Connect with us

سیمه ییز خبرونه

حزب الله نعیم قاسم د حسن نصرالله ځایناستی شو

د رویټرز خبري سرچینې راپور ورکړی؛ حزب الله په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د دې ګوند شورا ۷۱ کلن نعیم قاسم د عمومي منشي په توګه د خپل مخکیني میکانیزم پر بنسټ غوره کړی دی.

خپور شوی

د

د لبنان حزب الله د سې‌شنبې پر ورځ ډاګیزه کړه؛ نعیم قاسم د حزب الله د مشر حسن نصرالله پر ځای ټاکل شوی، چې څه باندې یوه میاشت مخکې د بیروت په جنوب کې د اسرائیلو د یوه هوايي برید له کبله ووژل شو.

د رویټرز خبري سرچینې راپور ورکړی؛ حزب الله په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د دې ګوند شورا ۷۱ کلن نعیم قاسم د عمومي منشي په توګه د خپل مخکیني میکانیزم پر بنسټ غوره کړی دی.

په ۱۹۹۱ کال کې قاسم د هغه مهال د مشر عباس الموسوي لخوا د حزب الله د مرستیال په توګه وټاکل شو، چې یو کال وروسته د اسرائیلي چورلکې په برید کې ووژل شو.

قاسم د نصرالله د مشر په توګه په خپله دنده کې پاتې راغی او له اوږدې مودې راهیسې د حزب الله یو له مخکښو ویاندانو څخه و او بهرنیو رسنیو ته یې مرکې هم ورکړي دي.

حسن نصرالله د سپټمبر پر اووه‌ویشتمه ووژل شو او هاشم صفی‌الدین، چې د حزب الله یو له مخکښو شخصیتونو څخه و، چې ویل کیږي د هغه ځایناستی و، یوه اوونۍ وروسته د اسرائیلو په بریدونو کې ووژل شو.

قاسم هغه مهال، چې حسن نصرالله مشر شو خپله دنده یې روانه وساتله او له اوږدې مودې راپدېخوا د حزب الله یو له مخکښو ویاندانو څخه و او له بهرنیو رسنیو سره یې مرکې هم کړې دي.

د حسن نصرالله له وژل کېدو راپدېخوا  نعیم قاسم درې ټلویزیوني ویناوې کړي، چې یوه یې د اوکټوبر پر اتمه وه او په هغې کې یې ویلي وه، چې حزب الله د لبنان لپاره د اوربند له هڅو ملاتړ کوي.

سیمه ییز خبرونه

ایرانیان په تهران کې د آیت الله خامنه‌یي د الوداع مراسم ترسره کوي

د ایران اسلامي تبلیغ شورا رییس حجت الاسلام محمودي څرګنده کړې، چې د الوداع مراسم به په سیمه‌ییز وخت د شپې پر لس بجو د پلازمېنې د امام خمیني د لمانځه په تالار کې پیل شي.

Published

on

د ایران دولتي رسنیو د څرګندونو له مخې؛ ایرانیان به نن( چارشنبه) په تهران کې راټول شي او د ارواښاد ستر رهبر آیتالله علي خامنه‌یي د الوداع مراسم، چې د روانې اوونۍ په پیل کې یې د اسرائیلو او امریکا د هوایي بریدونو له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړ؛ ترسره کړي.

د ایران اسلامي تبلیغ شورا رییس حجت الاسلام محمودي څرګنده کړې، چې د الوداع مراسم به په سیمه‌ییز وخت د شپې پر لس بجو د پلازمېنې د امام خمیني د لمانځه په تالار کې پیل شي.

خلکو ته به اجازه ورکړ شي، چې خپل درناوی وړاندې کړي. تمه ده، چې مراسم به درې ورځې دوام وکړي.

رویټرز راپور ورکړی، چې د جنازې د مراسمو جزئیات به په وروستي پړاو کې اعلان شي.

له تهران څخه خپرېدونکي انځورونه ښیي، چې په ټول ښار کې لنډمهاله یادناستې روانې دی او خلک د ۸۶ کلن رهبر د غم لپاره مخ پر راټولېدا دي. چارواکو له خلکو غوښتنه کړې، چې په مراسمو پراخ ګډون وکړي.

خامنه‌یي، چې له درې لسیزو څخه زیات یې ایران رهبري کړی؛ د هېواد د کورني او بهرني سیاست په جوړولو کې یو مرکزي شخصیت و. د امریکا او اسرائیلو دواړو پر وړاندې یې کلک دریځ ساتلی و.

د ایران دولتي رسنیو راپور ورکړی، چې هغه د شنبې پر ورځ د امریکا او اسرائیلو په ګډو هوايي بریدونو کې ووژل شو. دا هغه بدلون دی، چې په سیمه کې یې تاوتریخوالی بې‌ساری زیات کړی دی.

راپور شوی وژنه د ایران لپاره یوه مهمه شېبه ده، چې د ځایناستې، کورني‌ثبات او د منځني ختیځ لپاره د پراخو جیوپولیتیکي پایلو په اړه پوښتنې راپورته کوي.

Continue Reading

سیمه ییز خبرونه

په پاکستان کې پر پراخو غوندو بندیز ولګول شو

د امریکا پرقونسلګرۍ د برید پېښه هغه مهال رامنځته شوه، چې د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې د ایران د ستر رهبر له وژنې وروسته د لاریونونو څپه راپورته شوه.

Published

on

د پاکستان حکومت په کراچۍ او لاهور ښارونو کې د امریکا پر قونسلګرۍ له برید ونو وروسته پراخې غونډې بندې کړې دي.
د امریکا پرقونسلګرۍ د برید پېښه هغه مهال رامنځته شوه، چې د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې د ایران د ستر رهبر له وژنې وروسته د لاریونونو څپه راپورته شوه.

د رویټرز خبري سرچینې د دوه امریکایي چارواکو د څرګندونو له مخې راپور ورکړی، چې د امریکا سمندري ځواکونو په کراچۍ کې د امریکا پر قونسلګرۍ د برید پر مهال پر لاریونکوونکو ډزې کړې دي. دا په یوه ډیپلوماټیک ماموریت کې یوه نادره پېښه ده، چې کولی شي په پاکستان کې تاوتریخوالی ډېر کړي.

امریکايي چارواکو ویلي؛ دا اوس هم روښانه نده، چې د سمندري ځواکونو له‌خوا په ډزو کې چاته مرګ او ژوبله اوښتې او که نه؛ خو د یکشنبې پر ورځ د راپورونو له مخې لږ تر لږه ۱۰ لاریونکوونکي  هغه وخت ووژل شول، چې د قونسلګرۍ له بهرنۍ دیوال څخه ورتېر شول.

د سند ایالت د حکومت یوه ویاند ویلي، چې “امنیتي ځواکونو” ډزې کړې دي؛ خو جزئیات یې ندي ورکړي. خبري سرچینو راپور ورکړی، چې ځینو عیني شاهدانو د قونسلګرۍ شاوخوا ډزې اوریدلي او اوښلن ګاز یې لیدلی دی.

امریکا په اسلام‌آباد کې پر خپل سفارت سربېره په لاهور او پېښور کې هم قونسلګرۍ لري.

ویل کیږي، چې په پاکستان کې د امریکا د ډیپلوماټیکو ماموریتونو شاوخوا امنیت ټینګ شوی او د کراچۍ قونسلګرۍ ته تلونکې لارې تړل شوې دي.

Continue Reading

سیمه ییز خبرونه

اسرائیل په منځني ختیځ کې پر لبنان هوايي بریدونه وکړل

د اسرائیل پوځ ویلي، چې دوی له لبنان څخه توغول شوی یو توغندی شنډ کړی او نور یې په ډاګونو کې  کې غورځیدلي دي.

Published

on

اسرائیل د دوشنبې پر ورځ( د کب یوولسمه) په تهران او په لبنان کې د حزب الله پر مرکزونو له هغې وروسته تازه هوایي بریدونه وکړل، چې حزبالله وویل: د ایران د ستر رهبر علي خامنه‌یي د وژنې په غچ کې یې پر اسرائیلو راکټونه او څارګرې وتوغول.

د اسرائیل پوځ ویلي، چې دوی له لبنان څخه توغول شوی یو توغندی شنډ کړی او نور یې په ډاګونو کې  کې غورځیدلي دي.

د بیروت پر جنوبي څنډو هم هوایي بریدونه شوي، چې په کې د حزب‌الله لوړ پوړي قومندانان میشت دي او لسګونه چاودنو ملکي وګړي تېښتې ته اړ کړي دي.

تاوتریخوالی روان ساتل شوی؛ ځکه، چې له تېرې شنبې راپدېخوا په منځني ختیځ کې وضعیت خورا کړکېچن دی؛ د ایراني اهدافو پر وړاندې د امریکا او اسرائیلو له ګډو بریدونو وروسته د تېلو بیې هم لوړې شوې دي.

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان اعلان کړی؛ مشرتابه شورا، چې زه، د قضایي قوې رییس او د شورای نګهبان یې غړي دي پر لنډمهاله توګه د ستر رهبر دنده پر غاړه اخیستې ده.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په یوه ویډیو کې ویلي، چې د ایران پر وړاندې به پوځي عملیات تر هغه وخته پورې روان وي، چې “ټول اهداف ترلاسه شي” او له ایرانیانو یې وغوښتل، چې د خپل حکومت پر وړاندې راپورته شي.

د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ د امریکا پوځ تر اوسه پورې له ۱۰۰۰ څخه زیات ایراني پوځي اهداف پر نښه کړي دي او په دې عملیاتو کې درې امریکایي سرتېري وژل شوي دي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!