Connect with us

لوبی

د ۱۰ افغانانو په ګډون له ۳۰۰ ډېرو لوبغاړو د هند ۲۰۲۴غوره لیګ ته نوم‌ لیکنه وکړه

خپور شوی

د

د سې شنبې پر ورځ په دوبۍ کې د ۲۰۲۴ کال دهند غوره لیګ د کلنۍ داوطلبۍ مراسمو ته د افغانستان د ۱۰ لوبغاړو په ګډون ۳۳۳ لوبغاړو نوملیکنه کړې ده.

د سږکال نوملړ د ځوانو او تجربه لرونکو استعدادونو ترکیب ښیي او د لوبډلو مالکینو ته بېلابېل غوراوي په واک کې ورکوي.

د سږ کال تر ټولو زوړ لوبغاړی د افغانستان کرکت وتلی لوبغاړی محمد نبي دی، چې په ۳۹ کلنۍ کې هرې لوبډلې ته د ډېرې تجربې زیری وړاندې کوي.

نور څلور کسان هر یو ډیویډ ویز (عمر: ۳۸) – نمیبیا، بین کیټینګ (عمر: ۳۷) – آسترالیا؛ جلجا سکسنا (عمر: ۳۷) – هند؛ او تنمي میشرا (عمر: ۳۷) – هند/کینیا.

د سویلي آفریقا له ۱۷ کلنې کووینا مافاکا څخه نیولې د افغانستان تر تجربه لرونکي ۳۹ کلن نبي پورې، دا رضاکار په هره شېبه کې د خوښۍ زیری وړاندې کوي.

د افغانستان پخوانی لوبډلمشر نبي په ۲۰۲۱ کال کې د هند غوره لیګ سیالیو کې یوازې درې لوبې کړې وې. دغه لوبغاړی، چې په دې وروستیو کې د ۲۰۲۳ پنځوس اوریز نړیوال جام کې د افغانستان په استازیتوب لیدل شوی و؛ خپله لومړنۍ بیه یو اعشاریه پېنځه میلیون هندي روپۍ ۱۸۰۰۰۰ ډالر) ټاکلي دی.

تېر کال د نبي بیه ۱ کروړه هندي روپۍ وه؛ خو له پلورلو پاتې شوه. په هرصورت په ورته داوطلبۍ کې، د انګلستان سام کورن د پنجاب کینګز لخوا په ۱۸ اعشاریه ۵۰ کروړه روپیو ( ۳ اعشاریه ۲۶ میلیون ډالرو) اخیستل شوی و.

یوازې ۱۸ کلن الله محمد غضنفر د کرکت یو بل افغان لوبغاړی دی، چې په دې داوطلبۍ کې یې نوملیکنه کړې ده. غضنفر له څه وخت راپدیخوا په دوبۍ کې د افغانستان د ۱۹ کلنو لوبډلې لپاره د پاکستان د ۱۹ کلنو خلاف لوبه وکړه. د دې پیل قیمت ۲۰ لکه هندي روپۍ دی.

نور افغان لوبغاړي او د هغوی لومړني قیمتونه په لاندې ډول دي:

عظمت الله عمرزی ۵۰ لکه هندي کلدارې

مجیب الرحمن ۲۰۰ میلیون هندي کلدارې

محمد وقار سلام خېل ۵۰ لکه هندي کلدارې

ابراهیم ځدراڼ ۵۰ لکه هندي کلدارې

نجیب الله ځدراڼ ۵۰ لکه هندي کلدارې

قیس احمد ۵۰ لکه هندي کلدارې

فرید احمد ۵۰ لکه هندي کلدارې

اظهار الحق نوید ۵۰ لکه هندي کلدارې

لوبی

د افغانستان کرکټ بورډ د چټک توپ‌اچوونکو د استعداد موندنې ملي پروګرام پیلوي

د افغانستان کرکټ بورډ د څرګندونو له مخې، دغه پروګرام به د اوکټوبر پر څلورمه په کندوز ولایت کې پیل شي او له هغې وروسته به ارزونې په هرات، کندهار، کابل، خوست، پکتیا او کونړ کې روانې وي او د اوکټوبر پر اووه‌ویشتمه به په ننګرهار کې پای ته ورسېږي.

Published

on

د افغانستان کرکټ بورډ د ظرفیت لوړونې مرکز راتلونکې میاشت د هېواد په څو ولایتونو کې د چټک توپ‌اچوونکو د استعداد موندنې لپاره « تندر» نومی ملي پروګرام پیلوي.

د افغانستان کرکټ بورډ د څرګندونو له مخې، دغه پروګرام به د اوکټوبر پر څلورمه په کندوز ولایت کې پیل شي او له هغې وروسته به ارزونې په هرات، کندهار، کابل، خوست، پکتیا او کونړ کې روانې وي او د اوکټوبر پر اووه‌ویشتمه به په ننګرهار کې پای ته ورسېږي.

د دغه بورډ د څرګندونو له مخې: د ګډون شرایط دا دي، چې لوبغاړي له ۱۹ څخه تر ۲۶ کلونو عمر ولري؛ لږ تر لږه ۱۸۰ سانټي‌مټره لوړوالی ولري، د اعتبار وړ برښنايي تذکره ولري او توپ په ساعت کې لږ تر لږه ۱۴۰ کیلومټره چټکتیا سره وغورځولی شي.

د اعلان شوې مهال‌وېش له مخې؛ په کندوز کې به ارزونې د اوکټوبر پر څلورمه او پېنځمه، په هرات کې د اوکټوبر پر نهمه او لسمه، په کندهار کې د اوکټوبر پر دولسمه، په کابل کې د اوکټوبر پر څوارلسمه او پېنځلسمه، په خوست کې د اوکټوبر پر نولسمه، په پکتیا کې د اوکټوبر پر یوویشتمه او په کونړ کې د اوکټوبر پر پېنځه‌ویشتمه ترسره شي. وروستی پړاو به هم د اوکټوبر پر اووه‌ویشتمه په ننګرهار کې ترسره شي.

د افغانستان کرکټ بورډ له ټولو هغو لوبغاړو، چې په لوړه کچه چټک توپ‌اچوونکي کېدی شي؛ په ټاکل شویو نېټو په خپلو اړوند ولایتونو کې د «تندر» نومي چټک توپ‌اچوونکو د استعدادونو د موندنې په پروګرام کې ګډون وکړي.

د افغانستان کرکټ بورډ وایي، د دغه پروګرام موخه د افغانستان له بېلابېلو سیمو څخه د چټک توپ‌اچولو هیله‌بښوونکو استعدادونو موندل او د هېواد د کرکټ د لوړې کچې د فعالیتونو د سیسټم له لارې د مستعدو لوبغاړو د ودې او پرمختګ لپاره د زمینې برابرول دي.

Continue Reading

لوبی

طوفان هرات او عینو مېنه کندهار ۱-۱ مساوي شول

عنایت‌الله کوهي د لوبې په لومړۍ نیمایي کې طوفان هرات ته لومړی ګول وواهه؛ خو احمد بني‌مقدس د لوبې په دوه‌دېرشمه دقیقه کې عینو مېنه کندهار ته ګول ورکړ او لوبه مساوي شوه.

Published

on

Last Updated on: تله ۸, ۱۴۰۵

د افغانستان اتلانو لیګ روشن د سې‌شنبې پر ورځ په کابل کې د نهه‌ویشتمې لوبې پر مهال طوفان هرات  او عینو مېنه کندهار یو پر یو مساوي ولوبېدل.

عنایت‌الله کوهي د لوبې په لومړۍ نیمایي کې طوفان هرات ته لومړی ګول وواهه؛ خو احمد بني‌مقدس د لوبې په دوه‌دېرشمه دقیقه کې عینو مېنه کندهار ته ګول ورکړ او لوبه مساوي شوه.

د لوبې په دوه‌یمه نیمایي کې دواړو لوبډلو د ګول وهلو څو فرصتونه درلودل؛ خو ونه توانېدل، چې له دغو فرصتونو ګټه واخلي او لوبه یو- یو پای ته ورسېده.

طوفان هرات په دې لوبه کې ۱۲ سرغړونې وکړې او یو ژېړه کارت یې واخیست. عینو مېنه کندهار بیا ۱۶ سرغړونې وکړې او دوه ژېړ کارتونه یې ترلاسه کړل.

طوفان هرات به خپله راتلونکې لوبه د اوکټوبر پر لومړۍ له آرمان اف‌سي سره وکړي او عینو مېنه کندهار به د اوکټوبر پر دوه‌یمه له ابومسلم فراه سره مخ شي.

د افغانستان اتلانو لیګ روشن د شپږم پړاو سیالۍ پر ژوندۍ بڼه له آریانا ټلویزیون څخه خپرېږي.

Continue Reading

لوبی

د افغانستان اتلانو لیګ؛ استقلال کابل خراسان فاریاب ته دوه پر صفر ماتې ورکړه

دا لوبه نن(سې‌شنبه) د افغانستان د فوټبال فډراسیون په لوبغالي کې ترسره شوه.

Published

on

Last Updated on: تله ۸, ۱۴۰۵

استقلال کابل د افغانستان اتلانو لیګ روشن د شپږم پړاو په اته‌ویشتمه لوبه کې خراسان فاریاب ته دوه پر صفر ماتې ورکړه.

دا لوبه نن(سې‌شنبه) د افغانستان د فوټبال فډراسیون په لوبغالي کې ترسره شوه.

د لوبې په لومړۍ نیمایي کې دواړو لوبډلو د یو بل د دروازې د پرانیستلو لپاره څو فرصتونه جوړ کړل؛ خو هیڅ یو فرصت په ګول بدل نه‌شو او لومړۍ نیمایي لوبه بې‌ګوله پای ته ورسېده.

په دوه‌یمه نیمایي کې هم لوبه نږدې او برابره روانه وه، چې د لوبې په نویومه دقیقه کې ندیم نعیمي له نږدې واټن څخه د استقلال کابل لومړی ګول وواهه.

له دې وروسته هارون نوري په اضافه وخت کې د استقلال کابل دوه‌یم ګول وواهه او په دې توګه استقلال کابل دوه پر صفر بریا خپله کړه.

خراسان فاریاب په دې لوبه کې ۱۰ سرغړونې وکړې او څلور ژېړ کارتونه یې واخیستل. استقلال کابل بیا شپږ سرغړونې وکړې.

استقلال کابل به خپله راتلونکې لوبه د اوکټوبر پر دوه‌یمه له عمر ځواک هرات سره وکړي او خراسان فاریاب به د اوکټوبر پر لومړۍ له آریانا خوست سره مخ شي.

د افغانستان اتلانو لیګ روشن د شپږم پړاو سیالۍ پر ژوندۍ بڼه له آریانا ټلویزیون څخه خپرېږي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!