تازه خبرونه
د کانونو وزارت د هرات حوزې د تېلو استخراج لپاره د شرکتونو د اسنادو ارزول پیل کړل
د هېواد د تېلو د پروسس د فابریکو ټولنې مرستیال ذبیح الله نظري وایي: که له کورنیو پانګوالو څخه ملاتړ زیات شي مونږ چمتو یوو، چې د تېلو په سکټور کې پر لوړ حجم او نړیوال معیار برابر پانګونه نوره هم زیاته کړو او مونږ يي بشپړ ظرفیت هم لرو.
د کانونو پټرولیم وزارت مسوولینو ويلي، چې د هرات حوزې د نفتو استخراج لپاره په لسګونه بهرنیو او کورنیو شرکتونو خپل اسناد د کانونو وزات ته سپارلي، چې د دې وزارت لهخوا يي د ارزونې بهیر پیل او په نږدې راتلونکي کې به یې ګټونکی شرکت معلوم شي.
د کانونو او پټرولیم وزارت ويلي، چې افغانستان د تېلو او ګازو په سکټور کې ترټولو لوړ ظرفیت لري او له دې ظرفیتونو څخه د عملي ګټې اخیستنې هڅې ورځ تر بلي د پرا ختیا په حال کې دي.
د کانونو وزارت مسوولینو څرګنده کړې؛ له آمودریا نفتي حوزي وروسته د هرات په نفتي حوزه کې به هم د تېلو د استخراج بهیر تړونونه په نږدې راتلوونکي کې لاسلیک شي.
د کانونو وزارت د څرګندونو له مخې؛ په هرات نفتي حوزه کې د تېلو د استخراج لپاره د لېواله شرکتونو د اسنادو ارزونه يي پیل کړې او په نږدې راتلوونکي کې به ګټونکی شرکت مشخص او ور سره به تړون لاسلیک شي.
د کانو نو وزارت وايي، چې په داوطلبۍ کې کورنيو او بهرنيو معتبرو شرکتونو خپل اسناد دې وزارت ته وړاندې کړي دي.
د کانونواو پترولیم وزارت ویاند همایون افغان وایي: د هرات نفتي حوزه، چې داوطلبۍ ته وړانډې شوې ډېرو کورنیو، نړیوالو او د سیمي شرکتونو په کې د پانګونې لپاره خپل اسناد وړاندې کړي او د اسنادو د ارزونې بهیر یې روان دی، چې په نږدې راتلوونکې کې به ګټونکي شرکت معلوم او د عملي چارو پیل ته به یې لار اواره شي.
د هېواد د خصوصي سکټورغړي هم وايي: که د تېلو په استخراج او پروسس کې ورته د پانګونې زمینه برابره شي؛ دوۍ چمتو دي، چې د هېواد په بېلا بېلو نفتي حوزو کې پانګونه وکړي.
دوی زیاته کړې، چې دمګړۍ هم د کورنیو پانګوالو لهخوا د تېلو په سکټور کې پانګونه شوې او لېواله دي، چې نوره هم دا پانګونه معیاري او پراخه کړي.
د هېواد د تېلو د پروسس د فابریکو ټولنې مرستیال ذبیح الله نظري وایي: که له کورنیو پانګوالو څخه ملاتړ زیات شي مونږ چمتو یوو، چې د تېلو په سکټور کې پر لوړ حجم او نړیوال معیار برابر پانګونه نوره هم زیاته کړو او مونږ يي بشپړ ظرفیت هم لرو.
د هېواد د نفتو د پروسس فابریکو ټولني د مسوولینو د څرګندونو له مخې؛ دمګړۍ په دې سکټور کې کورنیو پانګوالو ۳۰۰ میلیون ډالر پانګونه کړې او نږدې لس زره کسانو ته يي د کاري زمینې د برابرولو ترڅنګ د کورني مارکیټ اتیا سلنه ستونزه حل کړې اوزیاتوي، چې د اومه تېلو له زیاتېدو سره به د پانګونې او پرو سس حجم نور هم لوړ کړي.
تازه خبرونه
پر کندهار، پکتیا او خوست د پاکستان په هوايي بریدونو کې څلور ملکي وګړي «شهیدان» شول – اسلامي امارت
مجاهد دغه بریدونه کلک غندلي او څرګندوي، چې د پاکستان د پوځ اقدامات د ټولو اصولو خلاف، ښکاره تېری او جنایت دی.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد ويلي، پاکستاني پوځ تېره شپه(د تلې دوهیمه) یو ځل بیا پر کندهار، پکتیا او خوست ولایتونو هوايي بریدونه کړي، چې په کې څلور ملکي وګړي «شهیدان» شوي دي.
مجاهد دغه بریدونه کلک غندلي او څرګندوي، چې د پاکستان د پوځ اقدامات د ټولو اصولو خلاف، ښکاره تېری او جنایت دی.
د اسلامي امارت ویاند د دغو بریدونو په غبرګون کې ویلي، چې د پاکستان د پوځ پر وړاندې به «پرېکنده دریځ» ونیول شي او مناسب ځواب به ورکړ شي.
نوموړي زیاته کړې؛ پاکستاني پوځي کړیو د دغو بریدونو د توجیه لپاره ادعا کړې، چې له افغانستان څخه د پاکستان لوري ته بېپیلوټه الوتکې اوښتې دي.
د مجاهد وتایي؛ پاکستان یو ځل بیا د خپلو کورنیو ستونزو د توجیه لپاره پر افغان خاوره هوايي برید کړی او دغه ډول اقدامات د افغان ولس غصه راپاروي.
نوموړي خبرداری ورکړی، چې د پاکستان د پوځ دا ډول اقدامات به ورته ناوړه پایلې ولري.
تازه خبرونه
پاکستان په کندهار او خوست کې هوايي بریدونه کړي
د یوې سرچینې په خبره، په کندهار ښار کې د برید هدف مرکزي سیمې وې؛ خو په دغو بریدونو کې چاته ځاني زیان نهدی اوښتی.
نن پنجشنبه( د تلې دوهیمه) سهار وختي پاکستاني پوځي الوتکو د کندهار ښار او د خوست ولایت په ځینو سیمو کې هوايي بریدونه کړي دي.
د یوې سرچینې په خبره، په کندهار ښار کې د برید هدف مرکزي سیمې وې؛ خو په دغو بریدونو کې چاته ځاني زیان نهدی اوښتی.
د سرچینې د څرګندونو له مخې، پاکستاني الوتکو د خوست په مرکز کې هم پر ځینو سیمو بریدونه کړي دي؛ خو د دغو بریدونو د دقیقو هدفونو او د احتمالي زیانونو په اړه لا ډېر جزئیات خپاره شوي نهدي.
د تازه بریدونو احتمالي زیانونو په اړه جزئیات به وروسته خپاره شي.
تازه خبرونه
په واخان دهلیز کې« د ورېښمو لارې» د سړک جوړولو چارې بشپړې شوې
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ دغه سړک ټولټال ۱۲۱،۱۳ کیلومټره اوږدوالی لري، چې د برغل له سیمې پیلېږي او د چین تر پولې پورې د بزای ګنبد سیمې ته غځېدلی دی.
د بدخشان د کلیو د بیارغونې او پراختیا رییس امانالله چهره ويلي، د «ورېښمو لارې» د سړک جوړولو پروژه د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت لهخوا پلې شوې ده.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ دغه سړک ټولټال ۱۲۱،۱۳ کیلومټره اوږدوالی لري، چې د برغل له سیمې پیلېږي او د چین تر پولې پورې د بزای ګنبد سیمې ته غځېدلی دی.
هغه زیاتوي؛ د دغه سړک د جوړولو چارې په تېرو پېنځه کلونو کې پرمخ تللي او اوس یې چارې بشپړې پای ته رسېدلې دي.
چهره زیاته کړې؛ د نقشې او ډیزاین له مخې د دغه سړک سور له اووه څخه تر ۱۰ مټرو پورې دی او په اوږدوالي کې یې درې ستر پلونه جوړ شوي دي. یو پل د چین پولې ته نږدې، بل د بزای ګنبد په سیمه او درېیم پل د برغل په سیمه کې جوړ شوی، چې د هر یوه اوږدوالی شاوخوا ۲۰ څخه تر ۲۲ مټرو پورې دی.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د دغه سړک په اوږدو کې ګڼ شمېر د اوبو تېرولو واړه پلچکونه هم جوړ شوي، چې روانې اوبه په مناسبه توګه له سړک څخه واوړي.
ویل کیږي، چې دغه سړک به په نږدې راتلونکې کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
-
لوبی5 days agoد افغانستان اتلانو لیګ؛ ابومسلم فراه او آریانا خوست مساوي شول
-
تازه خبرونه3 days agoد افغانستان بهرنیو چارو وزارت د پاکستان سفارت چارسمبالی احضار کړ
-
تازه خبرونه3 days agoد آریانا یوه کارګو الوتکه کابل ته راورسېده
-
تازه خبرونه4 days agoد اسلامي همکاریو ټولنه د افغانستان په اړه د تماس ډلې ناسته تر سره کوي
-
نړۍ4 days agoد جګړو هممهاله د نړۍ مشران د ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر کې راټولیږي
-
تازه خبرونه2 days agoد روسیې ۲۲ سېلانیانو د بدخشان واخان ته سفر وکړ
-
تازه خبرونه3 days agoد پاکستان پوځ په کونړ کې د زلزله ځپلیو پر کمپ هوایي برید کړی
-
تازه خبرونه3 days agoد پاکستان په هوايي بریدونو کې ۷ ملکي کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې – یوناما
