Connect with us

تازه خبرونه

د ایران ځانګړي استازي او د یوناما مشرې پر ګډو همکاریو خبرې وکړې

خپور شوی

د

(Last Updated On: مرغومی ۱۹, ۱۴۰۲)

په کابل کې د ایران سفارت د دوشنبې پر ورځ ( د مرغومي اتلسمه ) په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې په کابل کې د ایران ځانګړي استازي او سفیر حسن کاظمي قُمي په کابل کې د یوناما له مشرې روزا اوتنبایوا سره کتلي او پر ګډو همکاریو یې خبرې کړې دي.

په کابل کې د ایران سفارت ویلي، چې په دې کتنه کې د ماین پاکۍ، د کوکنارو د بدیل کښت او د لرې زده‌کړو (مجازی فضا) په اړه د ایران او ملګرو ملتونو پر همکاریو بحث او د اندونو تباده شوې ده.

د دې غونډې په اړه نور جزئیات او د بحث وړ موضوعات په ډاګه شوي نه‌دي.

د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته ایران له اسلامي امارت سره پراخ تعاملات ساتلي او په بېلابېلو برخو کې یې همکاریو ته چمتووالی ښودلی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان اسلامي امارت د کوکنارو پر کښت بندیز لګولی او ملګرو ملتونو او نړیوالو ټولنو هم د بزګرانو د هوساینې لپاره د بدیلو لارو پر موندلو ټینګار کړی دی.

تازه خبرونه

چين مولوي عبدالکبیر ته په ټرانس – هیماليا ناسته کې د ګډون بلنه ورکړه

Published

on

(Last Updated On: غویی ۲۷, ۱۴۰۳)

په کابل کې د چین سفیر ژاو شینګ د چارشنبې پر ورځ (  د غویی شپږویشتمه ) د ریاست الوزراء له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبید سره په کتنه کې هغه ته بلنه ورکړه، چې په ټرانس – هیمالیا فورم په غونډه کې ګډون وکړي.

په دې کتنه کې لومړی د چین سفیر له اسلامي امارت سره د خپل هېواد پر همکاریو ټینګار څرګند کړ او څرګندوي، چې د دواړو لوریو همکاري او متقابلې اړیکې د ستونزو په حل کې مرسته کولی شي.

ژاو شينګ ویلي؛ د چين ولسي جمهوريت په نړيوالو غونډو او په ځانګړي توګه د امنيت شورا په غونډو کې د اسلامي امارت د دريځ ملاتړ کوي او له اسلامي امارت سره خپلو همکاريو ته ژمن دی.

د افغانستان اسلامي امارت سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د چین د خلکو جمهوریت له همکاریو مننه کړې او وایي، چې اسلامي امارت د یوه مسوول حکومت په توګه امنیت او ثبات ته ژمن دی او هڅه کوي، چې د سیمه‌ییزو مسایلو، ثبات او پرمختګ په برخه کې فعال رول ولوبوي.

نوموړي د افغانستان په اړه په نړیوالو غونډو کې د چین همکاري او د اسلامي امارت له دریځ څخه د بیجینګ ملاتړ د افغانستان د خلکو په ګټه وباله او څرګندوي، چې د چین همکاري کولی شي په هېواد کې مثبت بدلونونه او اقتصادي وده رامنځته کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د تورخم لار لنډمهاله تړل کیږي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۲۷, ۱۴۰۳)

د تورخم کمیشنر عبدالجبار حکمت ويلي؛ د تورخم لار به د پاکستان له لوري د ۳ ورځو لپاره د ناروغانو او مسافرو د تګ راتګ پر مخ تړلې وي.

عبدالجبار حکمت ویلي، چې دغه لار به د جمعې له ورځې ( د غویی اتویشتمه) څخه تر یکشنبې ( د غویی دېرشمه ) پورې د ناروغانو او مسافرو پر مخ تړلې وي.

هغه زياته کړې، چې دغه سوداګريزه لار به ٢٤ ساعته پرانيستې وي او د بار‌وړونکیو موټرو تګ راتګ او د سوداګريزو توکو لېږد رالېږد به روان وي.

حکمت زياته کړې، چې د ناروغانو او مسافرو پر مخ د دې لارې د بندېدو لامل له پخوانۍ ودانۍ څخه نوې ودانۍ ته د پاکستان د سرحدي دفترونو لېږدول دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د سولې په چارو کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیال کابل ته راغلی

Published

on

(Last Updated On: غویی ۲۶, ۱۴۰۳)

د سولې په چارو کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیال ژان پیر لاکروا به د دوه ورځني سفر په بهیر کې له جګړې څخه د پاتې چاودیدونکیو توکو د خطرونو په اړه د پوهاوي پر لوړولو راوڅرخیږي.

د سولې په چارو کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیال ژان پیر لاکروا له یوه پلاوي سره کابل ته راغلی دی.

د ملګرو ملتونو د ویاند مرستیال فرحان له دې مخکې په یوه خبري غونډه کې ویلي وه، چې ین پییر لاکروا  به افغانستان ته په خپل سفر کې د چاودېدونکیو توکو د اغېزو په اړه د اسلامي امارت له چارواکو سره خبرې وکړي.

په دغه سفر کې له نوموړي سره د ملګرو ملتونو د ماین پاکۍ د څانګې مشره هم مل ده.

هغه  زیاته کړې، چې لاکروا به د مې تر اووه‌لسمې پورې په کابل کې وي او په دې سفر کې به د ملګرو ملتونو د ماین پاکۍ د څانګې مشره ایلین کوهن هم ورسره مل وي.

د ملګرو ملتونو دغه چارواکي ویلي، چې د افغانستان خلک د ماینونو له خطر سره مخ دي او د ۲۰۲۳ کال له جنورۍ څخه د ۲۰۲۴ کال تر مارچ پورې په افغانستان کې د ۸۲۱ چاودېدونکیو توکو د وژل شویو ۸۱ سلنه ماشومان ول.

تر اوسه اسلامي امارت په دې اړه جزئیات ندي ورکړي.

د سولې په چارو کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیال په داسې حال کې افغانستان ته سفر کوي، چې ټاکل شوې د روان کال په جون میاشت کې د افغانستان په اړه په دوحه کې درېیمه غونډه جوړه شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ملګرو ملتونو د څرګندونو پر بنسټ، له دې مخکې د سولې په چارو کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیال قطر ته د سفر پر مهال د دغه هېواد له چارواکو سره د سولې د ټینګښت او د ستونزو په اړه خبرې کړې وې.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!