تازه خبرونه
د افغانستان په خاوره کې د ټاپي او نورو اقتصادي پروژو چارې پرانستل شوې
د ټاپي سیمهییزه نللیکه، چې د ترکمنستان ګاز د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته لېږدوي، ۱۸۲۱ کیلومټر اوږدوالی لري او د کلني لېږد ظرفیت یې ۳۳ میلیارد مټر مکعب دی او له دې ټرانزیتي سند څخه به د افغانستان کلني عواید ۴۰۰ میلیون ډالره وي.
نن چارشنبه د وږي یوویشتمه د اسلامي امارت د چارواکو او د ترکمنستان د ملي مشر په حضور کې ټاپي او نورې سترې پرمختیايي پروژې (تېل او ګاز، انرژي او ټرانسپورټ) په رسمي ډول پرانیستل شوې.
د افغانستان په خاوره کې د ټاپي پروژې د چارو د پيل په مراسمو کې افغان – ترکمن چارواکو ګډون کړی و.
د افغانستان په شمول ټاپي پروژه د سیمي او ګاونډ هېوادونو لپاره د اقتصادي ثبات پروژه یادیږي.
افغان چارواکي وايي، چې په افغانستان کې د ټاپي پروژې بشپړول مو یو لومړیتوب دی.
د افغانستان اسلامي امارت رییس الوزراء ملا محمد حسن اخوند په خپله وینا کې د افغانستان او ترکمنستان خلکو، د ترکمنستان ملي مشر او ولسمشر، چارواکو او د غونډې ټولو ګډونوالو ته د دغې تاریخي ورځې مبارکي وویله.
رییس الوزراء ویلي: نن هغه ورځ ده، چې مونږ ورته کلونه کلونه سترګې پر لار وو او له سختیو او کړاوونو له تېرېدو وروسته دا سترې پروژې پرانېستل شوې.
ملا محمد حسن اخوند د دغو مهمو پروژو پرانیستلو ته په نغوته کې وويل، چې د دغو پروژو پرانیستل د ترکمنستان د ملي مشر او نورو چارواکو د ښه نيت او هوښيار سياست څرګندونه کوي.
د هغه د څرګندونو له مخې، دغه پروژې به د افغانستان او ترکمنستان تر منځ دوستي نوره هم پراخه کړي او د دواړو هېوادونو ولسونو ته به ډېرې ګټې ورسوي.
د اسلامي امارت رییس الوزراء اړوند مسوولینو ته سپارښتنه وکړه، چې د یادو پروژو د بشپړېدو لپاره په پوره امانتدارۍ، اخلاص او زغم کار وکړي.
په دې مراسمو کې د ترکمنستان ولسمشر سردار بیردي محمدوف، چې د ویډیو کنفرانس له لارې یې اړیکه نیولې وه ویلي، نن مونږ د ټاپي او ټاپ پروژو په ګډون د یو شمېر لویو پروژو د لاسلیک شاهدان یوو.
هغه زیاته کړې: د دواړو هېوادونو تر منځ دوستانه، ورورګلوي او ښه ګاونډیتوب د پراختیا په حال کې دي او د دغو مهمو پروژو پلي کېدل نه یوازې د ترکمنستان او افغانستان ګټه ده، بلکې د سیمې په ګټه هم دي.
په دې مراسمو کې د ترکمنستان ملي مشر قربانقلي بردي محمدوف ويلي: نن د دواړو هېوادونو لپاره يوه تاريخي ورځ ده او د دواړو هېوادونو په اړيکو کې نوې پاڼه پرانيستل کېږي.
هغه زیاته کړې، د افغانستان او ترکمنستان اړیکې تاریخي دي، د دواړو هېوادونو ترمنځ متقابل احترام، برابري، ورورولي او ښه ګاونډیتوب یې غوره بېلګه ده او په راتلونکي کې به دا اړیکې نورې هم پراخې شي.
د ترکمنستان ملي مشر وایي، په ټرانسپورټي، مخابراتي، برښنايي، انرژۍ او نورو برخو کې د دواړو هېوادونو همکاري د افغانستان په ګټه ده او د رښتينې دوستۍ بېلګه او د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوستۍ د یوې نوې پاڼې پرانيستل دي.
هغه ویلي: زمونږ د پالیسۍ مهمه برخه دا ده، چې مونږ د افغانستان له خلکو سره په اقتصادي، سیاسي او ډیپلوماټیکو برخو کې خپلو همکاریو ته دوام ورکړو.
قربانقلي بردي محمدوف ويلي، يادې پروژې به د افغانستان پر اقتصادي پراختيا، د صنعت پر وده او ټولنيز ژوند مثبت اغېز وکړي، دولس زره افغانانو ته به د کار زمينه برابره شي او هر کال به له دغو پروژو څخه د افغانستان لپاره شاوخوا يو ميليارډ ډالر عوايد هم رامنځته شي. د تاسیس شویو لارو له کارولو سره زمونږ محصولات اروپایي هېوادونو ته لېږدول کیږي او د مرکزي او سویلي آسیا په نښلولو کې مهم رول لوبوي.
د ټاپي سیمهییزه نللیکه، چې د ترکمنستان ګاز د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته لېږدوي، ۱۸۲۱ کیلومټر اوږدوالی لري او د کلني لېږد ظرفیت یې ۳۳ میلیارد مټر مکعب دی او له دې ټرانزیتي سند څخه به د افغانستان کلني عواید ۴۰۰ میلیون ډالره وي.
دغه راز د تورغوندۍ بندر د پراختیا پروژه، چې له هرات څخه تر صنوبر پورې د ۲۲ کیلومټرو پر اوږدوالي د اوسپنې پټلۍ د غځولو دوه پړاوونه او د بار وړلو لپاره په یاده شوې لار کې د هنګرونو، تاسیساتو او د اوسپنې یوه فرعي پټلۍ جوړول شامل دي، چې عملي کېدا به یې شاوخوا ۴۰ ملیون ډالر لګښت ولري.
دغه راز د نور الجهاد سب سټېشن د ۳۵۳۹۲۹۵ ډالرو پر لګښت د برښنا شرکت پر مالي مرسته رامنځته شو، چې د هرات ولایت د برښنا د تأمین او له ۱۱۰ څخه ۲۲۰ ته د ولتاژ له لوړولو سره به یې په تخنیکي ضایعاتو کې کموالی راشي. د نوري فایبر پروژه به افغانستان د ترکمنستان له لارې له اروپا سره ونښلوي او ترکمنستان به د افغانستان له لارې له پاکستان او نورو ګاونډ هېوادونو سره ونښلوي.
د دې پروژې طرح په ۱۹۹۷ ز.کال کې لومړي اسلامي امارت وړاندیز کړې وه و، چې اسلامي امارت یې په هغه وخت کې هرکلی وکړ؛ خو کله، چې امریکا او ناټو پر افغانستان برید وکړ ، نو دا پروژه له پیل مخکې ودرول شوه.
د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته د ترکمنستان د ګازو د لېږد طرحه لومړی د ترکمنستان، افغانستان او پاکستان ترمنځ وړاندیز شوې وه او هند هم په ۲۰۰۸ ز.کال کې ورسره یوځای شو.
د ۲۰۰۲ ز. کال په ډسمبر میاشت کې د افغانستان، ترکمنستان او پاکستان د حکومتونو مشران د ترکمنستان په پلازمېنه عشقآباد کې سره جرګه شول او د درې اړخیزه تړون پر لاسلیکولو یې د پروژې لپاره نوی بنسټ کېښود، چې ټاپ (ترکمنستان- افغانستان- پاکستان) نومېده؛ خو کله، چې هند رسماً له ټاپ سره یو ځای شو بیا دا پروژه له ټاپ څخه ټاپي شوه.
په ۲۰۱۳ ز. کال کې افغانستان، ترکمنستان، پاکستان او هندوستان خپل د ګازو دولتي شرکتونه معرفي کړل، چې هر یو د خپل دولت په استازیتوب د پروژې تخنیکي چارې مدیریت او پر مخ یوسي.
په ۲۰۱۵ کال کې د ټاپي کمپنۍ لمېټډ په نامه د متحده عربي اماراتو په دوبۍ کې د ټاپي شرکت تاسیس شو، چې د پروژې د ډیزاین، تمویل او تطبیق چارې پرمخ یوسي.
اوس مهال د پروژې د مدیریت، تطبیق او تمویل چارې د همدې شرکت پر غاړه دي.
اسلامي امارت مسوولین وايي افغانان هغه ارمان ته ورسیدل، چې ۳۰ کاله ورته سترګې پر لار پاتې ول.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وایي؛ افغان ولس نن هغه ارمان ته ورسید، چې درې لسیزې ورته پر تمه و. له دې سره به د افغانستان او افغانانو په ژوند کې مثبت اقتصادي بدلونونه رامنځته شي.
د اقتصادي چارو ځینې شنونکي وايي؛ د دې پروژې د پلي کېدو لپاره زمینه برابره ده او له شریکوهېوادونو څخه غوښتنه لري، چې د پلي کیدو لپاره پخپلو سیمو کې کار وکړي. د دې پروژې ځنډیدو افغانستان او ترکمنستان ته میلیارډونه ډالر مالي زیان اړولی دی.
د اقتصادي چارو شنونکي سید مسعود ویلي: د افغانستان او ترکمنستان د اقتصادونو لپاره د ټاپي پروژې پیل ډېر مهم دی. دواړه هېوادونه باید د دې سترې اقتصادي پروژې دعملي کېدو لپاره هڅې زیاتې کړي. هیله لرم، چې د دې پروژې چارې په افغانستان کې چټکې بشپړې شي. دا به د سیمې او افغانستان پر اقتصاد مهم اغېز ولري.
ځینې نور شنونکي بیا په دې باور دي، چې د دې پروژې تخنیکې ځانکړنې دا سې بیا نوي، چې د ترکمنستان له ګالکنېش ګازي ساحې څخه د پاکستان او هند تر سرحدي نقطې فاضیلکا پورې ۱۸۲۱ کیلومټره اوږده ګازنللیکه، چې کلنی ظرفیت يي ۳۳ میلیارډ مټرمکعب دی؛ په افغانستان کې یې اوږدوالی۸۲۱ کیلومټره دی. د دې پروژې ټول تخمیني لګښت ۶ او ۷ میلیارډ امریکايي ډالر ښودل شو. د پروژې عمر له ۳۰ څخه تر۵۰ کاله، د نللیکې قطر ۵۶ اینچه، د ټرانزیټ فیس (حق العبور) له درکه د افغانستان کلني عواید تخمیني ۴۰۰ میلیون ډالرو ته رسیږي.
د اقتصادي چارو شنونکي سیر قریشي ویلي؛ د دې پروژې د عملي کیدو لپاره په افغانستان کې زمنیه مساعده شوې ده. مونږ هیله لرو، چې د دې پروژې چارې په افغانستان کې بشپړې شي. دا به مو د هېواد پر ملي اقتصاد ډېر مثبت اغېز ولري او هیله ده، چې د پروژې په پليکېدا کې له چټک ګامونه پورته شي.
دا د انرژۍ یوه پروژه ده، چې انرژي نن سبا د اقتصادي ودې لپاره اساسي شرط ګڼل کېږي؛ په ځانګړي توګه د افغانستان لپاره دا پروژه مستقیمې ګټې لري. که څه هم تر اوسه د افغانستان، هند او پاکستان ترمنځ د ټرانزیټ تړون نهايي شوی ندی؛ خو په ۲۰۱۲ ز.کال کې د یوې لومړنۍ هوکړې او محاسبې پربنسټ به له هر هېواد څخه په کال کې شاوخوا ۲۱۲ میلیون امریکايي ډالر د ټرانزیټ فیس اخیستل کېږي. د ټاپي ګاز نللیکې د ساختمان او عملیاتو په پړاوونو کې به زرګونه افغانان کار وکړي.
د اقتصادي چارو شنونکی نذیر احمد خلیل وایي: د دې پروژې عملي کېدل کولي شي په هېواد کې د عمومې بېکارې کچه راټیټه کړې او په ټولو برخو کې به زرګونه هېوادوالو ته مستقیمه او غیز مستقیمه کاري زمینه برابره شي او د دې ترڅنګ نورې اقتصادي پروژې هم شته، چې ګټه به يي افغانستان ته زیاته وي او دا کار د ستاینې وړدی.
دا، چې ټاپي ګازنللیکه د افغانستان له درې مهمو صنعتي، زراعني او تجارتي ولایتونو لکه هلمند، هرات او کندهار څخه تېرېږي؛ نو له ارزانې او پایدارې انرژۍ څخه برخمن شي. د ټاپي پروژې له بشپړېدو وروسته په لومړيو لس کلونو کې افغانستان پېنځه سوه ميليون مترمکعبه ګاز ترلاسه او دوهيمه لسيزه کې به يو ميليارډ مټرمکعبه او درېيمه لسيزه کې به یو نیم میلیارډ مټر مکعب ګاز له دې پروژې تر لاسه کړي.
تازه خبرونه
سوداګر دې قانوني پانګونه وکړي – د بدخشان والي مرستیال
حقجو په فیضآباد ښار کې د افغان ملي بانک د پرانیستلو د مراسمو پر مهال له سوداګرو وغوښتل، چې د شتمنېدا لپاره خپلې پانګې د نشهيي توکو قاچاق ته ځانګړې نهکړي او په دې کار سره ځوانان پر نشهيي توکو اخته نهکړي.
د بدخشان ولایت د والي مرستیال جمالالدین حقجو له سوداګرو غوښتي، چې خپلې پانګې په قانوني او تولیدي برخو کې ولګوي او د هېواد په اقتصادي وده کې ونډه واخلي.
حقجو په فیضآباد ښار کې د افغان ملي بانک د پرانیستلو د مراسمو پر مهال له سوداګرو وغوښتل، چې د شتمنېدا لپاره خپلې پانګې د نشهيي توکو قاچاق ته ځانګړې نهکړي او په دې کار سره ځوانان پر نشهيي توکو اخته نهکړي.
حقجو وویل، اوس مهال په ټول افغانستان کې زرګونه کسان په نشهيي توکو روږدي دي او له سوداګرو یې وغوښتل، چې د نشهيي توکو په قاچاق کې پانګونه ونهکړي.
دغه راز په دې مراسمو کې نورو سیمهییزو چارواکو له ولس وغوښتل، چې د حکومت پر وړاندې د درېدا پر ځای دې د هېواد د اقتصادي ودې لپاره کار وکړي.
دوی ویلي؛ د اقتصادي فعالیتونو پراختیا کولی شي د بېوزلۍ او نورو هغو ستونزو په کمولو کې مرسته وکړي، چې زرګونه کورنۍ ورسره مخ دي.
چارواکو له بانکونو او سوداګرو هم وغوښتل، چې خپل فعالیتونه د اسلامي اصولو له مخې ترسره کړي.
د افغان ملي بانک نوې پرانیستل شوې څانګه به د بدخشان اوسېدونکو ته بانکي خدمتونه وړاندې کړي.
د بانک ملي بانک چارواکي وايي؛ هغه دولتي کارکوونکي، چې معاشونه یې د دې بانک له لارې ترلاسه کیږي؛ د بانک د تګلارې له مخې به د پور له خدمتونو هم برخمن شي.
د بدخشان اوسېدونکو د دې څانګې پرانیستل بانکي خدمتونو ته د لاسرسي د آسانتیا لپاره مهم وبلل او له بانکونو یې وغوښتل، چې د دغه ولایت په لرې پرتو ولسوالیو کې هم خپلې څانګې پرانیزي.
چارواکو له سوداګرو او دولتي ادارو وغوښتل، چې د پانګونې او د بانک له خدمتونو څخه د ګټې اخیستنې له لارې د دغه بانک ملاتړ وکړي.
تازه خبرونه
په ایران کې د ټرافیکي پېښې له کبله اووه افغان کډوال مړه شوي
د بشري حقونو د «حالوش» بنسټ د راپور له مخې؛ دغه ټرافیکي پېښه د جمعې پر ورځ( د ۱۴۰۵ لمریز لېږدیز کال د سنبلې پر اووهویشتمه) د سیستان او بلوچستان په سرباز نومې سیمه کې رامنځته شوې ده.
د ایران په سیستان او بلوچستان ولایت کې د افغان کډوالو لېږدوونکي موټر او د تېلو لېږدوونکي موټر د ټکر له کبله اووه کسان مړه شوي دي.
د بشري حقونو د «حالوش» بنسټ د راپور له مخې؛ دغه ټرافیکي پېښه د جمعې پر ورځ( د ۱۴۰۵ لمریز لېږدیز کال د سنبلې پر اووهویشتمه) د سیستان او بلوچستان په سرباز نومې سیمه کې رامنځته شوې ده.
د سیستان او بلوچستان د ټرافیک پولیسو قومندان سیاوش محبي ویلي، چې افغان وګړي ناقانونه ایران ته راننوتلي وه.
هغه زیاته کړې، چې په دې پېښه کې نهه نور ټپیان شوي دي.
محبي د پېښې لامل د کډوالو لېږدوونکي موټر د چلوونکي بېاحتیاطي بللې ده.
تازه خبرونه
د اسلامي همکاریو ټولنه د افغانستان په اړه د تماس ډلې ناسته تر سره کوي
د اسلامي همکاریو ټولنې ویلي، په دې غونډه کې به د افغانستان پر روان وضعیت، د دغه هېواد له خلکو سره د ملاتړ او د افغانستان په اړه د ګډو هڅو پر څرنګوالي خبرې وشي.
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoپر مکه برید مو سره کرښه ده – سعودي؛ حوثیانو د برید ادعا رد کړه
-
تازه خبرونه5 days agoافغانستان اوس هم د بشري حقونو له فشارونو سره مخ هېواد دی – ملګري ملتونه
-
تازه خبرونه4 days agoافغانستان له امریکا سره د رسمي اړیکو غوښتونکی دی- عبدالقهار بلخي
-
لوبی5 days agoهند افغانستان ته په دوهیمه شلآوریزه لوبه کې د ۷ ویکټو پر توپیر ماتې ورکړه
-
تازه خبرونه4 days agoنړۍ باید« د افغانستان نوی واقعیت» ومني او خپله پالیسي بدله کړي – هند
-
تازه خبرونه4 days agoیوازې د بشري حقونو پر موضوع راڅرخېدا به په افغانستان کې بې پایلې وي – روسیه
-
څار4 days agoڅار: د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډه
-
تحول4 days agoتحول: له امریکا سره د اړیکو لپاره د افغانستان پر چمتووالي ټینګار

