لوبی
د ۲۰۲۴ کرکټ نړیوال جام سیالیو ته د افغان نوولس کلنو لوبغاړو لوبډله غوره شوه
د ۲۰۲۴ کرکټ نړیوال جام سیالیو ته، چې ټاکل شوې د مرغومي پر نههویشتمه / د جنورۍ پر نولسمه په جنوبي افریقا کې پیل شي؛ د افغانستان کرکټ بورډ غوراوي کمیټې د افغانستان لوبډلې نوملړ اعلان کړ.
تمه ده، چې د نړیوال جام سیالیو تر پیلېدو د افغانستان راتلونکی ستوری او لوبډلمشر نصیر خان له بشپړې روغتیا برخمن او یو ځل بیا د لوبډلې مشري وکړي.
دغه راز د نوموړي ترڅنګ نعمان شاه د افغان لوبډلې مرستیال لوبډلمشر ټاکل شوی دی.
ښي لاسی توپوونکی علي احمد ناصر، چې په اسیا جام سیالیو کې د افغان لوبډلې په احتیاطي لوبغاړو کې راغلی؛ بیا ځلې په پېنځلسکسیزه لوبډله کې ټاکل شوی دی.
دغه راز ښي لاسی پیلیز توپوهونکی حسن عیسی خېل، ښي لاسی لیګ بریک توپ اچوونکی عرب ګل مومند او ښي لاسی چټک توپ اچوونکی زاهد افغان، چې د سویلي افریقا په کوربهتوب په درې اړخیزه لوبلړۍ کې یې له ځانه ښه وړتیا وښوده؛ د نړیوال جام لپاره په لوبډله کې اخیستل شوي دي.
د افغانستان کرکټ بورډ اجرائیوي رییس نصیب خان د افغان لوبډلې تېرې سیالۍ او بشپړې روزنیزې هڅې اغېزمنې بولي او هیله من دی، چې افغان ځوانان به په یادو سیالیو کې ښې لوبې وکړي او هېواد ته به ویاړونه راوړي.
نوموړي زیاته کړې: افغان لوبډلې په تېره یوه میاشت کې دوه سترو لوبلړیو کې برخه واخیسته او دغه راز په تېرو شپږ میاشتو کې له خورا سختو روزنیزو هڅو تېر شوي، چې نړیوال جام سیالیو ته به بشپړه چمتو شي. مونږ افغان ځوانانو ته په دغو سیالیو کې د بریا غوښتنه کوو او هیله من یوو، چې لوبډله به د تېر نړیوال جام په څېر دا ځل هم ښه ځلېږي او هېواد ته به ویاړونه راوړي.
د نوولس کلنو لوبغاړو نړیوال جام سیالیو ته د افغان لوبډلې نوملړ:
نصیر خان لوبډلمشر، نعمان شاه ویکټ ساتونکی او مرستیال لوبډلمشر، حسن عیسی خېل، خالد تڼیوال، جمشېد ځدراڼ، وفي الله تره خېل، علي احمد ناصر، سهیل خان زرمتی، رحیم الله زرمتی، الله محمد غضنفر، عرب ګل مومند، فریدون داودزی، بشیر احمد افغان، خلیل احمد او زاهد افغان.
دغه راز واحد الله ځدراڼ، ناصر حسن او عثمان شینواری د درې احتیاطي لوبغاړو په توګه لوبډله کې ټاکل شوي دي.
افغان لوبډله د نوولس کلنو نړیوال جام سیالیو په څلورم ګروپ کې له پاکستان، نیوزیلنډ او نیپال لوبډلو سره ځای لري او په یادو سیالیو کې به خپل سفر د جنوري میاشتې په شلمه نېټه د پاکستان پر وړاندې په لوبه پیل کړي.
افغان لوبډله به دغه راز د جنوري میاشتې په څوارلسمه او شپاړلسمه نېټه د انګلستان او سویلي افریقا پر وړاندې دوه روزنیزې سیالۍ هم ترسره کړي، چې د نړیوال جام رسمي سیالیو ته په بشپړه توګه چمتو شي.
د یادونې وړ ده، چې د سوپر کولا شرکت د نوولس کلنو نړیوال جام سیالیو لپاره د افغان لوبډلې د مالي ملاتړ حقوق خپل کړي ،چې له مخې به یې په یادو سیالیو کې د افغان لوبډلې مالي ملاتړ کوي.
لوبی
افغانستان د کرکټ په آسیايي شورا کې د څوکۍ لرلو حق ترلاسه کړ
د افغانستان کرکټ بورډ ويلي، دغه پرېکړه د دې ادارې د عمومي مشر میرویس اشرف پر وړاندیز وشوه، چې د آسیايي کرکټ شورا د غړو له پراخ ملاتړ او تائید سره مخ شوه.
افغانستان د آسیايي کرکټ شورا«ایسيسي» په وروستۍ کلنۍ عمومي غونډه کې د دې شورا د مشرتابه په بهیر کې د څوکۍ لرلو او د آسیايي کچې د مهمو سیالیو د کوربتوب حق ترلاسه کړ.
د افغانستان کرکټ بورډ ويلي، دغه پرېکړه د دې ادارې د عمومي مشر میرویس اشرف پر وړاندیز وشوه، چې د آسیايي کرکټ شورا د غړو له پراخ ملاتړ او تائید سره مخ شوه.
د افغانستان کرکټ بورډ د څرګندونو له مخې؛ د دې څوکۍ ترلاسه کول په آسیا کې د افغانستان پر کرکټ د زیات شوي باور او اعتبار څرګندونه کوي او هېواد ته زمینه برابروي، چې د آسیایي کرکټ د پرېکړو په بهیر کې نور هم اغېزمن حضور ولري.
دې ادارې زیاته کړې؛ افغانستان به په راتلونکي کې د آسیايي کرکټ شورا د مهمو سیالیو په کوربتوب کې هم مهم رول ولوبوي.
د افغانستان کرکټ بورډ د آسیايي کرکټ شورا له غړیو څخه د دوی د باور او ملاتړ له کبله مننه کړې او ویلي یې دي، چې په افغانستان او آسیا کې د کرکټ د پراختیا او پیاوړتیا لپاره به خپلې هڅې روانې ساتي.
د آسیايي کرکټ شورا وروستۍ کلنۍ عمومي غونډه پرون د تایلینډ په پلازمېنه بانکوک کې جوړه شوه، چې د غړیو هېوادونو د کرکټ ادارو عمومي او اجرائیوي مشرانو په کې ګډون کړی و.
لوبی
آباسین ډیفنډرز د کابل خان روغتون کرکټ غوره لیګ د څلورم پړاو اتلولي وګټله
آباسین ډیفنډرز په پایلوبه کې، چې نن(جمعه) ترسره شوه، کابل زلمي ته د ۶۳ منډو پر توپیر ماتې ورکړه او د سیالیو د دې پړاو اتلولي یې خپله کړه.
آباسین ډیفنډرز لوبډلې د کابل خان روغتون کرکټ غوره لیګ په څلورم پړاو لوبو کې کابل زلمي ته ماتې ورکړه او د دغې سیالۍ اتلولي یې وګټله.
آباسین ډیفنډرز په پایلوبه کې، چې نن(جمعه) ترسره شوه، کابل زلمي ته د ۶۳ منډو پر توپیر ماتې ورکړه او د سیالیو د دې پړاو اتلولي یې خپله کړه.
آباسین ډیفنډرز د پچې له ګټلو وروسته لومړی د توپوهنې پرېکړه وکړه او په ۲۰آورونو کې یې د اووه لوبغاړو پر سوځېدو ۲۱۳ منډې وکړې او سیالې لوبډلې ته یې د ۲۱۴ منډو هدف وټاکه.
کابل زلمي د دغه هدف په تعقیب کې مقاومت ونهشو کړی او په ۱۷.۲آورونو کې یې د ټولو لوبغاړو پر سوځېدو ۱۵۰ منډې وکړې او له ماتې سره مخ شو.
د کابل خان روغتون کرکټ غوره لیګ څلورم پړاو د اګست پر لسمه، چې د شنبې ورځ وه؛ د کابل په ایوبي کرکټ لوبغالي کې پیل شوی و او نن د آباسین ډیفنډرز پر اتلولۍ پای ته ورسېد.
په دې پړاو کې شپږ لوبډلو؛ پامیر سټارز، شمشاد ایګلز، کابل زلمي، سپینغر وارییرز، آباسین ډیفنډرز او بندامیر د اتلولۍ لپاره سیالۍ وکړې.
دغو سیالیو کورنیو لوبغاړو ته زمینه برابره کړه، چې پر لوړه کچه لوبې وکړي او خپل استعدادونه او وړتیاوې نندارې ته وړاندې کړي.
د کابل خان روغتون کرکټ غوره لیګ د څلورم پړاو ټولې سیالۍ د آریانا ټلوېزیون له لارې خپرې شوې او د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د کرکټ مینهوالو وکتلې.
آریانا ټلوېزیون له دې مخکې هم د کابل کرکټ غوره لیګ لومړي، دوهیم او درېیم پړاوونه تولید او خپاره کړي او ژمن دی، چې د افغانستان د سپورټ مینهوالو ته د غوره سپورټي سیالیو پوښښ وړاندې کړي.
لوبی
دروېش رسولي د آسیايي لوبو لپاره د افغان ابدالیانو کرکټ لوبډلې لوبډلمشر شو
رسولي له دې مخکې هم یو ځل د افغانستان لوبډلمشري کړې ده. هغه د قطر پر وړاندې په یوه شلآوریزه نړیواله لوبه کې لوبډلمشر و او د ۶۶ منډو پر جوړولو یې د افغانستان په بریا کې مهم رول ولوباوه .
افغانستان د جاپان په آیچي ـ ناګویا کې د ۲۰۲۶ز.کال آسیايي لوبو لپاره خپله ۱۵کسیزه کرکټ لوبډله اعلان کړې، چې دروېش رسولي یې لوبډلمشر ټاکل شوی دی. د دې لوبډلې په جوړښت کې یو شمېر ځوانو او مخ پر ودې لوبغاړو ته هم د نړیوال کرکټ په ډګر کې د لوبېدا فرصت ورکړ شوی دی.
رسولي له دې مخکې هم یو ځل د افغانستان لوبډلمشري کړې ده. هغه د قطر پر وړاندې په یوه شلآوریزه نړیواله لوبه کې لوبډلمشر و او د ۶۶ منډو پر جوړولو یې د افغانستان په بریا کې مهم رول ولوباوه .
نوي لوبډلمشر ۳۳ نړیوالې لوبې ترسره کړې دي. په داسې حال کې، چې کریم جنت او نجیبالله ځدراڼ ۸۰ او ۱۹۹ نړیوالې لوبې ترسره کړې دي. ننګیال خروټی په لوبډله کې یوازنی بل لوبغاړی دی، چې له ۱۰ ډېرې نړیوالې لوبې یې ترسره کړې دي.
تمه ده خروټی د ښيلاس توپاچوونکي عربګل مومند ترڅنګ د سپین توپ اچونې مشري وکړي. فرمانالله، عبدالله احمدزی او فریدون داوودزی د چټکې توپاچونې د برخې لوبغاړي دي. هر اړخیز لوبغاړي عصمت عالم او کریم جنت هم د توپ اچونې وړتیا لري.
یو شمېر لوبغاړو ته په شپږیزه کرکټ لیګ کې د ښې لوبې له کبله د افغانستان په لوبډله کې ځای ورکړ شوی دی.
محمد اکرم، چې په تېره شپږیزه کرکټ لیګ سیالیو کې دوهیم تر ټولو ډېرې منډې جوړوونکی و؛ د دوامدارې ښې لوبې له کبله په لوبډله کې شامل شوی دی. خالد تڼیوال هم د لوړې منډهوهنې کچې له کبله غوره شوی دی.
عصمت عالم په دې سیالیو کې له غوره لوبغاړو څخه و. هغه د سیالیو د غوره لوبغاړي جایزه ترلاسه کړه، ۲۹۴ منډې یې د ۱۶۸ منډو پر کچه جوړې کړې او نهه ویکټې یې هم واخیستې. د هغه د توپاچونې اوسط ۱۶.۷۷ و. نوموړي تر دې مخکې د افغانستان لپاره دوه ټسټ لوبې هم ترسره کړې دي.
فیصل شینوزاده هم په لوبډله کې شامل شوی، چې د فبرورۍ په میاشت کې یې د ۱۹ کلنو لوبغاړو د نړیوال جام په نیمه پایلوبه کې د هند پر وړاندې سلیزه ووهله. حسن عیسیخېل، چې د افغانستان د پخواني ستوري محمد نبي زوی دی؛ هم په لوبډله کې شامل شوی دی.
د آسیايي لوبو د کرکټ سیالۍ به د سپټمبر له څلیریشتمې څخه د اوکټوبر تر درېیمې پورې په جاپان کې ترسره شي.
د افغانستان لوبډله: دروېش رسولي(لوبډلمشر)، محمد اسحاق(ویکټساتونکی)، محمد اکرم، حسن عیسیخېل، خالد تڼیوال، عمران میر، فیصل شینوزاده، نجیبالله ځدراڼ، فرمانالله، عصمت عالم، کریم جنت، ننګیال خروټی، عرب ګل مومند، فریدون داوودزي او عبدالله احمدزي.
-
لوبی4 days agoآباسین ډیفنډرز د کابل خان روغتون کرکټ غوره لیګ د څلورم پړاو اتلولي وګټله
-
تازه خبرونه3 days agoافغان پلاوي په بیلاروس کې له تولیدي کارخونو لیدنه وکړه
-
سوداگري1 day agoد افغانستان د ټرانزیټي سوداګرۍ کموالی د پېښور سوداګریز چاپېریال ګواښي – ډاننیوز
-
تازه خبرونه2 days agoد افغانستان او تاجکستان پر پوله به پوځي فعالیتونو ته اجازه ور نهکړ شي – ذبیحالله مجاهد
-
سیمه ییز خبرونه2 days agoایران د امریکا نوي بندیزونه«د بېوسۍ نښه» بللې
-
تازه خبرونه2 days agoولې منځګړي د افغانستان او پاکستان په اوربند ټینګولو کې پاتې راغلل؟
-
تازه خبرونه1 day agoپه افغانستان کې د ګوزڼ پېښې ۱۹ ته ورسېدې – د روغتیا نړیواله ټولنه
-
نړۍ2 days agoله اوکراین سره ۸۵ میلیارډ کرونه مرسته کوو – ناروې
