Connect with us

لوبی

هندوستان د ۲۰ اوریز کرکټ نړیوال جام په دوه‌یم پړاو کې افغانستان ته د ۴۷ منډو پر توپیر ماتې ورکړه

د هند د ورکړ شوي هدف په ځواب کې افغانستان خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل او په ۲۰ اورونو کې یې ۱۳۴ منډې جوړې کړې او هدف ته په رسیدو کې پاتې راغلل.

خپور شوی

د

Last Updated on: چنګاښ ۳, ۱۴۰۳

د هند د کرکټ ملي لوبډلې د ۲۰ اوریز کرکټ نړیوال جام د ۸ غوره لوبډلو په پړاو کې افغانستان ته د ۴۷ منډو پر توپیر ماتې ورکړه.

هندوستان د ۸ لوبغاړو پر سوځیدو ۱۸۱ منډې جوړې کړې او د لوبې غوره لوبغاړي سوریا کمار یاداو پر ۲۸ توپونو ۵۳ منډې وکړې.

هارډیک پانډیا پر ۲۴ توپونو ۳۲ او ویرات کوهلي پر ۲۴ توپونو ۲۴ منډې وکړې.

د افغانستان له لوري د توپ‌اچونې په برخه کې فضل الحق فاروقي او راشد خان درې درې لوبغاړي وسوځول او نوین الحق یوه ویکټه واخیسته.

د هند د ورکړ شوي هدف په ځواب کې افغانستان خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل او په ۲۰ اورونو کې یې ۱۳۴ منډې جوړې کړې او هدف ته په رسیدو کې پاتې راغلل.

د هند تیز توپ‌اچوونکي جسپریت بومرا په څلورو اورونو کې درې ویکټې واخیستې او یوازې اووه منډې یې وکړې.

ارشد سنګهـ هم درې ویکټې واخیستې او ۳۶ منډې یې وکړې. کلډیپ یاداو دوه ویکټې واخیستې.

د هند لوبډلمشر روهیت شرما ویلي: مونږ ښه تنظیم وکړ او ۱۸۰ منډې مو وکړې، چې د توپ‌وهونکیو له‌خوا خورا ښه هڅه وه. مونږ ښه توپ‌وهونکي درلودل، چې ښه دفاع یې ترې وکړه.

دا په شل اوریز نړیوال جام کې د افغانستان دوه‌یمه پرله پسې ماتې ده.

افغانستان په ګروپي پړاو کې د ویسټ انډیز پر وړاندې هم ماتې خوړلې ده.

افغانستان په ګروپي پړاو کې درې بریاوې ترلاسه کړي – یوګانډا، نیوزیلینډ او پاپوا نیوګیني ته یې ماتې ورکړي دي.

هند تر اوسه په شل اوریزو نړیوال جام کې کومه ماتې نده خوړلې.

د افغانستان راتلونکې لوبه به د یکشنبې پر ورځ د افغانستان پر وخت د سهار پر ۵ بجو له اسټرالیا سره وي.

 

اړوند خبرونه:

ویسټ انډیز افغانستان ته ماتې ورکړه

 

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پاپوا نیوګیني ته ماتې ورکړه

لوبی

افغانستان ۲۰۲۷ کرکټ نړیوال جام ته لار وموندله

افغانستان د جمعې پر ورځ د ایرلینډ په برېډي ښار کې کوربه لوبډله د ۹۲ منډو پر توپیر ماته کړه.

Published

on

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د ایرلینډ پر وړاندې د پېنځه یو ورځۍ سیالیو لړۍ په دوه‌یمه لوبه کې د ۹۲ منډو پر توپیر له بریا سره د ۲۰۲۷ز.کال کرکټ نړیوال جام ته لار موندنه وروستۍ کړه.

افغانستان د جمعې پر ورځ د ایرلینډ په برېډي ښار کې کوربه لوبډله د ۹۲ منډو پر توپیر ماته کړه.

دا د افغانستان لپاره د دغې لړۍ لومړۍ بشپړه شوې لوبه وه؛ ځکه د دواړو لوبډلو لومړۍ لوبه د باران له کبله له یوې توپ اچونې پرته لغوه شوې وه.

د دې بریا په پایله کې افغانستان د هغو لوبډلو په ډله کې راغلو، چې د ۲۰۲۷ز.کال نړیوال جام ته یې پرته له خڼده لار وموندله.

تر اوسه د افغانستان ترڅنګ، سویلي افریقا، زیمبابوی، هند، اسټرالیا، نیوزیلینډ، پاکستان، انګلستان او سریلانکا د نړیوال جام ګډون ته لار موندلې ده.

سویلي افریقا او زیمبابوې د کوربه‌توب کوونکو هېوادونو په توګه له خنډ پرته نړیوال جام ته تللي دي.

په داسې حال کې، چې نورې لوبډلې د یو ورځنۍ نړیوالو سیالیو د مقام‌ټاکنې له مخې دې سیالیو ته رسېدلې دي.

د افغانستان له لارموندنې وروسته ویسټ انډیز نور نه‌شي کولی نړیوال جام ته د مستقیم صعود له پاتې ونډو څخه یوه ترلاسه کړي او ایرلینډ به د نړیوال جام د غوراوي په لس‌لوبډیزو سیالیو کې د ګډون له لارې د صعود هڅه کوي.

افغانستان او ایرلینډ به د دغې پېنځه لوبیزې لړۍ درې نورې لوبې هم ترسره کړي. درېیمه لوبه به د دوشنبې پر ورځ، څلورمه د اګست پر دولسمه او پېنځمه د اګست پر پېنځلسمه ترسره شي.

د ۲۰۲۷ز.کال کرکټ نړیوال جام به د سویلي افریقا، زیمبابوې او نامیبیا پر ګډ کوربه‌توب ترسره شي.

Continue Reading

لوبی

له پناه غوښتنې څخه د سکاټلنډ تر ملي لوبډلې؛ د افغان کرکټ‌لوبغاړي زړه‌راکښونکې کیسه

د «نیشنل» د راپور له مخې: زین‌الله، چې اصلاً د ننګرهار ولایت دی؛ په ۲۰۲۲ز.کال کې له افغانستان څخه د اروپا له لارې له یوه ستونزمن سفر وروسته د سکاټلینډ په ګلاسګو ښار کې میشت شو.

Published

on

ځوان افغان کرکټ‌لوبغاړی زین‌الله احسان، چې یوازې څلور کاله مخکې سکاټلینډ ته یوه پناهغوښتونکی تللی و او یوازې څو کلمې انګلیسي یې زدهوه؛ اوس د سکاټلینډ د کرکټ ملي لوبډلې لپاره د خپلې لومړۍ نړیوالې یو ورځنۍ لوبې ترسره کولو ته نږدې شوی دی.

د «نیشنل» د راپور له مخې: زین‌الله، چې اصلاً د ننګرهار ولایت دی؛ په ۲۰۲۲ز.کال کې له افغانستان څخه د اروپا له لارې له یوه ستونزمن سفر وروسته د سکاټلینډ په ګلاسګو ښار کې میشت شو.

هغه په افغانستان کې ډېری وخت ټیپ‌بال کرکټ کاوه او سکاټلنډ ته له رسېدا وروسته د خپلو ملګرو او مشر ورور پر هڅونه د کرکټ له یوه کلب سره یوځای شو.

زین‌الله سکاټلینډ ته له رسېدا یوازې ۱۴ ورځې وروسته په خپله لومړۍ کلبۍ لوبه کې ۴ ویکټې واخیستې او ډېر ژر یې د کلب اصلي لوبډلې ته لار وموندله.

دغه ۲۰ کلن لوبغاړی له هغه وخت راپدېخوا په کلبۍ، سیمه‌ییزو سیالیو او د سکاټلینډ له ۱۹ کلنو لوبډلې سره لوبېدلی او اوس د دغه هېواد د ملي لوبډلې غړیتوب هم ترلاسه کړی دی.

هغه په هند کې د کرکټ په وروستي شل‌آوریز نړیوال جام کې هم د سکاټلینډ په لوبډله کې شامل و؛ خو د اصلي لوبډلې په ترکیب کې د لوبېدا فرصت یې ونه موند.

زین‌الله تر اوسه د سکاټلینډ لپاره دوه نړیوالې شلآاوریزې لوبې کړي او اوس د کرکټ نړیوال جام د نړیوال لیګ سیالیو لپاره د دغه هېواد په لوبډله کې نیول شوی دی.

د هغه د پرمختګ کیسه یوازې د کرکټ تر ډګره محدوده نه‌ده. زین‌الله سکاټلینډ ته د رسېدا پر مهال نږدې په انګلیسي نه پوهېده او یوازې یې د «سلام» او «درود» په څېر څو کلیمې ویلی شوې؛ خو اوس له څلورو کلونو وروسته پر انګلیسي ژبه نږدې بشپړ برلاسی لري.

هغه وایي؛ له ټولو ستره هیله یې دا ده، چې د خپل مسلکي ژوند تر پایه د سکاټلینډ د ملي لوبډلې کمیس واغوندي.

زین‌الله همدارنګه ویلي: کورنۍ یې په افغانستان کې لومړی باور نه‌کاوه، چې هغه به د سکاټلینډ لپاره په ملي لوبډله کې ولوبېږي؛ خو کله، چې د لوبډلې نوملړ رسمي اعلان شو پلار یې ورسره اړیکه ونیوله او ورته یې وویل: خپلې هڅې روانې وساته؛ که په لوبه کې وي او که نه، باید یو ښه لوبغاړی او ښه انسان پاتې شي.

Continue Reading

لوبی

افغانستان ایرلینډ ته د ۹۲ منډو پر توپیر ماتې ورکړه او په لړۍ کې یو پر صفر مخکې شو

د دواړو لوبډلو ترمنځ لومړۍ لوبه د باران له کبله لغوه شوې ده.

Published

on

افغانستان د ایرلینډ پر وړاندې د پېنځه یو ورځنۍ سیالیو د لړۍ په دوه‌یمه لوبه کې پر ۹۲ منډو زړه‌راکښونکې بریا خپله کړه او د لوبو په دې لړۍ کې یو پر صفر مخکې شو.

د دواړو لوبډلو ترمنځ لومړۍ لوبه د باران له کبله لغوه شوې ده.

افغانستان د جمعې په لوبه کې د ۸ ویکټو پر له تر لاسه ورکولو او ۴۷ آورونو لوبولو ۲۹۹ منډې جوړې کړې؛ راشد خان د افغانستان لپاره په توپ‌اچونه کې تر ټولو ښه وځلېد او د ۳۴ منډو په بدل کې یې ۶ ویکټې واخیستې او ابراهیم ځدراڼ ۸۴ منډې وکړې.

دا درېیم ځل دی، چې راشد خان په یو ورځنیو لوبو کې ۶ وېکټې اخلي.

راشد خان لومړی انډي بالبرني او هري ټکټر وسوځول او وروسته یې د ایرلینډ د وروستیو اووه ویکټو له ډلې څلور نورې هم واخیستې.

ایرلینډ، چې د بریا لپاره یې ۳۰۰ منډو ته اړتیا لرله؛ په ۴۷ آورونو کې د ټولو لوبغاړو پر سوځېدو ۲۰۷ منډې وکړې.

ایرلینډ په پیل کې د بریا ښه چانس درلود. دې لوبډلې د درې ویکټو پر له لاسه ورکولو ۱۴۴ منډې کړې وې او د بریا لپاره یې له ۱۳۷ توپونو څخه ۱۵۶ منډو ته اړتیا لرله.

په دې لوبه کې صدیق‌الله اتل لورکان ټکر په رن‌اوت وسوځاوه، د ایرلینډ حالت بدل شو او دې لوبډلې په چټکۍ خپلې ویکټې له لاسه ورکړې.

د دواړو لوبډلو ترمنځ درېیمه یو ورځنۍ لوبه به د دوشنبې پر ورځ د ایرلینډ په بلفاسټ ښار کې ترسره شي.

دا لوبه هم له آریانا ټلوېزیون څخه پخپل وخت خپرېږي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!


Warning: Undefined array key "slug" in /var/www/vhosts/ariananews.af/httpdocs/wp-includes/class-wp-theme-json.php on line 2117

Warning: Undefined array key "slug" in /var/www/vhosts/ariananews.af/httpdocs/wp-includes/class-wp-theme-json.php on line 2117

Warning: Undefined array key "slug" in /var/www/vhosts/ariananews.af/httpdocs/wp-includes/class-wp-theme-json.php on line 2117