لوبی
د هند کرکټ بورډ د افغانستان پر وړاندې شل اوریزو سیالیو ته د روهیت او ویرات په ګډون د لوبغاړو نوملړ اعلان کړ
د افغانستان پر وړاندې په شل اوریزو سیالیو کې به روهیت شرما او ویرات کوهلي له یو کلن ځنډ وروسته ولوبیږي؛ خو روهیت شرما به د لوبډلې لوبډلمشر وي.
روهیت او کوهلي د ۲۰۲۲ کال له نومبر میاشتې راپدیخوا، چې په ۲۰ اوریز نړیوال جام کې د انګلستان پر وړاندې په نیمه پایلوبه کې د هند له ماتې وروسته اړوند لوبې ونهکړې او نړیوال ټیسټ اتلولۍ فاینل او د ۲۰۲۳ کال د یو ورځنیو لوبو نړیوال جام ته د رسیدو لپاره یې ټیسټ کرکټ او یو ورځنیو لوبو ته لومړیتوب ورکړ.
اوس د دوی بېرته راګرځېدنه پهدې معنا ده، چې دواړه لوبغاړي به د ویسټ انډیز او امریکا په راتلونکي ۲۰ اوریز نړیوال جام کې هم ولوبیږي.
د هند پر وړاندې د افغانستان د ۲۰ اوریزو لوبو لومړۍ هغه به د پنجشنبې پر ورځ ( د مرغومي پر یوویشتمه / د جنورۍ پر یوولسمه ) په موهالي لوبغالي کې ترسره شي، دوه یمه لوبه به د جنورۍ پر څوارلسمه په اندور لوبغالي کې او درېیمه لوبه به د جنورۍ پر اووه لسمه په بنګلور لوبغالي کې ترسره شي.
ټولې لوبې به د کابل پر وخت ماښام شپږ بجې پیل شي.
د افغانستان کرکټ بورډ د شنبې پر ورځ له هند سره د راتلونکیو سیالیو لپاره خپله لس کسیزه لوبډله اعلان کړې ده.
آریانا ټلویزیون د دغو ۲۰ اوریزو سیالیو د لړۍ د نشرولو ځانګړی حق ترلاسه کړی دی. سیالۍ به پر ژوندۍ بڼه خپریږي؛ نو ډاډه اوسئ، چې د تازه معلوماتو، مهالوېش اود لوبډلو د خبرونو لپاره مونږ وڅارئ.
لوبی
په کوکپر نړیوالو سیالیو کې د وزلوبې ملي لوبډله درېیمه شوه
د افغانستان ملي لوبډلې په ګروپي پړاو کې غوره هڅې درلودې؛ په لومړۍ لوبه کې یې د هنګري لوبډلې ته ۱۴ پر صفر ماتې ورکړه، بیا یې روسیې ته ۵ پر صفر ماتې ورکړه او په درېیمه لوبه کې یې د منګولیا لوبډلې ته ۷ پر صفر ماتې ورکړه. په دې توګه د افغانستان لوبډلې له B ګروپ څخه د ډېرو نمرو پر ترلاسه کولو نیمه پای لوبې ته لار وموندله.
لوبی
د افغانستان د وزلوبې ملي لوبډلې مجارستان ته ۱۴ پر صفر ماتې ورکړه
د قزاقستان ترکستان ښار د وزلوبې د نړیوالو سیالیو کوربتوب لري.
د افغانستان د وزلوبې ملي لوبډلې په قزاقستان کې د ۲۰۲۶ ز.کال د وزلوبې نړیوالو سیالیو په لومړۍ لوبه کې د مجارستان پر وړاندې ۱۴ پر صفر بریا خپله کړه.
د قزاقستان ترکستان ښار د وزلوبې د نړیوالو سیالیو کوربتوب لري.
دا سیالۍ د مارچ پر پېنځلسمه پیل شوې او د ۲۰۲۶ ز.کال د مارچ تر یوویشتمې پورې به روانې وي.
د افغانستان، چین، قزاقستان، مجارستان، منګولیا، ازبکستان، روسیې، تاجکستان او ترکیې لوبډلې په دې سیالیو کې لوبه کوي.
لوبی
افغانستان د وزلوبې نړيوالو سياليو کې د ګډون لپاره قزاقستان ته ولاړه
بر بنیاد معلومات این اداره، در ترکیب این تیم ۱۲ چاپنداز و سه عضو هیئت حضور دارند که قرار است در این رقابتها از افغانستان نمایندگی کنند.
د المپیک، بدني روزنې او سپورټ عمومي رياست ويلي، چې تېره ورځ د ملي وزلوبې، نيزهوهلو او دوديزو لوبو له فډراسيون ویلي، چې د افغانستان د وزلوبې ۱۵ کسيزه ملي لوبدله د ۱۲ چاپندازانو او د پلاوي د درې غړي په ګډون د نړيوالو سياليو لپاره قزاقستان ته سفر کړی دی.
دا سيالۍ به د کب له څلیریشتمې څخه د ۱۳۰۵ لمریز لېږدیز کال د وري تر لومړۍ / د مارچ له ۱۵ تر ۲۱ پورې د قزاقستان په ترکستان ښار کې ترسره شي او د ۹ هېوادونو لوبډلې په کې ګډون کوي.
افغان لوبغاړي هڅه کوي، چې په نړيواله کچه خپل هېواد ته وياړ راوړي.
-
تازه خبرونه2 days agoپاکستان له افغانستان سره په روان جنګ کې د روسیې د منځګړیتوب غوښتنه وکړه
-
تازه خبرونه3 days agoد اسلامي امارت یوه غړي په برلین کې د افغانستان سفارت چارسمبالي پر غاړه اخیستې
-
تازه خبرونه18 hours agoبرلین د اسلامي امارت استازی د افغان سفارت د چارسمبالي په توګه نه پېژني
-
نړۍ2 days agoکیم جونګ اون یو ځل بیا د شمالي کوریا د دولتي چارو رییس وټاکل شو
-
تازه خبرونه2 days agoنړۍ دې د افغانستان او پاکستان د پراخې جګړې مخه ونیسي – فایننشل ټایمز
-
تازه خبرونه3 days agoد پاکستان پوځي رژیم یو ځل بیا اوربند مات کړ
-
نړۍ23 hours agoپه کولمبیا کې د پوځي الوتکې غورځېدا له کبله ۶۶ کسان مړه شوي او ۴ نور ورک دي
-
لوبی3 days agoپه کوکپر نړیوالو سیالیو کې د وزلوبې ملي لوبډله درېیمه شوه
