Connect with us

سیمه ییز خبرونه

اوس د افغانانو د وحدت وخت دی او مجاهدین باید فاصلې ختمې کړي – سراج الدین حقاني

خپور شوی

د

(Last Updated On: تله ۲۶, ۱۴۰۲)

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت چارسمبالي سراج الدین حقاني د ۲۰۳ منصوري قول اردو په دوه‌یمه پلې لوا کې د سیمه‌ییزو چارواکو تر څنګ د پکتیکا د کتواز سیمې له یو شمېر قومي مشرانو، سپین‌ږیرو او ځوانانو سره وکتل.

سراج الدین حقاني د کټواز مجاهدینو ته په خپلو یو شمېر سپارښتنو کې ویلي؛ منم، چې تاسې په جهاد کې سختۍ ګاللي دي. هغه مجاهدین، چې اوس یې د خدمت موقع نه‌ده تر لاسه کړې؛ له بې صبرۍ دې ځان وساتي؛ ځکه د افغانانو د وحدت وخت دی او مجاهدین باید فاصلې ختمې کړي او پر شرايطو برابرو کسانو ته د خدمت زمینه مساعده کړي.

د سراج الدین حقاني د څرګندونو له مخې؛ د هېواد له ازادۍ وروسته د ابادۍ هوډ پیاوړی دی او د خدای او ولس په مرسته به په‌دې هدف کې هم بري ته رسېږو.

نوموړي د نظام د پايښت لپاره د عالمانو او مسلکي کسانو لارښوونې او مشورې مهمې وبللې، چې له هره اړخه پر ځان بسیا او معتدل نظام ثابت شي.

هغه دا ډاډ هم وړاندې کړ، چې: خادم حاکم، د نظام مثبته استازولي کوي؛ ښه خدمت د نظام د نیک‌نامۍ او کامیابۍ سبب کېږي. همدارنګه د مغرورو او کمزورو مسوولانو ناکامي د نظام ناکامي انګېرل کېږي.

په دې ناسته کې د منصوري قول اردو دوه‌ییمې پلې لوا قومندان جنرال وثیق له حکومتي مسوولانو او ولسي وګړیو سره دغسې ليدنې مهمې او ارزښتناکې و بللې، چې د نظام د ثبات او پياوړتيا په برخه کې ځانګړی ځای لري. د خوښۍ ځای دی، چې د نظامي ځواکونو د مشرتابه له لوري اوس‌مهال د شپنيو عملياتو پر ځای، له ولس سره پر خواخوږۍ او نیک چلند ټينګار کېږي.

دغه راز د ګټواز سيمې يو تن قومي مشر ولد شاه دې ناستې ته په وينا کې څرګنده کړې: اسلامي امارت د افغان ولس ارمان و، چې د مجاهدينو پر سرښندنه راغی.

هغه د خپلې سیمې د خلکو همکاري یاده کړه او بیا یې ولسي ځينې ستونزې هم وړاندې کړې.

سیمه ییز خبرونه

مونږ له ایران سره د رییسي د چورلکې په لټون کې مرسته ونکړه – امریکا

Published

on

(Last Updated On: غبرګولى ۱, ۱۴۰۳)

امریکا په ډاګه کړې، چې په ختیځ آذزبایجان کې د ایران د ولسمشر د چورلکې له غورځېدو وروسته تهران له واشنګټن څخه د مرستې غوښتنه وکړه؛ خو د لوژیستیکي دلایلو له کبله رد او ونه منل شوه.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند مټیو میلر په یوه خبري کنفرانس کې ویلي: د ایران حکومت له مونږ څخه د مرستې غوښتنه وکړه. مونږ دوی ته څرګنده کړه، چې مونږ به مرسته وکړو. لکه څنګه، چې مونږ په دې ډول شرایطو کې د بهرني حکومت هرې غوښتنې ته ځواب ورکوو.

هغه زیاته کړې؛ خو د لوژستیکي دلایلو له کبله مونږ نشو کولی دا مرستې چمتو کړو.

دغه چورلکه، چې ابراهیم رییسي، د بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان او د سپرلۍ په ګډون شپږ مسافر په کې سپاره ول؛ د یکشنبې پر ورځ د ختیځ آذربایجان په غرنۍ سیمه کې را ولوېده. د دغې چورلکې سوځېدلې پاتې شوني د دوشنبې پر سهار له یوې شپې لټون وروسته وموندل شول.

ویل کیږي، چې ابراهیم رییسي د یکشنبې پر ورځ د یو شمېر ایراني چارواکو سره د دغه هېواد ختیځ آذربایجان ولایت ته تللی وو او هلته یې د ولسمشر الهام علي‌یوف سره یوځای د قیزقلعه‌ سي د اوبو بند پرنبیسته وکړه.

Continue Reading

سیمه ییز خبرونه

د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي د چورلکې د راغورځېدو په پېښه کې مړ شو

Published

on

(Last Updated On: غویی ۳۱, ۱۴۰۳)

رویټرز خبري آژانس د ایراني سرچینو د راپور له مخې څرګنده کړې، چې ایراني چارواکو د دوشنبې پر ورځ په ختیځ آذربایجان ولایت کې د چورلکې د لټون پر مهال د هغې د پاتې شونو له موندلو وروسته ویلي، چې د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي او د هغه د بهرنیو چارو وزیر د چورلکې د راغورځېدو په پېښه کې مړه شوي دي.

دغه لوړپوړي ایراني چارواکي د نوم نه ښودلو پر شرط رویټرز خبري اژانس ته ویلي، ولسمشر رییسي، د بهرنیو چارو وزیر او په چورلکه کې سپاره ټولې نورې سپرلۍ مړې شوې دي.

د ایران مهر خبري آژانس د چورلکې د سپرلۍ د مړینې پخلی کړی او ویلي یې دي، چې د چورلکې ټول مسافر د ایران د ولسمشر او بهرنیو چارو وزیر په ګډون مړه شوي دي.

یوه ایراني چارواکي له دې مخکې رویټرز خبري آژانس ته ویلي وه، چې د یکشنبې پر ورځ د رییسي او  بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان لېږدوونکې چورلکه پوره سوځېدلې ده.

دولتي ټلویزیون له سایټ څخه د اخیستل شویو انځورونو له مخې څرګنده کړې، چې الوتکه د غره پر څوکه لګېدلې او راغورځېدلې ده. که څه هم د راغورځیدو د علت په اړه رسمي څه ندي ویل شوي.

د ایران دولتي خبري آژانس ایرنا ویلي، رییسي د امریکا په بیل ۲۱۲ چورلکه کې الوتنه کوله.

۶۳ کلن رئیسي په ۲۰۲۱ کال کې د ولسمشر په توګه وټاکل شو او د واک د ترلاسه کولو راپدیخوا یې د اخلاقي قوانینو د سختولو امر کړی، د حکومت ضد مظاهرو پر وړاندې یې د خونړیو لاریونونو څارنه کړې او د نړۍ له قدرتونو سره یې په اتومي خبرو کې خپل سخت دریځ وړاندې کړی دی.

د ایران ستر مشر ایت الله علي خامنه‌يي، چې د ایران د بهرنۍ تګلارې او د ایران د اټومي پروګرام په اړه وروستۍ خبره کوي؛ له دې مخکې ایرانیانو ته ډاډ ورکړی، چې د دولت په چارو کې به هیڅ ډول ګډوډي نه رامنځته کیږي.

دا پېښه په داسې حال کې رامنځته کېږي، چې په ایران کې د سیاسي، ټولنیزو او اقتصادي کړکېچونو پر سر اختلافونه ډېر شوي دي. د ایران مذهبي واکمن د تهران د جنجالي اټومي پروګرام او په اوکراین کې د جګړې پر مهال له روسیې سره د ژورو پوځي اړیکو له کبله له نړیوالو فشارونو سره مخ دي.

رییسي د یکشنبې پر ورځ د آذربایجان په پوله کې د قز-قالاسي بند د یوې ګډې پروژې د پرانستلو لپاره تللی و، چې له الوتنې وروسته له غبارونو څخه په ډاکه سیمه کې چورلکه ورکه شوه او نن سهار یې پاتې شوني وموندل شول.

Continue Reading

سیمه ییز خبرونه

د ایران د ولسمشر ابراهیم رییسي راغورځېدلې چورلکه وموندل شوه – د ایران سره صلیب اداره

Published

on

(Last Updated On: غویی ۳۱, ۱۴۰۳)

د ایران د سره صلیب ادارې مشر خبر ورکړی، چې د ولسمشر ابراهیم رئیسي او ورسره مل پلاوي چورلکه وموندل شوه.

د دې نړیوالې ادراې مشر پیرحسین کولیونډ ویلي؛ چورلکه موندل شوی. مونږ اوس د چورلکې پر لوري روان یوو؛ خو وضعیت ښه ندی.

نوموړي په دې اړه نور چزئیات ندي ورکړي.

د ایرنا رسمي خبري آژانس د کولیونډ له قوله ویلي، چې د پېښې ځای ته د ژغورنې او لټون ۷۲ ډلې رسیدلي؛ خو د ولسمشر او ورسره مل کسانو د مرګ او ژوبلې په اړه تر دې دمهڅه ویل شوي ندي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ په سیمې کې له اورښت او غبار سره – سره د یکشنبې له ورځې زاپدیخوا د ژغورنې او لټون هلې ځلې روانې ساتل شوې دي.

د ایران دولتي ټلویزیون هم ویلي، چې د ولسمشر ابراهیم رییسي او ورسره مل پلاوي چورلکه موندل شوې؛ خو د مسافرو ژوندي پاتې کیدو نښې نه‌لیدل کیږي.

د ایران د پوځ لوی درستیز امر کړی، چې د پوځ او سپاه پاسداران له ټولو منابعو دې د لټون او ژغورنې په عملیاتو کې کار واخیستل شي.

دولتي رسنیو د سیمه‌ییزو ځواکونو د یوه قومندان له قوله ویلي؛ مونږ د پېښې د عمومي سیمې هر انچ په بشپړه توګه لټوو. سیمه ډېره سړه، باراني او له غباره ډکه ده او باران ورو ورو پر واورو بدلیږي.

یو شمېر هېوادونو د ژغورنې په هڅو کې د مرستې وړاندیزونه کړي دي.

سپینې ماڼۍ ویلي، چې د امریکا ولسمشر جوبایډن ته د الوتکې د نسکورېدو په اړه معلومات ورکړ شوي دي.

چین ژوره اندېښنه څرګنده کړې.

اروپايي ټولنې د بېړنۍ سپوږمکۍ نقشه کولو ټکنالوژۍ وړاندیز کړی.

رییسي د یکشنبې پر ورځ د آذربایجان پولې ته د قیز-قالاسي بند د یوې ګډې پروژې د پرانستلو لپاره تللی و.

د آذربایجان ولسمشر الهام علی‌یوف، چې د ورځې په پیل کې له رییسي سره له ملګرتیا ډکه مخه ښه وکړه؛ د ژغورنې په برخه کې د مرستې وړاندیز وکړ.

۶۳ کلن رییسي په ۲۰۲۱ کال کې د ولسمشر په توګه وټاکل شو او واک ته له رسېدو راپدیخوا یې د اخلاقي قوانینو د سختولو امر کړی، د حکومت ضد مظاهرو پر وړاندې یې د خونړیو لاریونونو څارنه کړې او د نړۍ له قدرتونو سره یې په اتومي خبرو کې خپل ټینګار څرګند کړی دی.

دا پېښه په داسې حال کې رامنځته کېږي، چې په ایران کې د سیاسي، ټولنیزو او اقتصادي کړکېچونو پر سر اختلافونه ډېر شوي دي. د ایران مذهبي واکمن د تهران د جنجالي اټومي پروګرام او په اوکراین کې د جګړې پر مهال له روسیې سره د ژورو پوځي اړیکو له کبله له نړیوالو فشارونو سره مخ دي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!