تازه خبرونه
رییس الوزراء د ټاپي پروژې د پرانیستې په مراسمو کې د ګډون لپاره ترکمنستان ته رسېدلی
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمد الله فطرت ویلي؛ په دې کتنه کې، چې د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند هم حضور درلود؛ د دواړو هېوادونو ترمنځ د لویو پراختیایي او سیمه ییزو پروژو د تطبیق د ارزښت په اړه بحث او خبرې وشوې او هغه یې د افغانانو او ترکمنستان د خلکو لپاره ګټورې او ارزښتناکې وبللې.
د افغانستان اسلامي امارت رییس الوزرا ملا محمدحسن اخند د یو لوړ پوړي پلاوي پر مشرۍ د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د ټاپي او نورو پراختیایي پروژو (تېلو او ګاز، انرژي او ټرانسپورټ) د پرانیستې او کار پیلولو په مراسمو کې د ګډون لپاره د ترکمنستان سلیم چشمه ماري سیمې ته ورسېد، چې د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر رشید مرادوف او یو شمېر نورو مقاماتو له تاوده هرکلی سره مخ شو.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمد الله فطرت ویلي؛ په دې کتنه کې، چې د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند هم حضور درلود؛ د دواړو هېوادونو ترمنځ د لویو پراختیایي او سیمه ییزو پروژو د تطبیق د ارزښت په اړه بحث او خبرې وشوې او هغه یې د افغانانو او ترکمنستان د خلکو لپاره ګټورې او ارزښتناکې وبللې.
ویل کیږي، چې ملا محمد حسن اخوند، د ترکمنستان ولسمشر سردار بیردي محمدوف او د دغه هېواد ملي مشر قربانقلي بیردي محمدوف د ویډیو کنفرانس له لارې وصل او اړوند مشران به د ټاپي او نورو اقتصادي او پرمختیايي پروژو د پرانستلو په مناسبت جوړ شوي کنفرانس ته ویناوې وکړي او د یادو پروژو کار به رسماً پیل او پرانیستل شي.
ټاپي پروژه د طبیعي ګاز یوه نللیکه ده، چې له ترکمنستان څخه د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته غځول کېږي.
د دې نللیکې ټول اوږدوالی ۱۸۱۴ کیلومټره دی، چې له ترکمنستان څخه د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته ګاز لیږدوي.
د دې پروژې طرح په ۱۹۹۷ ز.کال کې لومړي اسلامي امارت وړاندیز کړې وه و، چې اسلامي امارت یې په هغه وخت کې هرکلی وکړ؛ خو کله، چې امریکا او ناټو پر افغانستان برید وکړ ، نو دا پروژه له پیل مخکې ودرول شوه.
د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته د ترکمنستان د ګازو د لېږد طرحه لومړی د ترکمنستان، افغانستان او پاکستان ترمنځ وړاندیز شوې وه او هند هم په ۲۰۰۸ ز.کال کې ورسره یوځای شو.
د دغې نللیکې لار له هرات، هلمند او کندهار ولایتونو څخه تېرېږي او د ټولې لارې ۸۱۶ کیلومټره یې له افغانستان څخه تېرېږي.
د دې پروژې له پلي کېدو سره به افغانستان د منځنۍ آسیا او جنوبي آسیا د هېوادونو ترمنځ په اقتصادي دهلېز بدل شي او دا پروژه د افغانستان لپاره تر ټولو ګټوره پروژه بلل کېږي.
د ټاپي ګارنللیکه د افغانستان، پاکستان او هند درې هېوادونو ته د ۳۳ میلیارډ مټرمکعب ګازو د لېږد کلني ظرفیت لري او افغانستان په دې برخه کې د ټرانزیټ رول لوبوي او له دې لارې د پاکستان او هند د ګازو اړتیاوې پوره کوي.
افغانستان پخپله هم د ګازو له پېرودونکیو څخه دی او له دې طرحې سره کولی شي ارزان بیه طبیعي ګاز چمتو کړي.
د شوي تړون له مخې؛ به افغانستان د درې لسیزو په اوږدو کې له ترکمنستان څخه درې میلیارډ مټر مکعب ګاز اخلي او د ټاپي د ګازنللیکې په اوږدو کې به ۱۲ د فشار پمپونه لګوي، چې پېنځه یې په افغانستان کې جوړیږي. د یو میلیارډ ډالرو پر ارزښت به هرات لومړنی ولایت وي بیا به هلمند او کندهار دوهیم او درېیم ولایتونه وي، چې له دې ارزانه طبیعي ګاز څخه به ګټه پورته کوي. افغانستان هر کال له څلور سوه میلیون ډالرو څخه زیات د ګازو د ټرانزیت حق ترلاسه کوي او په مستقیمه توګه به څلور زره کسانو ته او په غیر مستقیمه توګه زرګونه کسانو ته د کار زمینه برابره شي.
افغانستان به د دغې پروژې د عملي کېدو په لومړۍ لسیزه کې پېنځه سوه میلیون مټر مکعب ګاز ترلاسه کړي، چې په دوهیمه لسیزه کې به یو میلیارډ مټر مکعب او په درېیمه لسیزه کې به یو نیم میلیارډ مټر مکعب ګازو ته ورسېږي.
د وارداتي ګازو له دې کچې سره افغانستان وکولی شي د خپل ځان لپاره برښنا تولید کړي او د برښنا د تولید په برخه کې به پر ځانبسیا شي او په راتلونکي ګام کې دا ګاز د افغانانو له کورونو سره نښلوي او د دې پروژې یوه بله ګټه دا ده، چې د دې پروژې له لارې افغانستان کولی شي د هېواد د اړتیا وړ کیمیاوي سره هم پوره کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې نن د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه خبري ناسته کې ډاډا څرګند کړ، چې دا پروژه د افغانستان لپاره یوه ستره او تاریخي لاسته راوړنه ده او اسلامي امارت به یې په ټول توان ملاتړ وکړي.
تازه خبرونه
په کندهار کې د جهادي آثارو د ساتنې موزیم پرانیستل شو
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د جهادي آثارو د ساتنې عمومي رییس محمد طاهر احمد، د جهادي آثارو او سندونو د ثبت رییس احمدالله سعید خوستي او ورسره مل پلاوي کندهار ته د سفر پر مهال د دې موزیم د پرانیستې په مراسمو کې ګډون وکړ.
د کندهار په اطلاعاتو او کلتور ریاست کې د جهادي آثارو د ساتنې موزیم د رسمې مراسمو پر مهال ً پرانیستل شو.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د جهادي آثارو د ساتنې عمومي رییس محمد طاهر احمد، د جهادي آثارو او سندونو د ثبت رییس احمدالله سعید خوستي او ورسره مل پلاوي کندهار ته د سفر پر مهال د دې موزیم د پرانیستې په مراسمو کې ګډون وکړ.
په دغو مراسمو کې د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رییس انعامالله سمنګاني او د امارتي ادارو یو شمېر رییسانو هم ګډون کړی و.
د کندهار د جهادي آثارو د ساتنې مسوول ویلي، تر اوسه له بېلابېلو ځایونو څخه له سلو ډېر جهادي آثار راټول شوي دي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ په موزیم کې د انګلیسي، روسي او امریکايي ځواکونو لهخوا د تېر شل کلن اشغال پر مهال پرېښودل شوې او غنیمت شوې وسلې او د بېلابېلو شهیدانو پاتې آثار ساتل کیږي.
هغه زیاته کړې، چې د موزیم د بډاینې لپاره د جهادي ٍثارو د راټولولو لړۍ به روانه وي او اوسمهال لیدونکي کولی شي له دې موزیم څخه لیدنه وکړي.
تازه خبرونه
پر کندهار، پکتیا او خوست د پاکستان په هوايي بریدونو کې څلور ملکي وګړي «شهیدان» شول – اسلامي امارت
مجاهد دغه بریدونه کلک غندلي او څرګندوي، چې د پاکستان د پوځ اقدامات د ټولو اصولو خلاف، ښکاره تېری او جنایت دی.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد ويلي، پاکستاني پوځ تېره شپه(د تلې دوهیمه) یو ځل بیا پر کندهار، پکتیا او خوست ولایتونو هوايي بریدونه کړي، چې په کې څلور ملکي وګړي «شهیدان» شوي دي.
مجاهد دغه بریدونه کلک غندلي او څرګندوي، چې د پاکستان د پوځ اقدامات د ټولو اصولو خلاف، ښکاره تېری او جنایت دی.
د اسلامي امارت ویاند د دغو بریدونو په غبرګون کې ویلي، چې د پاکستان د پوځ پر وړاندې به «پرېکنده دریځ» ونیول شي او مناسب ځواب به ورکړ شي.
نوموړي زیاته کړې؛ پاکستاني پوځي کړیو د دغو بریدونو د توجیه لپاره ادعا کړې، چې له افغانستان څخه د پاکستان لوري ته بېپیلوټه الوتکې اوښتې دي.
د مجاهد وتایي؛ پاکستان یو ځل بیا د خپلو کورنیو ستونزو د توجیه لپاره پر افغان خاوره هوايي برید کړی او دغه ډول اقدامات د افغان ولس غصه راپاروي.
نوموړي خبرداری ورکړی، چې د پاکستان د پوځ دا ډول اقدامات به ورته ناوړه پایلې ولري.
تازه خبرونه
پاکستان په کندهار او خوست کې هوايي بریدونه کړي
د یوې سرچینې په خبره، په کندهار ښار کې د برید هدف مرکزي سیمې وې؛ خو په دغو بریدونو کې چاته ځاني زیان نهدی اوښتی.
نن پنجشنبه( د تلې دوهیمه) سهار وختي پاکستاني پوځي الوتکو د کندهار ښار او د خوست ولایت په ځینو سیمو کې هوايي بریدونه کړي دي.
د یوې سرچینې په خبره، په کندهار ښار کې د برید هدف مرکزي سیمې وې؛ خو په دغو بریدونو کې چاته ځاني زیان نهدی اوښتی.
د سرچینې د څرګندونو له مخې، پاکستاني الوتکو د خوست په مرکز کې هم پر ځینو سیمو بریدونه کړي دي؛ خو د دغو بریدونو د دقیقو هدفونو او د احتمالي زیانونو په اړه لا ډېر جزئیات خپاره شوي نهدي.
د تازه بریدونو احتمالي زیانونو په اړه جزئیات به وروسته خپاره شي.
-
تازه خبرونه4 days agoد افغانستان بهرنیو چارو وزارت د پاکستان سفارت چارسمبالی احضار کړ
-
تازه خبرونه5 days agoد آریانا یوه کارګو الوتکه کابل ته راورسېده
-
تازه خبرونه3 days agoد روسیې ۲۲ سېلانیانو د بدخشان واخان ته سفر وکړ
-
تازه خبرونه5 days agoد پاکستان پوځ په کونړ کې د زلزله ځپلیو پر کمپ هوایي برید کړی
-
تازه خبرونه4 days agoد پاکستان په هوايي بریدونو کې ۷ ملکي کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې – یوناما
-
ساینس او ټیکنالوژي5 days agoتېر کال په ټوله نړۍ کې انسانتهورته ۷۰۰۰روبوټونه پلورل شوي
-
لوبی4 days agoافغانستان د آسیايي لوبو په ګروپي پړاو کې له جاپان او نیپال سره لوبې کوي
-
سیمه ییز خبرونه2 days agoایران او امریکا له میاشتو وروسته پر لوړه کچه لومړنۍ خبرې وکړې

