تازه خبرونه
د افغان وسلهوالو ځواکونو د لوی درستیز مرستیال پکتیا ته سفر وکړ
ملي دفاع وزارت څرګنده کړې، چې د دفاع وزارت د رهبرۍ پر سپارښتنه د وسلهوال پوځ لوی درستیز مرستیال مالې خان صدیق د وضعیت ارزونې لپاره د پکتیا ولایت ډنډ پټان ولسوالۍ ته تللی او فرضي کرښې ته نږدې یې د میشتو امنیتي ځواکونو له پوستو لیدنه کړې ده.
که څه هم پاکستان ته د امنيتي ځواکونو د خبرداري او ضرب الاجل له کبله په سيمو کې نښتې کمې شوي؛ خو بيا هم د وسلهوالو ځواکونو لوى درستيز مرستيال پاکستانيو ځواکونو ته د خبرداري په پيغام کې ويلي: مونږ د جګړې طرفدار نه یوو، که زمونږ د خاورې په یوه کونج کې کوم فایر هم وشي؛ نو زمونږ تجربه لرونکي ځواکونه بې پروا ندي او سمدستي به ورته ځواب ورکوي.
له دې مخکې افغان سرحدي ځواکونو د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د پاکستان د پوځي برید په ځواب کې د دوی پوځي مرکزونه پر نښه کړي دي.
ملي دفاع وزارت له برید ورویته ويلي وه، چې د پاکستان د تېري په ځواب کې سرحدي ځواکونو د فرضي کرښې په اوږدو کې د دغه هېواد پوځي مرکزونه پر درندو وسلو وویشتل.
له بلې خوا اسلامي امارت پر افغانستان د پاکستان هوايي بریدونه وغندل او د هېواد له هوايي حریم یې ښکاره سرغړونه یاده کړه او ورسره یې خبرداری ورکړی، چې دا ډول بریدونه به د پاکستان لپاره ډېرې بدې پایلې ولري.
تازه خبرونه
بریټانیا له افغانستان سره د بشري مرستو کچه ۳ میلیون پونډه کړه
د افغانستان لپاره د بریټانیا ځانګړي استازي ریچارډ لینډزي په ایکس کې ویلي؛ دا مرستې به د اړمنو خلکو لپاره د اړینو خوړو او اړوند مرستو چمتو کولو لپاره وکارول شي.
بریټانیا له افغانستان سره د بشري مرستو په برخه کې ۳ میلیون پونډه (۳۷۵ میلیون افغانۍ) اعلان کړه، چې موخه یې د طبیعي پېښو له کبله د زیانمن شویو خلکو ملاتړ دی.
د افغانستان لپاره د بریټانیا ځانګړي استازي ریچارډ لینډزي په ایکس کې ویلي؛ دا مرستې به د اړمنو خلکو لپاره د اړینو خوړو او اړوند مرستو چمتو کولو لپاره وکارول شي.
له دې نوې مرستې سره افغانستان ته د بريټانیا سږنۍ دوه اړخیزه مرسته ۱۵۴ میلیون پونډ (۱۳.۸ میلیارډ افغانۍ) ته رسیږي.
تازه خبرونه
برلین د اسلامي امارت استازی د افغان سفارت د چارسمبالي په توګه نه پېژني
له دې مخکې د جرمني ایآرډي ټلویزیون راپور ورکړی و: نبراسالحق عزیز نومی کس، چې له اسلامي امارت سره تړاو لري؛ په برلین کې د افغانستان د سفارت دنده پر غاړه اخیستې ده.
د جرمني حکومت اعلان کړی، چې د اسلامي امارت استازی په برلین کې د افغانستان د سفارت د سفیر یا چارسمبالي او شارژدافیر په توګه نهپېژني.
له دې مخکې د جرمني ایآرډي ټلویزیون راپور ورکړی و: نبراسالحق عزیز نومی کس، چې له اسلامي امارت سره تړاو لري؛ په برلین کې د افغانستان د سفارت دنده پر غاړه اخیستې ده.
د دویچه ویله د څرګندونو له مخې؛ د جرمني بهرنیو چارو وزارت ویاند د دوشنبې پر ورځ په برلین کې ویلي: “د بهرنیو چارو وزارت ته [په افغان سفارت کې] د پرسونل په اړه د کوم بدلون خبر ورکړ شوی نهدی.”
هغه زیاته کړې؛ د جرمني حکومت به له افغانستان اسلامي امارت سره اړیکه ونیسي او خبر به ورکړي، چې ” د [ سفارت حقوقي وضعیت] به پخپل اوسني حال پاتې شي.”
د جرمني بهرنیو چارو وزارت ویاند دا هم څرګنده کړې، چې په سفارت کې نوی مامور یوازې هغه وخت د سفیر په توګه پېژندل کیږي، چې هېواد یې مخکې هغه کوربه هېواد ته ورپېژندلی وي او کوربه هېواد ورته باورلیک ورکړی وي.
هغه ټینګار کړی، چې د افغان سفارت په اړه داسې کوم کار نهدی شوی.
د جرمني بهرنیو چارو وزارت ویاند دا هم ویلي، چې برلین په جرمني کې د افغانستان له منظمو قونسلي خدمتونو سره ډېره لېوالتیا لري. د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ له دې کار سره “هغه کسان، چې له جرمني څخه وتلو ته اړ وي” بېرته راستنېدا ته یې لار اواروي.
تازه خبرونه
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د شهباز شریف ادعا «لوی شرم» وباله
هغه په ایکسپاڼه کې لیکلي: “تاسې د غزې د سولې طرحې اتل ټرمپ ستایلی، خو نن د ایران په اړه په هغه جګړه کې، چې جنایتکار (ټرمپ) او ملګرو یې پیل کړې؛ د اسلامي امت د یووالي ادعا کوئ؟”
د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویاند خبیب غفران د ایران په جګړه کې د اسلامي امت د یووالي په اړه د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف ادعا «لوی شرم» وباله.
هغه په ایکسپاڼه کې لیکلي: “تاسې د غزې د سولې طرحې اتل ټرمپ ستایلی، خو نن د ایران په اړه په هغه جګړه کې، چې جنایتکار (ټرمپ) او ملګرو یې پیل کړې؛ د اسلامي امت د یووالي ادعا کوئ؟”
خبیب غفران زیاته کړې؛ په داسې حال کې، چې په افغانستان کې اسلامي نظام واکمن دی؛ شهباز شریف حتا پر تر ټولو زیانمنونکي قشرونو ماشومانو، ښځو او روږدو کسانو رحم ندی کړی او ټوله روژه یې خپله بېرحمي روانه ساتلې ده.
هغه دا چلند “لوی شرم” او “په تاریخ کې د منافقت” یوه څرګنده بېلګه وبلله.
-
تازه خبرونه1 day agoپاکستان له افغانستان سره په روان جنګ کې د روسیې د منځګړیتوب غوښتنه وکړه
-
تازه خبرونه2 days agoد اسلامي امارت یوه غړي په برلین کې د افغانستان سفارت چارسمبالي پر غاړه اخیستې
-
تازه خبرونه1 day agoنړۍ دې د افغانستان او پاکستان د پراخې جګړې مخه ونیسي – فایننشل ټایمز
-
تازه خبرونه2 days agoد پاکستان پوځي رژیم یو ځل بیا اوربند مات کړ
-
نړۍ1 day agoکیم جونګ اون یو ځل بیا د شمالي کوریا د دولتي چارو رییس وټاکل شو
-
لوبی2 days agoپه کوکپر نړیوالو سیالیو کې د وزلوبې ملي لوبډله درېیمه شوه
-
تازه خبرونه2 days agoد افغانستان او پاکستان ترمنځ تاوتریخوالی خطرناک پړاو ته رسېدلی – د بحران نړیواله ډله
-
نړۍ8 hours agoپه کولمبیا کې د پوځي الوتکې غورځېدا له کبله ۶۶ کسان مړه شوي او ۴ نور ورک دي
