه کې لیکلي: پا ۹۰ زره ۶۶۳ مټر مربع ځمکه کې جوړ دا پارک د کابل یو پخوانی تفریحي ښاري پارک دی، چې اوس په کې د بیارغونې بېخبنایي او بنسټیزې چارې پیل شوې دي.

Published

on

کابل ښاروالۍ ویلي، چې د خصوصي او عامه مشارکت پروژې په چوکاټ کې یې د څه باندې یو میلیارډ او ۹۰۴ میلیون افغانیو پر ارزښت د شهرنو پارک د جوړولو چارې پیل کړې دي.

کابل ښاروالۍ د یکشنبې پر ورځ( د لیندۍ دېرشمه ) په ایکس پاڼه کې لیکلي: پا ۹۰ زره ۶۶۳ مټر مربع ځمکه کې جوړ دا پارک د کابل یو پخوانی تفریحي ښاري پارک دی، چې اوس په کې د بیارغونې بېخبنایي او بنسټیزې چارې پیل شوې دي.

د ښاروالۍ د څرګندونو له مخې؛ د شهرنو پارک پر ۱۴،۳۲ سلنه برخه د لوړپوړیز سوداګریز مارکیټ، تر ځمکې لاندې مارکیټ، د ښځو لپاره ځانګړي مارکیټ، تفریحي ځایونو، رسټورانټونو، جومات، د لامبو وهلو حوض، پارکینک، ورزشي او فرهنګي سیمو او د فاتحې سالون د جوړولو چارې پیل کړې، چې د درې کلونو په موده کې به بشپړې شي.

کابل ښاروالۍ ویلي، چې د دې پارک یوه برخه یې د نیالګیو کېنولو، زرغونو سیمو، د چاپېریال ساتنې سیسټم، پوښلو او آزادو تفریحي امکاناتو جوړولو لپاره ځانګړې کړې ده.

همدارنګه کابل ښاروالۍ ښاریانو ته د یادې پروژې له بشپړېدا سره عمومي برخو ته په وړیا توګه له لاسر سی هم ډاډ څرګند کړی دی.

ویل کیږي، چې د یادې پروژې عواید د ۳۰ کلونو لپاره تنظیم شوي، چې د پارک له سوداګریزو تاسیساتو څخه به ۳۰ سلنه عواید د کابل ښاروالۍ بانکي حساب ته ورځي او قراردادي شرکت د یاد پارک د تاسیساتو د پلورلو، ګروۍ، سرقلفۍ او انتفاعي ګټې اخیستنې حق نلري.

Continue Reading

تازه خبرونه

په سالنګ کې د ټرافیکي پېښې له کبله ۴۹ کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې

د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمد اشرف حق‌شناس وایي: “په دې پېښه کې ۵ مسافر مړه او ۴۴ نور ټپیان شول. د سالنګ د لویې لارې د ساتنې او ساتنې ریاست پرسونل او چارواکي په چټکۍ سره د پېښې ځای ته رسېدلي او ټپیان یې د خنجان کلینیک ته وړي دي.”

Published

on

د ټولګټو چارو وزارت ویلي، چې تېره شپه شاوخوا دوه بجې د شمالي سالنګ د شاوال په اړوند سیمه کې د موټر چلوونکي د بې احتیاطۍ له کبله ۵۸۰ ډوله مسافروړونکی بس له سړک ووت؛ ۵ کسانو په کې خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۴۴ نور ټپیان دي.

د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمد اشرف حق‌شناس وایي: “په دې پېښه کې ۵ مسافر مړه او ۴۴ نور ټپیان شول. د سالنګ د لویې لارې د ساتنې او ساتنې ریاست پرسونل او چارواکي په چټکۍ سره د پېښې ځای ته رسېدلي او ټپیان یې د خنجان کلینیک ته وړي دي.”

حق‌شناس زیاته کړې، چې د واورې او توپاني هوا له کبله د سالنګونو لویه لار تر بلې خبرتیا پورې به تړلې وي.

 
Continue Reading

تازه خبرونه

په کابل منډيي کې د اورلګېدو د خپرېدا مخه ونیول شوه

د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع زیاته کړې؛ په اور‌لګېدو کې ۱۰ ګودامونه او ۸ دوکانونه وسوځېدل. د لومړنیو څرګندونو له مخې؛ د پېښې زیان شاوخوا ۷۰۰ زره ډالر اټکل شوی، خو د اور وژنې پولیسو پخپل وخت د نږدې ۱۵۰ میلیون افغانیو پر ارزښت د توکو د سوځېدو مخه ونیوله.

Published

on

د کورنیو چارو وزارت ويلي، چې نن سهار د اور وژنې او پېښو ته د رسېدنې عمومي ریاست غړيو په کابل منډيي کې د بوټانو له یوه مارکېټ څخه د اور د خپرېدا مخه نیولې ده.

د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع زیاته کړې؛ په اور‌لګېدو کې ۱۰ ګودامونه او ۸ دوکانونه وسوځېدل. د لومړنیو څرګندونو له مخې؛ د پېښې زیان شاوخوا ۷۰۰ زره ډالر اټکل شوی، خو د اور وژنې پولیسو پخپل وخت د نږدې ۱۵۰ میلیون افغانیو پر ارزښت د توکو د سوځېدو مخه ونیوله.

عبدالمتین قانع وایي: د اور‌لګېدو لامل د برښنا شارټي وه؛ اور چټک کنټرول شو او د نور زیان مخه ونیول شوه.

ځایی دوکاندارانو ویلي، چې اور‌لګېدنه د سهار شاوخوا ۴ بجې رامنځته شوې وه.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!