تازه خبرونه
اسلامي امارت مونږ ته ویلي، چې په خپله خاوره کې د ناامنۍ ریښه ولټوو او مونږ هم ومنله – کاکړ
د پاکستان د لنډمهالي حکومت لومړي وزیر ویلي؛ اسلامي امارت مشوره ورکړې، چې په خپله خاوره کې د امنیتي ستونزو ریښه ولټوي او مونږ هغه ومنله او د ناقانونه کډوالو د بېرته ستنېدا لپاره مو عملي هڅې تر سره کړې.
انوارالحق کاکړ په یوه مقاله کې، چې د یکشنبې پر ورځ بریتانوي ورځپاڼې ټیلیګراف خپره کړې؛ څرګندوي: د ۲۰۲۱ کال له اګست میاشتې راپدیخوا لږ تر لږه ۱۶ افغان وګړو په پاکستان کې ځانمرګي بریدونه کړي او ۶۵ نور ترهګر له امنیتي ځواکونو سره په نښتو کې وژل شوي، چې ټول افغانان ول.
هغه ویلي؛ هیڅ مسوول حکومت نهشي کولی دا ډول اندېښنې له پامه وغورزوي. هر کله مو، چې دا مسله د افغانستان له چارسمبالي حکومت (اسلامي امارت) سره مطرح کړې؛ هغوی مونږ ته مشوره راکړې، چې خپل کور پخپله سمبال کړو. مونږ په پای کې پرېکړه وکړه، چې د دوی مشورې ته پام وکړو او خپل ځان تر پاملرنې لاندې ونیسو.
د پاکستان لومړي وزیر ویلي، چې په تېرو درې – څلور لسیزو کې له څلور څخه تر پېنځه میلیون پورې کډوال (تقریبا د آیرلینډ نفوس) پاکستان ته راغلي دي.
هغه ویلي: ډېري د پاتې کیدو حق نهلري. سره له دې، چې پاکستان د ۱۹۵۱ کال د کډوالو کنوانسیون او ( د ۱۹۶۷ کال پروتوکول ) لاسلیک کړی نهدی؛ خو مونږ پر پوره سخاوت د مهاجرینو لوی شمېر منلی دی. میلمهپالنه د پاکستان د DNA یوه برخه ده او له همدې کبله به مونږ پخپلو قانوني، اخلاقي او بشري مسوولیتونه عمل کوو.
کاکړ ویلي، چې د مهاجرینو د داوطلبانه ستنېدا لپاره ډېر فرصتونه وکارول؛ خو د بې اسنادو مهاجرینو د راجستر کولو لپاره د پاکستان له پرلهپسې هڅو سره – سره یو لوی شمېر مهاجرینو له نوملیکنې ډډه وکړه.
هغه ټینګار کړی؛ پاکستان د خواریکښو او قانون پلي کوونکیو مهاجرینو څخه ګټه پورته کړې، خو د مهاجرینو د کوربهتوب ټولنیز، اقتصادي او امنیتي لګښتونه هم حیرانوونکي دي.
د پاکستان لومړی وزیر دا هم ویلی؛ له افغانستان څخه د لویدیځو هېوادونو له وتلو وروسته سلګونه زره کسان پاکستان ته رادننه شول، چې ۵۹ زره یې له پاکستان څخه بهر میشت شول او له ۴۲ زره ډېر نور اوس هم لویدیځو هېوادونو ته د لېږدېدو تمه لري.
هغه ویلي، چې پاتې نورو پناغوښتونکيو د پنا غوښتنې لپاره قانع کوونکي دلیل وړاندې کړی نهدی او په غیر قانوني توګه په پاکستان کې پاتې کېدا روانه ساتي.
کاکړ وایي؛ پاکستان نن د تاریخ په څلورلاري کې ولاړ دي. مونږ نور نهشو کولی، چې د دومره لوی شمېر غیرقانوني کسانو پر منلو خپل ملي امنیت له خطر سره مخ کړو. زمونږ وروستی هدف د خوندي پاکستان جوړول، سولهییز او سوکاله پاتې کېدا ده، چې خلکو، سیمې او نړۍ ته ګټه رسوي.
د پاکستان لنډمهالي حکومت شاوخوا دوه نیمې میاشتې مخکې د غیرقانوني کډوالو جبري ایستل پیل کړل، چې اسلامي امارت او د بشري حقونو ټولنې پرې نیوکې وکړې.
پاکستانيو چارواکو تل ادعا کړې، چې تحریک طالبان پاکستان په افغانستان کې پټنځایونه لري او ترې ملاتړ کیږي؛ خو اسلامي امارت دغه ادعاوې ردوي او څرګندوي، چې افغان کډوال د پاکستان په امنیتي ستونزو کې ونډه نهلري او افغانان په پاکستان کې د امنیت رامنځته کولو مسوول هم نهدي.
تازه خبرونه
قطر د افغانستان او نړیوالې ټولنې ترمنځ د اړیکو په پراختیا کې رغنده رول لوبولی – امیرخان متقي
د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ امیر خان متقي دغه څرګندونې نن( سېشنبه د چنګاښ نهمه ) په کابل کې د قطر دولت له سفیر مردف القاشوطي سره په لیدنه کې کړې دي.
د افغانستان اسلامي امارت بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي ویلي؛ قطر د افغانستان او نړیوالې ټولنې ترمنځ د اړیکو د پراختیا په برخه کې رغنده رول لوبولی او خپلې هڅې یې پرلهپسې روانې ساتلې دي.
د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ امیر خان متقي دغه څرګندونې نن( سېشنبه د چنګاښ نهمه ) په کابل کې د قطر دولت له سفیر مردف القاشوطي سره په لیدنه کې کړې دي.
د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان او قطر اړیکې مثبتې او مخ پر ودې وبللې او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د همکاریو پر پراختیا ټینګار څرګند کړ.
دغه راز د افغانستان او قطر ترمنځ د دوهاړخیزو اړیکو د پراختیا ترڅنګ د ګډو ګټو اړوند پر یو شمېر سیمهییزو موضوعاتو هم د نظر تبادله شوې ده.
په دې خبرپاڼه کې راغلي؛ د قطر سفیر د خپل هېواد او افغانستان اړیکې تاریخي او ژورې وبللې او څرګندوي، چې قطر د خپل منځګړي بهرني سیاست په چوکاټ کې د افغانستان او نړیوالې ټولنې ترمنځ د رغنده تعامل او اړیکو له پراختیا ملاتړ ته ژمن پاتې دی.
تازه خبرونه
هند د پاکستان وروستي بریدونه وغندل او د افغانستان د حاکمیت پر ملاتړ یې ټینګار وکړ
د یاد وزارت د دوشنبې د ورځې په خبرپاڼه کې راغلي، چې دا اقدام د افغانستان له حاکمیت ښکاره سرغړونه ده او د سیمې د سولې او ثبات پر وړاندې مستقیم ګواښ ګڼل دی.
د هند بهرنیو چارو وزارت پر افغان خاوره د پاکستاني پوځي رژیم هوايي بریدونه غندلي او څرګندوي، چې دغو بریدونو د ښځو او ماشومانو په ګډون یو شمېر ملکي وګړو ته مرګ او ژوبله اړولې ده.
د یاد وزارت د دوشنبې د ورځې په خبرپاڼه کې راغلي، چې دا اقدام د افغانستان له حاکمیت ښکاره سرغړونه ده او د سیمې د سولې او ثبات پر وړاندې مستقیم ګواښ ګڼل دی.
د خبرپاڼې له مخي؛ دغه بریدونه د پاکستان د «بېپروا چلند» دوام ښيي او دا ښیي، چې اسلامآباد هڅه کوي خپلې کورنۍ ناکامۍ په افغانستان کې د تاوتریخوالي له لارې پټې کړي.
د هند بهرنیو چارو وزارت د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې؛ ټپیانو ته یې د بېړنۍ روغتیا هیله کړې او یو ځل بیا یې د افغانستان له حاکمیت، خپلواکۍ او ځمکني بشپړتیا څخه پخپل کلک ملاتړ ټینګار څرګند کړی دی.
د یادونې ده، چې د اسلامي امارت د څرګندونو له مخې؛ اوړمه شپه د پاکستاني پوځي رژیم په هوايي بریدونو کې یې د پکتیا، پکتیکا او کونړ ولایتونه ۳۶ ملکي وګړي «شهیدان» او ۱۶۳ نور ټپیان کړي دي.
تازه خبرونه
پاکستان دې د ملګرو ملتونو غوښتنې ته غوږ ونیسي او ډیپلوماسۍ دې غوره کړي
خلیلزاد په ایکسپاڼه کې لیکلي، چې د ملګرو ملتونو سرمنشي له افغانستان او پاکستان غوښتي، چې تاوتریخوالي ته د پای ټکی کېدي او خپل اختلافات د ډیپلوماسۍ له لارې حل کړي.
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي، زلمي خلیلزاد د ملګرو ملتونو د سرمنشي، انټونیو ګوټرش له هغې غوښتنې وروسته، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ یې د تاوتریخوالي د پای ته رسېدا غوښتنه کړې؛ له اسلامآباد وغوښتل، چې ډیپلوماټیکو حللارو ته مخه کړي.
خلیلزاد په ایکسپاڼه کې لیکلي، چې د ملګرو ملتونو سرمنشي له افغانستان او پاکستان غوښتي، چې تاوتریخوالي ته د پای ټکی کېدي او خپل اختلافات د ډیپلوماسۍ له لارې حل کړي.
هغه زیاته کړې؛ افغانستان څو ځله ویلي، چې ډیپلوماټیکه حللاره غوره بولي او د کړکېچ د کمولو لپاره یې څو وړاندیزونه هم کړي دي.
د امریکا پخواني ځانګړي استازي پوښتنه کړې:« آیا په پاکستان کې واکمن جوړښت به د ملګرو ملتونو د سرمنشي غوښتنې ته غوږ ونیسي؟»
خلیلزاد د خپلې څرګندونې په پای کې لیکلي: «هیله لرم همداسې وشي، خو په دې اړه ډېر خوشبین نه یم.»
د خلیلزاد دغه څرګندونې په داسې وخت کې راپورته کیږي، چې د پاکستاني پوځي رژیم له وروستیو بریدونو وروسته ملګرو ملتونو هم د تاوتریخوالي د سمدستي درېدا او د ملکي وګړو د خوندیتوب غوښتنه کړې ده.
-
International Sports2 days agoد مسي غوره ځلېدنه؛ ارجنټاین د بشپړې بریا پر خپلولو د ۲۰۲۶ نړیوال جام حذفي پړاو ته ورسېد
-
تازه خبرونه3 days agoد ریښتر پر کچه ۶.۱ درجې زلزلې د افغانستان ځینې سیمې ولړزولې
-
تازه خبرونه3 days agoافغانستان له ۴۷ کلونو وروسته د امنیت، یووالي او پرمختګ پړاو ته رسېدلی – شهاب الدین دلاور
-
تازه خبرونه2 days agoله ملګرو ملتونو سره په پراختیايي پروژو کې خپلې همکارۍ روانې ساتو – امیرخان متقي
-
څار3 days agoڅار: له اروپایي هېوادونو د افغان پناه غوښتونکو د ایستلو بهیر ته اندېښنې
-
سیمه ییز خبرونه2 days agoپه فارس خلیج کې د ایران او امریکا کړکېچ سخت شوی؛ متقابل بریدونه، نوې تورونه او د سولې د هوکړې د ماتېدا اندېښنې
-
تازه خبرونه1 day agoپه افغانستان کې د پاکستان د وروستيو هوايي بریدونو له کبله ملکي وګړو ته مرګ او ژوبله اوښتې
-
لوبی2 days agoافغانستان او ازبکستان په خوست کې دوستانه شلآوریزه لوبه کوي
