Connect with us

تازه خبرونه

کابل ته د پنجشېر اوبو د لېږدولو پروژې د پلي کېدا پر څرنګوالي بحث وشو

خپور شوی

د

Last Updated on: وږی ۷, ۱۴۰۲

د ریاست الوزار د اداري مرستیال پر مشرۍ د سکتوري وزارتونو د چارسمبالو په ګډون ناسته تر سره او کابل ته د پنچشیر د اوبو د لیږد د پروژې پر پلان  او د ټول هېواد پر کچه پاکو اوبو ته د خلکو لاسرسي او د اوبو د منابعو د مدیریت په اړه اړوندو ادارو ته بېلا بېلې دندې وسپارل شوې.

د همدې ستونزې د حل لپاره د اسلامي امارت د کابینې له لوري د هېواد د اوبو چارو تنظیم په اړه د رياست الوزرا اداري مرستيال  پر مشرۍ غونډه ترسره شوه، چې په کې د یو شمېر سکتوري وزارتونو او ادارو مسوولینو برخه درلوده. د اوبو منابعو، بندونو او کانالونو او کرنيزې پراختيا په برخو کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ، انرژۍ او اوبو، د کليو بيارغاونې او پراختيا وزارتونو ترمنځ د وظيفوي تداخل په له‌منځه وړولو بحث او خبرې وشوې.

د اقتصاد وزارت مرستیال ويلي؛ د کابل په ګډون په هېواد کې د اوبو کمزوری مدیریت او په بې یساري کچه د اوبو کارول د دې سبب دی، چې هېواد‌وال له ستونزو سره مخ شي.

دغه راز د کابل ښار لودیځه برخه چې په دې روستیو کې د اوبو د کمښت له کبله له سختو ستونزو سره مخ ده. د اسلامي امارت له رهبرۍ غوښتنه کوي، چې د څښاک د پاکو اوبو د برا برولو په برخه کې جدي اقدامات تر سره کړي.

د کابل اوسیدونکی  صفدر علي وایي؛ مونږ په کابل کې د اوبو د کمښت له کبله له سختو ستونزو سره مخ یوو. مونږ پخپلو پیسو څاه‌ګاني کیندلي؛ خو اوس هم له ګڼو ستونزو سره مخ یوو. هیله ده، چې زمونږ دې ستونزې ته پام راوګرزي.

د کابل اوسیدونکی رمضان علي وایي: مونږ په کورونو کې د اوبو له سخت کمښت سره مخ یوو؛ ټولو دولتي ادارو ته تللی یوو، خو ستونزې اوس هم پخپل حال پاتې دي.

دوی له اوسني حکومته غوښتنه کوي، چې د دې ستونزې حل ته باید جدي پاملرنه وشي.

د اقتصاد وزارت مرستیال عبدالطیف نظري وایي: د هېواد له اوبو څخه له اړتیا پرته استفاده، د ژورو څاه‌ګانو کیندل او د دې مهم حیاتي سکتور کمزوری مدیریت د دې سبب شوی، چې خلک له ګڼو ستونزو سره مخ شي. حکومت اوس د دې ستونزې حل ته پاملرنه کوي.

د اقتصادي  چارو کار پوهان هم  په ځانګړي توګه پلازمېنه کابل کې د څښاک د پاکو اوبو برابرول اړین بولي او زیاتوي؛ تېر حکومتونه په دې ونه توانیدل، چې دا ستونزه حل کړي.

د اقتصادي چارو تحلیلګر لعل ځاځي ویلي؛ په ځانګړي توګه د هېواد په پلازمېنه کابل کې د څښاک د اوبو ستونزه جدي ده او ورځ تر بلي دا موضوع پر یوه ننګوونکي حالت د بدلیدو په حال کې ده. باید ورته تدابیر ونیول شي او اوبه مدیریت شي.

په هېواد کې د وروستیو وچکالیو له کبله د پلازمېنې په ګډون د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې خلک د اوبو د کمښت له کبله له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

د هېواد د جنوب غرب سیمو اوسیدونکي هم  د وچکالۍ  او په سیمو کې د اوبو د کمښت له کبله اندېښمن دي او له حکومته غوښتنه کوي، چې د اوبو د کمښت ستونزو ته دې رسیدنه وکړي.

د روزګان اوسیدونکی عبدالرشید وایي: د وروستیو وچکالیو له کبله مو په سیمو کې د اوبو کچه خورا ټیټه ده. هیله لرو، چې مسوولین دې ستونزې ته د حل لار ومومي.

د کندهار اوسیدونکی جهان داد وایي؛ زمونږه په سیمو کې وچکالۍ سختي ستونزې رامنځته کړي. هیله لرو، چې زمونږ اوسني نظام د خپلو خلکو د دې ستونزې حل ته پام راواړوي.

د اقتصادي  چارو کارپوهان وايي،  چې حکومت باید د هېواد د اوبو د مدیریت لپاره اساسي اقدامات تر سره او په هېواد کې د اوبو د کمښت ستونزه په اساسي توګه حل او پاکو اوبو ته د خلکو د لاسرسي لپاره زمینه برابره کړي.

تازه خبرونه

جمعه‌خان فاتح له خپلو ځواکونو سره حکومت ته تسلیم شو

منابع می‌افزایند که قرار است افراد وابسته به جمعه‌خان فاتح خلع سلاح شوند و نیروهای امارت اسلامی کنترول کامل منطقه را در دست بگیرند.

Published

on

امنیتي سرچینو آریانانیوز ته ویلي: د زابل د والي پخوانی مرستیال جمعه‌خان فاتح، چې په نسي ولسوالۍ کې د اسلامي امارت د ځواکونو له‌خوا تر سختې محاصرې لاندې و؛ له څو ورځنیو فشارونو وروسته له خپلو ځواکونو سره یوځای تسلیم شوی دی.

د سرچینې د څرګندونو له مخې؛ د محاصرې د کړۍ له راتنګېدو وروسته فاتح له تسلیمېدو پرته بله لار نه درلوده. نوموړي په نسي ولسوالۍ کې د اسلامي امارت موجودو ځواکونو ته وسلې پر ځمکه ایښې دي.

د اسلامي امارت د اردو لوی درستیز قاري فصیح‌الدین فطرت هم نسي ولسوالۍ ته سفر کړی و، چې د جمعه‌خان فاتح د ډلې پر وړاندې د وروستي اقدام مشري وکړي.

ټاکل شوې، چې د جمعه‌خان فاتح ټول ملګري بې‌وسلې او سیمه په بشپړه ترې پاکه شي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په تېرو پېنځه کلونو کې نږدې ۱۱۹ زره ښځې خپلو شرعي او قانوني حقونو ته رسېدلي دي

د حمزه د څرګندونو له مخې؛ دغه راز د ښځو د میراث او ملکیت اړوند ۱۲ زره او ۹۷۶ قضیو ته قضايي رسېدنه شوې او د ښځو د میراث اړوند د معلوماتو راټولولو او ثبت په برخه کې ۹ زره او ۲۱ پېښې هم تر کار او څېړنې لاندې نیول شوي دي.

Published

on

د سترې محکمې د ویاند مرستیال منصور احمد حمزه ويلي، له تېرو پېنځه کلونو راپدېخوا د افغانستان په محکمو کې د ۱۱۸ زره او ۸۶۹ ښځو خپلو شرعي او قانوني حقونو ته رسېدلي دي.

د حمزه د څرګندونو له مخې؛ دغه راز د ښځو د میراث او ملکیت اړوند ۱۲ زره او ۹۷۶ قضیو ته قضايي رسېدنه شوې او د ښځو د میراث اړوند د معلوماتو راټولولو او ثبت په برخه کې ۹ زره او ۲۱ پېښې هم تر کار او څېړنې لاندې نیول شوي دي.

هغه زیاته کړې، چې د ښځو د ملکیتونو د ثبت او تثبیت او د اسنادو د تائید په برخه کې هم ۱۸ زره او ۷۵۰ پېښو ته رسېدنه شوې او ۲۲ زره او ۷۰۳ نورې پېښې د میراث او ملکیت په برخه کې د اسنادو له پروسس او قضايي اقداماتو سره تړاو لري.

د سترې محکمې د ویاند مرستیال زیاته کړې، د ښځو د نفقې او نورو اړوند حقونو په برخه کې هم ۸ زره او ۹۰۴ پېښو ته قضايي رسېدنه شوې ده.

حمزه ټینګار کړی، چې میراث، ملکیت، مهر، نفقه او نور هغه حقونه، چې اسلامي شریعت ښځو ته ټاکلي، د هغوی ثابت حقونه دي؛ محکمې مکلفې دي، چې د ښځو قضیې په دقت او بې‌طرفۍ او د اسلامي شریعت او نافذه قوانینو له مخې وڅېړي.

هغه ویلي، د ښځو د حقونو د قضايي رسېدنې بهیر به د عدالت د تأمین او د هغوی د حقونو د ضایع کېدا د مخنیوي لپاره دوام ولري.

Continue Reading

تازه خبرونه

د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي ترکیې، پاکستان او افغانستان ته سفر وکړ

د چین بهرنیو چارو وزارت ویلي، یو شیاویونګ په ترکیه کې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د سویلي آسیا له عمومي رییس جهاد ارګینای سره لیدلي او د دواړو لوریو د خوشې وړ موضوعاتو په اړه یې خبرې کړې دي.

Published

on

د افغانستان لپاره د چین بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي یو شیاویونګ د جولای له دېرشمې څخه د اګست تر اتمې پورې ترکیې، پاکستان او افغانستان ته سفر کړی دی.

د چین بهرنیو چارو وزارت ویلي، یو شیاویونګ په ترکیه کې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د سویلي آسیا له عمومي رییس جهاد ارګینای سره لیدلي او د دواړو لوریو د خوشې وړ موضوعاتو په اړه یې خبرې کړې دي.

هغه پاکستان او افغانستان ته د سفر پر مهال هم د دواړو هېوادونو له چارواکو سره د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو د ښه‌والي او پراختیا پر لارو چارو خبرې کړې دي.

د چین بهرنیو چارو وزارت د دغو لیدنو په اړه نور جزئیات نه‌دي ورکړي؛ خو دغه سفر داسې مهال ترسره شوی، چې د کابل او اسلام‌آباد اړیکې له امنیتي او سیاسي ننګونو سره مخ دي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!