تازه خبرونه
پاکستان تر اوسه د افغان کډوالو د درې اړخیزې ناستې په اړه هوکړه نهده کړې – اسلامي امارت
که څه هم له پاکستان څخه د بې اسنادو افغان مهاجرینو د ایستلو ټاکل شوي ضرب الاجل ته اته ورځې پاتې دي؛ خو اسلامي امارت وايي، چې اسلامآباد تر اوسه پهدې اړه له ملګرو ملتونو سره د درې اړخیزې ناستې د ترسره کولو هوکړه نهده کړې.
د اسلامي امارت د مهاجرینو او راستنیدونکیو چارو وزارت د یکشنبې پر ورځ (د تلې ۳۰ ) یوه خبرپاڼه خپره کړې او څرګندوي، چې د دغه وزارت مسلکي مرستیال عبدالرحمن راشد په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمیشنرۍ له مرستیال لیونارد زولو سره د دوشنبې پر ورځ له پاکستان څخه د افغان کډوالو د شړلو په اړه خبرې کړې دي.
د دغه وزارت په څرګندونو کې راغلي: دا، چې پاکستاني لوري د افغانستان، پاکستان او د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمیشنرۍ پر درې اړخیزه ناسته هوکړه نهده کړې؛ نو دې وزارت پرېکړه وکړه، چې ياده شوې غونډه به د اسلامآباد پر ځای په کابل کې تر سره او دا موضوع به د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت له لارې دواړو لوریو ته وړاندې شي.
په دې خبرپاڼه کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ د مشر لیونارد زولو د څرګندونو له مخې ویل شوي، چې پاکستان باید ژر تر ژره د دغې درې اړخیزې غونډې د ترسره کېدو یا نه حاضرېدو په اړه خپله پرېکړه اعلان کړي.
د روانې میاشتې په پیل کې اسلامآباد ټولو هغو کډوالو ته، چې په غیر قانوني توګه په پاکستان کې میشت دي؛ د نومبر تر لومړۍ نېټې له پاکستان څخه د وتلو مهلت ورکړی او دا خبرداری یې هم ورکړی، چې که ونه وځي وبهنیول شي او له هېواده شړل کیږي.
په پاکستان کې یو شمېر بنسټونو ملګرو ملتونو او ځینو هېوادونو له پاکستان وغوښتل، چې افغان کډوال ونهباسي او خبرداری یې هم ورکړی، چې ښايي دغه کسان افغانستان ته له ستنېدو وروسته د اسلامي امارت لهخوا وځپل شي.
دغه راز د تېرې پنجشنبې پر ورځ د امریکا بهرنیو چارو وزارت د پاکستان په ګډون د افغانستان له ټولو ګاونډیانو غوښتي وه؛ هغو افغانانو ته، چې د امنیت په لټه کې دي د ننوتو او پاتې کېدو اجازه ورکړي.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو میلر په یوه خبري کنفرانس کې له پاکستان او نورو هېوادونو وغوښتل، چې له دغو کډوالو سره مرسته وکړي.
هغه ویلي: زه غواړم ووایم، چې مونږ د پاکستان په ګډون له ټولو هېوادونو غواړو، چې له مهاجرینو او پناه غوښتونکیو سره په چلند کې خپل مکلفیتونه مراعات کړي او د اجباري راستنېدو د منع اصولو ته درناوی وکړي.
د اسلامي امارت چارواکو هم له پاکستان څخه غوښتي، چې د افغان مهاجرو د اخراج په اړه پهخپله پرېکړه له سره غور وکړي.
پاکستان اعلان کړی، چې ناقانونه میشت افغانان به وشړي.
د پاکستانيو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغه هېواد کې ۱.۷ میلیون بهرنيان، چې ۱.۴ میلیون یې افغانان دي ناقانونه ژوند کوي.
د پاکستان حکومت د دې هېواد د پلازمېنې اسلامآباد په ګډون په یو شمېر لویو ښارونو کې د افغان کډوالو د ایستلو له ټاکلې نېټې مخکې د نیولو لړۍ هم ګړندۍ کړې ده.
د پاکستانيو رسنیو له مخې؛ د خیبر پښتونخوا پولیسو د یکشنبې پر ورځ د پېښور باړې د اړوند افغان مهاجرینو په یوه پخواني مارکیت کې له کومې مخکنۍ خبرتیا پرته لسګونه دوکانونه ویجاړ کړل. له دې مخکې هم د اسلامآباد پولیسو په مورګل سیمه کې د افغان کډوالو یو شمېر کورونه نړولي وه.
له پاکستان څخه د افغان مهاجرینو د ایستلو وروستۍ نېټه را نږدې کیږي او اسلامي امارت د ننګرهار ولایت د تورخم بندر ته څېرمه د شړل شویو کډوالو د لنډ مهاله اوسېدو لپاره یو کمپ جوړ کړی دی. دغه کمپ د ۵۰۰ کسانو وتیا او ظرفیت لري.
د اسلامي امارت سیمهییزو چارواکو ويلي، په کمپ کې راستنېدونکیو مهاجرینو ته د لنډمهالې استوګنې پر مهال خوراکي توکي، ترانسپورت او روغتیايي خدمات وړاندې کېږي.
پاکستانيو چارواکو ويلي، چې دلته د میشتو افغانانو او نورو هغو کډوالو لپاره، چې د اوسېدو قانوني اسناد نهلري، د ضرب الاجل له ټاکلو وروسته زرګونه بېرته هېواد ته ستانه شوي دي.
د دغو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ د جمعې تر ورځې ( د تلې ۲۸ / د اکتوبر ۲۰ ) شاوخوا ۵۲ زره افغانان، چې ښځې او ماشومان هم په کې دي، بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي او ډېر نور له کراچۍ او نورو ښارونو د پولې پر لورې روان دي.
تازه خبرونه
افغان او ترکي استازو پر اقتصادي او سوداګریزو اړیکو خبرې وکړې
ملا عبدالغني برادر آخوند په افغانستان کې د ترکي شرکتونو له پانګونو ستاینه کړې او له نورو ترکي پانګوالو یې هم وغوښتل، چې په افغانستان کې پانګونه وکړي. نوموړي ډاډ ورکړ، چې اسلامي امارت به د پانګوالو لپاره ټولې اړینې آسانتیاوې برابرې کړي.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند نن(پنجشنبه، د وږي نولسمه) په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د ترکیې له سفیر سادین آیلدز سره په ترکیه کې د افغان کډوالو پر ستونزو، اقتصادي، سوداګریزو او ټرانزیټي اړیکو خبرې کړې دي.
ملا عبدالغني برادر آخوند په افغانستان کې د ترکي شرکتونو له پانګونو ستاینه کړې او له نورو ترکي پانګوالو یې هم وغوښتل، چې په افغانستان کې پانګونه وکړي. نوموړي ډاډ ورکړ، چې اسلامي امارت به د پانګوالو لپاره ټولې اړینې آسانتیاوې برابرې کړي.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال په ترکیه کې د افغان کډوالو د ستونزو د حل او هغوی ته د ډېرو آسانتیاوو د برابرولو غوښتنه هم وکړه.
د ترکیې سفیر سادین آیلدز د افغانستان او ترکیې ترمنځ د سوداګرۍ د کچې له زیاتېدا خوښي څرګنده کړه او وایي؛ هېواد یې چمتو دی، چې د ټرانسپورټ، ټرانزیټ، روغتیا، زدهکړو او اقتصادي برخو کې له افغانستان سره خپلې اړیکې پراخې کړي.
نوموړي زیاته کړې، ترکیه به د افغانستان او نړیوالې ټولنې ترمنځ د اړیکو د پراختیا او نړۍ ته د افغانستان د رښتیني انځور د وړاندې کولو په برخه کې خپلې همکارۍ روانې وساتي.
د ترکیې سفیر ویلي، افغانانو ته د ویزو د ورکړې په برخه کې یې آسانتیاوې رامنځته کړي او هڅه کوي، چې په دې برخه کې نورې اآسانتیاوې هم برابرې کړي.
تازه خبرونه
له پاکستان څخه دې د افغان زدهکړیالانو د ایستلو لړۍ ودرول شي – د بشري حقونو د څار بنسټ
د دې بنسټ د راپور له مخې؛ د پاکستان حکومت د طب او غاښونو پوهنتونونو او ښوونیزو مرکزونو ته امر کړی، چې افغان زدهکړیالان له دغو مرکزونو وباسي او افغانستان ته د هغوی د ستنېدا زمینه برابره کړي.
د بشري حقونو د څار بنسټ د طب او غاښونو د څانګو د افغان زدهکړیالانو د ایستلو په اړه د پاکستان پرېکړه غندلې او خبرداری یې ورکړی، چې دغه پرېکړه ښايي لسګونه افغان ځوانان او نجونې له زدهکړو بېبرخې کړي.
د دې بنسټ د راپور له مخې؛ د پاکستان حکومت د طب او غاښونو پوهنتونونو او ښوونیزو مرکزونو ته امر کړی، چې افغان زدهکړیالان له دغو مرکزونو وباسي او افغانستان ته د هغوی د ستنېدا زمینه برابره کړي.
راپور زیاتوي، د پاکستان د طب اړوند ښوونیزو مرکزونو د نویو افغان زدهکړیالانو له منلو هم ډډه کړې ده.
د لاهور په کینګ اېډوارډ پوهنتون کې ۲۰ افغان زدهکړیالان، چې څلور یې نجونې او اووه یې د وروستي کال دي؛ ورته ویل شوي، چې د وتلو د چارو د ترسره کولو لپاره دې په ۲۴ ساعتونو کې لاس پرکار شي.
د پاکستان د بشري حقونو کمیسیون ويلي: په لاهور کې شاوخوا ۱۰۰ افغان زدهکړیالان، چې د طب او غاښونو په څانګو کې زدهکړې کوي؛ ښايي د دې پرېکړې له کبله اغېزمن شي، چې د ۲۰ او ۴۰ ترمنځ یې نجونې او ښځې دي.
ځینې زدهکړیالانو د ایستلو له وېرې د پاکستان د بشري حقونو له کمیسیون څخه د مرستې غوښتنه کړې، چې خوندي سرپناه او حقوقي مرستې هم رانغاړي.
د بشري حقونو د څار بنسټ ويلي؛ پاکستان د نړیوالو قوانینو له مخې اړ دی، چې ټولو وګړو ته له هر ډول توپیر پرته د لوړو زدهکړو برابر فرصتونه برابر کړي.
د دې بنسټ د څرګندونو له مخې، په دې برخه کې بهرني وګړي هم شامل باید له دې حق څخه بېبرخې نهشي.
دې بنسټ ویلي:« یوازې د افغانتوب له کبله د زدهکړیالانو ایستل له دې حقونو سره په ټکر کې دي.»
د بشري حقونو د څار بنسټ زیاته کړې؛ پاکستان په وروستیو کلونو کې پر افغان کډوالو فشارونه زیات کړي او سلګونه زره افغانان یې نیولي او جبري یې افغانستان ته ستانه کړي دي. په دغو کسانو کې داسې کسان هم دي، چې لسګونه کاله یې په پاکستان کې ژوند کړی دی.
تازه خبرونه
د هرات د اقتصادي ودې لپاره نږدې دوه میلیارډ ډالره پانګونه شوې
د هرات ولایت مقام ویاند مفتي یوسف سعیدي ويلي؛ سیمهییزې ادارې هڅه کړې، چې د کورنیو او بهرنیو پانګونو لپاره آسانتیاوې برابرې کړي او د لویو اقتصادي پروژو د پلي کېدا زمینه برابره کړي.
د هرات سیمهییز مسوولانو ويلي، په تېرو پنځو کلونو کې د دغه ولایت په بېلابېلو اقتصادي، تولیدي، خدماتي او بېخبنايي برخو کې نږدې دوه میلیارډ ډالره پانګونه جذب شوې ده.
د هرات ولایت مقام ویاند مفتي یوسف سعیدي ويلي؛ سیمهییزې ادارې هڅه کړې، چې د کورنیو او بهرنیو پانګونو لپاره آسانتیاوې برابرې کړي او د لویو اقتصادي پروژو د پلي کېدا زمینه برابره کړي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د هرات د سمنټو، لمریزې او بادي برښنا، ښاري ماسټر پلان، ټاپي او یو شمېر نورو لویو پروژو چارې پیل او ځینې یې ګټې اخیستنې ته هم سپارل شوي دي.
سعیدي زیاته کړې؛ د هرات په سویل کې د نړیوال ټرمینل، د پل هاشمي سبسټېشن او د یو شمېر ښاري او بینالولایتي سړکونو د جوړولو او پراختیا چارې هم روانې دي.
د هرات سیمهییزو مسوولانو د څرګندونو له مخې؛ د پانګونې د جذب، د کورنیو تولیداتو د ملاتړ او د اقتصادي بېخبناوو د پراختیا لپاره د آسانتیاوو رامنځته کول یې اړین لومړیتوبونه دي.
هرات د ایران او ترکمنستان له پولو سره د نږدېوالي او د سوداګریزو او ټرانزیټي لارو پر سر د موقعیت له کبله د افغانستان له مهمو اقتصادي ولایتونو څخه ګڼل کیږي.
-
تازه خبرونه3 days agoد پاکستان له طب څانګې د افغان زدهکړیالانو د ایستلو پرېکړه غیرانساني او خواشینوونکې ده – مجاهد
-
تازه خبرونه4 days agoله امریکا پاتې پوځي تجهیزات اوس د افغان دولت دي – اسلامي امارت
-
تازه خبرونه5 days agoپه کابل پولیتخنیک کې د هوافضا او پرمختللیو هوایي سیسټمونو ځانګړی پوهنځی جوړ شو
-
تازه خبرونه4 days agoپاکستان افغان طبي زدهکړیالان د فراغت په درشل کې وشړل؛ دا ظلم او کرکه ده – ځدراڼ
-
ساینس او ټیکنالوژي4 days agoمصنوعي ځیرکتیا ښايي بشریت ته ګواښ پېښ کړي – د م.م د بشري حقونو مسوول
-
څار5 days agoڅار: له نړیوالې ټولنې سره د افغانستان اړیکې
-
سیمه ییز خبرونه3 days agoایران د اردن امریکايي اډه او په هرمز کې بېړۍ پر نښه کړي
-
تازه خبرونه4 days agoافغانستان څه باندې ۴۰ کلن جنګ او طبیعي آفتونه زغملي دي – م.م
