Connect with us

تازه خبرونه

په افغانستان کې د امنیت او ثبات په ګډون ښه پرمختګونه شوي – فریدون سینیرلي اوغلو

خپور شوی

د

د افغانستان په چارو کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړي همغږي کوونکي فریدون سینیرلي اوغلو او ورسره ملګري پلاوي یې پرون (دوشنبه د لړم لومړۍ) د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال عبدالسلام حنفي سره په کتنه کې ویلي، چې په افغانستان کې په ځانګړي توګه د امنیت او ثبات په ګډون ښه پرمختګونه رامنځته شوي دي.

په دې کتنه کې فریدون سینیرلي اوغلو د افغانستان په اړه خپله ارزونه وړاندې ورکړ او څرګندوي؛ هڅه کوو، چې د نړیوالې ټولنې او د افغانستان اسلامي امارت تر منځ ناسم پوهاوی له منځه یوسو.

هغه زیاته کړې؛ افغانستان اوږد تاریخ لري او مونږ له اسلامي امارت سره ښې اړیکې غواړو او هیله لرو، چې افغانستان له ګاونډیانو او نړۍ سره په سوله کې ژوند وکړي او د نړیوالې ټولنې فعال غړی شي.

هغه ويلي، چې د افغانستان لپاره بايد د تخنيکي او پراختيايي مرستو په برخه کې کار وشي؛ ځکه د دې هېواد خلک دغو مرستو ته اړتيا لري.

دغه راز د ریاست الوزراء اداري مرستیال عبدالسلام حنفي د نومړي پر مشرۍ پلاوي ته د ښه راغلاست تر څنګ ویلي: اسلامي امارت له نړۍ سره د متقابل احترام او تعامل په فضا کې د مثبت تعامل غوښتونکی دی او د اسلامي امارت د مسوولینو تر منځ دا ډول ناستې د امارت او ملګرو ملتونو ترمنځ د باور رامنځته کولو لپاره ښه کار دی او مسایل باید د خبرو او بحث له لارې حل شي.

عبدالسلام حنفي د اسلامي امارت له واکمنۍ وروسته مثبتو پرمختګونو ته په نغوته کې ویلي، چې په افغانستان کې بشپړ امنیت خوندي شوی، د نشه‌یي توکو کښت، تولید او قاچاق بند دی، د اداري فساد مخه نیول شوې، عفوه اعلان شوې او پخپل ځواک پاتې ده. لسګونه زر روږدي کسان راټول او درملنه یې شوې، مطبوعات د اسلامي اصولو او ملي ګټو په چوکاټ کې فعالیت کوي او د هېواد د ټولو وګړیو حقوق له اسلامي اصولو سره سم تنظیمیږي.

نوموړي زیاته کړې: مونږ د افغانستان آبادول او د تېرو څلور لسیزو پر زخمونو مرهم لګول غواړو او اسلامي امارت به هیچا ته اجازه ورنه‌کړي، چې د افغانستان خاوره د نورو د امنیت پر ضد وکاروي.

عبدالسلام حنفي همداراز ویلي: هیله لرو، چې ستاسې له ماموریت سره د اسلامي امارت او نړیوالې ټولنې تر منځ شته ناسم پوهاوی حل شي.

تازه خبرونه

په کندهار کې د جهادي آثارو د ساتنې موزیم پرانیستل شو

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د جهادي آثارو د ساتنې عمومي رییس محمد طاهر احمد، د جهادي آثارو او سندونو د ثبت رییس احمدالله سعید خوستي او ورسره مل پلاوي کندهار ته د سفر پر مهال د دې موزیم د پرانیستې په مراسمو کې ګډون وکړ.

Published

on

د کندهار په اطلاعاتو او کلتور ریاست کې د جهادي آثارو د ساتنې موزیم د رسمې مراسمو پر مهال ً پرانیستل شو.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د جهادي آثارو د ساتنې عمومي رییس محمد طاهر احمد، د جهادي آثارو او سندونو د ثبت رییس احمدالله سعید خوستي او ورسره مل پلاوي کندهار ته د سفر پر مهال د دې موزیم د پرانیستې په مراسمو کې ګډون وکړ.

په دغو مراسمو کې د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رییس انعام‌الله سمنګاني او د امارتي ادارو یو شمېر رییسانو هم ګډون کړی و.

د کندهار د جهادي آثارو د ساتنې مسوول ویلي، تر اوسه له بېلابېلو ځایونو څخه له سلو ډېر جهادي آثار راټول شوي دي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ په موزیم کې د انګلیسي، روسي او امریکايي ځواکونو له‌خوا د تېر شل کلن اشغال پر مهال پرېښودل شوې او غنیمت شوې وسلې او د بېلابېلو شهیدانو پاتې آثار ساتل کیږي.

هغه زیاته کړې، چې د موزیم د بډاینې لپاره د جهادي ٍثارو د راټولولو لړۍ به روانه وي او اوس‌مهال لیدونکي کولی شي له دې موزیم څخه لیدنه وکړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

پر کندهار، پکتیا او خوست د پاکستان په هوايي بریدونو کې څلور ملکي وګړي «شهیدان» شول – اسلامي امارت

مجاهد دغه بریدونه کلک غندلي او څرګندوي، چې د پاکستان د پوځ اقدامات د ټولو اصولو خلاف، ښکاره تېری او جنایت دی.

Published

on

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد ويلي، پاکستاني پوځ تېره شپه(د تلې دوه‌یمه) یو ځل بیا پر کندهار، پکتیا او خوست ولایتونو هوايي بریدونه کړي، چې په کې څلور ملکي وګړي «شهیدان» شوي دي.

مجاهد دغه بریدونه کلک غندلي او څرګندوي، چې د پاکستان د پوځ اقدامات د ټولو اصولو خلاف، ښکاره تېری او جنایت دی.

د اسلامي امارت ویاند د دغو بریدونو په غبرګون کې ویلي، چې د پاکستان د پوځ پر وړاندې به «پرېکنده دریځ» ونیول شي او مناسب ځواب به ورکړ شي.

نوموړي زیاته کړې؛ پاکستاني پوځي کړیو د دغو بریدونو د توجیه لپاره ادعا کړې، چې له افغانستان څخه د پاکستان لوري ته بې‌پیلوټه الوتکې اوښتې دي.

د مجاهد وتایي؛ پاکستان یو ځل بیا د خپلو کورنیو ستونزو د توجیه لپاره پر افغان خاوره هوايي برید کړی او دغه ډول اقدامات د افغان ولس غصه راپاروي.

نوموړي خبرداری ورکړی، چې د پاکستان د پوځ دا ډول اقدامات به ورته ناوړه پایلې ولري.

Continue Reading

تازه خبرونه

پاکستان په کندهار او خوست کې هوايي بریدونه کړي

د یوې سرچینې په خبره، په کندهار ښار کې د برید هدف مرکزي سیمې وې؛ خو په دغو بریدونو کې چاته ځاني زیان نه‌دی اوښتی.

Published

on

نن پنجشنبه( د تلې دوه‌یمه) سهار وختي پاکستاني پوځي الوتکو د کندهار ښار او د خوست ولایت په ځینو سیمو کې هوايي بریدونه کړي دي.

د یوې سرچینې په خبره، په کندهار ښار کې د برید هدف مرکزي سیمې وې؛ خو په دغو بریدونو کې چاته ځاني زیان نه‌دی اوښتی.

د سرچینې د څرګندونو له مخې، پاکستاني الوتکو د خوست په مرکز کې هم پر ځینو سیمو بریدونه کړي دي؛ خو د دغو بریدونو د دقیقو هدفونو او د احتمالي زیانونو په اړه لا ډېر جزئیات خپاره شوي نه‌دي.

د تازه بریدونو احتمالي زیانونو په اړه جزئیات به وروسته خپاره شي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!