لوبی
د سریلانکا لوبډلې د عمرزي او نبي له پوره مقاومت سره – سره افغان لوبډلې ته ماتې ورکړه
د سریلانکا کرکټ ملي لوبډلې د پتوم نیسانکا د تاریخي ۲۱۰ منډو پر مرسته افغانستان ته د ۴۲ منډو پر توپیر ماتې ورکړه او د یو ورځنیو نړیوالو لوبو لړۍ یې ۱-۰ وګټله.
په دې لوبه کې، چې د جمعې پر ورځ د سریلانکا په کنډي ښار کې ترسره شوه، افغانستان د ۳۸۲ منډو ستر هدف د شپږو لوبغاړو پر سوځېدو سره ۳۳۹ منډې جوړې کړې. په داسې حال کې، چې افغانستان یوازې د ۵۵ منډو پر جوړولو پېنځه لوبغاړي له لاسه ورکړل؛ عظمت الله عمرزي ۱۴۹ او محمد نبي ۱۳۶ منډې وکړې.
نیسانکا له خپلو ۲۱۰ منډو سره په یو ورځنیو نړیوالو لوبو کې د سریلانکا لخوا د ډېرو منډو ریکارډ مات کړ.
د سریلانکا لوبغاړي پرامود مادوشان خبریالانو ته وویل: مونږ له دې کړنې او هڅې پوره خوښ یوو.
هغه زیاته کړې: د ویاړ ځای دی، چې په داسې تاریخي شېبه کې د لوبډلې برخه وم. د لوبې شرایط ستونزمن ول؛ خو پتوم د ټولو فشارونو پر وړاندې کولو توان درلود او مونږ یې په لومړي مقام کې راوستو.
د نیسانکا په توپوهنه کې پر ۱۳۹ توپونو ۲۰ څلوریزې او اته شپږیزې وهلې وې.
افغان لوبډلې په نهه اوورونو کې د پېنځه لوبغاړو پر سوځېدو ټاکلی هدف پوره نهکړ.
مدوشان څلور ویکټې واخیستې او ۷۵ منډې یې وکړې.
دوشمنتا چمیرا مخکې له دې، چې د دردېدو له کبله لوبغالی خوشې کړي؛ دوه ویکټې واخیستې.
عمرزي (۱۴۹ منډې) او نبي (۱۳۶ منډې) د ۲۴۲ منډو ملګرتیا وکړه.
دا په یو ورځنیو نړیوالو لوبو کې د افغانستان دوهیمه ستره ملګرتیا وه او په لنډ وخت کې یې د سریلانکا لوبډلې ته وېره رامنځته کړه.
د عمرزي لپاره دا په یو ورځنیو لوبو کې د ده لومړۍ سل منډې وې.
د افغانستان او سریلانکا راتلونکې لوبه به د یکشنبې پر ورځ ترسره شي.
لوبی
په کوکپر نړیوالو سیالیو کې د وزلوبې ملي لوبډله درېیمه شوه
د افغانستان ملي لوبډلې په ګروپي پړاو کې غوره هڅې درلودې؛ په لومړۍ لوبه کې یې د هنګري لوبډلې ته ۱۴ پر صفر ماتې ورکړه، بیا یې روسیې ته ۵ پر صفر ماتې ورکړه او په درېیمه لوبه کې یې د منګولیا لوبډلې ته ۷ پر صفر ماتې ورکړه. په دې توګه د افغانستان لوبډلې له B ګروپ څخه د ډېرو نمرو پر ترلاسه کولو نیمه پای لوبې ته لار وموندله.
لوبی
د افغانستان د وزلوبې ملي لوبډلې مجارستان ته ۱۴ پر صفر ماتې ورکړه
د قزاقستان ترکستان ښار د وزلوبې د نړیوالو سیالیو کوربتوب لري.
د افغانستان د وزلوبې ملي لوبډلې په قزاقستان کې د ۲۰۲۶ ز.کال د وزلوبې نړیوالو سیالیو په لومړۍ لوبه کې د مجارستان پر وړاندې ۱۴ پر صفر بریا خپله کړه.
د قزاقستان ترکستان ښار د وزلوبې د نړیوالو سیالیو کوربتوب لري.
دا سیالۍ د مارچ پر پېنځلسمه پیل شوې او د ۲۰۲۶ ز.کال د مارچ تر یوویشتمې پورې به روانې وي.
د افغانستان، چین، قزاقستان، مجارستان، منګولیا، ازبکستان، روسیې، تاجکستان او ترکیې لوبډلې په دې سیالیو کې لوبه کوي.
لوبی
افغانستان د وزلوبې نړيوالو سياليو کې د ګډون لپاره قزاقستان ته ولاړه
بر بنیاد معلومات این اداره، در ترکیب این تیم ۱۲ چاپنداز و سه عضو هیئت حضور دارند که قرار است در این رقابتها از افغانستان نمایندگی کنند.
د المپیک، بدني روزنې او سپورټ عمومي رياست ويلي، چې تېره ورځ د ملي وزلوبې، نيزهوهلو او دوديزو لوبو له فډراسيون ویلي، چې د افغانستان د وزلوبې ۱۵ کسيزه ملي لوبدله د ۱۲ چاپندازانو او د پلاوي د درې غړي په ګډون د نړيوالو سياليو لپاره قزاقستان ته سفر کړی دی.
دا سيالۍ به د کب له څلیریشتمې څخه د ۱۳۰۵ لمریز لېږدیز کال د وري تر لومړۍ / د مارچ له ۱۵ تر ۲۱ پورې د قزاقستان په ترکستان ښار کې ترسره شي او د ۹ هېوادونو لوبډلې په کې ګډون کوي.
افغان لوبغاړي هڅه کوي، چې په نړيواله کچه خپل هېواد ته وياړ راوړي.
-
تازه خبرونه2 days agoپاکستان له افغانستان سره په روان جنګ کې د روسیې د منځګړیتوب غوښتنه وکړه
-
تازه خبرونه3 days agoد اسلامي امارت یوه غړي په برلین کې د افغانستان سفارت چارسمبالي پر غاړه اخیستې
-
تازه خبرونه2 days agoنړۍ دې د افغانستان او پاکستان د پراخې جګړې مخه ونیسي – فایننشل ټایمز
-
تازه خبرونه3 days agoد پاکستان پوځي رژیم یو ځل بیا اوربند مات کړ
-
نړۍ2 days agoکیم جونګ اون یو ځل بیا د شمالي کوریا د دولتي چارو رییس وټاکل شو
-
تازه خبرونه12 hours agoبرلین د اسلامي امارت استازی د افغان سفارت د چارسمبالي په توګه نه پېژني
-
لوبی3 days agoپه کوکپر نړیوالو سیالیو کې د وزلوبې ملي لوبډله درېیمه شوه
-
نړۍ17 hours agoپه کولمبیا کې د پوځي الوتکې غورځېدا له کبله ۶۶ کسان مړه شوي او ۴ نور ورک دي
