د هوا حالاتو بدلونونه
د ملګرو ملتونو اقلیمي بدلون کنفرانس ته د افغانستان نه بلنه له خلکو سره جفا او ظلم دی
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې په عربي متحده اماراتو کې د ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلون په اړه جوړې شوې غونډې ته د افغانستان اسلامي امارت د استازي نه بلنه د افغانستان پر وړاندې لوی ظلم او بې عدالتي یاده کړې ده.
د اقلیم د بدلون په اړه د ملګرو ملتونو غونډه، چې د COP28 په نوم یادیږي نن (پنجشنبه د لیندۍ ۹ ) په دوبۍ کې جوړ شو.
په یوه بیان کې ، چې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې دې غونډې ته د خپل استازي پر نه بلنه اعتراض کړی راغلي؛ د اقلیم بدلون نړیوال اقدام ته اړتیا لري.
په دې اعلامیه کې راغلي؛ د ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلون کنوانسیون سکرتریت په نړیواله کچه د اقلیمي بدلون له ګواښونو سره د مبارزې، د ځمکې په اتموسفیر کې د ګلخانهیي ګازونو د غلظت ساتلو او د مهمو پرېکړو او تصامیمو نیولو په موخه هر کال د (COP) تر سرلیک لاندې نړیوال کنفرانس جوړوي، چې ټول هېوادونه په ځانګړي توګه هغه هېوادونه، چې د اقلمي بدلون له ناوړه اغېزو څخه متاثر شوي، خپلې ستونزې او ګواښونه د صنعتي او پرمختللو هېوادونو له مشرانو سره شریکوي، چې د اقلیمي بدلون په برخه کې مالي سرچینو ته لاسرسی ومومي او خپل حق ترلاسه کړي.
دې ادارې په خپل بیان کې لیکلي، چې د اسلامي امارت استازی د ملګرو ملتونو د اقلیم د بدلون په غونډه کې د سیاسي دلایلو له کبله له ګډون منع شوی دی.
دغه راز څرګنده شوې، چې له بده مرغه په یاد کنفرانس کې افغانستان ته بلنه نهده ورکړ شوی؛ سره له دې، چې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د (COP) غونډې اهمیت ته په کتو په منظم ډول له اقلیمي بدلون سره د جوړجاړي او مبارزې په برخه کې خپل جامع پلان جوړ کړی و، چې په هغه کې د افغانستان دریځ او د اقلیمي بدلون له ناوړه اغېزو څخه د متاثرو خلکو موجوده اړتیاوې، د اقلیمي بدلون په برخه کې مالي سرچینو ته لاسرسی، د اقلیمي بدلون له مالي میکانیزمونو څخه د مرستو راجلبول، د پاریس تړون د تعهداتو مطابق د افغانستان د ملي مشارکت سند وړاندې کول، د تعلیق شویو چاپېریالي پروژو د بیا پیل لپاره هلې ځلې او په ټوله کې له اقلیمي بدلون سره جوړجاړی او مبارزه شامل ول، چې دې کنفرانس ته وړاندي شوې وای؛ خو په خواشینۍ، چې د سیاسي ملحوظاتو له کبله افغانستان له ګډونه بې برخي شو.
دا څرګنده ده، چې اقلیمي بدلون او د نړیوالې تودوخې زیاتوالی اوسمهال په نړۍ او په ځانګړي توګه افغانستان کې یو له خورا مهمو چاپېریالي ننګونو څخه ګڼل کیږي؛ د تودوخې لوړوالی، د طبیعي یخچالونو ویلي کیدل، په نړیواله کچه د اوبو د سطحې لوړېدا، وچکالي، د طبيعي پېښو رامنځته کېدل او د انساني او حیواني ناروغیو زیاتوالی یې له پایلو څخه دي. په داسې حال کې، چې د ګلخانه یي ګازونو په خپرېدا کې د افغانستان ونډه یوازي ۰.۰۸ سلنه ده. دا د نړۍ د نورو هېوادونو پر پرتله ډېره کمه ده؛ خو د اقلیمي بدلون د ناوړه اغېزو له کبله په نړۍ کې شپږم زیانمن شوی هېواد دی .
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د څرګندونو له مخې؛ د اقلیمي بدلون له کبله د افغانستان زیانمنتیا به د خلکو اقتصادي او ټولنیز وضعیت نور هم خراب کړي. لکه څنګه، چې وينو په هېواد کې غیر موسمي بارانونو ، سېلابونو او سړو څپو ډېر مالي او ځاني زيانونه اړولي دي. دا وضعیت ښیي، چې اقلیمي بحران به منفي اغېزه وکړي او ان بېړنی بشري بحران به رامنځته شي. لکه څنګه، چې ملګرو ملتونو ویلي، د ګازونو د خپرېدا د کمولو او له اقلیمي بدلون سره د جوړجاړي لپاره له اغېزمنو هڅو پرته بشري مرستې یوازې یو لنډمهاله حل دی. له اقلیمي بدلون سره د مبارزې لپاره سرچینو او دوامداره هڅو ته اړتیا ده، چې د اقلیمي بدلون له کبله د رامنځته کیدونکیو بحرانونو مخنیوی وشي.
دې ادارې ویلي: اقلیمي بدلون یوازي د افغانستان ځانګړې ستونزه نهده؛ دا یوه لویه نړیواله او سیمهییزه مسله ده، چي پر وړاندي یې د نړیوالو مشترکو عملي اقدماتو اړتیا لیدل کیږي. که په دې بر خه کي لږ څه ناغیړي هم وشي پایلې به یې ټوله نړۍ له ګواښ او بحران سره مخ کړي، چي بیا به یې جبران ناشونی وي.
په نړیوالو غونډو او کنفرانسونو کې د افغانستان اسلامي امارت د استازیو نهګډون او مالي میکانیزمونو ته د افغانستان د لاسرسي پر وړاندې خنډونه او د اقلیمي بدلون په برخه کي د پروژو نه تطبیق د دې هېواد له خلکو او ملت سره ستره جفا او ظلم دی، چي افغانان باید له خپلو دې حقوقو څخه محروم نهشي.
دغه راز اسلامي امارت یو ځل بیا له نړیوالې ټولنې هیله کړې، چې له سیاسي ملاحظاتو پرته په افغانستان کې له دې نړیوالې پدیدې سره د مبارزې لپاره خپلې مرستې روانې وساتي او په نړیوالو غونډو او کنفرانسونو کې د افغانستان اسلامي امارت د استازیو ګډون یقیني کړي.
ویل کیږي، چې د افغانستان اسلامي امارت په هېواد کې د اقلیمي بدلون د ګواښونو او ناوړه اغېزو پر وړاندي لازم اقدامات ترسره کړي او په دې برخه کي د خپلو محدودو سرچینو پر کارولو ژمن دی، چې ټاکل شویو موخو ته ورسیږي.
د هوا حالاتو بدلونونه
ښايي «اِلنینو» د نړۍ په زیانمنو سیمو کې نږدې ۴۹ میلیون نور کسان له سختې لوږې سره مخ کړي
د چارشنبې پر ورځ د دې بنسټ په خپاره شوي راپور کې راغلي، چې د ډېرې زورورې اِلنینو د رامنځته کېدا احتمال ۸۱ سلنه دی.
د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) ویلي؛ د اِلنینو زوروره اقلیمي پدیده ښايي د راتلونکي کال تر پایه د نړۍ په ځینو زیانمنو سیمو کې نږدې ۴۹ میلیون نور کسان له سختې خوراکي ناامنۍ سره مخ کړي.
اِلنینو( یوه طبیعي پدیده ده، چې د آرام سمندر په استوایي برخو کې د اوبو د ناعادي تودوخې له کبله رامنځته کېږي او د نړۍ په ډېرو برخو کې اقلیمي بڼې بدلوي. دا پدیده کولی شي د تودوخې زیاتوالی، وچکالي، سېلابونه او د هوا اړوند بېلابېلې پېښې رامنځته کړي.) یا اِلنینو د آرام سمندر د اوبو د سطحې د تودوخې یوه دورهییزه زیاتېدنه ده، چې د نړۍ د هوا بڼه بدلوي او ډېری وخت په سویلي افریقا کې وچکالۍ، د آسیا په ځینو برخو کې د موسمي بارانونو ځنډ او په نورو سیمو کې د اورښتونو ګډوډي رامنځته کوي.
د چارشنبې پر ورځ د دې بنسټ په خپاره شوي راپور کې راغلي، چې د ډېرې زورورې اِلنینو د رامنځته کېدا احتمال ۸۱ سلنه دی.
د راپور له مخې، د سمندر د سطحې تودوخه لږ تر لږه له ۱۹۸۲ز.کال راپدېخوا تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلې او ښایي دا د ۱۹۵۰ز.کال راپدېخوا تر ټولو پیاوړې اِلنینو وي.
د خوړو نړیوال پروګرام د خوړو د خوندیتوب او تغذیې د شننې د څانګې مشر ژان مارټین باور ویلي:« په تېرو وختونو کې دغو پدیدو د لوږې پراخ بحرانونه رامنځته کړي دي.»
د راپور له مخې، د هغو ۴۵ هېوادونو د ارزونې پر بنسټ، چې د اِلنینو د ناوړه اغېزو پر وړاندې ډېر زیانمن بلل شوي؛ اټکل کېږي د سختې خوراکي ناامنۍ له ګواښ سره د مخ کسانو شمېر نږدې ۴۹ میلیون زیات شي او ټولټال ۲۷۴ میلیونو ته ورسېږي، چې د اوسني شمېر پر پرتله ۲۲ سلنه زیاتوالی ښيي.
د راپور له مخې، مرکزي امریکا او سویلي افریقا به تر ټولو ډېرې اغېزمنې سیمې وي. اټکل شوی، چې په مرکزي امریکا کې به د خوراکي ناامنۍ له ګواښ سره د مخ کسانو شمېر ۸۳ سلنه او په سویلي افریقا کې نږدې ۷۵ سلنه زیات شي.
همداراز اټکل کېږي، چې په سویلي افریقا، سویلي امریکا او کارابین کې به هره سیمه له ۱۲ میلیونو څخه ډېر نور کسان له سختې خوراکي ناامنۍ سره مخ شي.
باور ویلي، د ۲۰۲۵ز.کال د ښو حاصلاتو له کبله نړیوال خوراکي بازارونه د اِلنینو دورې ته په نسبتاً ښه وضعیت کې ننوتي؛ خو خبرداری یې ورکړی، چې په منځني ختیځ کې شخړې او د هوا له کبله د کرنیزو حاصلاتو احتمالي زیانونه ښایي د خوراکي توکو بیې نورې هم لوړې کړي.
د هغه په وینا، که څه هم پخوانیو اِلنینو پدیدو په نړیواله کچه د خوراکي توکو د بیو سترې لوړېدنې نهدي رامنځته کړي؛ خو سیمهییز کمښت او لوړې بیې به د زیانمنو کورنیو لپاره خوړو ته لاسرسی لا ستونزمن کړي.
راپور زیاتوي، په ۲۰۲۵ز.کال کې د امریکا او اروپایي مرستندویانو د مالي مرستو کمېدا د رامنځته کېدونکي بحران د څار بهیر هم اغېزمن کړی دی.
د باور د څرګندونو له مخې، د خوراکي خوندیتوب اړوند معلوماتو راټولول هم کم شوي، چې د اِلنینو د اغېزو ارزونه ستونزمنوي.
د خوړو نړیوال پروګرام په ۲۰۲۴ز.کال کې د شاوخوا ۱.۱ میلیون کورنیو سروې کړې وې؛ خو دا شمېر په ۲۰۲۵ز.کال کې نږدې ۸۰۰ زرو ته راکم شو او روان کال د مالي محدودیتونو له کبله نور هم کم شوی دی.
باور ټینګار کړی، چې د اِلنینو د ګواښ پر مهال د پرلهپسې معلوماتو راټولول ډېر مهم دي؛ ځکه د څار کمزوري کېدل ښایي د راټوکېدونکو خوراکي بحرانونو پر وخت پېژندنه ستونزمنه کړي.
د خوړو نړیوال پروګرام همداراز ویلي، اوسني اټکلونه د ختیځې افریقا، ساحل، مرکزي امریکا او کارابین په ځینو برخو کې د اورښتونو د کموالي ښودنه کوي. په داسې حال کې، چې په سومالیا او ګاونډ سیمو کې د سېلابونو ګواښ زیاتېدلی شي.
د راپور له مخې؛ په سویلي او سویلختیځه آسیا کې هم وچکالي، د موسمي بارانونو ګډوډي او سیمهییز سېلابونه ښایي کرنیز تولید اغېزمن کړي.
دغه بنسټ ټینګار کړی، چې اټکلونه اوس هم بدلېدونکي دي او اغېزې به له یوې سیمې تر بلې توپیر ولري؛ خو حکومتونه او مرستندویه ادارې باید له وړاندې چمتووالی ونیسي.
د خوړو نړیوال پروګرام د اقلیم او بېړنیو پېښو پر وړاندې د چمتووالي څانګې مشر ریچارډ چولارټن ویلي، دغه بنسټ په ۱۸ هېوادونو کې د مخکېني چمتووالي پروګرامونه پراخ کړي او یوازې روان کال یې تر اوسه له ۱.۳ میلیون ډېرو کسانو ته نغدي او نورې مرستې رسولې، چې د سختو اقلیمي پېښو پر مهال ورسره مرسته وشي.
د هوا حالاتو بدلونونه
په فرانسه او اسپانیه کې ځنګلي اورلګېدنو سلګونه زره کسان بېځایه کړي
چارواکي وايي، د لوړې تودوخې، سختو بادونو او وچې هوا له کبله د چټک خپرېدونکي اور له کبله تر اوسه له ۲۶۷ زره ډېر کسان خوندي سیمو ته لېږدول شوي دي.
د فرانسې او اسپانیې په بېلابېلو سیمو کې پراخ ځنګلي او ویجاړوونکي اورونه بل دي، چې له کبله یې سلګونه زره کسان کورونو پرېښودو ته اړ شوي او چارواکو بېړنی حالت اعلان کړی او نړیواله مرسته یې غوښتې ده.
چارواکي وايي، د لوړې تودوخې، سختو بادونو او وچې هوا له کبله د چټک خپرېدونکي اور له کبله تر اوسه له ۲۶۷ زره ډېر کسان خوندي سیمو ته لېږدول شوي دي.
په فرانسه کې چارواکو د اطلس سمندر پر غاړه د «کپ فیرې» ټاپووزمې د تخلیې امر کړی؛ ځکه اورونو له لس زره هکټاره زیاته ځنګلي سیمه سوځولې ده. زرګونو اوسېدونکو او سېلانیانو ته سپارښتنه شوې، چې د سړک او کښتیو له لارې سیمه پرېږدي؛ ځکه اورونه د اور وژنې له پراخو هڅو سره – سره مخ بل پاتې دي.
د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون وضعیت«ډېر سخت» بللی او حکومت د اروپايي ټولنې د ملکي خوندیتوب میکانېزم فعال کړی، چې له مخې یې د اور وژنې اضافي الوتکې د اروپايي ټولنې له نورو غړو هېوادونو څخه د مرستې لپاره ورغوښتل شوې دي.
په ګاونډ اسپانیه کې حکومت له هغې وروسته ملي بېړنی حالت اعلان کړ، چې اورلګېدنې د مادریډ لویدیځ او د اویلا ولایت ځینې میشت ځایونه ګواښلي دي. چارواکو خبرداری ورکړی، چې ښايي څو بېلابېل اورونه په یوه لوی اور بدل شي، چې د مهارولو چارې به نورې هم ستونزمنې کړي.
د اور وژنې ځواکونه، پوځي پرسونل او د بېړنیو پېښو کارکوونکي اغېزمنو سیمو ته استول شوي؛ خو اوس هم زرګونه کسان له خپلو مېنو بېځایه شوي دي.
ساینسپوهانو څو ځله خبرداری ورکړی، چې د اقلیم بدلون په سویلي اروپا کې د سختو ګرمو څپو او د ځنګلي اورونو د رامنځته کېدا کچه او شدت زیاتوي. د دوی د څرګندونو له مخې، اوږدمهاله وچکالي او لوړې تودوخې د اورونو د خپرېدا لپاره مناسب شرایط برابر کړي دي.
تر اوسه د اوښتو زیانونو وروستۍ ارزونه نهده خپره شوې او چارواکي وايي، چې خطرناک موسمي شرایط روان دی. له همدې کبله اندېښنه شته، چې اورونه به په راتلونکو ورځو کې نور هم پراخ شي.
د بېړنیو خدمتونو ادارې بشپړ چمتووالی لری او له خلکو غواړي، چې د تخلیې لارښوونې جدي ونیسي او د اور لګېدلو سیمو ته له تګ راتګ څخه ډډه وکړي.
د هوا حالاتو بدلونونه
د نړۍ ښاري غونډه؛ په افغانستان کې اقلیمي بدلون، استوګنیزې ستونزې او راستنېدونکي کډوال
له باکو څخه د آریانانیوز خبریال نوید بهار راپور ورکړی، چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري میشت ځایونو ادارې رییس به په دې غونډه کې وینا وکړي او د بحثونو اصلي تمرکز به د افغانستان د وضعیت اړوند ننګونې وي.
د نړۍ ښاري غونډه، چې له یکشنبې راپدېخوا د آذربایجان په باکو ښار کې پیل شوې؛ روانه ده او ټاکل شوې، چې نن په کې د افغانستان په اړه ځانګړې غونډه ترسره شي.
له باکو څخه د آریانانیوز خبریال نوید بهار راپور ورکړی، چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري میشت ځایونو ادارې رییس به په دې غونډه کې وینا وکړي او د بحثونو اصلي تمرکز به د افغانستان د وضعیت اړوند ننګونې وي.
د راپور له مخې؛ په دې غونډه کې به پر افغانستان د اقلیم د بدلون د منفي پایلو، د هېواد پر ټولنیز او اقتصادي وضعیت د ملیونونو کډوالو راستنېدا اغېزو او استوګنیزو ستونزو بحث او اندونه وړاندې شي.
په دې غونډه کې د افغانستان د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د عمومي رییس پر مشرۍ پلاوي هم ګډون کړی او ټاکل شوې، چې د یو شمېر هېوادونو او نړیوالو بنسټونو له استازو سره لیدنې ترسره کړي.
دغه راز به په دې لیدنو کې د افغانستان اړوند موضوعات لکه د چاپېریالي پروژو په برخه کې همکاري، د اقلیمي بدلون په برخه کې نړیوالې مرستې او ملاتړ او د استوګنیزو ستونزو د حل لارې وڅېړل شي.
د غونډې په عمومي ناسته کې پرون د ګډونوالو هېوادونو یو شمېر مشرانو له ملګرو ملتونو وغوښتل، چې د خوندي، تلپاتو او لاسرسي وړ ښارونو د جوړولو ترڅنګ، زیانمنونکو هېوادونو ته هم ځانګړې پاملرنه وکړي.
دوی له پرمختللیو هېوادونو وغوښتل، چې د اقلیمي ننګونو او ښاري بحرانونو پر وړاندې د مبارزې لپاره له زیانمنونکو هېوادونو سره ډېره همکاري او ملاتړ وکړي.
دا غونډه به د مې تر درویشتمې روانه وي او ټاکل شوې په بېلابېلو ناستو کې د اقلیمي بدلون، ښاري پراختیا او د استوګنیزو ستونزو اړوند موضوعات په زیانمنونکو هېوادونو کې وڅېړل شي.
-
تازه خبرونه4 days agoد افغانستان او ایرلینډ لومړۍ یوورځنۍ لوبه د باران له کبله لغوه شوه
-
سیمه ییز خبرونه2 days agoپه پاکستان کې د مالونو د سراسري لېږد درېدا؛ موټرچلوونکي اعتصاب کوي
-
ساینس او ټیکنالوژي4 days agoساینسپوهانو د لمر تر ټولو روښانه انځور ثبت کړ
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoکه امریکا بیا برید وکړي، د خلیج د انرژۍ تاسیسات به تر برید لاندې راشي – ایران
-
لوبی5 days agoد افغانستان کرکټ ملي لوبډله له ایرلینډ سره د بریالي پیل په لټه کې ده
-
سیمه ییز خبرونه5 days agoد امریکا او ایران د جګړې د پای ته رسولو په هڅو کې پرمختګ شوی
-
تازه خبرونه3 days agoامریکا په افغانستان کې د داعش خراسان له ګواښه خبرداری ورکړ
-
څار3 days agoڅار: د داعش خراسان د ګواښ په اړه د امریکا خبرداری
