Connect with us

تازه خبرونه

د هرات په غوريان ولسوالۍ کې د اوسپنې کان د يوې برخې د اکتشاف چارې پيل شوې

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۲۰, ۱۴۰۲)

 د افغانستان د کانونو او پترولیم وزارت ويلي؛ د هرات ولایت په غوریان ولسوالۍ کې د اوسپنې د کان په څلورم بلاک کې یوه کورني شرکت د اکتشاف چارې پیل کړې. دغه کان څلور بلاکونه لري، چې څه باندې پېنځه نیم میلیارد دالره پرې پانګونه شوې ده.

دغه پروژه د څلورو کورنيو شرکتونو له خوا د ځينو بهرنيو شرکتونو په همکارۍ پيل شوې ده.

د کانونو او پټرولیم وزارت چارسمبالي شهاب الدین دلاور ويلي، چې په نږدې پېنځه کلونو کې به د دغه کان د استخراج چارې پیل شي.

نوموړی وايي، په دغه کان کې شاوخوا پېنځه میلیارد او ۵۷۰ میلیون دالره پانګونه شوې، چې مساحت یې ۹۵۰ کیلومتره مربع دی او د اوس لپاره یې د یوې برخې د اکتشاف کار پیل کړی او شاوخوا شل زره کسان به په کې کار وکړي.

د هرات والي نور احمد اسلام جار پانګوالو ته امنیتي ډاډ څرګند او  وایي: هغو وروڼو، چې دلته پانګونه کړې او یا غواړي له افغانستان سره په هرات کې پانګونه کوي له امنیتي اړخه دې ډاډه وي؛ هیڅ ستونزه نشته، هیڅ خطر به زمونږ پانګوال او سوداګر له ګواښ سره مخ نهکړي.

​د دغه ولايت د غوريان ولسوالۍ د اوسپنې په کان کې د کورنيو شرکتونو تر څنګ د ايران، ترکيې او انګلستان بهرني شرکتونه هم همکاري کوي.

د دغه کان د يو شمېر شرکتونو مسوولينو ويلي؛ هڅه کوي، چې د دغه کان د استخراج چارې له ټاکلي وخت مخکې پاى ته ورسوي.

د غوریان د اوسپنې کان د یوه شرکت مسوول ضیاءالحق ستانکزی وایي: له شل ورځو ډېر وخت وشو، چې مونږ په ساحه کې کار پيل کړى؛ مونږ خپل روان ساتلی او روان یې ساتو.

د سيمې خلک خوښ د اړوند کارونو له پیل دي؛ خو ټينګار کوي، چې د دغه کان د نږدې کليو خلکو ته باید د دې کان ګټه ورسيږي.

د هرات سیمه ییز چارواکي وايي، اسلامي امارت په دغه ولایت کې له شل ډېرې لویې اقتصادي پروژې تر کار لاندې لري.

تازه خبرونه

د سولې په چارو کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیال کابل ته راغلی

Published

on

(Last Updated On: غویی ۲۶, ۱۴۰۳)

د سولې په چارو کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیال ژان پیر لاکروا به د دوه ورځني سفر په بهیر کې له جګړې څخه د پاتې چاودیدونکیو توکو د خطرونو په اړه د پوهاوي پر لوړولو راوڅرخیږي.

د سولې په چارو کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیال ژان پیر لاکروا له یوه پلاوي سره کابل ته راغلی دی.

د ملګرو ملتونو د ویاند مرستیال فرحان له دې مخکې په یوه خبري غونډه کې ویلي وه، چې ین پییر لاکروا  به افغانستان ته په خپل سفر کې د چاودېدونکیو توکو د اغېزو په اړه د اسلامي امارت له چارواکو سره خبرې وکړي.

په دغه سفر کې له نوموړي سره د ملګرو ملتونو د ماین پاکۍ د څانګې مشره هم مل ده.

هغه  زیاته کړې، چې لاکروا به د مې تر اووه‌لسمې پورې په کابل کې وي او په دې سفر کې به د ملګرو ملتونو د ماین پاکۍ د څانګې مشره ایلین کوهن هم ورسره مل وي.

د ملګرو ملتونو دغه چارواکي ویلي، چې د افغانستان خلک د ماینونو له خطر سره مخ دي او د ۲۰۲۳ کال له جنورۍ څخه د ۲۰۲۴ کال تر مارچ پورې په افغانستان کې د ۸۲۱ چاودېدونکیو توکو د وژل شویو ۸۱ سلنه ماشومان ول.

تر اوسه اسلامي امارت په دې اړه جزئیات ندي ورکړي.

د سولې په چارو کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیال په داسې حال کې افغانستان ته سفر کوي، چې ټاکل شوې د روان کال په جون میاشت کې د افغانستان په اړه په دوحه کې درېیمه غونډه جوړه شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ملګرو ملتونو د څرګندونو پر بنسټ، له دې مخکې د سولې په چارو کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیال قطر ته د سفر پر مهال د دغه هېواد له چارواکو سره د سولې د ټینګښت او د ستونزو په اړه خبرې کړې وې.

Continue Reading

تازه خبرونه

په غور ولايت کې د ژغورنې د عملیاتو پر مهال يوه پوځي چورلکه رالوېدلې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۲۶, ۱۴۰۳)

 نن سهار (چارشنبه د غویی شپږویشتمه ) د غور ولایت په مرکز فیروزکوه ښار کې د ملي اردو یوه چورلکه راغورځېدلې، چې په کې ۱ کس مړ او ۱۲ نور ټپیان دي.

د ملي دفاع وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي زیاته کړې؛ د هوايي ځواک «MI 17» ډوله چورلکه غور ولایت د یوه فلانکوچ موټر د هغو کسانو د جسدونو د راایستلو لپاره لېږل شوې وه، چې د هریرود  سیند ته لوېدلی و. د ژغورنې له عملیاتو وروسته دغه چورلکه له تخنیکي ستونزې سره مخ او په فیروزکوه ښار کې د بېړنۍ ناستې پر مهال له یوه دیوال سره ولګېده او راوغورځېده.

آریانانیوز ته د دې چورلکې د رارسېدلې ویډیو له مخې؛ په اوبو کې د چورلکې د راغورځېدو پر مهال یو شمېر کسان هم لیدل کیږي.

ویل کیږي، چې یوه ورځ مخکې د فیروزکوه په غازي دره سیمه کې فلانکوچ موټر له سړکه واوښت او په هریرود سیند کې ډوب  شو، چې له کبله یې دوه کسان مړه او یو بل ټپي شوی و.

Continue Reading

تازه خبرونه

جاپان د لویدیځو هېوادونو پر مستقیمو اړیکو خپل ټینګار څرګند کړ

Published

on

(Last Updated On: غویی ۲۶, ۱۴۰۳)

په افغانستان کې د جاپان سفیر تاکایوشي کورما د اسلامي امارت د ریاست الوزراء له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره په لیدنه کې ویلي، چې په افغانستان کې د لویدیځو هېوادونو د ډیپلوماټیک حضور نشتوالی د دې لامل شوی، چې دوی په افغانستان کې له مثبتو پرمختګونو بې خبره پاتې شي او پر وینا یې دا مناسبه ده، چې نړیواله ټولنه مستقیماً له اسلامي امارت سره اړیکې ولري.

تاکایوشي کورما زیاته کړې، چې جاپان له افغانانو سره د طبیعي پېښو د مخنیوي، پر نشه‌یي توکو د روږدو کسانو د درملنې او د افغان کروندګرو لپاره د بدیل کښت په برخو کې همکارۍ ته ژمن دی.

دغه راز مولوي عبدالکبیر په دې لیدنه کې ویلي؛ د ولسونو د ملاتړ له کبله اسلامي امارت بریالی شوی، چې ملي سوله رامنځته، سترې پروژې پیل او ګڼ نور اصلاحات رامنځته کړي.

ویل کیږي، چې اسلامي امارت د خلکو د اقتصادي ستونزو د اواري هڅه کوي او له نړۍ سره مثبت تعامل او پراخې اړیکې غواړي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!