سوداگري
د آمو سیند حوزې د ۶۰ زره ټنه تېلو داوطلبي ترسره شوه
د کانونو او پټرولیم وزارت له لوري د آمو سیند د تېلو حوزې ۶۰ زره ټنه خام تېل، چې داوطلبۍ ته وړاندې شول؛ یو کورنی شرکت له ټولو د غوره بیې پر وړاندې کولو د دې داوطلبۍ ګټونکې شو.
د کانونو او پطرولیم وزارت چارسمبالي ويلي؛ هڅې کوي، چې په نږدې راتلونکي کې به د امو حوزې د تېلو د چاڼ لپاره معیاري چاڼخونې او زیرمې جوړې کړي.
د دې وزارت ټینګار کړی، چې په راتلونکیو ۳ کلونو کې به هېواد د نفتو له اړخه پر ځانبسیا شي.
د تېلو د داوطلبۍ ګټونکي شرکت مسوول ذبیح الله نظري ويلي؛ په دې برخه کې یې څه باندې ۲۷ میلیون ډالر پانګه اچونه کړې، چې په کې به ۲۰۰ کسانو ته د کار زمینه هم برابره شي.
دا په داسې حال کې ده، چې د کانونو او پټرولیم وزارت له لوري د ننګرهار ولایت د میرزاخېل د نفرایت ډبرو کان هم دواطلبۍ ته وړاندې او له ګټونکي شرکت له مسوول نور الله سره د ۵ کلونو تړون لاسلیک شو، چې له مخې به يي د استخراج شویو ډبرو د پلور له درکه ۹۱ اعشاریه پېنځه سلنه پیسې اسلامي امارت او پاتې ۸ اعشاریه پېنځه سلنه پیسې شرکت ته ورکول کېږي.
دا په داسې حال کې ده، چې د یاد وزارت سرپرست ويلي، چې په نږدې راتلونکې کې به د هرات ولایت د ۲۳ زره کیلومتره سیمې کار، چې د تېلو او ګازو ۱۱ بلاکونه لري هم شروع شي .
سوداگري
د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د اوسپنېپټلۍ له لارې د مالونو پر لېږدولو هوکړه وشوه
د دغې ادارې د خبرپاڼې له مخې؛ د ۲۰۲۶ز.کال د نومبر پر اتهلسمه د ازبکستان د اوسپنېپټلۍ شرکت د مدیره پلاوي مشر ذبیحالله نارزولایوف او د افغانستان د اوسپنېپټلۍ ادارې رییس عبدالکریم فاتح ترمنځ د حیرتان په بندر کې غونډه شوې ده.
د ازبکستان د اوسپنېپټلۍ ادارې ویلي، چې افغانستان او ازبکستان د اوسپنېپټلۍ په برخه کې د همکاریو پر پراختیا او د اوسپنېپټلۍ له لارې د مالونو د لېږدولو د کچې پر زیاتولو هوکړه کړې ده.
د دغې ادارې د خبرپاڼې له مخې؛ د ۲۰۲۶ز.کال د نومبر پر اتهلسمه د ازبکستان د اوسپنېپټلۍ شرکت د مدیره پلاوي مشر ذبیحالله نارزولایوف او د افغانستان د اوسپنېپټلۍ ادارې رییس عبدالکریم فاتح ترمنځ د حیرتان په بندر کې غونډه شوې ده.
په دې غونډه کې دواړو لوریو د اوسپنېپټلۍ اړیکو پر پراختیا، له شته ظرفیتونو څخه پر اغېزمنې ګټې اخیستنې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د مالونو د لېږدولو د کچې پر زیاتولو خبرې کړې دي.
په دې لیدنه کې ویل شوي، چې سږ کال د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د مالونو دوهاړخیز لېږد زیاتېدا د پاملرنې وړ ده.
د شوې هوکړې له مخې؛ ټاکل شوې، چې د نایبآباد تمځای په ټاکلي وخت کې پراخ شي او له حیرتان څخه مزارشریف ته د مالونو رېلي لېږد منظم شي.
ویل کیږي، چې دواړو لوریو د رېلګاډو د ورځني تګ راتګ د شمېر پر زیاتولو او د اوسپنېپټلۍ په برخه کې د افغان کارکوونکو د مسلکي زدهکړو او وړتیا لوړولو لپاره د زمینې پر برابرولو هم هوکړه شوې ده.
تازه خبرونه
افغانستان او ایران د ګمرکي همکاریو پر پراختیا هوکړه وکړه
دا هوکړې د افغانستان مالیې وزیر محمد ناصر آخوند او د ایران د اقتصاد او مالیې وزیر ډاکټر مدنيزاده ترمنځ په تهران کې د لیدنې پر مهال شوې دي.
د افغانستان او ایران چارواکو د دواړو هېوادونو د ګمرکي نظامونو پر نښلولو، د ګمرکي فعالیتونو پر ۲۴ ساعته کولو، په بندرونو کې د موټرو د تګ راتګ پر زیاتولو او د سوداګرۍ د پراختیا لپاره د آسانتیاوو پر رامنځته کولو هوکړه کړې ده.
دا هوکړې د افغانستان مالیې وزیر محمد ناصر آخوند او د ایران د اقتصاد او مالیې وزیر ډاکټر مدنيزاده ترمنځ په تهران کې د لیدنې پر مهال شوې دي.
د مالیې وزارت د څرګندونو له مخې، د اسلامکلا بندر ګمرکي فعالیتونه به د راتلونکې شنبې له ورځې ۲۴ ساعته شي.
دواړو لوریو په بندرونو کې د موټرو د ځنډېدا او د د ګمرکي محصولاتو د ورکړې ستونزې(خاکپولي) پر اواري، د قاچاقي توکو پر مخنیوي او ایران ته د افغان صادراتو لپاره د آسانتیاوو پر برابرولو خبرې کړې دي.
په دې لیدنه کې د پانګونې، سوداګرۍ، ټرانزیټ، سرحدي او ګمرکي مسایلو او د دوهاړخیزو اقتصادي همکاریو د ګډ کمیسیون پر فعالیتونو هم خبرې شوې دي.
سوداگري
تاجکستان له افغانستان سره پر پوله د ګډ بازار جوړولو غوښتنه وکړه
د افغانستان سوداګرۍ او پانګونې خونې د خبرپاڼې له مخې؛ په دې لیدنه کې دواړو لوریو د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پر پراختیا، د دوهاړخیزو همکاریو پر زیاتېدا او د سوداګرو او پانګهوالو لپاره د نویو فرصتونو پر برابرېدا خبرې کړې دي.
د تاجکستان سفیر سعدي شریفي په کابل کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې له عمومي رییس سید کریم هاشمي سره په لیدنه کې ویلي؛ هېواد یې لېواله دی، چې د دواړو هېوادونو په پوله کې ګډ بازار جوړ کړي.
د افغانستان سوداګرۍ او پانګونې خونې د خبرپاڼې له مخې؛ په دې لیدنه کې دواړو لوریو د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پر پراختیا، د دوهاړخیزو همکاریو پر زیاتېدا او د سوداګرو او پانګهوالو لپاره د نویو فرصتونو پر برابرېدا خبرې کړې دي.
د تاجکستان سفیر ویلي، د هېواد مشرتابه یې له افغانستان سره د اقتصادي همکاریو د پراختیا او د دواړو هېوادونو د سوداګرو ترمنځ د ګډو فعالیتونو لپاره د زمینې برابرولو غوښتونکی دی.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ په ګډه پوله کې ګډ بازار کولی شي د دواړو هېوادونو د وګړو او سوداګرو لپاره د راکړې ورکړې او اقتصادي تعاملاتو ډېر فرصتونه برابر کړي.
دغه راز د افغانستان سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رییس وړاندیز کړی؛ په لومړي ګام کې تاجکستان ته د لږ تر لږه ۱۰ افغان سوداګرو د یوه پلاوي د سفر زمینه برابره شي، چې په دې هېواد کې له سوداګریزو او پانګیزو فرصتونو سره بلد شي.
-
لوبی4 days agoپه آی ال ټي ۲۰ لیګ کې د افغان او اماراتي لوبغاړو ګډون اړین شو
-
تازه خبرونه4 days agoترکیې یونان ته د اوښتو په هڅه کې ۳۵ افغان کډوال ونیول
-
لوبی3 days agoسرخپوشان خوافي د افغانستان فوټبال اتلانو لیګ نه ماتېدونکی اتل شو
-
لوبی4 days agoارمان افسي استقلال کابل ته پنځه پر صفر ماتې ورکړه
-
تازه خبرونه4 days agoپه تېرو دوه اوونیو کې له ایران او پاکستان څخه څه باندې ۹۵ زره افغانان افغانستان ته راغلي
-
لوبی1 day agoآریانا ټلویزیون د آسیا فوټبال کنفډراسیون د جایزو مراسم پر ژوندۍ بڼه خپروي
-
لوبی3 days agoپه آی ال ټي ۲۰ سیالیو کې ۲۵ افغان لوبغاړو قراردادونه ترلاسه کړل
-
تازه خبرونه2 days agoد اسلامي امارت مالیې وزیر د ایران د مازندران له کرنیزو او تولیدي مرکزونو لیدنه وکړه
