Connect with us

تازه خبرونه

افغانان په نړۍ کې تر ټولو ډېر لمونځ کوونکي دي – راپور

خپور شوی

د

په امریکا کې د پیو Pew څېړنیز مرکز راپور ورکړی، چې افغانستان په لمونځ کوونکیو کې د نړۍ لومړی هېواد دی.

نایجریا په دې نوملړ کې دوه‌ییم ځای خپل کړی دی.

د پیو څېړنیز مرکز د څرګندونو له مخې، په افغانستان کې د لمونځ کوونکیو کچه ۹۶ سلنه او په نایجریا کې ۹۵ سلنه ده.

د پیو څېړنیز مرکز په واشنګتن DC کې کار کوي او یو بې طرفه امریکایي اند‌تون دی.

دا اند‌تون د ټولنیزو مسلو، عامه افکارو او د دیموګرافیک اندونو په اړه څرګندونې کوي، چې پر لویه کچه امریکا او نړۍ په پام کې لري.

په نړۍ کې له ټولو د ډېرو عبادتکوونکیو هېوادونو نوملړ:

 

افغانستان ۹۶ سلنه

  نایجیریا: ۹۵٪

الجزایر: ۸۸٪

سینیګال: ۸۸٪

جیبوتي: ۸۷٪

ایران: ۸۷٪

عراق: ۸۷ سلنه

نایجر: ۸۷٪

اندونیزیا: ۸۴٪

 

چین د یو سلنې سره لمونځ کوونکيو هېوادونو د نوملړ په پای کې دی.

تازه خبرونه

«غیرشرعي» غوښتنې نه‌منو- د اسلامي امارت رهبر

د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د خبرپاڼې له مخې؛ شیخ هبة‌الله آخوندزاده دا څرګندونې د شنبې پر ماښام( د زمري څلیریشتمه ) د کندهار په نظامي هوايي ډګر کې یوې غونډې ته کړې دي.

Published

on

د اسلامي امارت رهبر شیخ هبة‌الله آخوندزاده وايي، «غیرشرعي» غوښتنو ته به مثبت ځواب ورنه‌کړي او د «ناوړه فرمایشونو» پر ځای د خلکو الهي او دیني حقونو ته ژمن دی.

د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د خبرپاڼې له مخې؛ شیخ هبة‌الله آخوندزاده دا څرګندونې د شنبې پر ماښام( د زمري څلیریشتمه ) د کندهار په نظامي هوايي ډګر کې یوې غونډې ته کړې دي.

هغه یو ځل بیا پر یووالي او اطاعت ټینګار کړی او له خلکو یې غوښتي؛ د هغه څه تر اغېز لاندې رانشي، چې نوموړي د «دښمنانو ناسم تبلیغات» بللي دي.

نوموړي له خلکو وغوښتل، چې د اسلامي نظام ملاتړ وکړي، د دغه نظام د مخالفانو پر تبلیغاتو ونه‌غولېږي او د دیني عالمانو او مشرانو درناوی وکړي.

هغه پر یووالي، اتفاق، ورورولۍ او اطاعت هم ټینګار وکړ.

په دې غونډه کې د کندهار ولایت یو شمېر لوړپوړو ملکي او پوځي چارواکو هم ګډون کړی و.

ویل کیږي، چې د غونډې په پای کې د اسلامي امارت د امنیتي او دفاعي ځواکونو رسم‌ګذشت هم ترسره شو او پرمختللې پوځي وسلې او تخنیکي وسایط نندارې ته وړاندې شول.

Continue Reading

تازه خبرونه

ایران کولی شي په افغانستان کې له مهمو اقتصادي فرصتونو ګټه واخلي – عراقچي

دغه راز هغه د ایران او افغانستان ترمنځ روغتیايي ګرځندوی ظرفیتونو ته د نغوتې پر مهال ویلي: د ایران بهرنیو چارو وزارت د افغان وګړو لپاره د ویزو په صادرولو کې کوم خنډ نه‌لري او چمتو دی، چې د روغتیايي ګرځندوی لپاره د ویزو د ورکړې بهیر آسانه کړي.

Published

on

د ایران بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي ګاونډ هېوادونه د بندیزونو په شرایطو کې د دغه هېواد له مهمو اقتصادي ظرفیتونو څخه بللي او د اقتصادي او سیمه‌ییزو همکاریو پر پراختیا یې ټینګار کړی دی.

عراقچي د رضوي خراسان ولایت د ګرځندوی او لاسي صنایعو د پانګه‌والو په ځانګړې غونډه کې ویلي، چې ګاونډ هېوادونه په اوسنیو شرایطو کې د ایران په بهرنۍ تګلارې او اقتصادي همکاریو کې د دغه هېواد «تر ټولو ستر فرصت» بلل کېږي.

دغه راز هغه د ایران او افغانستان ترمنځ روغتیايي ګرځندوی ظرفیتونو ته د نغوتې پر مهال ویلي: د ایران بهرنیو چارو وزارت د افغان وګړو لپاره د ویزو په صادرولو کې کوم خنډ نه‌لري او چمتو دی، چې د روغتیايي ګرځندوی لپاره د ویزو د ورکړې بهیر آسانه کړي.

عراقچي زیاته کړې؛ د روغتیايي ګرځندوی لپاره باید ځانګړي سیسټمونه او روښانه بهیرونه رامنځته شي، چې وړ کسان وکولی شي پر ډېرو آسانیو ایران ته ولاړ شي او د بهرنیو چارو وزارت هم په دې برخه کې همکارۍ ته چمتو دی.

د ایران بهرنیو چارو وزیر همداراز د اقتصادي ستونزو د اواري لپاره د ولایتونو پر واکونو د زیاتولو ټینګار کړی او څرګندوي؛ د دغه هېواد ولسمشر هم د ولایتونو د واکونو پر پراخولو ټینګار کوي، چې ستونزې په سیمه‌ییزه کچه په چټکۍ او د ښه پوهاوي له مخې اوارې شي.

عراقچي د«ولایتي ډیپلوماسۍ» تجربې ته په نغوته کې ویلي، چې د ایران او ګاونډ هېوادونو ترمنځ په سرحدي سیمو کې پر ولایتي کچه آسانه او چټکې اوارېدای شي.

هغه زیاته کړې، که د رضوي خراسان او افغانستان ترمنځ پر پوله کومه ستونزه رامنځته شي؛ د دواړو خواوو د سیمه‌ییزو چارواکو له لارې یې اوارول کابل او تهران ته د موضوع له لېږدولو او د دواړو پلازمېنو ترمنځ د خبرو له پیلولو آسانه کېدای شي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د تورخم له لارې افغانستان ته د بشري مرستو ۷۲۴ موټر راولېږدېدل

د پاکستان« ټوډی» ورځپاڼې د راپور له مخې، په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د بشري چارو همغږي کوونکي او استازي محمد یحیی ویلي؛ د مرستو ۷۲۴ موټر له تورخم څخه تېر شوي او په افغانستان کې اړمنو کورنیو ته رسېدلي دي.

Published

on

د تورخم له لارې افغانستان ته د بشري مرستو هغه ۷۲۴ موټر راولېږدېدل، چې د ملګرو ملتونو او پاکستانيو اړوند چارواکو د څرګندونو له مخې؛ له اړمنو کورنیو سره د حیاتي مرستو د رسولو لپاره رالېږدول شوي دي.

د پاکستان« ټوډی» ورځپاڼې د راپور له مخې، په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د بشري چارو همغږي کوونکي او استازي محمد یحیی ویلي؛ د مرستو ۷۲۴ موټر له تورخم څخه تېر شوي او په افغانستان کې اړمنو کورنیو ته رسېدلي دي.

هغه د پاکستان له حکومت او ټولو هغو کسانو مننه کړې، چې د دې بشري لارې په پرانیسته کې یې همکاري کړې ده.

د لارو د تړل کېدا ترڅنګ پرله‌پسې نښتو او اقتصادي ستونزو د تورخم دواړه غاړې خلک له سختو شرایطو سره مخ کړي دي.

دغه راز ملګرو ملتونو او مرستندویه ادارو هڅه کړې، چې زیان‌منو کورنیو ته خوراکي توکي او نورې حیاتي مرستې ورسوي.

د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار د ملګرو ملتونو د اعلان په غبرګون کې ویلي، چې اسلام‌آباد له دې بشري هڅې ملاتړ کړی او د افغانستان له اړمنو کورنیو سره یې د مرستو په رسولو کې همکاري کړې ده.

د دغو مرستو لېږد په داسې حال کې ترسره کېږي، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ امنیتي ترینګلتیا اوس هم روانه ده. اسلام‌آباد څو ځله افغانستان د تحریک طالبان پاکستان او وسله‌والو ډلو پر ملاتړ تورن کړی؛ خو کابل دا تور ردوي او د پاکستان ناامني د دغه هېواد کورنۍ ستونزه بولي.

سره له دې، چې لارې د عادي سوداګرۍ پر مخ تړلي او امنیتي ترینګلتیا روانه ده؛ افغانستان ته د بشري مرستو لېږد آسانه شوی دی.

تېره میاشت هم د تورخم له لارې د خوړو نړیوال پروګرام د مرستو له ۲۶ موټر، څخه ۲۱ موټر افغانستان ته داخل شوي وه.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!